لومړی څیز په ژوند کې هدف دی چې الله پاک هم په خپل کلام کې فرمائیلي دي چې انسان د ټولو مخلوقاتو اشرف او غوره دی او په همدې بنسټ هدف څرګند دی او تکیه ګاهم تر ټولو ستر او بې نیازه ذات دی، نو په دې ازمایښتي نړئ کې ځان د اسلام چوکاټ ته برابرول او د هغه له اصولو او مقرراتو سره سم ژوند کول اړین دي، ځکه بې قید او شرط ژوند د اشرف مخلوقاتو کار نه دی.
د مسلمانانو ټول ژوند د سماوي او د اسلام په رڼا کې وضع شویو قوانینو ته وقف شوی، نو که چیرې له ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان کیږي بیا هم یوه زمزمه شتون لري چې الله (ج) شتون لري او خیر او شر د هغه ذات له لوري دی.
دا هیله راټوکوونکې زمزمه مسلمانان واداره کوي چې راتلونکې ته هیله مند شي چې الله شته او ښایي په راتلونکې کې زه هم د داسې ژوند خاوند شم چې د نړۍ ټولې خوشحالي مې نصیب شي او موخه همدا ده چې دا نړۍ دوامداره نه بلکې راتلونکې نړئ لپاره هم په دې د ازموینې دنیا کې تابیا پکار ده.
که د ژوند ټولنیزې برخې ته راځو، ژوند کول دومره هم آسانه نه دي، د دې لپاره چې با مسئولیته او سماوي او وضعی قوانینو په رڼا کې ژوند کول دومره لوړې او ژورې لري چې کله نا کله داسې مفکوره هم درسره پیدا شي چې مخکې لدې چې د آزموینې دې نړۍ ته راغلی وای ای کاش مې د دې ژوند په اړه څه زده کړه کړې وه، خو د ژوند په وروستۍ مرحله کې بيا پښیماني ګټه نه لري نو له لومړي سر څخه باید انسان د اسلام په سیوري کې د ژوند تیرولو تابیا ولري او د طیبه کلمې شریفې تر فرایضو لاندې ژوند ترسره کړي.
خو که چیرې غواړئ چې په ژوند کې مو کامیابي او بریالیتوب نصیب شي، دومره باید ولولئ او د الله لوري د نازل شوي کتاب په رڼا کې دومره له تیرې نړۍ څخه ځان خبر کړئ څو له نیکانو او صحابه وو له ژوند څخه تجربه اخیستل د داسې مفکورې زیږنده شي، مخکې هم تاسو دا دنیا تجربه کړې او له دې نړۍ څخه تللو کسانو سره هم تاسو ژوند ترسره کړی دی څو په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلئ.
انسان باید دومره پیاوړی او غښتلی وي چې د پریکړو پرمهال داسې فکر وکړي چې دا ژوند ماته څو ځله تجربه شوی او د پریکړو پر وخت ټول لوري راونغاړي او د راتلونکې احتمالي پایلو په اړه یې هم یوڅه ناڅه څرګندو حقایقو د لیدو د احتمال لید لوری ولري. په پریکړو مهم څیزونه دا دي چې تاسو د پریکړو ټول ګټور اړخونه و ارزوئ او ترڅنګ یې د یوه مسلمان او انسان په صفت وګورئ چې ګاونډ ملت او نورو مسلمانانو ته په زیان نه وي.
کله چې د ژوند تر فشار لاندې راغلئ او ډیرې اندیښنې درته پیدا شوې، پوه شه هر هغه ذات ته چې ته عبادت کوې له هماغه څخه مرسته وغواړه او یوه جماعت ته ولاړشه او په یوه کنج کې کښینه او له الله څخه په اخلاص وغواړه چې مراد دې حاصل شي، ځکه مساجد او مذهبي ځایونه د آرامتیا او هوساینې بیلګې دي چې تاسو ته په کې سکون په نصیب کیږي. د لیکنې په دې برخه کې په یوه بل ټکي هم تم کیږو هغه داچې کله نا کله له ستونزو سره لاس او ګریوان کیږئ، نو کوښښ وکړئ چې د ژوند تر ټولو غټې لاسته راوړنې او هغه خوشحالۍ چې تاسو تجربه کړي باید مرور یې کړئ او له ځان څخه ټیټو کسانو ته وګورئ او په خپل حالت شکر ګذاره اوسۍ. همدا رنګه ژوند کې مثبت فکر تر ټولو مهم دی که چیرې مثبت فکر وکړئ ښایي د ژوند له ډیریو کامیابیو سره مخ شئ او خپلې لاسته راوړنې وستايۍ، ترڅو په ژوند کې نور هم تشویق شئ څو تاسو ذهنیت دې اړوند وي چې هرڅه ته مثبت اړه وګورۍ او هغه کار بیا پرمختګ مومي.
