د ترکيې او افغانستان د اړيکو په زاړه باب وغږېدلو په نوي باب له غږېدلو مخکې بايد له يوې اصطلاح سره اشنا شو چې هغې ته عمومي ډيپلوماسي Public diplomacy ويل کېږي . په ترکيه کې د رجب طيب اردوغان په مشري د حکومت له پيل څخه را وروسته ورته ډېره توجه شوې ده او ترکيه د خپل شاوخوا په ټولو هېوادونو کې د عمومي ډيپلوماسي له لارې هڅه کوي چې د ترکيې په اړه د نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په خلکو کې د ترکيې په اړه مثبت نظرونه زيات کړي او په اصطلاح خلکو ته ترکيه ډېره ښه معرفي کړي او په دې کار کې په نړۍ او سيمه کې تر ډېره بريالي شوي هم دي .
عمومي ډيپلوماسي Public diplomacy د يوه دولت تر حمايت لاندې هغه پروګرامونه او پروژې دي چې له مخې یې غواړي په نورو هېوادونو کې عمومي افکار د ځان پر وړاندې په مثبت ډول راوڅرخوي چې د فرهنګي راکړې ورکړې، تحصيلي بورسونو، رسنيو ، انټرنېټ ، کلتوري فعاليتونو او نورو لارو څخه حکومتونه غواړي په نورو هېوادونو کې د خپل هېواد نوم مثبت وځلوي.
نو ترکيه هم د همدې پروګرامونو له لارې له افغانستان سره په تېرو شلو کلونو کې ډېرې مرستې وکړې، مثلا افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو ورکول، د يونس امره بنسټ، په کابل کې د ترکيې کلتوري پروګرامونو برابرول، د ترکيې ژبو لپاره د کابل پوهنتون په انګړ کې ستره ودانۍ، د حربي ښوونځي د ودانۍ جوړول،د ترکيې ژبو وړيا کورسونه،د کتابخانو جوړولو، ترکي تلويزيوني سريالونه، د مذهبي عالمانو تګ راتګ ، د افغان ترک لېسې او نور کارونه چې عموما د خلکو ذهن د ترکيې په اړه يې مثبت لور ته ګرځولی دی ددې مثالونه دي. سره له دې چې ترکيې د ايتلافي ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې عسکر درلودل او د ايساف مشري یې څو ځلې کړې ده خو بيا هم افغانان د ترکيې د مثبت عملکرد له امله دومره منفي نظر د دوی پر وړاندې نه لري لکه د نورو ځينو شاوخوا هېوادونو پر وړاندې یې چې لري. ترکيې پر افغانستان سربېره په شاوخوا ټولو او ان د نړۍ پر هېوادونو خپل اغېز ښندلی دی.
د طا/لبانو د رژیم د لومړي ځل سقوط وروسته په ۱۳۸۰ لمريز کال کې اسماعيل جم د ترکيې د بهرنيو چارو وزير( لومړنی خارجي لوړ رتبه شخص و) چې کابل ته راغی او خپل سفارت یې پرانيست او په افغانستان کې د موقت حکومت په فعاليت سره ترکيه د تروريزم ضد ايتلاف په ګروپ کې ۱۳۱۳ تنه نظاميان د (ايساف) په چوکاټ کې کابل ته ولېږل، او همدارنګه یې ۲۰۰۲ز کې هم يوه دوره د ايساف مشري پرغاړه واخيسته.
د افغانستان اهميت د ترکیې لپاره د هغه جيوپوليټيکي موقعيت هم دی ، افغانستان چې د منځني اسيا د ترکي ژبو هېوادونو سره نږدې پروت دی او د افغانستان د نفوسو يوه برخه ازبکان هم جوړوي نو ترکيه غواړي چې د دوی تر منځ خپل نفوذ وساتي ،له همدې امله یې له جنرال دوستم سره په تېرو کلونو کې خورا ښې او خوږې اړيکې لرلې او تر اوسه پورې هم دوستم په ترکيه کې مېشت دی.
په ۲۰۲۱ زېږديزکال کې د اګست له ۱۵ وروسته ډېری هېوادونو له نوي رژيم (طا/لبانو) سره اړيکې پرې کړې، خو ترکيه د ناټو د يوازيني غړي هېواد په توګه له نوي رژيم سره په تعامل کې ده او په کابل کې ډيپلوماټيک حضور لري.
