د هېپیانو افسانوي مسېر د افغان محاصر تاریخ هېر شوي څپرکۍ: 
د هېپیږم فلسفه او د هېپې انقلابي غورځنګ پیداېښت د شلمي پیړۍ یوه خورا مهمه کولتوري، سیاسي او ټولنېزه ښکارنده وه. په شپېتمو او اوویایمو لسیزو کې افغانستان د ټولنې نړۍ د هېپیانو یو ښکلی زرغون جنت هیواد و. د څلوېشت کلنې جګړې دمخه افغانستان د هېپي افسانوي مسېر په اوږده لار کې یو تر ټولو ښکلی جذاب طبیعي هیواد او پلازمېنه کابل د ټولې نړۍ د هېپي ملنګانو د خوبونو سپیڅلي مکه بلل کیدل.
که څوک نن په 2024 کال کې په خپلو فکرونو کې یو اروپایې تنکی ځوان تصور کړئ، چې هغه ولې له لندن څخه کابل ته د ځمکې له لارې د یوه بیک یا کڅوړې سره په اوټوسټاپ کې د تګ پرېکړه کوي. همدارنګه د زرګونو نورو اروپایې ځوانانو سفرونه تصور وکړئ. دا هغه څه دي، چې ښایې تاسو ته نن لیونتوب ښکاره شي. خو په 1969 کلونو کې په رېښتیا او حیرانتیا سره داسي یو څه د هېپې په افسانوي مسېر کې پیښ شوي دي. د نړۍ په سیاسي کولتوري ادبیاتو کې، د نړۍ په تاریخي سفري لارښود کتابونو کې او د نړیوالو رسنیو په سر لیکونو کې او د هېپیانو په اړه لیکنو او په څېړنو کې افغانستان د هېپیانو افسانوي مسیر یا لار کې د „The Hippie Trail“ په نامه یو مهم مرکزي رول لوبولي دی.
په لنډه توګه د هېپیې فلسفې مانا د ژوند مانا په لټون پسې ګرځيدل دي. هېپي فلسفې د امریکایې مصرف کونکي ټولنې سټايل د امریکایې سوکاله ژوند ماناوې او ایډیالونه تر پوښتنې لاندې راوستل، لکه دنده، واده کول، د یوې کورنۍ بنسټ ایښودل، موټر اخېستل، د ښار د باندې کور او یوه باغچه پالل او داسی نور اړین شیان. ایا په ریښتیني مانا سره دا شیان یوازې د ژوند مانا افاده کولي شي.‌؟ 
د هېپیانو په نظریه، بیانونو او ایډیالونو کې د نوي نسل د ژوند مانا، د پیسو، مسلکي وړتیاوې، بېځایه مصارف او د ټولنیزو کنوانسیونو یا ټولنېزو تړونو په پرتله لا ډېرې نورې ماناوې پرتې دي.
ډېرۍ امریکایانو د لیونتوب تر پولې پورې د ویټنام جګړې څخه خپله نارضایتي او ناخوښي څرګنده کړي وه. هغمهال شاوخوا 500.000 امریکایې ځوانان د ویټنام جګړې ته جلب شوي وو، چې یوه ستره برخه د مکلفیت دورې ځوانانو تشکیلوله. اټکل 50.000 امریکایې ځوانان د عسکري خدمت څخه د ویټنام جګړې په ضد د اعتراض په توګه کاناډا ته تښتیدلي وو. په ټولېزه توګه د ویټنام جګړې شاوخوا 58.000 امریکایانو ته مرګ ژوبله اړولي ده. د ویټنام جګړې او د جګړې سره تړلي ډیرې نورې وژنې د هیپي غورځنګ پیداېښت او په راڅرګندیدو کې خورا مهم رول لوبولي دی. ډیرې امریکایې ځوانانو د جګړې او د بې ماناو وژنو په وړاندې لاریونونه ترسره کړل. له دې امله په میلیونونه ځوان امریکایان د هېپي له غورځنګ سره یو ځای شول او ټولې نړۍ ته د هېپې غورځنګ افکار او ایډیالونه ورخپاره کړل. 
د 1950 او 1970  لسیزو په منځ کې اروپایي، امریکایي او اسټرالیایي ځوانان په ډله ییز ډول د نړۍ تر ټولو لیرې هیوادونو او د نړۍ ګواښمنو لرو پرتو سیمو ته سفرونه پیل کړل.  
هېپیانو غوښتل لومړی خپل د امریکایې ژوند روزنېزه ټولنېزه ټولګی یا طبقه پرېږدي او ترینه ووځي. په کومه ټولنه کې چې دوی لوي شوي او ډیره مېنه ورسره محسوسوله او د خپلو مېندو پلرونو لوري ورته امریکایې ارزښتونه ښوولي شوي وو. هېپیانو د خپلې فلسفې موخې د یوه نوي سوله ییز انساني ژوند بڼې ته د رسیدو په موخه تعقیبول، څو ټولنېز عدالت، مساوات او د دوی ازادۍ ته لومړیتوب ورکړل شي. هېپیان په امریکا کې د توکمې تبعیضي چلند ضد دریځ غوره کړ. برسېره پردې د دوی افکار، اخلاقیات او احساسات د مېنې، ملګرتیا او د خوښۍ، خوشالیو په معنوي ارزښتونو باندې ولاړول. 