الله (ج) هرڅه د انسان د ژوند د آسانتیا او آرامتیا په موخه یې پیدا کړي دي د بیلګې په ډول ځمکه، آسمان، ستوري، لمر سپوږمۍ او داسې نور، نو ددې نعمتونو له شکر ګذارۍ وروسته باید کار په دې وشي چې د الله (ج) د دې پیرزوینې پر وړاندې څه ډول کار وکړئ. دې ماموریتي او د ازموینې دنیا ته انسانان د دې لپاره راغلي څو خپله آزموینه په ښه شکل ورکړي او له ځان سره هغه تجربې او لاسته راوړنې یوسي چې په راتلونکې نړئ کې پرې وژرغول شي.
انسان باید په ژوند کې د وخت څخه په ګټې اخیستنې څه زده کړي او هیڅ موقع له لاسه ورنکړي، ځکه چې ژوند بیاځلي را ګرځیدونکی نه دی هغه وخت چې تیر شي بیا بیرته نه جبرانیږي. د هر فرصت په ترلاسه کولو سره باید له سپیڅلي ذات څخه د شکر ګذارۍ ترڅنګ د رضایت په موخه د شکرانې عمل ترسره کړئ.
د دې چارو سربیره په ژوند کې بل مهم ټکی دا دی چې صبر او حوصله ولرئ، ځکه چې الله هم په خپل کلام کې په صبر او ذکر ټینګار کړی څو تاسو ته الله په ژوند کې کامیابي په برخه کړي او همدا ډول وارخطایي او بیړه د شیطان کار دی.
که چیرې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کیږئ نو په خپل توان او طاقت او د الله ج په مرسته یې پر وړاندې مبارزه وکړئ او خپله مبارزه دوامداره کړئ، ځکه په هرې شپې پسې ورځ راتلونکې ده. انسان باید خپل هدف ته د رسیدو لپاره له ټیټو او جګو سره په کلکه مبارزه وکړي او پرې نږدي چې انسان ځینې ستونزې ناهیلۍ ته ورسوي، ځکه چې نا هیلۍ بیا د عقیدې د کمزورتیا لامل کیږي.
همدا رنګه دلته پر بل ټکې هم تمرکز کوو چې هغه هم د رحمان بابا د دې منظومې لیکنې بیلګه ده:
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي – چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
هر انسان ځلیدونکی ستوری لري اما په خپل وخت سره ځینې ډیر ژر ځلیږي او ځینې بیا لږ کار ته اړتیا لري، خو دا هیله ولره چې ته هم ځلیدونکی یې او د دې لپاره کار هم وکړه چې یوه ورځ به ته هم د ځلیدونکي ستوري په څیر ځان روښانه کوې او روښنایي څخه به دې د ټولنې شاه خوا خلک رڼا اخلي.
له ژوند سره معامله باید ریښتینې وي څومره چې کار ورته کړئ هغومره ترې غوښتنه ولرۍ، همداشان کله چې الله پاک ته ذکر په خشوع او حضور ترسره کړئ هغومره به د ژوند کامیابي او پرمختګ ستاسو نصیب وي. د هیلو په اندازه زیار وباسئ او یا خو هم خپل د زیار په اندازه هیلې وکړۍ.
که څه هم ژوند د خوشحالیو او ستونزو له رامنځته کیدو ډک دی، خو بیا هم انسان باید راضي وي او ژوند کې یوازې په ستونزو تمرکز ونه کړي، ترڅنګ یې د ژوند خوشحالیو ته هم وګورئ او د نورو په خوشحالولو سره د خوشحالۍ څلي ورغوئ، یوازې د ځان لپاره ژوند کول دا د ښو او با مسئولیته انسانانو بیلګه نه ده. سربیره پردې د نورو لپاره ژوند کول، د نورو لپاره خندل، د نورو لاس نیوی او له نورو سره خپلې خوشحالۍ شریکول او د هغوی د غمونو کمول دا د انسانیت تر ټولو ستره بیلګه ګڼل کیږي.
کله چې موږ انسانيت ته ژمن ووسو او غاړه ورته کېږدو نو بيا به په خپله د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم خبرو او لارښوونو ته غاړه کېږدو ځکه چې انسانيت خپله د اسلام په سپېڅلې دين کې شتون لري او د اسلام هره لارښوونه خپله د انسانيت يؤه غؤره بيلګه ګڼل کیږي.
همدې ته ژوند وایي که چیرته پورتنیو ټکو ته پام وشي او په ژوند کې ترې ګټه پورته شي او خپل ژوند کې عملي کړئ، نو په دې پوه شئ چې ښکلي ژوند به ولرئ او د ژوند له ټولو ښکلاوو څخه به ګټه پورته کړئ.
لیکوال: حمیدالله فیضی