لیکوال    : مظهر الاسلام ( پاکستان )
ژباړن      :  نجیب عامر

 

دمني موسم و چې دیوې ښځې له قبره نه دخوشبويۍ خورېدل شروع شو.نږدې ټول کلي ادیرې ته مخه کړه .دومره ډېر خلک به ښايي دهغې جنازې ته هم نه وو راغلي .له ادېرې نه چې به هر څوک ستنېدو نو نورو ته به یې هم دا یوه خبره کوله چې :
- زه پخپله ورغلم ،دهغې د قبر نه رښتیا خوشبويي خوریږي .
په څو ورځو کې د قبر د خوشبویۍ خبره نږدې په ټول کلي کې خوره شوه .چې کله ددې کلي هرتن دهغې دقبر ننداره وکړه نو خوشبویۍ هم خپله لمنه پراخه کړه .اوس خلکو دا خوږه وږمه دکورونو په دیوالونو،دنجونو په لوپټو ،دګنډلو په تارونو ،د شوملو په چاټیو ،د تناره په ډوډیو،اونورو خوراکی توکیو کې هم احساسوله .تردې چې کله به دکلي پیغلې نږدې کويي  ته داوبو لپاره لاړې نو دکويي نه هم هماغه خوشبويي خپرېدله .دکويي نه به چې بوقه راوویستل شوه نو کټ مټ هماغه خوږه وږمه  به ترې راتله چې د هغې ښځې دقبر نه خورېده .کله چې به جینکۍ د کويي نه منګي په سر خپلو کورونو ته ستنېدلې نو دهغوی د خندا نه به هم هماغه خوشبويي خورېدله او نجونو به انګېرله چې منګي یې د او بو په ځای د خوشبويۍ نه ډکې کړې دي ،ځکه نو منګي سپک معلومېدل .نجونو به په وار وار په خپلو منګیو کې خپلې پنجې ښکته کړې څو وګوري چې اوبه ورکې شته که نه ؟
خوشبويي ډېره خوږه او په زړه پورې وه خو د یوې ښځې له قبره نه خورېده ؟ نو ځکه دکلي خلکو ته یې په زړونو کې وېره اچولې وه .دغې نا اشنا پېښې دخلکو اندېښنه زیاته کړې وه .خلکو به دخپلو کورونو کړکۍ او دروازې بندې ساتلې خو خوشبويي بیا هم هر ځای ته رسېده .
دکلي مېرمنې دې پېښې ډېرې ډارې کړې وې .هغوی چې به دشپې دا خوشبويي حس کړه نو نیغې به په کټ کې کېناستې او بیا به ورته له وېرې خوب نه ورتللو .دکلي سپین ږیرو دقبر دخوشبويۍ په اړه ډول ډول خبرې کولې .دکلي دښځو په منځ کې هم دبحث د پاره هم دا توده موضوع ګرزېدلې وه .
خلکو په دې اړه د هغې ښځې دکونډ مېړه نه هم پوښتنه وکړه خو هغه د خپلې ښځې ځواني مرګۍ دومره خفه کړی و چې مازې به یې په دې اړه څه ویلو ته شونډې پرانیستې نوزړه به یې نری شو او په ژړا به شو .
کونډ سړي ته هغه لومړنی ماسپخین وریاد شو چې هغه یې په لومړي ځل لیدلې وه .او بیا دده په ژوند خوره شوې وه .هغه په هماغه مازیګر خپلې وریندارې ته ددغې نجلۍ په اړه ویلي وو. ورینداره یې هغه مهال لګیا وه د خپلو څارویو مخې ته یې واښه اچول . دهغه دخبرې په اورېدو یې ورینداره مسکۍ شوې وه او ده ته یې ویلي وو ؟
- نو ستا په زړه کې هم دا لمبه بله شوه ؟
هغه ورته په ځواب کې ویلي وو :
- هغه څنګه ؟
ورېندارې یې ورغبرګه کړې وه :
- هغه داسې ،چې په ټول کلي کې دهغې دښایست خبرې کېږي .زه چې هر چیرته ځم دهغې خبرې اورم .دهغې عمر ایله اوس څوارلس کاله شو خو ډېر غوښتونکي لري . مور غریبه یې خلکو ته په انکار کولو ستړې شوه .هغه رښتیاهم ښه نجلۍ ده ،که دې خوښه وي نو زه به یې دمور سره وغږېږم .