د کالیفورنیا ایالت د هغې وخت ګورنر یا والي په امریکا کې هېپیان او هېپې غورځنګ په امریکایې ټولنه کې د ټولو بدو ناوړو شیانو د اصلي ریښې په توګه اعلان کړل. د امریکا محافظه کاره ټولنې په حلقو کې د هېپې ګلالي ماشومان د بې روزګاره، تنبلو، سستو عنصرو، ګډوډو، ناپاکو او خېرنو عناصرو په توګه پیژندل شوي وو. هېپیان اکثراً د امریکا په سیاسي بحثونو او دریځونو کې د انارشیتي، سوسیالیستي او کمونېستي ایډیالونو په فکرونو کې ککړ او د دې ایزمونه په منلو باندې تورنیدل. له دې امله هم په امریکا کې د هېپیانو فلسفې انګېزو، فکرونو او ایدیالونه ته لږ پاملرنه شوي ده. د دې ټولو تورونو سربیره هېپیان په ټوله نړۍ کې د یوه عجیب غریب محبوبیت څخه برخمن شول او د یوې نوی جذبې، شور او ټولنیز شورش په توګه تلقي کیدل. 
په حقیقت کې هغمهال د هېپي فلسفه د هېپې غورځنګ په څیر د لویدیځي نړۍ د ټولنیزو نورمونو او محدویتونو پر ضد یو ډول ټولنېز سیاسي بغاوت یا شورشي غبرګون و. هېپي ځوانان د خپلي غربي ټولنې سختګیره نورمونو، دودونو او له ډیرو کولتوري ارزښتونو، قیوداتو، محدویتونو او د ماشینې ګړندي ژوند څخه په تنګ راغلي وو. دوی د یو بدیل متقابل فرعي کولتور یا ضد کولتور د رامنځته کولو په لټه کې شول. دوی د خپل غربي کولتور په ضد شول، کوم چې پر دوی باندې د خپلو پلرونو او نیکو له لوري تحمیل شوي و. د هېپیانو مېندې او پلرونو، نیویارک، پاریس، لندن او روم ته په الوتکو کې الوتنې کولي، خو خپله هېپیان کابل، ډهلي او کتمندو ته په خپلو زړو فلکسواګن ډوله بسونو کې د ځمکې له لېارې په ارزانه سفرونه کول. کله چې ځوانو هېپیانو د لویدیځ څخه د ختیځ په لور له خپلو کورونو څخه راوتل، د خپلو مېندو او پلرونو سره د خدای په اماني پرمهال د ځینو هېپیانو مېندې به ژړل او پلرونو به سرونه ټکول، ښورول او ویل به یې: تاسو دومره لیري او د دومره مودې لپاره چېرې روان یاست .؟ هېپیانو به ویل: یا به زه هېڅکله بیرته خپل کور ته رانشم او یا به په بشپړ ډول یو بدل شوي سړی راشم. 
اټکل هر کال د70  څخه تر 100 زرو پورې هېپي ځوانانو د لویدیځې اروپا له ټولو هیوادونو څخه جنوبي اسیا ته د ځمکې له لېارې په دې اوږده تاریخي لار کې په سفر روان ول. اکثریت هېپیان د افغانستان هرات، کندهار، بامیان ولایتونواو له پلازمینې کابل څخه لیدنې کولي او په دې ښارونو کې تر ډېره مودې پورې تمیدل یا اوسیدل. د احصائیو له مخې په 1971 کال کې افغان سرحدی چارواکو یوازې د کوشني هیواد سویس 2,200 وګړو ته د وېزې اخیستلو ورسته افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوي.
سویلي اسیا ته د تګ راتګ لارې په مسیر کې کابل ښار د هېپېانو د راټولیدو یو مهم منزل او یو مهم مشهور مرکزي ښار بلل کیدو او د نړیوال توریستي سیاحتي تمځای په توګه کاریده. ټولو هېپیانو دا حقیقت منلي و، چې د تورکیې تر استانبول ښاره، د مراکش کیزربلنکا له ښاره او حتی د ایران پلازمېنې تهران له ښاره اروپایې ځوانو متمدنو سیلانیانو هېپیانو ته د افغانستان کابل ښار یو تر ټولو ښکلي، جذاب، محبوب، ارام او مصؤن ښار و. د افغانستان ښکلي طبیعي چاپریال او د لرغوني کولتور سربیره دلته په ډېره اسانه او ارزانه توګه مخدره توکي د نړۍ بهترین طبیعي چرس د تور افغان په نامه اپین هم شتون درلود. 
