د پښتو ژبی متل دی چی وایی میړونه مری نومونه یی پاتی کیږی . دپښتو ددی متل پر اډانه نن غواړم دداسی یوه کس او ملی موضوع په اړه دا لیکنه وکړم چی هغه کس تاسی د هغوی د لاسته راړنو په اندازه هومره چی ضروری ده خبر نه یاست ولی هغوی ددی وړتیا او حق لری چی هیوادوالو ته یی په آړه دا لیکنه ترسره شی ، تاسی به د قوشتیپی د کانال نوم ضرور اوریدلی وی چی په دی ورځو کی یی نه یواځی د ملی بلکی د بین المللی رسنیو( غږیزی- انځوریزی او چاپی ) او په ځانګړی ډول د خواله رسنیو پام ځانته ور اړولی دی او په اړه یی لیکنی، تبصری، تجزیی ، تحلیلونو، راپورونه او شننی کیږی.
د قوشتیپی د کانال پروژّ یوه ملی موضوع ده او ټول هیوادوال که له هری سیمی سره اړه لری یا له هر قوم او تبار پوری تړلی دی ددی ملی پروژی داسی ملاتړکوی ته به وایی چی ګواکی دا ملی پروژه یی بشپړه خپله پروژه ده نو ویلای شو چی د قوشتیپی کانال نه داچی د اوبو رسولو، اوبو د مهارولو، د هیواد د دشتو د زرخیزولو، د کار پیداکولو ، د سوداګری د رامینځ ته کولو ، د صادراتو د لوړیدلو ، د ثبات او ټیکاو د رامینځ ته کیدلو ، د چاپیریال د خوندی کیدلو، خوراکی توکو د ډیریدلو او د هیواد د ښیراره کولو پروژه ده بلکی د ملی یو والی ، ورورولی او د ملی فکر د رامینځ ته کیدلو پروژه هم ده چی د هیواد له هرګوټ نه یی خلک ملاتړی دی او پر ودانیزو چارو یی د خوشحالی احساس کوی.
تاسی ته به معلومه وی چی دا کانال د بلخ ولایت د کلدار ولسوالی کی د امو سیند نه راپورته کیږی او همالته یی سربند ورته جوړ کړی دی چی ټول ټال یی اوږدوالی په داسی حال کی چی دری ولایتونو ( بلخ- جوزجان او فاریاب )سره تړی او خړوبوی ۲۸۶ کیلومتره اوږدوالی له ۱۰۰تر ۱۵۰مترو پوری سور او له ۸ مترو نیولی ان تر ۱۲ نیمو مترو پوری ژوروالی لری جوړ شوی دی.
په پام کی ده چی دا کانال به تر ۵۵۰ زره هکتاره ځمکی پوری خړوب کړی او له دی لاری به د سیمی د ابادی، ښیرازی ، سوکالی او نیکمرغی په لار کی ستر رول او ونډه ولری.
ددی کانال د جوړیدو پصورت کی به نه یوازی دغه سیمه ، افغانستان بلکی د سیمی هیوادونه هم د ښیرازی او نیکمرغی پر درشل پل کیږدی او د ډیرو خوراکی توکو په برخه کی به ان شا الله افغانستان پر خپل ځان بسیا شی او د سیمی او نړی هیوادونو ته به دغه خوراکی توکی د سوداګری له لاری ولیږدوی چی د نورو هیوادونو داوسیدونکو د نیکمرغی لامل به هم و ګرځی.
د کانال لمړی برخه د الله پر مرسته او ددی اداری د زحمت مننونکی مشرتابه د نه ستړی کیدونکی هلو ځلو او ددوی د کاری ټیم د زیارونو پر مټ بشپړه شوی ده بلکی د دویم فاز یا دویمی برخی کارونه یی هم دادی د پیل په درشل کی دی چی انشاآلله دیر ژر به دا برخه هم لکه د لمړنی برخی په څیر چی د خلکو په وهم او ګمان کی هم نه وه بشپړه شی .
