یوگوسلاویا چې په سویل ختيزې او مرکزي اروپا کې پروت هیواد وو ، په دريو سياسي جفرافياوو ( د یوګسلاویا فدراله پادشاهي، د یوګسلاویا جمهوریت او د یوګسلاویا سوسیالیستي جمهوریت) باندې اطلاق کېده .داهېواد د بهرنيو دسیسو اوجګړو په پايله کې تر ۲۰۰۸ کال پورې په اوو هیوادونو (بوسنیا- هرزهګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صربيا او وسلووینیا) وویشل شو. يوګوسلاويا چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۱۸ کې د سلووانيا، کرواسي او صربيا دولتونو له ادغام څخه رامنځ ته شوی هېواد و. لومړی پيټر یې لومړی پاچا او د ۱۹۲۲ زېږديز کال د پاريس په ناسته کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د ايتلافي هېوادونو Allied leaders of World War I لخوا په رسميت وپېژندل شو، او په ۱۹۲۹ ميلادي کال کې یې نوم د يوګوسلاويا پاچاهي ته تغيير شو.
هغه جغرافيا او ستراتيژيکه سيمه چې يوګوسلاويا پکې پرته وه يانې (بالکان) د نړۍ مهمه سيمه او له جنجالونو ډکه سيمه وه ځکه چې په کوچنۍ جغرافيا کې بېلابېل نژادونه، مذهبونه ، ژبې او ميلتونه سره راټول شوي وو او همدې رنګارنګيو او جغرافياوي موقعيت د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د ډېرو تاريخي حوادثو ښکار کړې وه. دا حوادث د لسيزو په اوږدو کې کله ساړه او کله ګرمېدل چې بالاخره تر دې راورسېدل چې د ۱۹۹۹ زېږديز کال په دې شپو او ورځو کې د ناټو نظامي ايتلاف په پخوانۍ يوګوسلاويا باندې هوايي عمليات پیل کړل، دې عملياتو ۷۸ ورځې وخت ونيو او په اروپا کې له دويم نړيوال جنګ وروسته تر ټولو سخته جګړه وه. د ناټو غړو هېوادونو بې له دې چې د ملګروملتونو د امنيت شورا د غړو هوکړه او تاييد واخلي په خپل سر یې په يوګوسلاويا حملې پیل کړې او بيا وروسته د همدې حملو لړۍ وغځېده او په عراق باندې هم د ملګروملتونو له تاييد پرته حملې ترسره شوې.
د يوګوسلاويا پر ارامه ښارونو درانه هوايي بمونه وغورځول شول، په ۷۸ ورځو کې، د ناټو هوایي بریدونو کې یو نیم زره میشت ځایونه ویجاړ شول، تر ۲۰۰۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول. تر بمبارۍ وروسته د يوګوسلاويا ولسمشر سلوبودان ميلاسوویچ حکومت ړنګ شو، کوسوو له یوګوسلاویا څخه واخیستل شوه او ددې خپلواک دولت د انحلال پروسه پیل شوه.
که څه هم په ۱۹۷۰ او ۸۰ مه لسيزه کې یوگوسلاویا د مارشال تیتو تر واکمنۍ لاندی په یو سوکاله هیواد باندی بدل شوی و چې په هغې کې روغتیایی او تعلیمی چوپړتیاوی ټولو ته وړیا وې ، بیکاری ډېره راښکته شوې وه او ښاریانو ته یی فوقالعاده ترانسپورتی چوپړتیاوی وړاندی کولې. یوګوسلاویا د صنعت او زراعت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی وو. د منځنې عمر کچه ۷۲ کالو ته رسیده او ناخالصه کورني تولید په کال کې ۷ سلنه پرمختګ درلود.
دلته اصله خبره دا وه چې په دغه هیواد کې سوشليستي دولت واکمن وو چې لویدیځو هیوادونو هغه د ځان لپاره خطر ګاڼه، نوځکه جرمني، فرانسې، انګلستان او امریکا د بشري حقونو او ډيموکراسي د راوستلو په بهانه د ناټو په چوکاټ کې په دې هېواد حمله پيل کړې.
لومړی یې د سلوونیا او کرواسي په ایالاتونو کې د بیلتونغوښتونکو څخه ملاتړ پيل کړ ، په جرمني کې یې د نظامی زده کړو او هغوی ته د وسلو ورکولو پروسه پیل کړه او په ۱۹۹۱ کال کې دې دواړو هیوادونو له يوګوسلاويا څخه خپله خپلواکې اعلانه کړه او په چټکۍ سره د جرمني له خوا په رسمیت وپیژندل شول.
متحده ایالاتو او متحدينو یې پر يوګوسلاويا له حملو کولو سره سره او دا هېواد په اتو کوچنيو هېوادونو ويشلو سره سره سوله نه راوستله، بلکې قومي شخړې لا هم تازه شوې او لا هم خلک ددې قومي تربګنيو په اور کې سوځي او وخت ناوخت پکې د قومي او ميليتي ډله ييزو جنګ جګړو خبرونه اورېدل کېږي.
او لکه څنګه چې د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې کول نن سبا د زبرځواکونو لپاره ډېر اسانه دي په ځلونو د همدې ايتلافونو او زبرځواکونو لخوا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل شوي دي دي. او له ګریناډا، پانامې، افغانستان، سوډان، عراق،، یمن، سومالیا، سوریه، لیبیا پورې پر هر هېواد یې د بشري حقونو، سولې، ازادي او ډيموکراسي تر نامه لاندې حملې کړې دي او دا هېوادونه یې له خورا بد ناورين سره مخ کړي دي او بوږنونکې لا دا چې دا هېوادونه یې همداسې په بد حالت کې پسې پرېيښي دي.
د یوګوسلاویا بمباري د نړيوال عدالت د ځپلو او تر پښو لاندې کولو لومړۍ هڅه وه چې له هغه وروسته په کراتو د نړيوالو اصولو نقض کول تکرار شول او لا تکرارېږي . په هرصورت، نړۍ اوس د بدلون په حال کې ده، حتی کوچني سیمه ييز قدرتونه د چا تر مطلق واک لاندې نشي راتللی او نه غواړي پر سر د ډيموکراسي او بشري حقونو د دروغجنو نومونو تر عنوان لاندې باداران ولري.
په افغانستان او سوریه کې د ناټو د عملیاتو ناکامي، په منځني ختیځ او اسیا کې پر امریکايي اډو بریدونه او په سور سمندرګي کې پر امریکايي او برتانوي کښتیو د یمني حوثي یاغیانو بریدونه دا په ډاګه کوي چې جهان نور تورې دورې يا د منځني پیړیو واکمني نه ستنېږي چې هرڅه به د مطلق يو چا او يو ګروپ تر کنترول لاندې وي. د متحده ایالاتو د انفرادي حاکمیت په وړاندې مقاومت مخ په ډېرېدو دی، د نړۍ هېوادونو ته یو اړخیز ګواښونه او ګوتڅنډنې نورې ډېرې اغیزمنې نه دي.
د يوګوسلاويا جګړه په ۱۹۹۹ کال کې د يوګوسلاويا له سقوط وروسته پای ته ورسېده او تر ۲۰۰۸ کلونو په موده کې د بوسنیا- هرزهګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صربيا او وسلووینیا خپلواکې سيمې او حکومتونه پکې رامنځته شول.