د چین کمونېست ګوند(CPC)  ۱۰۳ کلن شو

لیکوال: ازاد خبریال او سیاسی شنونکی اندیښمن ځاځی

د چین کمونیسټ ګوند د ۲۰۲۴زیږدیز کال د جون په لومړۍ نېټه  ۱۰۳ کلن شو.له نن څخه شاوخوا ۱۰۳ کاله وړاندې په ۱۹۲۱ زیږدیز کال کې د چین د کمونست ګوند بنسټ کېښودل شو او په چین کې یې د چینایانو د هوساینې او چین د پرمختګ لپاره مبارزه پیل کړه . دا ګوند په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې واک ته ورسېد او   شاوخوا ۷۵ کاله کیږي چې د چین د واک واګې یې په لاس کې دي . د چین کمونېست ګوند دغه هېواد په اوسني عصر کې د نړۍ پر یو ځواکمن هېواد هم بدل کړی دی، د چین پیاوړي اقتصاد ، پیاوړې سیاست ، له نړۍ سره پیاوړې اړیکې ، پیاوړې روغتیایي سیسټم ، پیاوړې تولیدي ځواک ، پیاوړې پوځ او پیاوړې ټولنیزه هوساینه د چین له کمونیست ګوند یا (CPC) سره تړاو لري. خو پوښتنه دا ده چې په یوه هېواد کې یو ګوند څنګه کولی شي په پرله پسې ډول ۷۵ کاله واکمني وکړي ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلی شو ملتونه او وګړي هغه واکمنۍ مني او ملاتړ یې کوي چې د دوی د هوساینې، پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کار کوي او په دغو کارونو کې بریالۍ وي، چې د چین کمونېست ګوند یو له دغو بریالیو ګوندونو دی، ټول غړي یې د ګوند او د ګوند د مشر پالیسیو ته ژمن دي. دوی په ټولنه کې عادي ژوند کوي،خو کله چې د چین خلک له ستونزو یا ناورینونو سره مخ کیږي، نو د ګوند دغه ځواک په خوځښت راځي او د خپلو خلکو د خدمت لپاره لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي چې ښه بېلګه یې په تېر ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا سره د چین مبازره وه، چې همدا ځانګړتیایې د چین خلک متعاثره کړي او بې ساري ډول د خپل واکمن ګوند ملاتړ کوي. د چین کمونېست ګوند په نړۍ کې لومړي لوی ګوند دی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د چین د پرمختګ بهیر لا پسې ګړندی کړی دی. په تېرو څو لسيزو کې یې چين د چټک پرمختګ په لاره سوق کړې او چین یې په نړۍ کې پر دوهم لوی اقتصاد درلودونکي هېواد بدل کړی دی .په چین کې ټولې تر لاسه شوې لاس ته راوړنې  د چين د کمونېست ګوند له رهبرۍ سره تړاو لري ځکه همدا د چين کمونېست ګوند دی چې د چين د اقتصاد د غوړېدو لپاره یې لاره هواره کړېده.

د چین کمونیست (CPC) ګوند تګلاره

د چين کمونست ګوند پر کمونستې ايډيو لوژۍ ولاړ دی، خو په تېرو لسيزو کې د بدلون له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی دی.دغه ګوند د چين په اقتصادي پرمختګ کې نېغ په نېغه لوی لاس لري؛ سوسياليزم د غوره چينايي مشخصاتو څخه شمېرل کيږي او  اوس يې په نوې پيړۍ کې قدم ایښی دی ؛ د خلکو د پرمختګ په بهير کې ګډون او خلکو ته د ښه ژوند هيله درلودل د سوسیاليزم تر ټولو ښه ځانګړتیا ده ، او دا ځانګړتیا د دې لامل شوې ، چې د اوسني رئيس شي جين پینګ په مشرۍ واکمن کمونېست ګوند د خپلو خلکو پراخ ملاتړ تر لاسه کړي او  د چین د عصري کولو، چټک اقتصادي پرمختګ او په اقتصادي برخه کې د اصلاحاتو  راوستو لړې نوره هم چټکه کړي .د ګوند عمومي منشي شي جین پینګ د داخلي تصفیې پر تیورۍ باور لري، نو په همدې اساس لومړي په ګوند کې پر اصلاحاتو او بیا په ټولنه کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار کوي. د ده په اند د چين کمونېست ګوند په نړۍ کې د مارکسيزم تر ټولو د لوی واکمن ګوند په توګه خپلې ستونزې هم لري، نو په همدې اساس ګوند باید  د دغو ستونزو د هوارولو ، د اصلاحاتو په راوستو ،د ورخلاصون پالیسۍ د پیاوړتیا ، د بازاري اقتصاد او بهرنیو ننګونو لپاره د مثبت ځواب او د فساد د له منځه وړلو لپاره پر ځاني تصفيې ټينګار ولري. ښاغلی شي جین پینګ  ددغې تیورې عملي کول په څلورو برخو ویشي .

* د ګوند په داخل کې د تصفیې تر سره کول، یانې د ګوند په داخل کې باید د فساد سرچینې او عناصر له منځه یوړل شی.

