افغانستان داوخت په مالی ، تجارتی، کانو اولاسی کارونو، مخابراتو ، مواصلاتو،فوائید عامې، کر کېلې او مالدارۍ، روغتیا ، معارف ، مطبوعاتو، عدلی محکمو، کورنیو چارو، دفاعی چارو ، مقنن،اجرایئه، اوقضایی برخو کې په چټکتیا ګامونه پورته شو سره له دې چې مخابراتی ، سوشال میدیا او مواصللتی برخې په نړۍ کې دومره پرمختګ نه وه کړی.همدغه وخت کې دغلامۍ او مریی توب هم لغوه شوې وه.راځی دغه برخې لږ نور هم راوسپړو :
دمطبعې په برخه کې: دلیتو ګرافی، تېپوګرافی،زینګو ګرافی بنسټ رامنځ ته شوی وه .مطبعه دافغانستان په حجم اوظرفیت فعاله شوې وه.
دروغتیا په هکله: عصری طبابت په دلومړی ځل لپاره په ملکی اوعسکری روغتونوکې رواج وموند. افغانان،ترکان اوهندوا چې دانګریزانو په لاس کې وه . د ناروغانو په درو اودرملو کې برلاسی ول.
دکانو او معادنو لارې چاری:
دولت هغه وخت کې جیولوجستان راوغوښتل چې دکانو نو غم وخوری دغه څېړنې دغوربند، تاله وبرفک، دسمنګانو دصوف دره کې تر سره شول چې دډبرو سکاره، طلا، او اوسپنه یې مثالونه دی.
ځایی بندونه او دغټو بندونو امکانات: ګټور ه سروې تر سره شوه او دولت په دې لټه کې وه چې دابو حجم او انرژی نوره هم پراخه کړی.
دمعارف په درسی نصاب کې:
ژبه چې ددولت په سکتور کې ډیر مهم اغیز لری اومهمه ده چې ژبه عالی او معتبر منابع ولری او علمی سطحه یی په ټولو عالی تحصیلاتو کې اوچته وساتل شی نو داهمیت په خاطر دپښتو ژبې تدریس هم پیل شو .
همدارنګه دحبیبیې لېسه، امانی لیسه، استقلال لیسه ،تلګراف مسلکی ښوونځی،دارالعلوم، یوشمیر تعلیمی مرکزونه رامنځ ته شول .
حکومت له همغه وخته له نړۍ سره دواړخیزه دېپلوماتیک اړیکی ټینګ کړل.
ژوره مماسبه :
اوس موږ دښوونځیو ، تعلیم او تربیې تړل یو مصیبت او بې خبری او دوخت اوشرایطو نه مقایسه کول بل مصیبت او تباهی ده!
نړۍ هم همدا ګړنجانی غاړه کې اچولی نارې وهی چې لیوه راغی خودا لیوان هم ډیر ساده خلک دی په نیمه هم نه پوهیږی. !
کېدای شی یوشمېر نور مهم مسایل وی چې له موږ څخه پاتې وی خو زما بحث کې دوخت اوزمان بسدر ده خو موږ چېرته روان یو!