کله کله د يو شعر يا شعري ټولګې د ارزونې په وخت کې له يو داسې شعر يا بيت سره مخامخ کېږو، چې سر مو پرې نه خلاصېږي (په مطلوب مفهوم او مطلب يې نه پوهېږو) نو شعر راته نېمګړی او ناقص ښکاري. يا د شعر د ظاهري مفهوم له امله راته د مسلمان شاعر په ديني او اخلاقي اړخ باندې شک پيدا کېږي.

څه وکړو، چې د شک او ګومان له ګناه څخه وژغورل شوو، د شاعر زړه راڅخه مات نشي او له شعر سره راځنې بې انصافي ونشي؟

په دې کې شک نشته، نه شاعر کامل دی او نه ارزونکی او کره کتونکی داسې جامع الکمالات دی، چې په شعر کې په ژوند، ټولنې او... ، علومو پورې اړوند ټول موضوعات په ټوله مانا سم وارزوي. خبره به له خپل ځان څخه پيل کړم، يوه مېوه ده، چې بڼه يې د شفتالو او خوند يې الوچې ته ورته دی، ما ډېر ځل پېرلې او خوړلې ده، خو نوم يې اوس هم نه پېژنم. د شعرونو ټولګه هم د مېوې د يو داسې بڼ په څېر وبولئ، چې ښايي ځينې مېوې په کې تاسو و نه پېژنئ.

. د قيامت وعده دې لنډه راته کېښوه
. زه له دې فرېبه ډېــر دور و دراز يم

د حمزه بابا د دې بيت مفهوم ما له خپلو ډېرو شاعرانو ملګرو څخه پوښتلی، خو يو هم قانع کونکی ځواب راکړی نه دی.

د قانع کونکي ځواب په نه راکولو زما د ملګرو IQ [ذهني هوښ] کم مه ګڼئ، ځکه له ځينو شعرونو څخه مفهوم او له ځينو څخه مثبت او مطلوب مفهوم په ډېرې سختۍ اخيستل کېږي، غوره بېلګه يې پورتنی بيت او د کاظم خان شيدا ځينې شعرونه دي.

د نوموړي په شعرونو (۴۰۰) زيات و کم کلونه تېر شوي، خو په ډېرو شعرونو يې زما په ګډون ډېر خلک، خو څه! ډېر شاعران هم ښه نه پوهېږي.

تاسو ښايي ډېر داسې شعرونه لوستي وي، چې په ښه توګه يې مفهوم څرګند نه وي او له امله يې درته شعر نېمګړی برېښېدلی وي او يا مو په يو پوختکار شاعر د يو خطاکار شاعر ګومان راغلی وي؛ لکه د اردو ژبې دغو دوه شاعرانو عبدالحميد (عدم) او ميرزا غالب ته منسوب دغه بيت، چې وايي:

. دل خوش ہوا ہے مسجدِ ویراں کو دیکھ کر
. میری طــــرح خدا کا بھی خانہ خـــراب ہے

د پورته بيت قريبه مانا سړی ته بيت ويونکی له مقدساتو په ځانګړې توګه له جومات سره وران او مخالف ورپېژني، خو د دغه بيت له ډېرو تعبيرونو څخه يو يې دا دی، چې د شاعر کور د زلزلې له امله وران شوی او هغه ورته ډېر پرېشان دی، خو کله چې نړېدلی جومات ګوري، نو خفګان يې له منځه ځي او احساسوي، چې دده کور خو د خدای له کور څخه زيات نه دی، چې وران شوی، وران شوی به وي.

. خير که په حجرو کې موسيقي کافره شوې ده
. لا خو جومــاتـــونو کــــې سندرې مسلمانې دي

ما د خپل پورتني بيت غزل په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړ، يو خواږه او درانه شاعر او ليکوال ملګري مې پرې کومنټ وکړ؛ ليکلي يې و: [لا خو جوماتونو کې سندرې مسلمانې دي... ، پر سندرې لږ سوچ وکړه، که ترې بله خوندوره کلمه پيدا شي، نور له سره ترپايه، ژوندی تصوير دی، حالات يې په پوره قوت بيان کړي، تر دې شفاف (روڼ) انځور نه شي وړاندې کېدی، يوه لمن خبرې پرې کېدی شي او ډېر ارزښتمن ارزښتونه يې په لمن کې دي....]

