راډيوګۍ دنجونوپه منځ کې داوبودبمبې خواته نژدې ناسته وه اودې ته يې انتظارکاوه چې داوبو سپين ارمونيي ديګى به يي شانانو څه وخت ورته ډکوي .
شانانو نن دنجونو دپاچا اوغله په لوبه کې غله راغلې وه، نوهغه مجبوره وه چې دټولو جنکيو ديګي له اوبونه ورته ډکې کړي اوخپلې سپينې ليچې په بمبه وهلو له اخو ډب نه وباسي .
دبمبې دستنې د کښته اوپورته کولو په وخت کې سرواوشنو بنګريو دشانانو په مړوندنو باندې داسې لاندې اوباندې منډې وهلې  تابه ويل چې شوخې جونې درسۍ په لوبه کې پورته پورته ځانونه اچوي .......
شکرې اوملالۍ په راډيوګۍ باندې  سمې ټوکې راخيستې وې ،هغه يې اوس سمه ژړاته برابره کړې وه چې په همدې وخت کې شماله راغله، هغې په سترګوکې راډيوګۍ پويه کړه ، شماله کېناسته،  راډيوګۍ په يوشړنګ سره دنجنو له منځه ولاړه شوه اوشمالې ته يي وويل :
- ته به دما ديګى درسره راوړې .
يوه مسته خندايي وکړه اودخپل کلا په لوريي منډه کړه ،کلاته په ننوته سره ، دمهمانخانې په لوري چټکه لاړه ، له المارۍ نه يي راډيو راواخيسته،  په نښه کړي ځاى باندى يي ستنه برابره کړه اوراډيويې وغږوله .
له ستومانۍ نه يي زړه دسينې په قپس کې په دربيدو وو . دخپل زړه دکرارولو لپاره يې راډيو سينې پورې  ټينګه ونيوله اود ابا په پالنګ باندې يي ځان بې اختياره خطاکړ .
په راډيوکې دشرر غږ دهغې زړه نورهم ناکراره کړ ،لږه شېبه وروسته شرر خبرخلاص کړ اونوريې غږ په راډيوکې ورک شو.
نوابې له دريوو  ورځو راپه دې خوا دشرر غږ نه و ا وريدلى نوځکه دهغه  غږته دومره ليواله وه . هغې شرر په سترګونه وو ليدلى ، يوازې يي غږ په راډيوکې اوريدلى و.
خوپه شرر له هغې ورځې مينه شوې وه چې يوورځ زرک دابا سره  ناست و،  راډيو غږيدله ، په راډيوکې شرر خبرونه ويل،  ناڅاپه دابا له خولې راووتل :
- داخو ډېر چټک سړى دى .
زرک چې په ملګروکې سم دروغجن ځلمى حسابېده ،نودابا په خوله کې يې خبره وروچه کړه اووې ويل :
- اکا .... !  ماليدلى ، هغه وخت چې دکابل اوجلال اباد لوى سرک  جوړ شو ، نو داشرر هم راغلى و ، ماسره يې ښې ډېرې خبرې وکړې ، ښايسته زلمى دى .
 نوابه چې په دې وخت کې دمهمان خانې ددروازې مخې ته ناسته وه اوخپل کردارلپاره يې دمريو ځونډي جوړول ،دزرک له خبرې سره سمه کوټې ته راننوته او په پلمه سره يي اباته وويل :
- ابا !  نورې چاى راوړم ، اوبه په نغري کې پخې شوې دي .
سورګل اکا وټوخيده، ورغبرګه يې کړه :
- نه زويه !  زه خويي نه کومه ،که زرک يي چکي نو ورته يې راوړه.
 زرک چې لا پخوانه پرې دنوابې مستې ليونۍ ځوانۍ  خوبونه حرام کړي وو ،نو هره جمعه به يې څه نا څه پلمه کړل  اوداکا په کوربه يي ځان ميلمه کړ .
