نجیب عامر
الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادو
وه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادو
اوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټوله
پخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادو
وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي
دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو
داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي
کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو
شاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږي
فنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادو
ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ
عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو
03.07.2009
- zarpana
راډيوګۍ دنجونوپه منځ کې داوبودبمبې خواته نژدې ناسته وه اودې ته يې انتظارکاوه چې داوبو سپين ارمونيي ديګى به يي شانانو څه وخت ورته ډکوي . شانانو نن دنجونو دپاچا اوغله په لوبه کې غله راغلې وه، نوهغه مجبوره وه چې دټولو جنکيو ديګي له اوبونه ورته ډکې کړي اوخپلې سپينې ليچې په بمبه وهلو له اخو ډب نه وباسي .دبمبې دستنې د کښته اوپورته کولو په وخت کې سرواوشنو بنګريو دشانانو په مړوندنو باندې داسې لاندې اوباندې منډې وهلې تابه ويل چې شوخې جونې درسۍ په لوبه...