مقدمه :
کله چې دافغا نستان د اسلامی امارت ډلې خبریال ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دسازمان غونډې ته روان وه نو دایی وویلې چې افغانستان بحران کې دی!
واقعا بحران کې دی زه له مجاهد سره سل په سلو کې موافق یم.
هو ! افغانستان ډیر اوږده بحران کې دی او دغه بحران ډیر مختلف پېچلی ابعاد لری کورنی بعد یې زموږ له لاسه په کړکېچنو ګونګسیو، بن بست، ناندریو ، بلواګرو خود خواهیو له خم وپیچ نه وځی دغه فرهنګ لکه داور لمبې دتنور په داغه برخه کې کته او پورته کیږی . له بده مرغه داعرف زموږ دټولنې عادت ګرځېدلی که داړیکو لکۍ دې کومې ډلې سره نښتې وه نو بیا پالل کیږی او دفاع کیږی که بیسواده مطلق، غل او بی شخصیته او دملت په ضرر هم وی دسرپرست په سطح معاملو کې منل کیږې خو که لږ په پوهه اودرایت کې لوړ وې بیا ټاپه در باندې وهل کیږی ګندنه هو تازه ګندنه!
درنه جوړیږی ذبیح الله بیایی په اجندا کې داخبره تکراروکړه چې افغان ولس څو لسیزې دغه بحران سره مخامخ دی او ستر ناوړینونه یې ګاللی دی . خو ددغو ناوړینو فزیکی، جیو فزیکی، سیاسی او جنګی علتونه یې روښانه نه کړل .دې په مرموز ډول دغونډې غړی درانه ديپلو ماتان وګڼل خو خپل ځای یې ونه ښود لکه دلومړی ټولګی زده کونکې چی دولسم ټولګی ته نصیحت کوی. باید هیر نه کړو دلته څو نور مسائل دهېواد په کچه اړین ول چې هغو ته اشاره شوې وای چې په اجندا کې نه ول ذبیح الله خان دطالبانو د داعیې څخه خبرې وکړلی او زیات په خیرات پسې وه که دغزې دفاع او جهاد خبره دلته مطرح کېده نو بیا دیهودانو تجاوز او دلته امریکایی خیرات اخیستل او ددروازو ترشا معاملې مفهوم له لاسه ورکوی! ځکه موږ مسلمان یو او رسالت لرو ! زما هدف دلته په دقیق ډول افغان فرهنګه لافه ، شافه او یوازې منفی ګرایی نه ده ، طالبانوًکې ډیر هوښیار، مسلمان او مخلص کسان شته چې په جګو برخو کې لاره نه لری!کیدای شی مجاهد ښه شخصیت ولری او ښه سړی وی زه ورسره کومه پېژند ګلوی نه لرم او نه کومه بد بینی ګواښ زما قاموس کې دکرکې ، حسد ، سیالی او دټولنې پدتباهی ځای نه لری او نه له طالبانی نظام سره کومه شخصی ستوغه لرم . خو حقیقت دادی چې هغه یوعادی خبریال څنګه کولای شی او څنګه دغه تاریخی مسئولیت ته له اهلیت اوکفایت څخه لوړ ټټر وهلی شی.او په یو څو ورځې خبریالی یې له کوم سورکی خپل شخصی دریزونه او راپورنه ورکړی نو ددې مانا نه لری چې دې دسازمان دکهنه پیځو، ماهرو منافقو، دوه مخی فاسدو باتجربه ديپلوماتو ته دافغانستان دبرخلیک لپاره لاړ شی دایو غیر اسلامی انحصار دی او دېپلوماسی کې اهانت ! ځکه چې فرصت لیمیت کیږی تناسب او مقایسه یې له همدې ځایه سرچشمه نیسی.
