کله چې فروید د انسان د ذهن تعریف وړاندې کړ او ویې ویل چې ذهن تر هغه څه ډېر پراخ او پېچلی دی چې موږ یې په اړه تصور کوو، نو د فروید نظریې ډېر لیکوالان په دې باور کړل چې لیکوالي او هنر د لاشعور تجربې دي.
د شعر په اړه له یوې خبرې انکار نشي کیدای چې شعر د خیال، عاطفې او احساس د بیانولو یوه بهترینه وسیله ده.
کله چې په شعر کې د احساس، عاطفې، جذباتو، ښکلا، خوند، انګېرنو او داسې نورو توکو خبره کېږي، نو دا خبره ورسره اړینه ده چې د دې هرې برخې رامنځته کېدل په خپله یو اروايي ځانګړنه ده او همدا توکې دي چې په ادب کې هنریت رامنځته کوي.
څه موده وړاندې مې پر فسبوک یو شعر ولید، دا شعر ما پخوا لوستی و، دا شعر د پښتنې شاعرې “زمزمه غزل“ شعر و.
زما یو عادت دی چې په شعر کې مې ذهن د شاعر پر روان، ټولنیز شعور او لاشعور راڅرخي او تر ډېره پکې همدا ټکي لټوم.
دلته مې هم د ”زمزمه غزل“ په یو څو شعرونو کې د څو ارواپوهنیزو ټکو شننه کړې.
د زمزمې لاشعور او ذهني کشمکش ترعادي وګړو ډېر دی او دا د لاشعور د تجربو یو نوی او ښکلی انځوریز البوم خپلو مخاطبینوته وړاندې کوي.
د زمزمې په شعر کې مې لومړی انفرادیت یا د ځان خواته د ورتللو خبره تر سترګو شوه.
انفراديت هغه پروسه ده چې یو شخص پکې د "ځان" د پیدا کولو په لور حرکت کوي. فردیت "ځان ته رسېدل" یا "ځان ته واقعیت ورکول" هم بللی شو.
د یونګ د نظریې له مخې انسانان دوه ډوله شخصیت لري چې یو یې بېرون پسند (Extravert) او بل اندرون پسند (Introvert) وي، دویمه ډله انسان تل ځان سره خوښ وي او د خلکو ګڼې ګوڼې څخه ځان ساتي. دوی د خپلې تنهایي نه خوند اخلي او په ټولنیزو کارونو کې ډېر ګډون نه کوي.
د انساني پرمختګ په اړه بحث کې، فردیت د یو باثباته شخصیت جوړولو پروسه ګڼل کېږي. کله چې څوک انفرادیت ته ځي، دا احساس ترلاسه کوي چې له خپلو والدینو او شاوخوا نړۍ سره توپیري.
دا په یو بیت کې همدا خبره په ښه انداز کوي:
ما مې د خپل ذات په رقم باندې څوک ونه موندل
ځکه مې بيرته يو ځل بيا واخيسته ګام ځانته
د زمزمې په یو بیت کې د عمل او هویت د نظریې یوه ډېره ښه انځورګري شوې:
هغه له خپله ښه عادته مجبور
ته وا زما خوارې سلام اخلي؟
په ارواپوهنه کې یوه خبره کېږي چې کله یو عادت د «عمل» له مرحلې نه د «هویت» مرحلې ته داخل شي، نو په هر ځای کې بیا د شخص سره مل وي. مثلا یو عادت د هویت مرحلې ته داخل شو بیا که روسیه وي یا چین، دا ستا د هویت برخه ګرځي. د ارواپوهنې یوه نظریه څرګندوي چې عادت د درې فکټورونو ”وخت، تکرار او ارادې“ پر بنسټ د هویت مرحلې ته ارتقا کوي.
کله چې عمل له دې ”هویت“ مرحلې هم ارتقا وکړي بیا د شخصیت برخه گرځي چې بیا یې له شخصیته لرې کول محال دي. پورته بیت په ظاهرا ډېر ساده معلومېږي، خو په اصل کې شاعرې په نااګاه ډول د ارواپوهنې یوه نظریه تشریح کړې ده.
د زمزمې مازوخیسټي فکر او په شعر کې د عشقي مازوخیزم په اړه خبرې بله رواني موضوع ده.
د مازوخیزم اصطلاح د لیوپالډ وان مازوخ له نوم څخه اخیستل شوې. دی که څه هم اشراف زاده و؛ خو په سوکاله ژوند کې یې ځان ځورول غوښتل. مازوخ لیکوال و او رومانټیک ناولونه یې لیکل.
په مازوخیزم کې یوه مهم موضوع د عشق مازوخیزم دی. د عشق په مازوخیزم کې عاشق د معشوق په هره کړنه رضا وي.
