واگنر گروپ معنی څه او څوک دي؟
ليکنه: محب الله هوتک
د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي آمر
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

واګنر ګروپ یو نظامي خصوصي شرکت دی یاد ګروپ په روسيه کي په ۲۰۱۴ کال د یوګني پروګوژين نومي شخص لخوا رامنځته سو، یوګني پروګوژين د روسيې د ولسمشر نږدې سړی بلل کېږي، البته د پوتين په اشپز باندي هم مشهوره دی.
واګنر ګروپ عیني مثال لکه د بلاک واټر کمپنۍ چي جګره په پيسو اخلي ویلای سو.

دوی لومړی عمليات په اوکرین کي د روسي د حکومت سره د یو قرارداد له مخي وکړئ تر څو د هغه اشخاصو په مقابل کي وجنګيږي چي د روسې خلاف او په زیان وي.
همدارنګه واګنر ګروپ په مهمو او لویږ عملیاتو کولو هم کار کړی دی لکه په سوريه او په دونباس کي چي لوی عملیاتونه يې ترسره کول همدارنګه په چيچنيا کي جګره، د لیبيا او سوډان په کورنيو جګرو کي ګډون، په مرکزي افريقا کي جګړه او په دې ورستیو کي یو ځل بیا په اوکرین کي عملیات کول چي فعلا هم جریان لري د روسيې په قرارداد باندي ترسره کوي.

که لنډ ووایه چي واګنر ګروپ د روسيې غيري رسمي ځواک دی هم مناسبه ده ځکه تر ډيره پوري د یاد ګروپ رامنځته کېدل او فعالیت کول د روسيې په ګټه دی او د مخ سپني په موخه يې ورته د شخصي نظامي ډلي نوم ورکړی دی. ځکه یاد ګروپ د روسيې څخه تجهیزات ترلاسه کوي او د روزني لپاره هم د روسيې د دفاع وزارت تاسیسات کاروي.

واګنر ګروپ په نړيواله کچه د ملکي وګړو په وژنه، جنسي تيري، غلا، شکنجه او نورو جرایمو تورن دی. په واګنر ګروپ کي تر ډيره حده د هغه اشخاصو څخه استفاده کيږي چي د روسيې په زندان کي په سختو جرمونو تورن او بندیان وي دوی هغه بنديان د بند څخه د خلاصون په موخه په خپلي ډلي کي شاملوي او د دې تر څنګ د روسيې حکومت پخواني سرتيري هم ورسره دي، دې ډلي په اول سر کي ۲۵۰ سرتيري درلودل چي په ۲۰۲۳ کي يې دا تعداد پنځوسو زورو ته ورسېدی.

واګنر ګروپ د مختلفو هغو دولتونو سره چي د همکارۍ په موخه او د پيسو په بدل کي يې د جګړې اخيستلو قرار دادونه کړي دي جایزې او د ستايني سندونه ترلاسه کړي دي چي په دي کي زیاتي جايزې د روسيې دولت ور کړي دي.

د نړيوالو تورنو سره سره چي پر واګنر ګروپ دي او په دي کي روسيه هم تورنه ده خو روسيې په رسمي ډول د واګنر ګروپ سره اړيکه درلودل هر وخت رد کړې ده.
د واګنر ګروپ مشر یوګني پروګوژين د سلاویکي عقیدې پيرو دی چي دا د عيسويت دین یو نوې رامنځته سوي طريقه ده.

په نړۍ کي مختلفي شخصي نظامي ډلي او ګروپونه سته چي د دولتونو د حمایت په موخه په پيسو اخيستلو قرارداد کوي او جګړه کول د مقابل لاري سره خپل مسؤلیت ګڼي چي په دي کي ډير مشهوره يې د بلاک واټر کمپنۍ هم راځي.

ماخذ: 1- https://en.wikipedia.org/wiki/Wagner_Group
2- https://www.csis.org/.../band-brothers-wagner-group-and...