لیکوال : کاتال ماندیز
ژباړن : نجیب عامر
زه دیو نظم په لیکلو بوخت وم .مخکې تردې چې د خپل نوي نظم پنځم بند هم بشپړ کړم،زما نوکر راغی او راته یې وویل :
- صیب دباندې دوې پرښتې ولاړې دي . هغوی غواړي له تاسې سره وویني .
ما ترې وپوښتل :
- خپل کارتونه یې در کړي که نه ؟
هغه ځواب راکړ :
- هو راکړي یې دي صیب دادی پخپله یې وګورئ .
ما د نوکر د لاس نه کارتونه واخیستل او ومې لوستل . په یوه کارت ( هیلایل ) او په بل کارت ( یا فایل ) نوم لیکل شوی و .ما له ځانه سره وویل :
- ښه نو دوه پرښتې زما لیدلو ته راغلي دي .
بیا مې خپل نوکر ته مخ ورواړولو او ورته مې وویل :
- پرښتې دننه راوله .
ما دخوشالۍ احساس کاوه چې ډېر قدرمن میلمانه زما لیدو ته راغلي دي .بیا ما ولیدل چې غبرګې پرښتې زما کوټې ته راننوتلې .دهغوی د بدن نه ښایسته وزرې چاپیره وې .وزرونو یې یوه ښکلې رڼا کوله .دهغوی وجود دواورې نه جوړ شوی ښکارېده .دسپین او ګلابي رنګونو یو ګډ امتزاج یې وړاندې کولو .
ما د لاس په اشاره پرښتو ته د کېناستو اشاره وکړه .بیا مې ترېنه تپوس وکړو :
- څنګه مو پېښه وکړه .
هغه یو چې ځان یې د هیلایل په نوم را وپیژندلو راته یې وویل :
- محترمه ! په لنډو به دې پوی کړم .شپاړس کاله وړاندې د سپرلي په یوه زړه را ښکونکې شپه کې مونږ د اسمان په شنه قالین د ( بیلیارډ ) لوبه کوله .مونږ داسمان ښایسته ستوري دبیلیارډ د غونډوسکو پر ځای کارول .دا یوه په زړه پورې لو به وه .لوبه نږدې ما ګټلې وه خو زما په یو ګوذار دوه ستوري داسمان د شنې قالینې نه لاندې وغورزېدل . تاته خو معلومه ده چې داسمان نه د دوو ستورو ورکېدل څه مانا لري ؟ هم دا لامل و چې داسمان دچارواکو له خوا یو فرمان جاري شو چې ترڅومونږ هغه دوه ستوري موندلي نه وي او بیرته مو په خپل ځای کې ځای پر ځای کړي نه وي ، دجنت د خوښیو څخه به تر هغې بې برخې یو .مونږ د تېرو شپاړسو کلونو راهیسې دهغو دوو ستورو لټون کوو، خونه یې مومو .
مونږ ددې ستړي لټون نه نور په تنګ راغلي یو.مونږ د جنت نه دايمي جلا وطنۍ ته غاړه اېښې وه،خو دیوې پېغلې دښایست نه خبرشولو .اوپوهېږې هغه نجلۍ څوک ده ؟ هغه ستا معشوقه ده .دهغې دسترګو د ښکلا په اړه چې کومې کیسې مشهورې دی ، دهغې نه معلومیږي چې د هغې سترګې داسماني رڼا نه جوړې دي . دهغې دوې سترګې اصلا هماغه دوه ستوري دي چې مونږ یې په لټه یو .نو اوس ته وايه مونږ تانه دا امید کولی شو چې ددغو دوو ستورو په حاصلولو کې به مونږ سره مرسته وکړئ .
د پرښتو دخبرې په اورېدو،د پښو دلاندې نه مې زمکه وښوئیدله .ما دخپلې معشوقې سترګې په خطر کې ولیدلې . خو بیا مې زړه کې تېر شول چې په دې ګرده نړۍ کې دا یو زه یم چې ددغو مقدسو پرښتو سره کومک کولی شم .بیا مې خپله معشوقه هماغه ساعت راوغوښتله او په لنډو مې د ټولې کیسې نه خبره کړه .
هغې زما خبره واورېده ، خو نه حیرانه شوه او نه هم زما په څېر وډارېده .هغه دلږې شیبې دپاره په چرت کې لاړه .بیا يې په یوې اداسره خپل ښایسته باڼه پورته کړل او وې ویل :
- ښکلو پرښتو ! راځئ زما سترګو ته ځیرشئ او خپل ستوري پکې ولټوئ .
دواړه پرښتې دهغې دسترګو په تماشه شوې .دهغې د سترګو ځلا یې و څارله . د لږ ساعت دپاره یې په خپلو کې ګنګوسي وکړل . بیا هیلایل شونډې پرانیستې :
- محترمه ! مونږ بښنه غواړو، داسترګې هغه ستوري نه دي چې شپاړس کاله مخکې مونږ نه ورک شوی وو .د ورکو شویو ستورو ځلا او ښکلا دومره نه وه لکه ددې نجلۍ د سترګو چې ده .
پرښتې ډېر په مات زړه بیرته ستنې شوې .زما پرې زړه وسوزېده .خو د خپلې معشوقې د ښایستوو سترګو په سلامتۍ خوشاله شوم .
دپرښتو د ستنېدو نه پس زما معشوقه ما ته راغاړې وته .په مخ او شونډو یې ښکل کړم . بیا یې په ناز راته ویل :
- ما پرښتې وغولولې .
ما ترې په حیرانۍ وپوښتل :
- هغه څنګه ؟
هغې راته کیسه داسې پیل کړه :
- هغه داسې چې دوی رښتیا ویل .ما ته مې مور څو څو وارې ویلي چې په کومه شپه زه پیدا شوم ، دوه ستوري دکړکۍ دلارې سیده زما سترګو ته ولوېدل ، او زما په سترګو کې ورک شول .خو کله چې پرښتو زما په سترګو کې ستوري لټول نو ما په تصور کې هغه صحنه را یاده کړه چې زما شونډو په اول وار ستا شونډې ښکل کړې وې .زه پوهیدم چې د خوښۍ دغه تصور به زما سترګې دومره روښانې کړي چې داسماني ستورو ځلا به یې په وړاندې تته ښکاریږي .او تا ولیدل چې هم دا سې وشول ............ .
د ژباړې نېټه
2003 مارچ 8
پېښورـ پوهنتون