ماته ولس او ددې خاورې یتیمان ، وږی او تږی ، جنګ او جګړو خوړلی، بی ګناه او ځورېدلی خلک دمعاصرې ڼړۍ په کتار کې ډیر زیات اهمیت لری او دهغوی په کړکېچونو ، تباهیو ، ایست ویست جاسوسانو او امیری منډو اوترړلو ځوریږم زه له همدې زاویی د ملګرو ملتو دغه هوسی ، خیالی، بن بست کوونکې ، کاواکه، کمزورې نارو سورو جفا کوونکې غونډې شالید له قدرمنو لوستونکو سره په آرامه فضاکې شریکه کوم اوًکلکه یې غندم ..
ورونو او خویندو :
الله ج چا نه دی لیدلی خو په قدرتونو یې پېژنی دروغ دروغ دی او رښتیا رښتیا! ڼړۍ یو کلی دی او سیاست یو طرفه واټ نه دی .راځی دې کلی کې لږ شاته په بې انحصاره څوکتاره دملت سازی لوی واټ کې لاړ شو او وڅېړو چې قصور چېرې دی.. په سیاسی علومو اوبشری یا انسانی علومو کې یو معیار شتون لری دغه معیار اهلیت، کفایت او ظرفیت ، متانت او ثبات ټاکی چې دا په سازمان ، نظام حتی کورنی مسائلو کې داصولو پرمبنا تکیه لری ،وایی له کلی ووځه خو له نرځه مه وځه! نرخ څه دی ؟ نرخ دمعیارونو څېړنه او دهغو د مقایسې پوهاوی دی .ولس نه جمهوری مټکور نظام دی او نه دشمال لنډه غر په دې نوم ملت منزوی کیدل او ولس ته چانس نه ورکول دولس سره ستره جفا او کوږ بار دی حتما یوچیرته چپه کیږی او مزله ته نه رسیږی.!
فلهذا لاندې فکتورونه دهرې پرېکړې او معاملې په سر کې داهمیت وړ دی داچې څوک یې منی یانه منی دابیا جلا خبره ده.
۱- دکار دستور اونحوه
۲-ددیالوګ او دېپلو ماسی مبادی
۳-دخبرو اترو بین البینی اهمیت
۴- دحاکمو مقاماتو سره تعامل
کوم یو ګام دلته بشپړه پراګماتیکه بڼه لری دکاغذ پرمخ او که عملی؟مسئولیت منل او مسئولیت پېژندل دغه پروسه نوې پیام نه لری دې کې سازمان او ڼړیواله ټولنه خپل دریز ، اسلامی امارت خپل او افغان ولس خپل دریز او غوښتنی لری . دا غوښتنې په سیاسی، اقتصادی، اجتماعی، مدنی ، سمیه ایزه او جغرافیایی برخو باندې جلا کیږی . ټولې نه سره مدغمې کیږی خو تاسې وینی چې په غوڼډه کې داجندا اصلی برخه لغوه اوله منځه ځی او زمینه بل انډوخر نور فرعی شرایطوًکې لکه بوس راوړاندې کیږی. دخیرات اقتصادی برخه ، دنشه ای مخدره موادو کیسه ، او دچاپیریال ساتنه او بدیل معیشت باندې خبرې کیږی او دانسانانو حقوقو چې دغونډې اصلی محوری جوړوی هغه د یوخبریال له خوا د کورنی معاملی په نوم انحصاریږی . زموږ دیو شمیر احساساتی سیاست پوهانو ، تش په نوم کار پوهانو ذهن هم نه ور باندې خلاصیږی دکږو لارو ستاینه کوی او دوه مخی سیاست لوبوی او بده تمه باندې تکیه کوی .
دلته دذبیح الله لومړۍ خبره له یاده وځی او دتعلیم په خاطر قاطع شرمونکی تصمصم لری .
دپام وړ خبر داده چې ذبیح الله مجاهد هغه وخت دا دملت کورنۍ مسئله ګڼلای شی چې ملت طالبانو ته کورنی مشروعیت ور کړی وی ، یا قانون درلودای یا حد اقل په دادریو کلو کې یې دمشروعیت یو رکن برابر کړی وی . موږ به دا ومنو چې کورنی موضوع ده ولی په سیاسی لحاظ دغه ډول انحصار یوافت او له نړیوال دریز هم اوچت ګڼل کیږی دا دبن بست تورجهنم دی د. الله ج، رسول اکرم ص، شرعې ، اسلام ، تاریخ او ولس ټولو مخالف خو موږ یې په ستره بې منطقی کې په کورنی نو م وړتپو ایا زموږ کورنی خبره دومره ننګینه او توره ده؟
دالهی په غضب ککړ شې له دې سوچ سره دلته داښیی چې دیوه عالم دېپلومات او یو ه عادی خبریال ترمنځ څومره توپیر دی!
