لیکوال   : اګنازیو سلون ( ایټالیا )
ژباړن     : نجیب عامر

هغه دځان سره وویل لکه چې نن مې هم د لورکۍ غوښتنه نه پوره کیږي .هغه ته وریادشول چې څو ورځې وړاندې لور یې د هغه نه د یوې نانزکې غوښتنه کړې وه او ده هم ورسره منلې وه چې یوه ښکلې نانزکه به ورته اخلي .په هغه ورځ ترې لور پوښتنه کړې وه :
- بابا ! زه ښایسته یم ؟
هغه بې له څه ځنډه ورته ویلي وو :
- هولورکۍ ته ډېره زیاته ښایسته یې .
خو په اصل کې داسې نه وه . دهغه لور په پخه تیګه بدرنګه وه .وړې وړې سترګې ،پلنه او ډکه پوزه ،غټ غټ غوږونه ،ډبلې کږې شونډې ،اوږده زنه ،او هم داسې لاسونه او پښې یې لرلې .او رنګ یې هم لکه د کورکمنو په شان زېړ و .
د ماشومې د زېږېدو نه پس هغه انګیرله چې د وخت په تېرېدو سره به هغه ورو ورو ښایسته شي .خوداسې ونه شول .جینۍ چې څومره څومره لوئیده،هومره هومره یې بدرنګي ډېرېده .خو سړی هوښیار واو ښځه یې هم په دې پویه کړې وه چې نجلۍ ته د بدرنګۍ احساس ورنه کړي .دواړو ملاتړلې وه څو دنجلۍ داسې روزنه وکړي چې هغه هیڅ کله هم دنورو په مقابل کې ځان کم ونه ګڼي .ښځې یې تراوڅه خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړی و .
خو کله کله سړی له هرې خوا نه په امتحان کې را ګېر شي .دی چې په کومه فابریکه کې کارګرو، هغه د مخکې نه په تاوان کې وه خو یو ورځ پکې اور هم ولګېدو .ځینو کارګرانو ویل چې د فابریکې مشر له قصده دا کار کړی، چې له یوې خوا دبیمې دکمپنۍ نه پیسې ترلاسه کړي او له بلې خوا د کار ګرانو نه هم خپلې اوږې سپکې کړي .
اوس نو هغه د تېرو څو میاشتو راهیسې اوزګار و.یو څه پیسې یې چې ښځې ښې بدې ته سپمولې وې،هغه هم دوی وخوړې .دده ژوند دې ډګر ته رسیدلی وچې سهار به له کوره بازار ته دکار په تکل وتلواوهڅه به یې کوله چې تر ماښامه کورته ستنېدو پورې یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړي .خو کار نه موندل کیده .نږدې ټول ښار بیکاره و، هیڅوک نه پوهېده چې وضع به کله بدلیږي .
او په داسې سختو حا لاتو کې دهغه لور د نانزکې غوښتنه هم له ده نه کړې وه .اوس هغه دومره شوې وه چې کوڅې ته ووځي او دچم ګاونډ دماشومانو سره لوبې وکړي .دنجلۍ مور دا ښه ګڼله چې لور یې د باندې ووځي او په ځان حاکمه شي .  نور ماشومان هم څه ستوري ، سپوږمۍ نه وو چې ددوی په لور به یې خندا کړې وای .
نجلۍ په کوڅه کې د چا سره نانزکه لیدلې وه او له هماغې ورځې دې هم د نانزکې غوښتنه کوله .مور او پلار یې نه غوښتل چې نجلۍ ددوی په بده ورځ خبره شي ،نو ځکه یې پلار ورسره ژمنه کړې وه چې یوه ښایسته نانزکه به ورته اخلي .دپلار د خولې نه یې بس هسې بې اختیاره وتلي وو چې :
- لورې تا غوندې ښایسته نانزکه به درته اخلم .
او هماغه مهال ترې نجلۍ په معصومه ژبه پوښتلي وو:
- بابا زه ښایسته یم ؟
اوس چې به هغه سهار له کوره د کار په لټون وتلو نو دلورکۍ هم دا پوښتنه به یې په مغزو کې ګرځېدله . هغه تل دا اندېښنه لرله چې لور یې په خپله بدرنګۍ پویه نه شي .
