نجیب عامر

 یوپاچازوړشولو اوس بل پکاردی
د قام  پګړۍ  له  نوی ګل  پکاردی
اعتبار ګران دی واړه یو رنګ دی خو
لږ انصاف داره غوندې غل پکاردی
چې لار  یې  بیله وي تړون به څه وي
یار  مې  له  ځانه  سره  مل پکاردی
ضرور تونه  د  ژوند  نور هم شته خو
 محبت   ټو لو  نه  اول  پکا ر  د ی
یم  تا  بعدار   په  هر  قد م  د مینې
اور  مې  د  زړه  دپاسه بل پکار دی
د  ز و ړ   و طن   د  ا با د  ۍ   لپا ر ه
په  نوي  کس باندې  توکل پکاردی
مجنونه  شګې  په  سر  ولې  بادی
د  لیلا ستر ګو  له  کجل  پکا ر دی
ګلشن  ښایسته دی خو ستایلو له یې
نجیب عامر غو ند ې  بلبل  پکار  دی

2009  جولايي  2
     پېښور