هېپیانو لږ تر لږه په څو اوونیو کې له لندن، پاریس او برلین څخه په10000-15000  کیلو متره اوږده لاره باندې مزل کاوه. د هېپیې افسانوي لار د لندن، استانبول، تهران، کندهار، کابل او خیبر درې له لیارې تر ډهلي، ګوا او کټمندو ښارونو پورې د (Kabul Hippie -Highway) په نامه لویه لار کې اروپایې ګلالي ماشومانو اسیا ته تګ راتګ کاوه. ځینې یې څو څو ځلې د هېپیانو پر افسانوي لار یا مسېر باندې تللي او سفرونه کړي دي. 
د سفر اسطورې یا د افسانوي سفرونو اصلي انګېزې او موخې دا وي، هر څوک چې سفر کوي، هغه غواړي چې نوي په زړه پورې څه وویني، نوی تجربې زده کړي، د بېلکې په توګه په طبیعت کې د لویو کشفي څیړنیزو طبیعي لرغونو ځایونو څخه لیدل او د نړۍ سترو افسانوي تاریخې سفرونو په مسېر کې لکه د مارکوپولو، کولمبوس او نورو اتلانو پر پل پل ږدل او تګ کول. 
هیپي متمدنو سیلانیانو افغانستان ته یوازې د چرسو څکولو یا د مخدره توکو کارولو لپاره سفرونه نه کول. روڼاندو پوهنتوني، با کولتوره هیپیانو غوښتل د نړۍ بام ته، د پامیرغرونو او د هندوکښ غرونو سرونو ته وخیږي. د بوډا لرغوني مجسمې ووینې، د افغانانو لرغوني کولتور وپیژنې. هیپیانو په خپل هیپې کولتور او سټایل کې د افغاني کولتور، افغاني رنګونه، افغاني لاسي صنایعي، افغاني جامې، افغاني ملي لباسونه د کوچیانو لباسونه، افغاني غالیو، ټغرو، لمڅیو شامل کړل. افغانستان د دودېرو لاسي صنایعو او جامو تولید بډایه دود لري. د افغانانو د وړیو پوستېن په نړی کې په ډېرو لوکسو مډرنو ګرانبیه پلورنځیو په ویټرونونو کې ننداري ته کېښودل شوي. افغاني پوستېن د نړۍ د فیشنشو په معتبرو صالونونو کې د خپل عالي ارزښت او سټایل له امله نندارې ته وړاندې شوي دی او د نړۍ مشهورو هنرمندانو او د راګ او پاپ موزیک وتلو سندرغاړو لخوا اغوستل کیده. لکه په 1960 کال کې انګرېزي د بیټلز راګ بانډ غړو هر یو جان لینن، جورج هریسن او رینګوسټار، وتلي ګېتاریست جیمي هینډریکس، د پاپ موزیک وتلي هنرمند ډیویډ بوي، کولډ سندر غاړی جیم ماریسن او داسي نورو لسګونو امریکايې او اروپایې هنرمندانو او سندرغاړو لخوا اغوستل شوي دی. ځکه دا افغاني پوستېن په نړې د هېپیانو د موډ، فیشن، سټایل او د انقلابي غورځنګ د بغاوت یو سېمبول یا یو سېمبولیک کولډ کوټ و. 
 
د هېپیږم فلسفه او د هېپې خوځښت د پیداېښت انګېزې
د 1960 کال لسېزې په لومړیو کې د هېپې خوځښت د امریکې په سانفرانسیسکو ښار کې په لومړی ځل راڅرګند شو. د سانفرانسیسکو هایټ ایشبري (Haight -Ashbury) سیمه کې د هېپې غورځنګ هستي پېداېښت ځای یا د زیږون ځای بلل کیږي. په پیل کې د هیپیې خوځښت کومه سیاسي انګیزه نه درلوده، بلکې د غربي نړۍ د ناخوښو ټولنېزو تړونو، قیدواتو، محدویتونو او کنوانسیونو څخه د ټېښتې یوه هڅه وه. په اروپایې ځوانانو کې د دویمې نړیوالې جګړې اغیزو پر ضد د جنګ ضد حساسات شتون درلود.
د اروپایې هېپیانو بغاوت بل لامل په اروپایې محافظه کاره کورنیو کې د دودیزو رولونو او مراسمو ادا کولو په وړاندې د ځوانانو یو رد غبرګون و، د کار فشار راکمول په وړاندې یو غبرګون و او د ماټریالیستي، کپیټالیستي او د ماشیني ژوند سیسټم د فشارونو څخه د ځان خلاصون په مانا و. هممهاله د یوې ګډې سوله ییز مینه ناکه ژوندون نوې بڼې ته د لاسرسي په موخه هڅې وې. دوی غوښتل د غربي ټولنې د کلاسیکي سلسلې مراتبي کړۍ یا ځنځیرونه مات کړي. هېپیي ځوانان په لومړی سر کې د پانګونۍ سیسټم پر وړاندې ودریدل. امریکایي هېپیانو د پخوا نه د ویټنام جګړې پر ضد خپل رد دریځ او مخالفت غوره کړي و. هېپیانو د امریکایې ټولنې مدنې او بورژوازي ارزښتونه هم رد کول. 
