نجیب عامر

چې له خاورې نه پیدایم په هوا په لاره نه ځم
په سوکه سوکه روان یم وارخطا په لاره نه ځم
جنت هله راکوي چې سا مې ووځي له دې تنه
په توبو مې دې توبه وي د ملا په لاره نه ځم
 رهبران دي ټول بې لارې او پیران دي بې تاثیره
ملامت نه یم ملګرو که د چا په لاره نه ځم
بیا دعوه د ورورولۍ مو په یو بل پورې خندا ده
ته زما نه یې بې زاره او زه ستا په لاره نه ځم
بلا ډېرې تربګنۍ دي بلا ډېر حالات خراب دي
اوس پخوا غوندې ملګرو په خندا په لاره نه ځم

 

 2009  جولايي  11

      پېښور