تصوف یا صوفیزم د لوی خدای سره د انسان د مستقیم تړاو او د نړۍ د مادي خواهشاتو اوغوښتنو سره د پریکون وسیله ګڼله کیږي. تصوف داسې ډول رياضت دی چې د کشف او شهود له لارې، د الله تعالی د پېژندلو او د هغه ذات ته د رسېدلو او نږدې کېدلو لپاره تر سره کیږي. رښتینې صوفي د دغې لارې لاروی دی او د عرفاني سلوک په مرسته کولاې شي خپل نفس له بدیو پاک او هغه حقیقت ته ځان ورسوي چې دی یې په هڅه کې دی.
سترو نومیالیو صوفیانو او د حق د لارې سالکینو په خپلو روحاني کمالاتو سره د لرغونو زمانو نه زموږ تر وخته پورې د تصوف ډیوې بلې ساتلې او د وختونو په تېریدو سره ستر شخصیتونه په کې رامینځ ته شوي دي. په دغو صوفیانو، عارفانو او د حق د لارې په لارویانو کې یې ځینې حتی د نړیوال شهرت درلودونکي دي. زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هم ستر صوفیان تیر شوي دي چې په هغو کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي، خواجه عبدالله انصاري او حکیم سنایي غزنوي نومونه د ځانګړي شهرت نه برخمند دي.
همدا راز په پښتنو صوفیانو کې د شیخ متي بابا، پیر روښان، میرزا خان انصاري، رحمان بابا، حنان بارکزي، حافظ الپوري او حمزه بابا نومونه د یادولو وړ دي. دوئ نه یوازې صوفیان او عارفان تیر شوي دي بلکې د پښتو ادب بڼ یې هم په خپلو صوفیانه اشعارو سره رنګین کړی او ځانګړې ښکلا یې ورته بښلې ده. زموږ په هیواد کې همدا اوس د چشتیه، قادریه او نقشبندیه عرفاني طریقو د پیروانو شمېر ډیر زیات دی؛ دوئ خپلې خانقاوې او د ذکر حلقې هم لري.
د ډیر ویاړ او خوشالۍ ځای دی چې په تصوف کې د لومړي ځل لپاره زموږ د هېواد تکړه لیکوال او څيړونکي، ښاغلي ولي الله ملکزي صاحب چې تر دې د مخه یې هم نور ډیرعلمي کتابونه او مقالې په پښتو ژبې لیکلي دي او پر څو بهرنیو ژبو بشپړ برلاسی لري. دا دی اوس یې د (تصوف، روحانیت او کږلیچونه) په نامه جامع، هر اړخېزه او پنډ کتاب لیکلی او تازه له چاپه راوتلې دی. که څه هم موږ په پښتو ژبه کې د تصوف اړوند ډیر کتابونه نه لرو او که لرو یې هم، نو دومره هر اړخیره او شامل نه دي لیکل شوي لکه څومره چې په دې کتاب کې یې بشپړ تفصیلات راغلي دي.
ښاغلي ملکزي صاحب د تصوف په اړه د معتبرو انګریزي، عربي، پښتو، فارسي او اردو آثارو او منابعو تر لوستلو وروسته موږ ته یو داسې په زړه پورې کتاب لیکلی او را ډالۍ کړی دی چې نه یوازې موږ او تاسو د تصوف د تعریف او پیدایښت د لاملونو سره آشنا کوي، بلکې د ده په کتاب کې داسې جالبه مطالب هم شته چې موږ ته د تصوف بېلا بېل اړخونه هم راپیژني؛ د بېلګې په توګه: تصوف د صوفیانو له نظره، د تصوف تدریجي پړاوونه، د تصوف ځانګړي اصطلاحات، د تصوف مقامونه، په تصوف کې د پیر او مرشد درجې او رتبې، له فسلفې سره د تصوف توپیر، په اسلامي نړۍ کې د تصوف ګڼ شمیر ډلې او همدا راز د سترو عرفاني شخصیتونو او څیرو پېژندنه او ژوند لیکونه.
د دې کتاب ارزښت:
ما دا علمي او تحقیقی اثر سر تر پایه ولوست او دې پایلې ته ورسېدلم چې:
۱. دا کتاب په پښتو ژبه کې لومړنی اثر دی چې د تصوف بېلا بېل اړخونه په کې څېړل شوي دي.
۲. کتاب په روانه او خوږه پښتو لیکل شوی دی، عبارتونه یې پیچلي نه دي او لوستونکی یې له لوستلو خوند اخلي.
۳. په دې اثر کې له مهمو او معتبرو آثارو او کتابونو څخه ګټه اخېستل شوې ده.
۴. د دې کتاب په لیکلو کې د علمي – تحقیقي منل شوي څېړندود او مېتودولوجۍ نه کار اخیستل شوی دی.
په پای کې فاضل شخصیت، ښاغلي ولي الله ملکزي صاحب ته د دې ارزښتناک اثر د لیکلو او چاپ ته د سپارلو مبارکي وایم او له لویه خدایه ورته د پښتو ژبې په چوپړ کې د لا زیاتو بریاوو هېله کوم.

په ډېر ادب او درنښت
د پرت ښار - لوېدېزه آسترالیا
د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جون د میا شتې ۱۷ نېټه
—------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.
ادرس یې دا دی: Wali Malakzay