د لویدیځ هېپې ملنګانو په ختیځ کې یا د اسیا د ځمکې پر مخ د لوکس ژوند، په لوکسو ځایونو کې د اوسیدلو او د لوکس ژوند کولو په لټه کې نه وراوتلي. په دوی کې که څوک شتمن، بډایه و، که نه و. د دوی موخه دا وه، چې پرته له ټولنېزو قیوداتو شرطونو یو عادي نورمال ازاد سوله ییز مینه ناکه ګډ ژوند وکړي. هېپیانو اکٍثراً د سېمه ییزو خلکو په څیر کالي اغوستل او د سېمه ییزو خلکو په څیر عادی ګرځیدل او نورمال ژوند کول خوښ و. هېپیانو د خپل سفرونو په لاره کې اکثرآ د ځایې خلکو جامې او سټایلونه غوره کول او خوښول. د بېلګې په توګه د پښتنو په قبایلې سیمو کې اکثره پښتانه ځوانان ګلان په خپلو خولېو یا ویښتانو کې ټومبي. هېپیانو هم اکٍثراً ګلان په ويښتانو کې د ښکلا لپاره ایښودل. هېپیان د افغانانو په څیر اکثره لوڅې پښې ګرځیدل، اوږده ويښتان او اوږدې ګیرې درلودې. هېبیانو د خلکو له دود دستور سره ځان عیارولو او د نړۍ په نورو برخو کې د دودیزه سیلانیانو په پرتله هېپیانو د ځایې خلکو سره ډیره مینه، ناسته پاسته او ګډ وخت تیرولو. په نړۍ کې سفرونه د زده کړې، زغم، تفاهم او درناوي لپاره فوقعلاده په زړه پورې ښې لارې چارې دي.
دا یوه واضع ښکاره خبره وه، چې دې سیمو ته د تګ یو لامل د طبیعي ارزانه چرس موندل او څکول و. 
 (Very cheap, very good)په افغانستان کې د نړۍ لومړی درجه اعلی چرس کرل کیدل او تولید کیدل، ځینې افغانان اوس هم چرس کري، څکوي او پلوري. 
هیپیان ماټریالیږم ردوي او د جګړې او د تاوتریخوالي ضد یو خوځښټ و. هیپیانو د یوې ټولنې لپاره مبارزه کوله، چې هغه په سوله، مېنه او انفرادي خپلواکي باندې ولاړه وي. دوی مخدره توکې هم کارول، تر څو خپل شعور ته په کې لا نوره وده او پراختیا ورکړي او د روحانیي ژوند تجربو کې خپل احساس مجسم کړي یا ومومي. هیپیانو اکثراً خپلې ګران بیه جامې هم خیرنېولې یا چټلې کولي او ټوتې ټوټې ګنډلي جامې اغوستلي. دا د دوی لخوا د خپلې لویدیځې مډرنې د بې ځایه مصرفونکي ټولنې او د موډرنېزم په وړاندې د لویدیځ بې مانا ټولنیزو جوړښتونو په وړاندې یو سېمبولیک غبرګون و. 
 
د هېپي افسانوي مسیر اوږده لار 
دا مهال په نړۍ کۍ د انټرنیټ اسانتیاوې شتون نه درلودې. هېپیانو د سفري دفترونو د لارښوونو پرته په ارزانه توګه د بس ټکټونه ترلاسه کول. دوی د ګرځندوي یا د سیلانیانو ځانګړو رسنیو او د میوزیک مجلو له لېارې د هېپي سفر مسېر په اړه اعلانونه، مالومات او خبرتیاوې ترلاسه کولې. دوی د نړۍ له نورو هېپې سیلانیانو سره د اړیکو یوه فعاله شبکه جوړه کړي وه. په داسي حال کې چې دوی په بسونو، ریل ګاډو او د لاس جګولو یا اوټوسټاپ له لېارې په ارزانه یا مفت سفرونه کول. دوی اکٍثراً په خپلو زړو موټرو، فلکسواګون ډوله بسونو او موټر سېکلونو کې بهرنیو هیوادونو ته هم سفرونه کول. ‌ډیرۍ هېپیان هیڅکله بیرته خپلو لویډیځو هیوادونو ته راستانه نشول. 
