نجیب عامر

چې څو دنیاده محبت به وي ګومان مې نه شي
دمحبت هم دا قیمت به وي ګومان مې نه شي
داستادسترګوشرارت به وي ګومان مې نه شي
زما هم دغه شرافت به وي ګومان مې نه شي
من او سلوا انسان تر ډېره هضمولی نه شي
جنت منبع دهر راحت به وي ګومان مې نه شي
زما دګل وطن ولس همدې ښامار خوړلی
دځان ځانۍ نه لوی افت به وي ګومان مې نه شي
حالات به هغسې بدل وي لکه زه یې غواړم
رابیدار شوی زما بخت به وي ګومان مې نه شي
دګلو څانګې دې په خپل لاس اور ته وغورځوي
پاچا هم دومره په زړه سخت به وي ګومان مې نه شي
مینه به ډېره وي رقیب به هیڅ نړۍ کې نه وي
راغلی داسې هم یووخت به وي ګومان مې نه شي


2009  جولايي   13
       پېښور