دلته ددی یادونه لازم او ضروری ګڼم چی د ملی پراختیا د شرکت د مشرتابه یا د اجرایوی عمومی ریس ښاغلی عبدالرحمان عطاش یادونه وکړم چی نوموړی ددی ټولو نوښتونو او ابتکاراتو سر لاری دی او په دی لار کی یی هر ډول ننګونی پرځان منلی دی ولی ستونزو او ننګونو ته تسلیم شوی نه دی او خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره یی نه ستړی کیدونکی زیارونه ګاللی دی . زه لازم او ضروری ګڼم چی د نوموړی نه دلته مننه او یادونه وکړم ځکه خپله نوموړی نه غواړی د رسنیو له لاری لکه د پخوانیو چارواکو په څیر راڅرګند شی اوځان لکه د یوه کا‌ذب او دروغجن شخصیت پشان د رسنیو پر مټ د خلکو ذهنونو ته ور پیچکاری کړی بلکی دوی په ریښتینی معنی پرته له دی چی رسنیو ته راشی ، مرکی وکړی او د نوم ویستنی هڅه وکړی د یوه خاموش او غلی خادم په څیر یوازی وطن او هیواد ته د خدمت ملا تړلی ده .
له همدی امله می د دی لیکنی پیل له همدغه پښتنی متل نه وکړ چی میړونه مری نومونه یی پاتی کیږی دا اوسنی ټول خلک به یو وخت نه وی ولی د میړونو میړانی او نیکی کارنامی به تل یادی او تل پاتی وی او یا د دری ژبی ددی بیتونو مصداق چی وایی :
مرد نمیرد به مرگ، مرگ از او نام جست
نام چو جاوید شد، مردنش آسان کجاست؟
د ښاغلی عطاش دا میړانه او ستر خدمت به هیواد او هیوادوالو ته د نیکمرغی یو داسی تل پاتی میراث وی چی نسلونه به یی یادوی .
زه د اشخاصو او چارواکو د مدحو او ستاینو د لیکلو خورا سخت مخالف یم ولی دا می ډیره ضروری وګڼله چی نوموړی د یوه ریښتینی افغان پتوګه چی ددی وطن د آبادی او سوکالی پلانونه لری او د تطبیق او پلی کولو لپاره یی بی دریغه لګیا دی شپه او ورځ خدمت کوی یادونه وشی ځکه چی :
لمړی: ددوی د وطن سره د بی کچی مینی او خدمت کولو په پار یی یادونه پر خلکو حق بولم.
دویم: داچی د هیواد راتلونکی ځوان کول او نسل ته داسی ریښتونی اتلان ور وپیژندل شی ترڅو نوی نسل تری د یوه نیک میراث پتوګه الهام واخلی او داسی ملی فکر لرونکی کسان وستایل شی او لارویان پیداکړی چی لار یی تعقیب کړی.
دریم: دا افغانی دود چی مونږ تل مړی پاللی دی باید له مینڅه یوسو او دا نوی دود چی باید خپل اتلان پر ژوندونی ولمانځو په هیواد او خلکو کی ترویج کړو.
څلورم: هغو کا‌ذبو او درواغجنو څهرو ته چی کلونه کلونه یی د خپل نوم ویستنی لپاره خلک ګمارلی و چی ددوی لپاره پراخ تبلیغ وکړی او د ملت په پیسو یی شخصیتونه ور جوړکړی که لږ شرم ورته ودریږی، د خجالت احساس وکړی او خلک هم تری پند او عبرت واخلی چی یواځی ریښتینی خدمت کولای شی له خلکو اتلان جوړکړی نه د ګمارل شویو خلکو پر پروپاګند او درواغجنو مدحو او ستاینو.