مخکې له دې چې هوا سړه شي، هېپیانو له لندن څخه تر ‌‌‌ډ‌یلي پورې په45 ‌ ډالرو یو بس کرایه کولو او د لږ نورو اضافي لګښت پرې کولو سره د تورکې، لبنان، کشمیر، ایران او افغانستان له لېارې د هند نیمې وچې پورې د ښکلي پوسټکارتي لارې په اوږدو کې په هوټلونو کې د شپې تیرولو لپاره پاتې کیدل. د هېپې لارې په اوږدو کې په رستورانټونو، کافي خانو یا چایخانو کې د چرسو او بنګو څکولو لپاره اسانتیاوې چمتو او برابرې شوي وې. دغه لویدیځوالو سیلانیان د هېپیانو په نامه یادیدل. اکثراً ځوان اروپایان، د شمالي امریکا ځوان امریکایان، د اسټرالیا ځوان اسټرالیایان او ان جاپانیانو د یو بدیل سیاحت په لټه کې له خپلو کورونو او ښارونو څخه د افغانستان لیدلو او زیارت کولو په هیله راوتلي وو. 
په 1957 کال کې د هندیامین بس ترانسپورتي شرکت ښایې تر ټولو لومړنې ترانسپورتي شرکت و، چې د لندن څخه بمبي ته د هېپیانو په انتقالو کې ښه ترانسپورتي خدمات یا سرویس وړاندې کولو. 
هغمهال د هېپیانو افسانوي مسیر ډیر تمځایونه درلودل، چې نن ورځ د هېپې کولتور سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اړیکې لري. د هېپې لار د لندن، برلین، پاریس، برن، استانبول، تهران، کابل څخه نیولي، بیا د هند تر ډهلي، اګرا او ګواه ښارونو پورې، د بنګله دیرش، ټایلینډ، شري لانکا او د نیپال تر کتمندو ښارونو پورې ګرځندوي یا توریستي غځیدلي لارې وې. که څه هم د اروپایې هېپیانو د سفر نورې بېلا بېلې لارې هم وې، خو ډیر مسافرین په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو سیلانیانو په اروپا کې د هسپانیې ایبڅه ښار ته تلل او له دې ځایه خپل سفرونه پیلول. دوی د شمالي افریقا هیوادونو ان تر لبنان پورې سفرونه کول. دوی د هسپانیې څخه د ترکیې تر استانبول ښاره پورې تلل، بیا له دې ځایه مستقیماً ایران، افغانستان، هند او سویلي اسیا هیوادونو ته سفرونه کول. امریکایي، اسټرالیایي او اروپایې هېپیانو ته د ځمکې پرمخ افغانستان یو ښکلي سوله ییز جنت او کابل د نړۍ هیپي ملنکانو یوه سپیڅلې مکه وه. په افغانستان کې په ځانګړی توګه د کابل لرغوني ښار د هېپي سیلانیانو د خوبونو، فنټزیو او تصوري خیالونو په نړۍ کې د مکې په څیر یو سپیڅلي مصئون ښار و. کابل د هېپي سفرونو په مسېر کې د تمیدلو او اوسیدلو لپاره د یوه مهم مرکزي ښار په توګه ځان تثبیت او ثابت کړي و. ترکیه د نړۍ هېبيانو د تجمو هیواد په توګه، ایران او پاکستان د هېپیانو د ټرانزیت هیوادونه توګه کاریدل، هېپیان په دې دریو هېوادونو کې ډېر نه پاتېکدل. 
افغانستان په مکرر ډول د هېپیي سفرونو په مسېر کې او د هېپیانو تاریخي سفرونو په اوږده لار او د نړۍ سفري لارښود کتابونو کې یو ارام سوله ییز او میلمه پال هیواد په توګه یاد شوي دی. د نړۍ سیلانیانو ته کابل ښار تر دې حده یو په زړه پورې یو لرغوني اسیایي مډرن او جذاب ښار و. اکثرو لویديځوالو لیکوالو او د نړۍ سفري لارښود کتاب لیونلي پلنیټ  (Lonely Planet ) لخوا چاپ شوي دی، په دغه لارښود مالوماتي کتاب کې د هېپي سفرونه په اړه لیکنې شوي دي. لونلي پلنیټ لارښود سفري کتاب د نړې خلک او سیلانیان سره یو ځای کوي، خلکو ته ښيي چې نړۍ څنګه انسان ته الهام بښونکي اغېزې او تجربې وړاندې کوي، سفرونه زموږ ژوند څنګه بډایه کوي‌ او زموږ ژوند ته څنګه د خوشالیو رنګ ورکوي. لونلي پلنیټ سفري لارښود د یوه هیواد، ولسونو، کولتور او تاریځ په اړه په صادقانه توګه مالومات او سم راپورونه وړاندې کوي او شالیدونه د تاریخ په بنسټ تشریح کوي. 
په 1973 کال کې د دې ټولنې مشر ټوڼی ویلر په لندن کې لیکي، چې کابل خپل کرکتر ورو ورو له لاسه ورکوي، د دې ګواښ شته، چې کابل د نړۍ د ګرځندويانو یا د توریستانو په نړیوال مرکزي جال باندې بدل شي.  
