د مکالمې ملکه
زما د خوب کوټه د یوې غونډۍ پر سر او پراخه کړکۍ لري.
سهار وختي زه او مرغان له خوبه یوځای پاڅيږو.
زما په کوټه کې لا چوپتیا وي، خو بیرون مرغان په تودو سندرو او یوبل ته په پیغامونو سهار پیلوي.
د بېلابېلو مرغانو په سندرو فضا دومره توده وي چې سړی فکر کوي د ښار د ګڼې ګوڼې په کومه کوڅه کې تېریږي.
کړکۍ ته مخامخ یو طوطې وزمه مرغه چې زه يي وینم؛ د دنګې ونې پر سر غږ پیلوي او بل مرغه چې لږ لیری او ما ته نه ښکاري د ده په ځواب کې په ورته انداز ځواب وايي. دا سوالیه او ځوابیه پیغامونه تر ډېره اوږدیږي، ان تر لمر ختو ادامه مومي. د نورو مرغانو هم یو بل سره ورته حال وي.
ما له ځان سره وویل چې مرغانو کې د مکالمې ملکه، په ځینو ټولنو کې د وګړو ترمنځ له مکالمې پیاوړې ده.
په ټولنه کې د وګړو ترمنځ د مکالمې پیاوړتیا، ډېرو ستونزو ته د حل لار هواروي!
د ۲۰۲۳ کال د اپریل ۷ مه
سرلوڅ مرادزی
08.04.2023
- محمد سليم سليمان
د ترکيې او افغانستان د اړيکو په زاړه باب وغږېدلو په نوي باب له غږېدلو مخکې بايد له يوې اصطلاح سره اشنا شو چې هغې ته عمومي ډيپلوماسي Public diplomacy ويل کېږي . په ترکيه کې د رجب طيب اردوغان په مشري د حکومت له پيل څخه را وروسته ورته ډېره توجه شوې ده او ترکيه د خپل شاوخوا په ټولو هېوادونو کې د عمومي ډيپلوماسي له لارې هڅه کوي چې د ترکيې په اړه د نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په خلکو کې د ترکيې په اړه مثبت نظرونه زيات کړي او په اصطلاح خلکو ته ترکيه ډېره ښه معرفي کړي او په دې کار...
10.04.2023
- پوهاند محمد بشیر دودیال
(Emotional Intelligence/EI) انسان د زمکې پر مخ یو متکامل او بااحساسه ژوندی موجود دی چې د خپل، هوش، ذکاوت او شعور له امله ، له نورو ژویو سره ټوپیر لري. انسان د آګاهانه کار او د ژبې د کارولو د اوصافو په لرلو دژوند ډیرو برخو کې پرمختګونه وکړل. د انسان دماغ یو پیچلی خاصیت او ډیره لویه توانایی لري. د انسان د نورو ځانګړتیاوو ترڅنګ؛ د ده یوه ځانګړنه د احساس اوعواطفو لرل دي. عواطف د پېښو د درک، دپدیدو د پیژند او د چاپیریال د بیلابیلو مسایلو او دریځونو سره د انسان هغه چلند دی چی ده ته له فردی...