ما ورته د زړه له کومې مننه او د اړتيا له مخې دغه وضاحت وليکلو: [عمر دې اوږد شه ښاغليه! تاسو چې زما په کوم پوسټ تبصره يا خپل نظر وليکئ، نو ما ته پرې هم داد او هم ډاډ حاصل شي او لاره راته روښانه شي.

د سندرې په هکله به دومره ووايم، چې ته خو پوهېږې چې سندره يو شعري ژانر، فورم يا صنف دی، چې د ظرف يا لوښي مثال لري، څنګه چې د لوښي يا ظرف مظروف يا محتوا اوبه شيدې، شات، شراب او... ، کېدای شي؛ همداسې د سندرې لپاره هم د موضوع کوم قيد نشته، هره موضوع، لکه حمد، نعت، ترانه حماسه او... ، د سندرې موضوع کېدای شي. ياد موضوعات خپل کوم ځانګړی ژانر او فورم نه لري، په هر فورم کې ليکل کېدای شي او د موضوع له مخې پېژندل کېږي.

. څنګ يې د هنر په زور داخل کړه موسيقي په کې
. څنګ يې له جوماتـه ځنې جــــوړ درته مندر کړلو

زما په پورتني بيت کې مخاطب بې هنره يا هنر ته په نه ارزښت قايل مسلمان دی، چې هنرمندو يې ان جومات ته د موبايل په وسيله موسيقي داخل کړه، خو بې هنره مسلمان د خپل دين د رسولو لپاره هم له هنر څخه ګټه پورته نه کړه.

لنډه دا، چې د شعر ارزونې په وخت کې ښايي زمونږ پام د شعر يوې خوا ته ورواوړي او يوه بله خوا يې راڅخه پاتې شي، يا د يو شعر منفي مفهوم د څرګندتيا له امله زمونږ ذهن ته ژر راورسېږي او مثبت يې لږ فکر او غور ته اړتيا ولري؛ لکه د خوشال خان خټک دا بيت، چې وايي:

زه خوشال کمزوری نـه يم چې به ډار کړم
. پـه ښکاره نـارې وهم، چې خوله يې راکړه

د نوموړي له پورتني بيت څخه منفي تعبير په اسانۍ کېږي خو د مثبت لپاره يې ادبي فنونو ته اړتيا ده. دغه بيت که د مرسل مجاز د مجاورت د علاقي په اساس مانا کړو، نو له خولې څخه مراد ژبه ده او چې [موصوف د خپل صفت لپاره علاقه] ورسره يو ځای کړو، نو په دې اساس بيا له ژبې څخه مراد خبرې کول او نارې وهل دي.
شاعر همدا خبره کوي او وايي، چې الله جل جلاله ده ته خوله او ژبه د همدې لپاره ورکړې، چې دی پرې خبرې وکړي او سپينې او د حق خبرې وکړي او په ډاګه او په ښکاره يې وکړي ځکه چې دی خو څه کمزوری نه دی، چې له چا ووېرېږي.

د پای خبره دا که مونږ غواړو، چې د شعر د ارزونې او کره کتنې په وخت کې راڅخه د شاعر زړه مات نه شي، له شعر سره راځنې بې انصافي و نه شي او د شاعر په ديني او اخلاقي اړخ د شک او ګومان له ګناه سره مخامخ نشو، نو غوره ده، چې مونږ له مسلمان پلار او مسلمانې مور څخه په زېږېدلي مسلمان شاعر باندې نېک ګومان وکړو او نورو شعرونو ته يې په کتلو له پېچلي او ظاهراً منفي پيغامه شعر څخه هم ښه تعبير وکړو. له ګومان څخه مونږ ته ډډه کول، ځکه اړين دي، چې الله جل جلاله د الحجرات سورت په ١٢ مبارک ايت کې فرمايي:
ژباړه: اى مومنانانو له ډېرو ګومانونو کولو ځنې ډډه وکړئ چې ځينې ګومانونه ګناه وي.
. د ارزونکو او کره کتونکو د مثبت انګېرلو په هيله
. په ډېر ادب او درناوي
. شهزاده شيرين زوی