هغه وشرمېده او  زیاته یې کړه :
ـ نه ورېندار ! ماخوهسې دهغې ښکلا ستایله ،دواده خو مې تراوڅه نیت نشته .دا ښه خبره ده چې دهغې غوښتونکی ډېر دي . دنن سبا نجونې په دې خوشالیږي چې غوښتونکي یې ډېر وي .څو هغه نورو ته مهمه معلو مه شي . خو زما په اند د نجلۍ لوی والی په دې کې نه دی  .
وریندار یې دغوا مخې ته واښه سم کړل ،بیا یې ده ته مخ ورواړولو او زیاته یې کړه :
- ښځه دغوا په څیر معصومه وي ،تاسې سړي هغې ته چالاکي ورښایئ .ته چې د کومې نجلۍ خبره کوې هغه ډېره معصومه ده .خدای پاک هغې ته څومره ښایست ورکړی،خو هغه دومره ماته نجلۍ ده چې دخپل ښایست احساس به هم ورته نه کیږي .
هغه د دخپلې ورېندارې نه پوښتنه وکړه :
- ایا دیوې نجلۍ ظاهري ښکلا دهغې لوی والی ثابتولی شی ؟
هغې ورته ځواب ورکړ :
- زه دا نه وایم ،ښه نجلۍ هغه ده چې یې زړه ښکلی وي ،او رښتونې وي  .ترټولو لویه نجلۍ هغه ده چې ژوند کې یووار مینه وکړي او چې د چا سره یې نوم وتړل شي نو بیا دې ټول عمردبل چا خیال هم ذهن ته رانه ولي .هغه پاک زړې نجلۍ ده ،تراوڅه دهغې په سترګو کې څوک نه دي ځلېدلي .همدا دهغې لوی والی دی .زه به یې دمور سره وغږېږم ،هغه زمونږ کورنۍ ته ډېر احترام لري ،وبه یې مني .
 خو هغه ورته وویل :
- نه ورېندار ! زه واده نه کوم .
- ترڅو به انتظار کوې .واده خو به یورځ هسې هم کوې خو بیا به مو دانجلۍ دلاسه وتلې وي .
وریندار یې دواښو نه لاسونه څنډ وهل ،داوبو په نل کې یې لاسونه پرې مینځل او خپلې وړې لورته یې غږ کړ چې لاټین ولګوي .
ډېرې ورځې لا تېرې نه وې او ګرمي هم لا ختمه شوې نه وه چې وریندار یې دسمال راوړ او هغه نجلۍ  دده په نوم شوه .هغه واده ته زړه نه ښه کولو اوپلمې یې لټولې خو مور او وریندارې یې ورسره نه منله .هغه نجلۍ په خاموشۍ دده ژوند ته ننوتلې وه . لکه یو څوک چې د شا له لورې راشي د چا سترګې پټې کړي اوبیا تپوس وکړي چې وایه کنه ! زه څوک یم ؟
خو هغه ده ته نا اشنا نه وه . ده لا دمخکې نه  پیژندله .هغې دخپلې ځوانې ټولې وړانګې دیوه بالښت په څېر دده د سر لاندې کېښودې او خپل ټول حسن یې دده دکور په لاټین کې واچولو او دده ژوند یې روښانه کړ .هغه کټ مټ هماسې وه لکه وریندارې یې چې ورته ویلي وو.هغه دخپل ظاهري حسن په څېر د زړه نه هم ډېره ښکلې وه .
کله کله به دهغه زړه ته وېره ولوېده چې هسې نه څوک دده دکور دا روښانه څراغ غلا کړي .ځکه چې کله ګلونه وغوړیږي نو خوشبويي یې نږدې کورونو ته هم رسیږي .خو هغه لکه د انګورو ځیلۍ یوازې دده له تنې نه تاوه شوې وه .هغه رښتیا هم یوه درنه او لویه ښځه وه .