له هغې شپې نه دنوابې له سترګونه دشرر شرنګيدلي غږ خوبونه يوړل .نوابه له څومياشتو را په دې خوا دشرر په غږ پسې د ليونۍ په شان ګرځيدله، تردې چې د راډيودټولو نطاقانو له غږسره پوره بلده شوې وه ، اوابا هم څووارې د ادې په مشورې سره سمه ډبولې وه،  ولې چې دراډيو مصالې  دنوابې دلاسه زړې شوې وې .
له هغې ورځې نه جنکيو پرې دراډيوګۍ نوم ايښى و.پرته له شمالې او ګل پاڼې بل څوک په دې نه پوهيدل چې نوابه په شرر مينه شوې ده .نوابې راډيو په سينې باندې ايښې وه چې دګل پاڼې په لغتې سره له ځايه راولاړه شوه ، ګل پاڼې په خنداسره وويل :
- ځان دې په مادانځرګل کړ .....بوى دې راځي رنګ دې په سترګونه وينمه .
نوابې په ګلپاڼې پسې منډه کړه ،هغه يې راټينګه کړه اودمهمانخانې په غولي کې يې راچپه کړه ، ددواړو سم غوبل په مهمان خانه کې پيل شو .په دې کې شماله هم راننوته چې ګل پاڼې پرې غږ کړ:
-  سمه يې وخوړمه ،دشرر مينه په ما ماتوي ..... الله توبه توبه
شمالې وخندل اوسريې وښوراوه ، ددوى په منځ کې ورګډه شوه ،نوابه يې ځان ته راکش کړه اوګل پاڼه يي راخلاصه ........ دګلپاڼې دلونګو ځونډى دنوابې په ګوتوکې پاتې شو ، ګل پاڼې چې خپل ځوندى دانې دانې دنوابې په لاس کې وليده نو وې ويل :
- والله که رانه خلاصه سې ،که مې داکا په خوله کې وانه چولې اودا راډيو مې درباندې حرامه نه کړه ،که دې پرېږدم .
ددې خبرې په اوريدو سره سم نوابې ورمنډه کړه ، غيږه يي ورکړه او  ورته يې و ويل :
- اينې ليونۍ ! لغتې هم ورکوې او په مستۍ کې بيا خپه کيږې هم ، زه  به دوه درې ځونډي درکمه .
ګل پاڼې چې دپوزې ميخکى يې سماوه ، ورغبرګه يې کړه:
-  په بلا يي وهمه له ما سره ډېردي .
په دې وخت کې شمالې سروښوراوه :
- ښه ښه! زه خو پوه سوم دا به دغټي دلاسه نښه  وه .
دنوابې پام شو ، په چيغه يي وويل :
-  ښه زمونږ غټى ښا يې ....
 شمالې وويل :
- او دتاسوغټى ....
نوابه په کوټه کې راوڅرخېدله ،اوبيايې ګلپاڼه په غيږ کې ونيوله ،او په ډيره مينه يې وويل :
- جار جار ته خومى ورينداره سوى .
ګلپاڼې ځان دنوابې نه خلاص کړ اوپه کلاکې يې دخپلې تاوخانې خواته  منډه کړه .ګپاڼه دنوابې سکنۍ داکالوروه ، په کلاکې دنوابې نه وروسته په ښه ځوانۍ باندې هغه وتلې وه .
ماښام چې غټي دکلا مختې خپل ټونس موټر ودراوه اوپه کلارادننه شو نوګلپاڼه دهرې ورځې پشان دخپلې تاوخانې ددروازې مخې ته ولاړه وه ،نوابه دغټي دغږ په اوريدوسره سمه دنغري له خوانه ولاړه شوه اودبلۍ له پاسه يې په غټي سترګې ولګيدې چې شاته يي مخ واړاوه نوګلپاڼې زرتاوخانې ته منډه کړه .