په 1972 کال کې د لیونلي پلنېټ سفري لارښود کتاب لیکوال ټوني او میرمن مورین ویلر افغانستان ته په خپل موتر کې سفر کوي. دوی په کابل کې د یوې مودې تمیدو ورسته خپل موټر (Mini Countrymann) پلوري او بیا د اسټرالیا په لور خپل سفر ته ادامه کوي. 
هغمهال ډیر پلانونه نه ول، وړیا سفرونه او ارزانه مخدره توکې ول، بس ساده بې خیاله، درویش یا ملنګ مذاجه صوفي اروپایې ځوانان ول، چې په خپلو فلولکسواګونو بسونو باندې رنګه سټیکرونه لګولي ول، چا به پردېو مسافرو موټرو ته لاسونه جګول، څو له یوه ښاره بل ښار ته ارزانه ځان ورسوي.
د1950  لسیزې راهېسې تر 1970 کلونو پورې هېپیانو په افغانستان کې تر ډیره بریده ځان مصئون احساسولو او ډېر ارزانه خوندور سفرونه کول.
د یادونې وړ ده، چې د هېپیانو ژوند او ایډیالونه ته په کتو سره په اسلامي ټولنه کې صوفیان، درویشان او ملنګان دا د اسلامي نړۍ هېپیان دي.
 
افغانستان د لویدیځوالو هېپيانو یو ښکلی جنت
افغانستان د هېپي سفرونو په مسېر کې او د یورایشیا لارې په اوږدو کې د نړیوال توریږم، د ګرځندوي سیاحت او د هېپیانو د راټولیدنې لپاره یو مهم توریستي مرکز ګرځیدلی و. اروپایي هېپیان مخکې له دې چې هندوستان یا سویلي اسیا ته لاړ شي. دوی خامخا د هرات، کندهار، بامیان، کابل او ېپښور ښارونو څخه لیدنې کولي. د کابل نوی ښار د مرغانو په کوڅه کې هوټلونه، بېلا بېل د لاسي صنایعو بازارونه، د هېپیانو د ناستې پاستې لپاره ځانګړي ځایونه، د افغاني انټیکو ګاڼو ډولونه، لرغونو اثار، د افغاني لاسي صنایعو لوړتیا او وړتیا لوړول، د افغانستان ملي موزیم لیدنه، د امیر بند او په بامیانو کې د بوډا نامتو مجسمو د نړۍ لرغونپوهانو او سیلانیانو پام ځان ته رااړولي وو. 
د 1950 مې لسیږې له نیمایې څخه تر 1970 مې لسیزې ورستیو کلونو پورې افغانستان د اروپایې سیلانیانو د سیاحت لپاره یو ډېر ښکلي طبیعت وړاندې کولو او افغانستان د سیلانیانو د لیدو وړ خورا مهم ځای و. په پلازمېنه کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې بیشمېرو هوټلونو او د سیلانیانو په ګرځندوي یا افغان تور دفترونو کې په پراخ کچ بېلابېل لویدیځوال هېپیان لیدل کیدل. 
د تورکیې په استانبول ښار کې د پوډ‌ین رستورانټ او پلورنځی، د ایران په تهران ښار کې د امیر کبیر هوټل او په کابل ښار کې د مرغانو په سړک کې د یوه جرمن وګړي د زیګي په نامه هوټل کې اروپایانو ته په ځانګړي توګه جرمنیاتو ته اروپایې خواړه پخیدل او د مصطفی هوټلونه د هیپیانو د تجمو، میلمستونونه او اوسیدولو ځایونه ول. 
په 1972 کال کابل د هیپیانو د لویې لارې په ستر مرکز بدل شوي و، هغمهال په کابل کې یو کیلو چرس په 123 الماني مارک باندې پلورل کیدل. 
په شپېتمو او اوویایمو کلونو کې افغانستان د ټولې نړۍ د هېپیانو لپاره یو کوشنی سوله ییز جنت ګڼل کیده. دا مهال په کابل کې حکومتي امنیت، شهري ادب، مینه او محبت عام تان خپور و. نه جنګ او نه جګړې وې. 
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه اروپایې او امریکایي ځوانان د هیپیې په لار ختیځو هیوادونو ته سفرونه کول. دوی د انفرادي خپلواکۍ، خودارادیت، د معنویت په ارزښتونو کې د ځان بسیاینې یا الترنتیف ژوند په لټه کې ول، مخدره توکې هم په لار کې ورته موجودول. اسیا ته د ٬٬ هېپيانو افسانوي سفر په مسېر کې ٬٬ په اروپایي څیړنېزو ادبیاتو او رسنیو کې د (Hippie Trail) په نامه یادیږي. دغه افسانوي لار له ډیرو اسلامي هیوادونو څخه تېریدله. د هېپیانو تاریخي لارې په اوږدو کې په استانبول، کابل، ګوا او کټمندو ښارونو کې د ګرځندوي صنعت وده وکړي وه او د ځایې خلکو د اقتصادي ودې لپاره ښه فرصتونه برابر او پرانیستلي شوي وو. 