هغې شل کاله دخپل مېړه په سترګو کې تېر کړل خو دخپلې لوپټې پیڅکه یې هم کله دمېړه د سترګو د کړکۍ نه بهر نه شوه .دهغې مېړه یوه عامه څېره لرله خو دهغې مینې  هغه ته ډېر اهمیت ور بښلی و .
او بیا داوړي په یو ماښام کې یو تېز باد را والوتلواو دده په کور کې یې دګلو ونه ونړوله  .دده دکور هغه روښانه څراغ یې په یوه پوکي د عمر عمر لپاره مړ کړ .مرګ لکه دیوې اوږې پیشو په سپکو قدمونو دده کاله ته ورننوتواودده ژوند یې د خپل بچي په څېر په خوله کې ونیوه او لاړه منډه یې کړه .
اواوس چې دهغې د مرګ دا څویمه میاشت وه نودهغې د قبر نه خورېدونکې خو شبویۍ ټول کلی حیران کړی و .په ژوندوني دهغې خوشبويي دهغه د کور ددیوالونو نه هم د باندې نه وه وتلې خودمرګ نه پس یې خوشبويی په ټول کلي کې خوره شوې وه او نږدې ټول کلی یې معطر کړی و .
اخر دکلي مشران سره راټول شول او پرېکړه یې وکړه چې قبر باید وسپړل شي څومعلومه شي چې دا خوشبويي له څه نه راووځي ، او دا خبره هم سپینه شي چې د خوشبویۍ سرچینه هم دا قبر دی او که نه ؟
په دې څوک نه پوهیدل چې د کلي د مشرانو دا پرېکړه سمه وه او که نه ؟ خو یو ورځ سبايي د وخته هغوی ځوانانو ته امر وکړ چې قبر وسپړئ .چې څومره څومره دقبر نه خاوره لرې کېده ،خوشبويي زیاتېده .چې کله پوره قبر وسپړل شو او ګورکند دلحد تیږه لرې کړه او دښځې د مخ نه یې کفن پورته کړ، دکلي خلکو په غلچکو سترګو ورکتل .ټول له حیرانۍ نه ورېږدېدل .دهغوی سترګۍ دمجسمو دسترګو په څېر خلاصې پاتې شوې .دښځې په شونډویو ګلاب زرغون شوی و چې خوشبويي ترې خورېدله .
دکلي د مشرانو په سپارښتنه،دقبر کېندونکودهغې مخ دوباره په کفن کې پټ کړ،تیږه یې پرې تېره کړه او خاورې یې پرې  ور واړولې .دهغې مېړه هم هلته حاضر و او په چغو چغو یې ژړل .دکلي خلکو دادېرې نه دښځې په شونډود ګلاب د زرغونېدو کیسه له ځانه سره کورونو ته راوړه ،چیرته چې ښځې دهغوی منتظرې وې .
شپه د خوشبویۍ په څېر خوره شوه .تیاره دم په دم زیاتېده خوکونډ سړی لاهم دخپلې ښځې دقبره څنګ ته ناست و او ژړل یې .دوستانو یې دهغه دپاڅولو او کور ته د ستنولو هڅه وکړه،خو دهغه پښو حرکت نه کولو.هغه خپلو دوستانو ته ویل :
- زه نه شم جګېدی،زما په اوږو یو لوی بار پروت دی .
هغوی ترې وپوښتل :
- دڅه بار ؟مونږ ته یې ووایه .
هغه په ژړا شو .
- تاسی پوهیږئ دهغې پرشونډوګلاب ولې زرغون شوی ؟
ملګرو یې په حیرانۍ ده ته کتل،او دنه په انداز کې یې سرونه وخوزول .هغه قبر ته سترګې ورواړولې بیا یې وویل :
- ددې په شونډوګلاب ځکه زرغون شوی و چې دې شل کاله له ما سره تېر کړل،خو خپله ژبه یې بنده ساتلې وه .زه یو نامرده یم .دې ټول عمر له ما سره تېر کړ خوګیله یې رانه کله هم ونه کړه  او نه یې هم کله کوم غل ته دخپل ښایست د غلا کولو موقع ورکړه .
سړي یو ځل بیا قبر ته غېږه ورکړه او په چغو چغو په ژړا شو .
                                                                                                                                      

دژباړې نیټه
2003 فبروري 14
پېښور ـ پوهنتون