نوابه په پلار ډېره ګرانه وه هغه دپلارمشره لور وه ، غټى ورپسې و ، دډوډۍ نه وروسته نوابې خپله تاوخانه داکاګانو څخه تشه وليده ، نوځانته يې دخبروموقع برابره وليدله. دغټي دکوزدې خبره يې راواخيسته .له لرى نه يي را پيل کړه ،اول سرکې يې چغماټۍ جونې رامخته کړې ،خوادې يي ورسره نه منلې ،غټى له شرمه له کوټې ووته اومهانخانې ته لاړ، ځان سره يې سوچ وکړ چې خبره نوره ډنډوره کيږي ،که خير وي نوسبا ته به ادې پټه پويه کړي، خونوابې په اخره کې خبره په ګلپاڼې راواړه وله،  دګپانې دنوم په اوريدوسره ابا موسکى غوندې شو، خو ادې خپله وريره سکينه رامخې ته کوله، په دې کې نوابې اوسورګل اکا دجمالې ببونه ميدان وېوړو ، اوپه دې سلا شول چې دجمعې په شپه به دنوابې پنځه واړه اکاګان  راټوليږي اودبارام جان اکا سره به دګلپاڼې اودغټي دکوزدې خبره سره کوي . 
نوابې داخبره دګلپاڼې نه پټه کړه، ولې  هغې غوښتل چې ګل پاڼه حيرانه کړي ،خوشمالې ته يې داخبره کړې وه  . اوس نو ګلپاڼه داسې په ډاډه زړه دنوابې خواته نه راتله ، له هغې نه شرميدله .
شمالې نن نوابې ته يو زيرى راوړى و، هغې ورته ويل چې خبره به دخپل وراره قارى رحمت ګل سره شريکه کړي ، قاري نوى دپنجاب دمدرسې نه سبق خلاص کړى و، شمالې نوابې ته ويل قارى به راډيو ته يوخط وليکي اوبيا به له يو څو خطونونه پس دشرر په نوم  خط وليکو اودتا دزړه خبره به ورته وکړو  ،خوقاري ته به په دې کار باندې يو څو روپۍ ورکوو چې چاته حال ونه وايي .
دشمالې داچل دنوابې خوښ شو ،خوله قاري نه و وېرېده ،نه چې غټى اوابا پرې خبر نه کړي ،که نه نو په ماشينګړې باندې به يي سورۍ سورۍ کړي . خوشمالې ورته وويل چې قاري ښه هلک دى چاته حال نه وايي .
نوابه په چرت کې لاړه ،ځانه سره موسکۍ شوه ،خداى خبرچې په زړه يې څه ورتېر شول ، وروسته يې شمالې ته وويل :
- هغه خوغټ سړى دى، اوزه خړه کوچۍ ،کله به ماسره واده وکړي .
شماله ډېره زرنګه جنۍ وه ، ورغبرګه يي کړه :
- دتاعکس به وروليږو چې وې کته نوسم به درپسې ليونى سي .
نوابې وويل :
- زه خوعکس نه لرم .
شماله ....
- ځه ليونۍ دغټي په واده کې به يي په شريکه واخلو اوته به يو ځانته واخلې ، غټى خو هسې هم په ګلپاڼې مړ دى ، نوګلپاڼه به ورته ووايي چې دواده لپاره دچانه کمره د ابا نه په پټه راوړي .
دواړه ملګرې په دې مسلات خوشاله شوې .
دجمعې په شپه نوابې اوشمالې ترنيمې شپې پورې  دشپږو وارو نه هم زيات دوې غټې چاى جوشې چاى مهمانخانې ته وليږلې ،خوخبره ښکاره نه شوه، شماله اونوابه دواړه دنغري خواته په خواږه خوب ويدې وې چې دماشينګړې دډزاري سره دواړه رابيدارې شوې ،نوابې تاوخانې خواته  منډه کړه،
-  ادې!  خبره پخه سوه
خوادې دواړه لاسونه مخ ته نيولي وو ژړل يې، نوابې وارخطا ورمنډه کړه :
- ولې ادې خير خوبه وي .
- خيردې سر خوړلى ، دغټي په مخ کې يې په بنې  سلام ته ورکړې .

٢٠٠٨ جنوري ٢٩
پېښور