دوی د خپلې نړۍ ورانول د خپلې نړۍ جوړول ګڼي، مثلا نجار ته لرګي ورکوو او هغه یې اره کوي د کټ پښې ترې جوړوي، لرګی وران شو؛ خو د جوړولو لپاره، نو ځکه میین ته همدا مازوخیستي یو تسکین او خوند محسوسېږي او ملتیا ورسره کوي. په پښتو شاعرۍ کې به یې ډېرې بېلګې ووینو لکه؛
رحمان بابا ويي:
زه د یار په درد او غم کې غرقاب خوښ یم
په دې اور کې بې طاقت او بې تاب خوښ یم
یا د عبدالقادر خټک دا بیت چې:
زهه خټک د یار په غم تازه تازه شم
غوریاخېل رحمان کهه شو ورځنې ستړی
په لنډیو کې یې هم ډېرې بېلګې کتلی شو:
غم دې راځي زه پرې خوشال یم
بې غمه خدای دی بنده تل په غم کې وینه
راځه راځه پر ما انبار شه
د جانان غمه د عمرونو ځای دې یمه
همدغه اندروني اذیت پسنده کیفیت یا مازوخیزم دزمزمې په یو بیت کې داسې څرکند شوی.
دغومره درد خو باید وي په محبت کې زموږ
د عاشقانو واړه زړونه دې داغونو کې وي
په دې کې مهمه خبره دا ده چې زمزمې بیا د یو عالم په وینا ځان د ټولنې محور ګڼلی. کله چې موږ د ابدي شاعرۍ یا شعر خبره کوو یو مهم توکی پکې دا هم وي چې شاعر نور وګړي په ځان کې ورګډوي او هغه څه پرې ویني چې ده محسوس یا نفي کړي او یا یې ایمیجنیشین کړی. زمزمه خپل مخاطب په شعري صحنه کې داخلوي.
دا وخت وهلی داسې کومې بلا؟
هر څوک له ځانه انتقام اخلي
د شعر ټولنیزه سایکالوژي یو ډېر اهم بحث دی او د هرې ټولنې شاعر د خپلې ټولنې د شعور، درک، کلتور... پر بنسټ خپل تخییل رنکینوي او بیا یې اظهاروي. هر شاعر ته په کار ده چې خپل مخاطب وپېژني، يعنې شاعر ته د شعر له پېژندلو وړاندې د شعر مخاطب پېژندل ډېر اړین دي. کله چې شاعر خپل مخاطب وپېژنده، له هغې وروسته بايد د شعر تګلوری د ټولنې سره سم برابره کړي.
که د یوې پښتنې ژوند ته له پښتني لیدلوري وګورو، دوه شیان یې د ژوند لویه برخه جوړوي چې درد او محرومیت همدغه درد او محرومیت باید پښتنه په خپله حیا کې راونغاړي او په پټه خوله دخپل کلتور خبره ومني او که داسې و نه کړي بیا یو ډول سپین سترګې ورته ویل کېږي چې پایله یې ښایی ان په مرګ تمامه شي.
بهر ته وتل، ښار ته تګ دا هر څه د پښتني کلتور هغه منفي ټکي دي چې ډیری پښتانه یې لوی ارزښتونه بولي. دنجلۍ له کوره وتل ګناه ګڼي او د خپل ایمان د سلامت ساتلو په خاطر یې د هغوی د پیغلتوب شوخي، ارمانونه، او احساسات د څلورو دیوالونو کلابند ګرځولي.
وخ! شرنګېدلی پېغلتوب مې دېوالونو وخوړ
د ګناه ځاله یې کړم، جار له خپل ثوابه یې کړم
وګروﺉ چې زمزمه په دې بیت کې څومره د خپلې ټولنې له روح نه غږېدلې او هغه پر دوی مسلط جبر یې څومره ښه شعر کړی دی.
همدا ډول که موږ مینه د پښتو ټولنیزې ارواپوهنې په تله وتلو، نو یوه اړینه برخه به یې حیا راوځي. په پښتني ټولنه کې میین حیا کوي او حیا د مینې اصلي جز ګڼل کېږي.
حمزه بابا وایي:
غل د محبت غلطیدی نشي
څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري
په اوس وخت کې مې د رحمت شاه سایل صېب شاعري ډېره خوښېږي او یو عمده علت یې دا دی هغه د پښتون قام شاعر دی چې د پښتو له روح نه غږېږي، دپښتنې مینې اصل پېژني او په روح کې یې د همدې سوچه مینې د سمندر د څپور شور غزونې کوي.
هغه یو شعر کې وایي:
ښکلي به ډېر وي، خو د مینې پښتو نه پېژني
د مینې یو جانان په کار دی؛ خو پښتون په کار دی
یا
په موده پس یې تاته وکتل په غټو غټو
ستا دې ګستاخ سایل ته هم لږه سزا په کار ده
د پښتون شاعر په روح او روان کې هم باید نه د غرب مینه ځای شي او نه د شرق؛ بلکې د پښتون جانان د عشق لامحدوده څپې ورته سندریز احساس ورکړي.
د زمزمې په شعرونو کې هم د پښتنې مینې د حیا د نسیم وريښمین رنګ برېښي، هغه په داسې ځای ښکلول هم ښه نه ګڼي چې معلوم شي او اصیله پښتنه مینه همدا ده:
بيا له خبرو نه وتلی نشم
جانانه! مه مې ښکلوه, غاړه کې
د زمزمې د شعر پر دې یو اړخ هم بلا خبرې کېږي، په ټوله کې ما داسې یوه شاعره ولیده چې واقعي مانا او اصلي بڼه یې ښځینه احساسات، غوښتنې، انگیرنې او فکر په خپلو شعرونو کې رانغاړلی.
بریاوې یې غواړم