په دې وروستيو کې د کجکي د برېښنا بند چې د طا/لبانو په حکومت کې هم کار پرې روان وو د ۷۷ کنسټرکشن شرکت لخوا چې يو ترکي شرکت دی کار بشپړ شو او ۱۶۰ ميليونه ډالر لګښت پرې راغی.
د طالبانو څو جګپوړي چارواکي لکه عبدالغني برادر او سلام حنفي او جهاد ارګين (د ترکيې سفير )په کابل کې د هغه پرانسته وکړه.
او ان د ترکيې سفير خو وويل چې له ترکيې سره په سوداګري کې د پخوا په پرتله ۲۳ سنله زياتوالی راغلی دی.
ترکيه که څه هم له نوي رژيم سره نږدې اړيکې لري خو نه غواړي د نوي رژيم په رسميت پېژندلو کې لومړی ګام واخلي . د انتاليا د ډيپلوماسي تر سرليک لاندې کوم پروګرام چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت جوړ کړی و د طالبانو خارجه وزير اميرخان متقي ته هم پکې د ګډون او خبرو کولو بلنه ورکول شوې وه.
ترکيه هڅه کوي چې له نړيوالې ټولنې سره د طا/لبانو د رژيم تر منځ د پل حيثيت وساتي ، په دې اړه د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاووش اغلو وويل چې موږ نړيوالې ټولنې ته او نړيوالو شريکانو ته له طا/لبانو سره د تعامل په اړه غږېدلي يوو.
ترکیې له نوي رژيم څخه غوښتي دی چې يو ټولمنلی دولت جوړ کړي، نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. او همدارنګه يو بل سرخوږی چې ترکيه ترې کړېږي او ترکيه یې مجبوره کړې د افغانستان په حالاتو کې را ايساره پاتې شي هغه بې شمېره مهاجر دی چې په افغانستان کې د بېکاري او ناامني له امله ترکيې ته په غيرقانوني لارو سفر کوي او ترکيه له همدې امله هم هڅه کوي چې افغانستان له سياسي ټيکاو سره مرسته وکړي او کم ازکم د افغانستان له پلوه د کډوالو له سېلاب څخه يو څه اندازه امن وي.
خو اوس پوښتنه داده ايا د ترکيې راتلونکې ټولټاکنې چې په نږدې راتلونکې کې به ترسره شي که احيانن اردوغان او د نوموړي ګوند وبايللې د ترکيې د نوي جوړېدونکي حکومت اړيکې به له افغانستان او سيمې سره همداسې پاتې شي او که به تغير به پکې راشي.
ځواب: اوسمهال ترکيه په يو ه سرنوشت سازه مرحله کې واقع ده ت، په نږدې راتلونکې کې د برخلیک ټاکونکو پیښو په درشل کې ده د ترکيې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې سږ کال په ترکيه کې ترسره کېږي . د تركيې د جمهوريت او راتلونکې ددې ټاکنو په پايلو پورې اړه لري هرڅومره چې د رايو وخت رانږدې کېږي په هماغه اندازه په دې هېواد کې سياسي وضعيت کړکېچن کېږي. دا پروسه نه یوازې په ترکيه کې د داخلي کړيو له خوا تر فشار او هرج و مرج لاندې ده بلکې لویدیځ هیوادونه هم په فعاله توګه د ترکيې په ټاکنو کې مداخله کوي.
یو کال وړاندې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند (AKP) مرستیال مشر محمد ایمن اکباشوګلو ویلي وو چې د ترکیې اپوزیسیون Republikeinse Volkspartij ته په مستقیم ډول له سپینې ماڼۍ څخه لارښوونه تر لاسه کوي.
جو بایډن، مخکې له دې چې په ۲۰۲۰کې د متحده ایالاتو ولسمشر شي، نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ژمنه کړې وه چې د ترکیې له اپوزیسیون سره به مستقیم اړیکه ټینګه کړي "تر څو دوی اردوغان ته ماتې ورکړي."
په انکره کې د امریکا سفیر ډېوېډ سټېټرفیلډ د ترکیې د اپوزیسیون ګوندونو له استازو سره څو څو ځلې کتلي دي. د دوی په منځ کې د استانبول ښاروال، د CHP غړی، اکریم اماموغلو هم دی. چې په لومړي سر کې يې د امريکا له سفير سره خبرې اترې کولې ، هدايات یې ترې اخيستل او اوس د ولسمشرۍ ټاکنو يو مطرح نوماند دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، د امریکا سفیران د ترکيې لپاره یوه "بدبختي" ده، ځکه چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزير وايي : «په ترکیه کې د امریکا سفیران یوه بنسټیزه ستونزه ده. – هر امریکايي سفیر چې ترکیې ته راځي په دې اړه اندېښمن وي چې ترکیې ته څه کولی شي؟ زه دلته د امریکا سفیر ته وایم: "له ترکیې څخه خپل خړ لاسونه وباسه."