نجلۍ هره ورځ دنانزکې غوښتنه کوله . ده هم هره ورځ ورسره ژمنه کوله چې اخلم یې درته .هره ورځ ددروغو په ژمنو ورته ځان هم بد ښکاریده .یو ځل نیم یې زړه ته ورغله چې راځه نجلۍ ته په سپینه ووایه چې نانزکه درته نه شم اخیستی خو دومره جرات یې کله هم نه و کړی چې دانکار ټکي په شونډو راولي .
اوس نو دا یو دود ګرځیدلی و،سهارچې به هغه کارته روانېده نو نجلۍ به ورته په سر ولاړه وه او ویل به یې :
- نن راته نانزکه راوړه ،خامخا یې راوړه ، خالی لاس رانه شې .
اخر یې د ښځې سره په مشوره سهار د وخته له کوره وتل پیل کړل ، په هغه مهال چې نجلۍ به لا ویده وه .د څو ورځو د پرله پسې لټون نه پس هغه یو کار موندلی و .یو دوکاندار ته د خپل دوکان د لویولو لپاره د څو تنو کار ګرانو ضرورت و .دڅو ورځو  کار و .په درېیمه ورځ چې کار یې خلاص شو اوپیسې یې واخیستې نو له ځانه سره یې وویل چې نن به مې خامخا لورکۍ ته نانزکه اخلم .
هغه په بازار کې د نانزکو په دوکانونو وګرځېده . هلته یې ولیدل چې په دوکانونو کې ډول ډول نانزکې پرتې دي .داسې نانزکې هم وې چې دده د جیب په ټولو پیسو هم د هغوی اخیستل شونې نه وو .هغه په دې نه پوهیده چې بیا به کله کار مومي،دجیب په پیسو هغه باید کور ته دخوړو یو څه توکي هم اخیستي وای .اخر د ډېر حساب کتاب نه پس یې زړه ته ولوېده چې  داتو یا لسو نه دزیاتو روپو نانزکه خپلې لورکۍ ته نه شي اخیستی .ځکه نجلۍ د نانزکو نه خوړو ته ډېره اړتیا لرله .هغه دکور د سودا تر څنګ د پلاستیک جوړه یوه دکمې بیې نانزکه  هم واخیسته او کورته روان شو .دده کڅوړه چې سودا او نانزکه پکې وه، نیمايي ډکه شوې وه .
هغه په بیړه غو ښتل چې کورته ځان ورسوي .کله چې موټر ته ختو، ډېره ګڼه ګوڼه وه .دده دلاس نه کڅوړه ولوېده .خلک په بیړه موټر ته ختل او دده دسودا کڅوړه دخلکو په پښو کې رغړېده .چې موټر لاړ او خلک ارام شوو نو ده د زمکې نه خپله کڅوړه اوچته کړه .هغه پرته له دې چې بل موټر ته انتظار وباسي په خپلو پښو کور ته روان شو .
 دښه ډېر مزل نه پس چې کور ته ورسېدو او په دروازه ننوتو نو دسودا دکڅوړې په لیدلو یې د ښځې سترګې د خوشالۍ نه وبرېښېدې .لور یې هم دده خواته راغله .ښځې یې یو په یو دکڅوړې نه سودا راواخیسته .هغه غوښتل چې دنانزکې په لیدو یې لور حیرانه کړي .نانزکه دسودا دلاندې د کڅوړې په بیخ کې په یو بل پاکټ کې پرته وه .هغه خپلې لورته وویل :
- ما خپلې لورکۍ ته څه راوړي ؟
هغې د خوشالۍ نه چیغې کړې :
- نانزکه ، نانزکه ...........
نانزکه دپاکټ نه را وویستل شوه .پلاستیکي نانزکه چې هم دکور دسودا او هم موټر ته دختو پر مهال دخلکو تر پښو لاندې راغلې وه ،چیته شوې وه .شونډې یې کږې وږې ،سترګې یې ننوتلې ، اوپوزه یې هواره شوې وه  . نانزکې خپله بڼه بایللې وه .
ښځې او خاوند په حیرانۍ نانزکې ته کتل .جینۍ په یوه منډه د مور دلاس نه نانزکه واخیسته او یوه معصومه خندا یې وکړه .بیا یې لاسونه دپلار غاړه کې امیل کړل او وې ویل :
- بیخی ما غوندې ده .مننه پلارجانه ! چې ماته دې زما غوندې ښایسته نانزکه راوړه .......
سړي دا مهال  سترګې دخپلې ښځې په لوري واړولې ، چې داوښکو د پټولو لپاره په یوه پلمه پا څېده .
                                                                                                                   د ژباړې نیټه
                                                                                                                  2005 فبروري 12
                                                                                                                   پېښور