افغانستان د ټولو لویدیځوالو سیلانیانو لپاره یو خورا مهم ښکلی پوستکارټي هیواد ګرځیدلي و. که څه هم دغه سفرونه له ډېرو نورې لارې هم ترسره کیدل، خو اروپایې هېپیان مخکې تر دې چې هندوستان ته لاړ شي، معمولاً دوی د هرات، کندهار، بامیانو او کابل له ښارونو څخه لیدنې کولي یا تیریدل. په افغانستان کې د سیلانیانو تګ راتګ او د ګرځندوي ګڼه ګونې د ګرځندوي صنعت ته وده ورکړي وه. د ځایې خلکو لپاره اقتصادي فرصتونه او کارونه رامنځته شول، د افغان تور سفري دفترونه خلاص شول، د مسافرو د هستوګنې لپاره هوټلونه او رستورانتونه پرانیستل شول، خلکو ته کارو بار او روزګار پیدا شو. د کابل طره بارخان څلور لارې کې د مرغانو کوڅه کې هوټلونه، پلورنځي او بازارونه جوړ شول، د افغاني لاسي صنایعو بازار ګرم شو. افغاني کرانسي باثباته او بیه لوړه شوه. هېپیانو افغاني لاسي صنایع، افغاني کالي، افغاني سپینو زرو ګاڼې، لرغونو اثارو او افغاني عالي غالیو صنعت ته وده ورکړه. دوی په بامیانو کې د لرغوني مشهورې بوډا مجسمې، د امیر بند، د افغانستان له ډیرو مهمو ښارونو او لرغونو ځایونو څخه لیدنې کتنې کولي. افغانستان د دوی لپاره یو سر خلاصي په زړه پورې لرغوني پېنځه زره کلن موزیم ګرځیدلي و. 
افغانستان د یو نسبتآ باثباته هیواد په توګه د بهرنیو سیلانیانو پرمخ یو میلمه پال او د ښه راغلاست جنت هیواد بلل کیده. ډېرې سیلانیان تر اوسه افغانستان او د افغانانو میلمه پالنه په ډیره مېنه یادوي. د هېپیانو سفرونو نښې نښانې لا تر اوسه د کابل ښار په واټونو او د مرغانو کوڅي په سړک کې موندل کیږي. اوس هم د مرغانو کوڅه د هېپیانو ښې ورځې په یاد لري. د مرغانو کوڅې سړک د هنرمندانو، انځور ګرانو او افغاني لاسي صنعایو څخه ډک و. هر چا غوښتل دلته خپل توکې په ښه بیه وپلوري.
 
د هېپیانو سره زما خپله پېژندګلوي 
هر څوک خامخا لږ یا ډېر هېپیان پېژني، که څوک یې په شخصي توګه نه پیژني، بیا هغه د ورځپاڼو، مجلو او په ټولنېزو خوله رسنیو کې د انځورونو له لېارې پیژني. 
زه لیکوال د کابل ښار د کوله پشتې په سېمه کې زیږیدلي او را لوی شوي یم. کله چې زه د خپل کور څخه د شیر پور په لور د استقلال لیسې ته تللم. زه مجبور وم، خپله د تګ لاره د انصاري څلور لارې، د حاجي یعقوب څلور لارې، د پارک سیمنا او د زینب نندارې په سړک باندې غوره کړم، تر څو خپل ښوونځي ته لاړل شم او د استقلال لیسې څخه بیرته راتګ لاره د طره باز خان څلور لارې او د انصاري په څلور لارې په لور خپل کور ته راتلم. د شهید داوود خان حکومت ورستې کلونه ول، اټکل تر څوارلس کلنې پورې ما هره ورځ د کابل نوی ښار په سېمه کې، د طره باز خان او د مرغانو کوڅي په سیمه کې ډله ډله نارینه او ښځینه هېپیان د یوه بیک سره لیدل. نارینو هېپیانو اوږدې ګیرې او اوږده ویښتان لرل، ځینو یې افغاني جامې او څپلې اغوستلې وې، ځینو یې رنګه ستر ستر کمیسونه اغوستلي و.
زموږ کور ته هره میاشت ٬٬ پولیس د ټولنې خدمتګار٬٬ په نامه پولیسي مجله راتله. د مجلې په ورستي برخه کې د هیپیانو د جرمنو په اړه مالومات خپریدل، کوم چي په ترافیکي، جنایې پیښو او یا د مخدره توکو په قاچاق کې د لاس لرل له امله نیولي شوي وو، په دې اړه جنايي په زړه پورې لیکنې لیکل کیدلې. دغه جنایې لیکنې مې هم لوستلي. ما د کابل په قلعه فتح خان په سېمه کې د عیسویانو یوازینې مړستون٬٬ قبر ګورا٬٬ کې د هېپیانو قبرونه لیدلي دي، کوم چې د ناروغیو، د جرمي پېښو او د مخدره توکو د ډېر کارولو له امله په افغانستان کې مړه شوي وو. قبر ګورا په کابل کې د عیسویانو یوازېنې هدیره ده، چې د برتانیې پوځیانو هدېرې په نامه هم یادیږي، کابل کې د برتانې سفارتخانه یې د پالنې مالي لګښوته پرې کوي. دلته د هېپیانو مړو لپاره ځانګړي قبرونه جوړ کړل شوي دي، کوم چې د نارغیو، د جنایي جرمونو او د نشه یې توکو کارولو له امله مړه شوي دي. هېپیان په کابل کې هم خاورو ته سپارل شوی دي.