د هغه په وينا، واشنګټن هڅه کوي چې ترکيه له سره ډيزاين کړي، خو دی زياتوي چې ترکيه غربي ډيزاين ته اړتيا نه لري. تر دې مخکې هم د ولسمشر اردوغان لخوا د امریکا د اقداماتو په اړه ورته پرېکنده دریځ څرګند شوی و.
په ترکيه کې په ۲۰۱۶ کال کې د کودتا هڅه وشوه. په هغه اړو دوړ کې ۲۹۰ کسان وژل شول او ۲۵۰۰ زره نور ټپیان شول. په نیول شویو کسانو کې د ترکیې د پوځ افسران او د مبلغ (فتح ګولن) پلویان هم شامل وو چې په امریکا کې پټ دی. د ترکیې د اوسنيو چارواکو د خبرو له مخې کودتا د امریکا د استخباراتو له خوا همغږي شوې وه او انکره د لاسوندونو په درلودلو سره په دې يقيني وه چې د امريکا له ملاتړ ماسوا دومره غټ کار نشي کېدلای.
سپینې ماڼۍ غوښتل له اردوغان څخه د امریکا له نفوذ څخه د وتلو په خاطر غچ واخلي. د کودتا له هڅې لږ مخکې، انکرې له ماسکو سره خبرې اترې بیا پیل کړې، چې په سوریه کې د روسیې د یوې الوتکې د نسکورېدو له امله ځنډ شوې وې. واشنګټن نه غواړي چې د روسیې او ترکیې اړیکې بیا ورغول شي او کلکه ملګرتيا ولري .
ولسمشر اردوغان په یونان کې د امریکا د پوځي اډو له جوړولو سره چې ترکیې سره ترینګلې اړیکې لري ناخوښه دی. تر دې مخکې هم واشنګټن ترکیې ته د امریکايي جنګي الوتکو له ورکولو ډډه کړې وه، که څه هم د دغو الوتکو لپاره ۱.۴ میلیارد ډالر لا له وړاندې ورکړي دي.
د امریکا او د هغه پر متحدینو ورځ تر بلې باور کمزوری کېږي او ترکیې د واشنګټن پر ژمنو اوس د اوږدې مودې لپاره باور نه کوي. ترکيې د امريکايي ايف ۱۶ الوتکو پرځای د روسیې د وروستي SU-35 جنګي الوتکو د اخیستلو پرېکړه وکړه او هم یې د روسیې د S-400 هوايي دفاع سيستم په خپل هېواد کې نصب کړ چې چندان د امريکا او ناټو هېوادونو نه خوښېږي.
نو نوی دولت که د ولسمشر اردوغان مقابله ډله ګټي هغوی د اتاترک پاليسي (کماليزم) پلويان دي او تر ډېره به یې تکيه او انډيوالي له غرب او امريکا سره نږدې وي او له شاوخوا هېوادونو سره به یې اړيکې هغسې ګرمې او تودې نه وي لکه د اوسني حاکم ګوند(عدالت او پرمختګ ) د چارواکو چې ګرمې دي او نسبتا یې د نړۍ او سيمې په مهمو پېښو او قضاياوو کې مهم، پرېکنده او مثبت رول لرلی دی.
بله دا چې ترکيه په سيمه کې له سعودي عربستان سره د اسلامي هېوادونو د مشرۍ په سر هم که په ښکاره نه وي په پټه د مشري دعوی لري او د اسلامي هېوادونو د مشر هېواد په توګه په نړۍ کې د مسلمانانو د حقونو د ملاتړي په توګه کله کله غږ پورته کوي او د هغو اقداماتو پرخلاف بيانيې صادروي چې د اسلامي اصولو او مسلمانانو پرخلاف وي کېدای شي که یې د ترکيې د حاکم ګوند مقابله ډله ګټي دې ته به هم زيان ورسېږي ځکه چې بيا ټول فوکس په لويديځ او د لويديځ په همکاري باندې راڅرخي او سيمه او د سيمې هېوادونو کې به یې رول تت او خپ وي..