پنځم ټکی یی دادی چی هیوادوالو ته دا جوته شی چی ښآغلی عطاش د هیواد دننه او بهر خلک د اینجنر عطاش پنوم یادوی چی اصلا اینجینر ندی بلکی د حقوقو او سیاسی علومو په برخه کی یی لوړی زده کړی کړی دی او له مسلکی برخی له اینجینری سره هیڅ اړیکه نلری ولی فکر او ذهن یی د هیواد د ابادی او سوکالی په لار کی لکه د یوه ښه اینجینر د رغونی او جوړونی فکر او لید لوری لری.
ملګری می راته وویلی چی ما ورسره ددی پورته دلایلو پربنیاد څو واری ددی یادونه کړی ده چی ولی رسنیو ته نه راښکاره کیږی او ولی خپلی لاسته راوړنی د خلکو سره په خپله په نیغه توګه نه شریکوی راته ویلی دی چی ددوی ځواب دا و چی پریږدی کار وکړو او خلکو ته خپل عملی کارونه او پایلی په میراث پریږدو دا ملت به مو یوه ورځ یاد کړی که یاد یی هم نه کړو نو د خدای سره یی اجر او ثواب شته نو ضرور نده چی زه د ځآن دشهرت لپاره له رسنیو کار واخلم. همدا راته بسنه کوی چی خلکو ته کاراو خدمت وکړم.
دلته ددی یادونه لازم او ضروری ګڼم چی ښاغلی عطاش او د دوی د ملی پراختیا اداره ددی کانال د بشپړیدو ترڅنګ په پام کی لری چی یو ستر زراعتی کمپلیکس او یوستر صنعتی کمپلیس د نړیوالو معیارونو او ستندردونو سره سم تاسیس او جوړ کړی ترڅو د زراعتی توکوپه برخه کی هیواد پر خپل ځان بسیا شی له بله پلوه د دغو زراعتی توکو لپاره داسی صنعتی کمپلیکس جوړ کړای شی چی دغه زراعتی توکی پروسس کړی او په تیارو خوراکی توکو یی بدل کړی ترڅو ګران افغانستان د خوراکی توکو په برخه کی نه داچی پر ځان بسیا شی بلکی د سیمی هیوادونو ته یی د سوداګری له لاری ولیږدوی .
پر دغی پروژی همدا اوس د ارزونی په برخه کی کار روان دی اولری نه ده چی هیواد به ډیر ژر ددی دواړو پروژو په برخه کی د عملی چارو د پیل ګواه اوسی ، په پیل کی هماغسی چی خلکو ته د قوشتیپی د کانال جوړیدا نا شونی ښکاریده دا به هم ورته نا شونی ښکاری ولی راتلونکی به ددی ګواه وی چی په دی برخی هم عملی کار پیل شو.
ددی پروژی د عملی کیدو سره سم به د لسګونو زره وطنوالو لپاره د کار موندنی په برخه کی مرسته وشی ، سلګونه زره هکتاره ځمکه به تر کښت او کرنی لاندی راشی ، پر مختلی زراعت او مالدااری به رامینځ ته شی ، د خوراکی توکو په برخه کی به افغانستان پر ځان بسیا شی ، د سیمی د هیوادونو سره به سوداګری نوره وغوړیږی ، د هیواد د ترانسپورت برخه به پرمختګ او پراختیا پیدا کړی، د سیمی پر هیوادونو به انحصار او تکیه راکمه شی، د هیواد د نورو سیمو د اوبو د مهارولو په لار کی به دا یوه نمونه او مثال وی، د چاپیریال ساتنی او د سیمی د ښکلا ترڅنګ به طبیعی چاپیریال مزید ښکلی او سمسور شی ،د هیواد ملی عواید به لوړ شی، مالی او بودیجوی خود کفای لار کی به ستره ونډه ولری او د هیواد د بهرنی سیاست د ټاکنی په لار کی به تر ډیره مرستندویه رول ولری او بلاخره هیواد به د آبادی او سوکالی په نه راستنیدونکی لار مزل پیل کړی او دا به د ښیرازی ،نیکمرغی او ځان بسیاینی مزل وی .
د یوه ښیرازه او پر ځان بسیا افغانستان په هیله
م- س