داکیسه نوره زړه شوې ده چې تاڅه وکړل او ماڅه وکړل یا طالب څه کوی؟ دلته ولس وږی،تږی دی له جنګ اوجګړو نور ستړی دی او په معاصر وخت کې له هرڅه شاته پاتې دی. طبیعی پېښی بل آفت دی موږ زیات وخت په تېرو پسې ګرځو یو جمله مو حال بیانوی خو نور ټول زاړه پیامونه ، بړاسونه، افسانې او نیوکې دی چې دګونګوسی بڼه ځان ته غوره کوی او هیڅ ګټه نه لری که له واقعیت څخه سترګې پټې نه کړو موږ دولس لپاره داسې یو کار نه دی کړی چی هغه په ملی اواسلامی کچه دذهنیت جوړولو او ملت سازی پروسه په کې تاءمین اورامنځ ته شی. موږ تل افغانستان دیوه کشمش او څلوېښت قلندرو په ترازو تللی. بناء دبن ککړه سیاسی معاهده او ددوحې خپل سرې انډیوالډوله پريکړه سره نږدې ورته والی لری توپیر یې دادی چې هغه دآلمان مرکز بن کې وه او دا دیوه قوطی ډوله هېوادیعنی قطر دوحه کې جوړه شوی ده . دحقوق پوهانو له نظره ډیر ې کمزورې پریکړی وی . په دواړو کې له ملت چا پوښتنه ونه کړه چې تاسې هم دبرخې اونظر خاوندان یاست یاخیر !
ملایان دا وایی چې میم زبر ما ټوله دما! تاسې په افغانستان یو چړی چیرته لیدلی چې یوه غوجله یې اداره کړی وی؟
که هر څوک ددې پوښتنې ځواب لری زه جایزه ورکوم دهمدې ویب پاڼې له لارې کولی شی اړیکه ونیسی
راځی پردی مکانیزم پرېږدو، فرمانونه په لامشروعیت کې بند کړو، بار بار هم کار نه ورکوی، سیاست یولوری واټن نه دی، اکاډمیک او لابې کلیمې په خپلځای پرېږدو یو متحرک سوچ، فکر اولاره چې په سوله ختمه شی واقعا کاروکړو خیر که طالب سرتمبګی هم کوی دحق تر بیرغ لاندې سره راټول شو او دملی اواسلامی جهان بینۍ تر سیوری دیوه واحد ملت په مشروعیت باندی فیصله وکړو . زه باور که موږ کورنی اتحاد ولرو دهېڅ ډول قدرت توان پر موږ بری نشی موندلی.زموږښکلا کبر ، غرور، زور زور واکې کې نه ده مقام اوالقاب څه نشی کولای دير کسان دپخوانی مشر آولدار او کوټوال په توګه موږ ولیدل خو عملکرد اوعمل بیا د هرپیاوړی کار بل پرګماتیکه ستراتیږی او حل لاره جوړوی. موږ کولالی دنړۍ له سیاست سم ه تاکتیکی اومنظمه پالیسی رامخ ته کړو موږ افغانستان له دننه بهر ته هڅولای شو څومره چې موږ دننه سره متحد یو هغومره بهر ته پیاوړی کېدای شو!
موږ له هرې ډلی سره تفاهم ته رسېدلی شو داکوم بد کار نه دی دا دپوهې سیالی رامنځ ته کوی په دې شرط چې موږ انحصار بند کړو . کار اهل کار ته وسپارو اوله متدینه طالبانو سره اړیکې جوړکړ و. موږ ولس باید دولس په مفهوم
وپېژنو نه یوې بانډې ، او هیڅ بهرنی زموږ هیواد نشی ابادولوی موږ ته هغه وسله په کارده چې سم کار ورکړی. په پای کې باور ولری موږ دننه سمون ته ډیر ضرورت لرو .نسبتا بهر ته!
موږ ته په کار ده چې دکارغه لاره خوشې کړو ځکه کارغه او ګوربت توپیر لری
سیاسی اخلاق له کورڅخه پیل کیږی.