له کلنه چې زه په جرمني کې ژوند کوم، په دې څو لسیزو کې ما د یو شمیر پخوانیو هیپیانو سره چې ځینې په جرمني کې د پوهنتون استادان ول، په سیکالوجي روغتون کې لوړ پوړي مسلکي د عقلي او عصبي ډاکټران او ارواپوهنېزه ماهیران او د روانې ناروغیو متخصصان ول، پیژندګلوي پیدا شوه. موږ د هیپیږم فلسفې، ایډیالونو، د غورځنګ د مبارزې موخې او د هېپیانو د سفرونو د کولتوري او لرغون پیژندنې ارزښتونو په اړه هر ډېرې اړخېزې خبرې اترې ترسره کړي.
په روغتون کې زما مشر یو ارواپوهه جرمن همکار چې پخوا خپله یو هیپي سیلانی و. هغه څو ځلې افغانستان او اسیایې هیوادونو ته په سفر تللي و. موږ د نورو موضوعګانو سربیره د افغانستان او افغانانو کولتور، تاریخ، دود دستور او کړو وړو په اړه د ارواپوهنې له اړخه مفصلې خبرې اترې کړي. دغې جرمن ارواپوه ما ته وویل. ٬٬ ما په خپل ژوند کې ډیر سفرونه کړي دي. د شمالي افریقا، سویلي اسیا همداسي تر ایران او تورکیې پورې سفرونه کړي دي. کله چې زه په لومړي ځل د ایران له پولې د افغانستان هرات او کندهار ولایتونو ته داخل شوم، ظاهراً ما په خپل لومړني لید کې داسي احساس وکړ، چې افغانستان د نورو هیوادونو په څیر یو نارمال هیواد نه دی، کوم چې ما لیدلي دي، ځکه دلته جګ جګ درانه درانه سړي د سترو سترو لونګیو سره ګرځیدل، دوی ستر ستر افغاني کالي اغوستلي وو. هر مازدیګري دوی دوه وده یا درې درې کسان چې لاسونه به تر شاه نیولي وو، په ورو ورو په ډیر درنښت او ادب سره د یو بل سره د خبرو په حال کې روان لیدل کیدل. دوی د سړک په غاړه نورمال روان لیدل کیدل. جرمن سیلاني بیا وویل، چې ما ته سمدستي پته ولګیده او داسي راته وبریښیده، چې افغانان ډېر درانه او ویاړمن غلي خلک دي. هغه بیا وویل، چې ما ته څو ځلې په هرات او کندهار کې افغانانو د چرسو یو یو تلي مفت راکړ. زه حیران وم، چې ولې دوی زما څخه د پیسو غوښتنه ونه کړه. کله چې موږ له ښاره کلیوالي سېمو ته په سفر ولاړو، هلته موږ ډیر بې وزلي کلیوال خلک ولیدل، ډیرې افغانان به زموږ خوا ته د لیدلو لپاره راتلل، دوی زموږ څخه څو متره لیري دریدل یا کیناستل او زموږ تماشا به یې کوله، چې دا پردي خلک څوک دي چې دلته راغلي دي. دوی یوازې زموږ ننداره کوله. دغو غریبو بې وزلو خلکو او تنکیو ماشومانو هېڅکله زموږ څخه د خیرات یا پیسې غوښتلو لپاره لاس اوږد نه کړ، داسئ مالومیدل چې سوال کولو غوښتنه اصلاً دوی زده نه وه او ګډایې نه کوله. په داسي حال کې چې داسي غوښتنې زموږ څخه د شمالي افریقې او سویلي اسیا په هیوادونو کې په لومړي دقیقه کې خامخا کیدلي او موږ به خلکو هلته ځښټ ډیر په تنګولو. خو په بې وزلو افغانانو کې دومره غرو، میلمه پالنه او ادب موجود و. اصلأ غریبو، بې وزلې افغانان په خیرات غوښتلو باندې عادت نه ول٬٬. 
 
د لومړی برخې پای
 
که څوک له دې موضوع سره نوره لیوالتیا لري، بیا دغه لاندې د یوټوب ویډیوګانې د کتلو او لیدلو وړ دي.
https://youtu.be/M0cFKEKk06I?si=DRvvki2FN4cuOVeQ
https://youtu.be/b4q2Wb2PB7Y?si=HPOR08yTTiJQ1YED