لنډه کیسه
لیکوال : بي ـ جی بیلی
ژباړن : نجیب عامر
( ورنن ) دې ته اړ شوی وچې باید غلا وکړي .پرته له دې هغه بله لاره نه لرله . هغه انګیرلې وه ، د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره یوازینی کار چې هغه یې کولی شي غلا ده . دهغه زړه ته لوېدلې وه، که څه هم چې غلا یو ګران کاردی ، خوهغه باید زړه لوی کړي او غلا ته لاس واچوي ، که نه نو ټول عمر به د خپل دفتر وړوکی مامور وي او ژوند به یې هیڅ کله نیک مرغه نشي .
هغه په سوسن باندې مین و . سوسن دده د دفتر مشره سکرتره وه . سوسن به عموما دده نه وروسته دفتر ته راتله .هر سهارچې هغه به په منډه په زینو ختله ،نو ده به یې ډېر په شوق د وجود دوړانګو ننداره کوله .هغه به تل د ځانه سره ویل د ښه ژوند د تېرولو لپاره دوه شیان ډېر ضروري دي ،پیسې او سوسن .
اول دپیسو موندل ډېر اړین وو، ځکه پرته له پیسو سوسن نه شوه خپلېدای .خو پیسې هم په اسانه ، نه موندل کېدې . همدا وه چې غلا ته یې زړه ښه کړی و .هغه وویل که خلک غلا ونه کړي ،جرم ونه کړي نو د پولیسو مامورین ، مدافع وکیلان او د محبس څوکیداران به څه کوي .نیکي دې ورکه شي ،چې سړی د لوږې نه وژني .
نو د شپونه یوه شپه وه ، چې هغه رښتیا هم په شوکې پسې راووتلو .هغه لا دمخکې نه د ښار په عصري سیمه کې درې کورونه په نښه کړي وو .دهغه په اند په دې سیمه او په ځانګړي ډول په دغو درېوو کورونو کې شته من خلک او سېدل . درې واړه کورونه یو بل ته نږدې نږدې وو .ده فکر کاوه چې په دغو درېوو کورونو کې ټول هغه توکي شته چې دی ترې بې برخې دی .
نیمه شپه به وه چې هغه د ټاکلو درېوو کورونو څخه دیوه دلویې دروازې مخې ته ولاړ و .ددغه کور د باندې خواته یوه کړکۍ پرانیستې پاتې وه .له دې لارې ده ډېر په اسانه دې کور ته ځان رسولی شو .هغه دې خوا ، آخوا وکتل ، چې وې لیدل څوک نشته ، نو لکه د نر بیز یې کورته ور ټوپ کړل .کله چې کورته واوړېدو ،نو کړکۍ یې له دننه خوا نه په ځان پسې بنده کړه .
په خونه کې تیاره وه، ده له جیب نه خپل لاسي څراغ را ووېست او دڅراغ توګمه یې کېمنډله ، خو رڼا ونه شوه .لاسي څراغ ده له یوې مودې راهیسې نه و کارولی .دڅراغ بالتۍ سو زېدلې وې .او په دې ډول د هغه دغلا کولو لومړی پلان خو ناکامه شو .
هغه بیرته خپل کورته ستون شو .په کور کې یې نورې نوې بالتۍ په لاسی څراغ کې واچولې او یووار بیا په غلا پسې راووت .داځل هغه دوهم کورته په دیوال ورواوړېد .بیا دیوې داخلي کړکۍ دلارې یوې کوټې ته ور ننوت . دبره پوړ نه د خلکو د خبرو غږ راته .هغه یوه شېبه غلی شو،او خبرو ته یې غوږ ونیولو .دویرې احساس یې وکړ. دلته هم برېښنا نه وه . ددغه سرک په ټولو کورونو او بازار کې هغه مهال برېښنا نه وه .
هغه ځان سره وویل زه له کوره دې پسې نه یم راوتلی چې دوېرې پیریان په ځان راولم ، زه باید خپل اصلي منزل ته ورسم او غلا وکړم . نو ځکه یې وېره له ځانه و څنډله او لاسي څراغ یې روښانه کړ .ویې لیدل چې د یو چا د خوب په خونه کې ولاړ دی . د یوه چپر کټ د پا سه بالا پوشونه، دغاړې دسمالونه او انګریزي خولۍ ګانې پرتې وې .
په هم دې وخت کې یو چایو نا څاپه دروازه پرانیسته . یو ښځینه اواز دده تر غوږ شو :
- لکه چې ته هم ،خپله کورتۍ لټوې ،زه خو زیاتي وډاره شوم ،دغونډې (پارټي ) په منځ کې برېښنا لاړه .ته لږ دا څراغ روښانه کړه ،دغه ده زما کورتۍ ،شکر خدایه چې دنورو بالا پوشونو پر سر پرته ده .له تاسې څخه مننه .
کله چې هغه ښځه د کوټې نه ووتله ، نو ( ورنن ) د خپل وچولي خولې پاکې کړې .بیا یې کړکۍ خلاصه کړه،او مخکې تردې چې څوک یې وویني ، له هغه کورنه هم ووتلو .
