په یو خوب کې کړم اسمان سره خبرې
په اسمان کې لوړ مکان سره خبرې
هلته داسې یو موجوده سره مخ شوم
چې يي نه کړې د انسان سره خبرې
ما ګومان د پرېښتې ورباندې وکړ
هغه وختې شیطان سره خبرې
زما فکر د مکان په باب خچن شو
بیا مې پیل کړې لامکان سره خبرې
هلته تم ومه څه ډېره موده وروسته
ناڅاپي پیل شوې زمان سره خبرې
څو چې ځمکې ته راتلم په اوږده لاره
ما کولې یو ارمان سره خبرې
سل کسانو سره بحث کول اسان دي
خو مشکل دي یو نادان سره خبرې
له جاهل سره له بحثه لیرې ګرځه
چې د ې مخ نشي خپګان سره خبرې
ملامت او سلامت پېژند ګران نه دي
که څوک وکړي په وجدان سره خبرې
لیونتوب چې زه د خپلو خلکو وینم
لیونی شم کووم ځان سره خبرې
په ځنګل کې ځناور ځکه جګړه کړي
چې حیوان نه کړي حیوان سره خبرې
په زړه داغ مې تر ابده په ژوند پاتې
چې مې و نه شوې جانان سره خبرې
پېژندل د وخت مشکل دي «مرادزیه»
هر زمان لري د ځان سره خبرې
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی
06.11.2023
- ع.شریف زاد
UNHCR هیچ چیزی کرده نمیتواند بسیار مسخره اور است که از نام Human Rights سوپ استفاده می کند UNHCR با سابقه بحران بازیگر وشریک این کشور است ومیداند که پاکستان درجعل کاری یگانه کشوریست که طی چند دهه اخیر از هیچ نوع دو رنگی٫زر نگی وحماقت های عجولانه اباء نه ورزید و انحصار تفرقه افگنی بین افغان ها از دیگر عواملی است که زمینه تعصبات را در آدمی فراهم می آورد و او را به رفتارهای زشت و ناپسند و بی عدالتی سوق می دهد، بنا ء همین تفکر انحصار طلبی است. برخی از افرادی بر این باورند که آنان تنها می توانند ب...
07.11.2023
- ولي الله ملکزی
ما د کونړ له سینده جار کړې - زما لالي به په کې مخ و ینځلی وینه اوبه نه یواځې د هر ساکښ او نبات لومړنۍ اړتیا ده، بلکې هغه د جماد او د دې پراخه طبیعت ښکلا هم ده. اوبه زراعت دی، سیاست دی، اقتصاد دی او پرمختګ دی. له نن څخه ۷۳ کاله پخوا، یو کاناډایي پوهاند یوه تیوري وړاندې کړې وه چې د را روانې پیړۍ جنګونه به د تیلو پر ځای، د اوبو پر سر وي چې نښې یې ورو ورو څرګندیږي. د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون خبرداری ورکوي چې له ۲۰۲۵م کال وروسته به د نړۍ د هرو دریو تنو څخه یو تن په داسې هیواد کې ژوند کوي چې...