دافغانستان خلک تل دداسې جهالت قربانۍ شوی دی او کیږی سازمان خو نه شرم لری او نه حیا همدې سازمان دغه ولس په کراتو دې حالت ته راوستی موږیې لا شک ګڼو . .
ذبیح الله دشپږم ټولګی مقاله په ځوړه او لوړه ولوستله داشو زموږ دولس او ملک زعامت !
اسلام ندارد در ذات خود عیبې
هرعیبې که است در مسلمانی ماست
اسلامی جهان بینی خو لا پرځای پرېږده دا دکومې مدرسې مولوی دی؟ذبیح الله څخه په ډیره ورخطایی کې ملی مشارکت ، دستونزو پیژند ګلوی، دیوه اسلامی عدالت پلی کول ، اسلامی اصولو او فرهنګ ته درناوی ډقضایاوو دحل لارې او تفکیک،اسلامی سلوک او دمساوات عرفان ، اخوت او ورورولی ، دټپونو رغول او په تیره بیا درسمیت پېژندلو مقدماتی برخې او چمتووالی هیر شو ل.
ایا افغانستان کې قحط الرجال وه چې داخبریال وټاکل شو،دپوښتنو ځواب ویل یې هم یو ډول ښکاری خو زه دی نه ملامتوم یو چا چې دوه ورځې کار په یوه عادی دفتر پوهه اوتجربه ونه لری نو هغه به څنګه وکړای شی چې د څلوېښت میلیونو انسانانو تاریخی مسئولیت خوندی کړای شی؟
ما مخکې هم ویلې چې افغانستان په دروغجن سیاست ، چاپلوسو ، دوه مخو ، بې کفایتو، پلمو اوبهانو په تیربیا بربندو اماتور میلمنو چې هر چینل کې له ګېډې ګړیږی دا یو هم په درد نه خوری تر څو چې ددې مظلوم ولس اصلی نسل لاس په کار نه شی دافغانستان سوله اوملی کړکیچ دجنګ ، فشار او جګړې سرتمبګی او ځان واکی له لارې امکان نه لری.دراحت نسخه بل ابتکار دی . ښی اوکیڼ لور ته ښه ځیر شه دډیرو غم ځپلو خلکو اوښلنې سترګې ، لوڅې پښې وږی اوتږی بدن به ووینې . لور په لور ، کور په کور هره سیمه اودره کې به د دردونو له امله ځګروی واورې هلته به پوه شې چې بدیل معیشت یا خوار ځواکی یعنی څه؟ دمصیبتونو په انداز به دې سر خلاص شی.
ترڅو به بل څوک موږ ته غذا ، پیسې او ابزار رالیږی دغه خیرات به دملګرو ملتو نو دسازمان دتلک په څیر زموږ څومره درد دوا کړی؟
پایله:
وګوره داسلام ستر لارښود رسول الله ص ته، چې غاښونه یې صدمه ولیده اوپر سپېڅلې بی بی یې منافقان تورونه لګوی اویا تنه یاران یې شهیدان کیږی کوډګر ، کاهن ، لیونی اودرواغجن ورته ویل کیږی دغه یو ازمېښت وه چې دی ور سره مخ شو اوتر ده له مخه ذکریا وژل شوی ابراهیم ع اورته غورځول شوی عمر، عثمان اوعلی رض پر همدې تګلاره تللی!
« ام حسبتم ان تدخلو ا الجنة ولما یاتکم مثل الذین خلوا من قبلکم مشتبهم الباساء الضراء»
او همدارنګه :
حسبنا الله ونعم الوکیل