* د ګوند د داخلي نیمګړتیاوو پوره کول .

* په ګوند کې نوښت راوستل

* د ګوند توان او وړتیاوې لا پسې پیاوړې کول.

د رئیس شی جین پنګ په باور دا پورته یاد شوي کارونه به له یوې خوا ګوند لا پسې پیاوړې کړي،څو غوره لاسته راوړنې ولري، چې د خلکو د ملاتړ او رضایت سبب شي او له بلې خوا به د واک دوام ته لاره هواره کړي.  

د چین کمونیست ګوند(CPC) اړیکې او اصول

د چین کمونیست ګوند د نړۍ له مختلفو سیاسي ګوندونو سره فعالې اړیکې ټینګې کړي او له ډېرو هېوادونو سره یې د سالمو او مستحکمو اړیکو، د نړۍ د سولې ساتلو، د اقتصادي پراختیا او د بشر د پرمختګ لپاره خدمتونه کړي او کوي یې.

 

د چین کمونېست ګوند په ایډیالوژیو او ټولنیزو سیستمونو کې توپیرونو ته پاملرنه نه کوي.

د بېلا بېلو هېوادونو د ګوندونو خپلواک حیثیت او د خپل ټولنیز سیسټم او پراختیا له لارې د انتخاب حق ته درناوی لري. چین پر دې اند دی، چې ټول ګوندونه باید له یو بل سره مساوي چلند ولري ، هیڅ ګوند باید پر نورو ګوندونو خپل نظریات او عملونه تحمیل نه کړي او هر ګوند باید د هېواد او ګوند د واقعي شرایطو او تجربو له مخې د بل ګوند غوره شويو کورنيو او بهرنيو سیاستونو ته درناوی ولري. د هر ګوند داخلي چارې باید د ګوند دننه حل شي او بهرني سیاسي ګوند ته اجازه ورنه کړل شي، چې پکې مداخله وکړي او نه هم بايد د ګوندي اړیکو له لارې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وشي.د چین کمونېست ګوند بشریت ته د سولې او عدالت د راوستلو لپاره پر انټرنېشناليزم ټینګار کوي. اوس مهال د چین کمونیست ګوند د افغانستان په ګډون د نړۍ د څه دپاسه ۱۶۰هېوادونو او د سیمې له ۶۰۰ ګوندونو او سیاسي سازمانونو سره ښې اړیکې لري ، له دوی سره د نظر تبادلې او همکاري لري.

د چین کمونیست ګوند (CPC) راتلونکی  

په اوسني عصر کې تر ټولو غوره ګوندونه یا سیاسي بهیرونه هغه شمېرل کیږي چې د خپل هېواد او هېوادوالو د هوساینې لپاره نه ستړې کېدونکي کارونه تر سره کوي، د نړۍ سره سالمې سیالي پر مخ وړي، د هېواد او خلکو اقتصادي پیاوړتیا ته ژمن وي ، له فقر او غربت سره قوي مبارزه وکړي او خپله هېواد او هېوادوال د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو په کتار کې ودروي، چې د چین کمونېست ګوند په تېرو ۱۰۳ کالونو کې او په ځانګړي ډول د خپلې ۷۵ کالنې واکمنۍ پر مهال یې دا ټولې چارې په عمل کې ثابتې کړي دي. چین یې پر سوله ایز ، د پیاوړې اقتصاد درلودونکي او ځواکمن هېواد بدل کړی دی. د چین کمونېست ګوند د خپلې واکمنۍ پر مهال په خپل هېواد کې د فقر او غربت سره کلکه مبارزه کړې او ستر بریالیتوب یې تر لاسه کړی دی.

د چین کمونېست ګوند د خپلې واکمنۍ پر مهال د سیمې نورو هېوادونو ته هم ډېرې لویې اقتصادي ګټې رسولي دي.په همدې اساس ویلی شو چې د چین کمونېست ګوند د چین تر ټولو محبوب او د پراخ ملاتړ درلودونکی واکمن ګوند دی او د دغه ګوند د واکمنۍ په دوام کې چین لا روښانه راتلونکی لرلی شي.   باور لرو، چې د یاد ګوند روانه واکمني به لا پسې اوږده شي او ګټه به یې نه یوازې چنایانو ته، بلکې نړۍ ته هم ورسیږي. اوس مهال پیاوړي باورونه دا دي چې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د چین هېواد ژمن دی، چې د روښانه راتلونکې په لور به ګړندې ګامونه پورته کوي،د بشريت او د انساني ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره به د پام وړ او تر دې هم ډېر خدمتونه کوي .  تېر ۱۰۳ کالونه به ددغه پیاوړي ګوند د ځوانۍ ورځې وبولي او دا هېله به په خپلو زړونو کې ژوندی وساتي چې د چین کمونېست ګوند ورځ تر بلې د پوخولي او پیاوړتیا په لور روان دي او د نړۍ د سولې، ګډ پرمختګ او د بشریت د هوساینې لپاره نوي چارې، نوي پلانونه او نوې طرحې وړاندې کړي.