اوس دی په سرک روان و،او ځان سره یې فکر کاوه چې څومره کم نصیبه غل دی .بیا یې زړه راټول کړ او دیوې بلې هڅې په لټه شو .دده درېیم خوښ کړی کور د تیرو دوو کورونو په پرتله یو څه لوی و .په زړه کې یې ورتېرشول ښه به وه که لومړی هم دې کورته راغلی وای .
ددغه کور دېوالونه دنګ وو،خو دی دبرېښنا په یوه پایه ورواوړېدو ، او دیوې کړکۍ دلارې یوې خونې ته ورننووت .هغه لاسي څراغ روښانه کړ او په کوټه کې یې څار پیل کړ .دا ځل هم دی دیو چا د خوب خونې ته ننوتلی و .خوداځل خونه تشه نه وه ،دخوب دتخت دپاڅه یوه پېغله نجلۍ د شپې په نري ورېښمین لباس کې ویده پرته وه .له ښه مرغه د نجلۍ مخ بل لوري ته او شا یې دده خواته وه .دلاسي څراغ په تته رڼا کې دنجلۍ ګلابی مرمرین بدن ځلېده .
دی ورو ورو د نجلې د خوب د تخت په لوري ور وخوزېدو .په هم دې وخت کې کوټه روښانه شوه .دده د بدن وینه وچه شوه ، لاړې یې په ستوني کې ونښتې ، لکه د بوت پر ځای ولاړ پاتې شو،لکه چاچې پر زمکه مېخ کړی وي .نجلۍ چې نیم بدن یې په کمپله کې پټ و،او نیم بدن یې د سپینو واورو په څېر ځلا کوله ،لاهم ده ته شا اړولې وه او په خواږه خوب ویده وه .ده دکوټې په دیوال برقي څراغ ته وکتل،دکوټې د برېښنا سویچ ددروازې سره په څنګ کې و،او داسې معلومېده چې کله برېښنا تله نو سویچ لګېدلی پاتې و .
هغه لکه دپیشو،دپنجو په سر ددروازې خواته ځان نږدې کړ، غوښتل یې چې د کوټې څراغ مړ کړي .دی لا دروازې ته نه و رسیدلی چې نجلۍ سترګې وغړولې .په داسې حال کې چې هغې کمپله کلکه د ځانه تاوه کړې او په کټ کې لکه ناسته وه،کله یې چې ده سره سترګې وجنګېدې ، ددواړو د خولې نه په یو وخت کړیکې پورته شوې .
- سوسن ته !
دسوسن خوله هم د ډېرې حیرانۍ نه وازه پاتې شوه .په دغه وخت کې په ( ورنن )خولې ماتې شوې، خو ځان یې ونه بایللو .هغه سوسن ته وویل :
- ما غوښتل چې له تاسره وګورم .زه تا سره ډېره مینه لرم .نن راته دشپې ډېره را یاده شوې ، زړه مې نه صبرېدو نو په توره شپه درپسې راغلم .
سوسن په ورو لکه ګنګوسی چې کوي ورنن ته وویل :
- دخدای له پاره !ګروپ مړ کړه او ورو غږېږه ، څوک به دې غږ واوري .
ورنن په ژړغوني غږ ورغبرګه کړه :
- څه دې وویل ؟
- ما ویل ، څوک وا نه وري .ته څه پوی شوې چې زه دلته اوسیږمه .
- د زړه نه زړه ته لاره وي ، زه په توکل روان شوی وم ،خو خدای پاک نېغ تر تا را ورسولم .
سوسن یووار بیا ده ته د زارۍ کولو په انداز کې وویل :
- ستا تر څنګ ،په چوکۍ زما جامې پرتې دي ، ماله یې راکړه .
ورنن دهغې نه تپوس وکړو :
- جامې څه له اغوندې .
سوسن ورته په ځواب کې وویل :
- نو ولې همداسې لوڅه به ناسته یمه .
بیا هغې د شپې جامې له ځانه لرې کړې او زر زر یې نورې جامې واغوستې .بیا یې ورنن ته مخ ورواړولو .
- زه هم دا اوس له تا سره ځم ،کله مو چې دراتلونکي ژوند په اړه کومه پرېکړه وکړه نو،دانور سامان به هم دروړمه .زه غواړم نن شپه تاسره ستا په کور کې تېره کړم .بیا به کومې بلې سیمې ته لاړ شو او هلته به یو نوی ژوند پیل کړو .زه پوهېدمه چې ته ماسره مینه لرې او یو ورځ به راته وايې ، که دې مخکې راته ویلي وای څومره به ښه وه .اوس چې مې هر چیرې بیا یې ستا یمه .خو قدم په ورو اخله څوک دې ښکالو وانه وري .
هغه سوسن په غیږ کې له زینې نه راکوزه کړه .بیا دواړه لاس په لاس په بازار کې روان شول .کله چې کور ته ورسېدل،او دده د خونې په یوازینې کټ کې دواړه دیوه کمپل دلاندې غاړه غړۍ پراته وو،سوسن دی ځان ته نږدې کړ،پرشونډو یې ښکل کړ،بیا یې ورته وویل :
- ګرانه ! ما نه خو دې سا ویستې وه،زه د خوزېدو نه وتلې وم ،ماته نو څه معلومه وه چې دا ته یې ،ما خو د کوم غل ګومان در باندې کړی و .
دژباړې نیټه
2002دسمبر26
پېښورـ پوهنتون