د ژوند چاپیریال د نړیوالی ورځی په مناسبت
د افغانستان توپوګرافی
د ژوند چاپیریال ککړوونکي له کتاب څخه
افغانستان یو غرنی هیواد دی او ډیره برخه یې نږدی په سلو کې 80% سلنه په غرونو پټه ده د عرض البلد 29،35 او 38، 40 او د طول البلد په 74.55او60.31 کی موقعیت لری نیمه حاره استوایی ( sub tropical ) د اسیا په سهیل کی چې کاملا په وچې محدود دی د افغانستان ټول مساحت 653000 کیلومتره مربع ( 65.3000 میلون هکتاره ) ده شمال لوری ته ترکمنستان 744km، ازبکستان 137km، او تاجکستان1206 km ، ختیځ او سهیل ختیځ لوری ته پښتونستان 2430km ، شمال ختیځ لوری ته چین 76km لویدیځ لوری ته ایران 936km د هیواد ټول سرحد د ګاوندیانو سره 5529 کیلومتره دی ټیټه ارتفاع سیمه له بحرڅخه 300-500 متره دی ، منځنی ارتفاع له بحره څخه 500-2000m متره او لوړی مرتفع غرنی سیمی یې د سمند ر له سطحی 2000-6000m متره د بحرله سطحه پوری رسیږی د 5000 څخه لوړی سیمی دایمی یخچالونهGlaciers دی چې نیمه استوایې نباتات پکښی نه روزل کیږي افغانستان په څلورو زونونو ویشل کیږی د افغانستان ځینی ناوې او هواری سیمی لکه ختیځ او سهیل لویدیځ زونونه په دوبی کې ډیرتاوده وي او په ژمی کې یې د تودخی منځنۍ کچه د سانتی ګراد درجه منفي پولې ته نه رسیږی .
افغانستان کې نیمه استوایي هواری سیمی شتون نه لري ، ځکه چې د سمندر سره ګاونډۍ سیمی نه لري ، مګر د کونړ غرنۍ سیمې ورسره یو څه ورته والی لري ، په همدی دلیل په دی سیمو کې ځینی نباتاتو د ځنګلونو په تصویر شتون درلوده خو په وروستیو کې د نا امنیو په وجه ځنګلونه له منځه تللی دی په سیمه کې د نباتاتو په نه شتون کې بارانونه کمیږی او عادی باد هم د طوفانونو تصویر ته اوړی 6}، ص 251-253 { .
بشری فعالیتونه په اتموسفیرکې د ایروزولونو ) Aerosols دبیلابیلو کیمیاوي ترکیبونواوجسمونوپه لرلوسره دغیرګازی عناصروګډ نوم دی.)اندازه هم لوړه کړیده .
ددی ترڅنګ دطبیعې شتمنیواو زیرمو څخه نامعقوله استفاده ددی سبب ګرځی چې د اړوندی سیمی طبیعې سیستم له ستونزوسره مخ اوګډوډ شې له پښو وغورځول شې ،اوبیا ځان ونه شې رغولی .
همدارنګه په ډیروحالاتوکې چاپیریال ته ورپیښی ستونزې که څه هم سیمه ایزه بڼه ولري ،خوپه نړیواله کچه هم په چاپیریال باندی ناوړه اغیزی ښیندی .
یو له دغوډیروخطرونو څخه چې د ژوند چاپیریال ته ورپیښی دی، په پراخه توګه دطبیعې ځنګلونو پریکول اوله منځه وړل دې .
څیړونکې په دی اند دې چې استوایې ځنګلونه دنړی د سږوپه څیردځمکې پرمخ داکسیجن لپاره ډیراړین دی ،خو دغه ځنګلونه اوس د سوداګرۍ ، د کرنیزوځمکو دلاس ته راوړلواود سړکونو دغزولو لپاره په چټکۍ اوبی رحمۍ سره له منځه ځې .
چېرته چې ځنګلونه له منځه ځی هلته بیا اورښت هم کمیږی ،او کوم ورښت چې کیږي هغه هم نور د ونو او بوټو د رګونو په وسیله نه ساتل کیږي ، اوپه دی توګه په اوږده موده کې د اقلیم د بدلون سبب کیږي . دخاورې طبقه نازکه اوبی حاصله کیږي ،باد اواوبه یې په اسانی سره تخریبوی ،اوصحرایې کېدل یې پراختیا مومی چې په پایله کې د بوټواو ونو همدغه پراخی غوڅونی ایکوسیستم له سترو ننګوونو سره مخامخ کړۍ دی .
د اقلیم د بدلون ناوړه پایلی ،دسمندر د اوبو د سطحی د لوړوالې ، په ځینو سیموکې داورښت د زیاتوالی اوپه ځینونورو ځایونو کې د اورښت کمښت د ایکوسیستم زیانمنیدل او وچکالې ده {26}
منبع : د ژوند چاپیریال ککړوونکی کتاب
د کتاب لیکوال: الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمي)