د هېواد نامتو او بریالی دیپلومات، لیکوال او شاعر؛ عبدالرؤف بېنوا د ۱۲۹۲ل. د وږي د میاشتې په لومړۍ نیټه ( =د اګست ۲۳ مه، ۱۹۱۳م.) دهغه مهال د کندهار په پخواني ښار کې مبارکې خرقې ته نږدې د "سید حسن کوڅه" کې په یوه منوره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او ماشومتوب یې همالته تیر کړ. د عبدالرؤف بینوا پلار مفتی عبدالله ۳۳ کاله دکندهار ښار په محکمه کې مفتی و. نیکه یې ملا عبدالحق اخوند هم په کندهار کې یوه مشهوره او پېژندل شوې څیره وه چې په (استاد کُل) باندې مشهور و. عبدالحق اخوند د ۸۵کالو په عمر وفات او د کندهار د عیدگاه سویل اړخ ته دفن شوی دی. نوموړي ډیر علمی آثار لیکلي و چې دځینو نومونه یې دا دي: د کشاف البخاری، د قرآن عظیم الشأن د څوارلسو سیپارو ه تفسیر، پر اوقافو باندې یوه رساله او سلم العلوم. د ارواښاد بینوا، مشر ورور، مولانا عبدالکریم حقانی ددینی علومو نامتو استاد و چې ۵۳ اثار یې دهغه وخت مروجه علومو کی تالیف کړي وو.
عبدالرؤف بېنوا په پورته توګه د یوې فاضلې او علمي کورنۍ په غیږ کې وروزل شو، د خپلو منورو مشرانو او استادانو تر نظر لاندې یې لومړنی تعلیمات په خصوصی ډول زده کړل. بېنوا په ۱۳۱۸ ل. کال چې ۲۶ کلن و، رسمی مأموریت باندې پیل وکړ. ډېر کلونه یې په بیلابیلو ادارو کې رسمی چارې پرمخ بوتلې لکه؛ مدیر، د پوهنتون استاد ، رئیس، مشاور، معین، وزیر، د شورا وکیل، د افغانستان د علومو د اکاډمی غړی او سفیر. په خپلو ادبی او اداری چارو کې څو ځله د جوایزو او ستاینلیکونو وړونکی شوی و، لکه؛ د سروزرو (مینه پال) لومړی درجه مډال (۱۳۴۲ ل. کال کې)، د ستوري نښان دوهمه درجه’ مډال ( ۱۳۳۷ ل.) او نورو بیلابیلو کلونو کې د ادبی آثارو جوایز. خو بېنوا د دغو معنوی شتو سره سره له مادي پلوه بېنوا خوشحاله و. تواضع او بشر دوستی یې ځانګړتیا وه او هیڅ ډول تعصبات(منطقوی ، نژادی، قومی او ژبني) یې نه لرل. برسېره پر دې چې ګڼ شمیر اداري چارو کې بوخت و، ډیر معتبر ادبي او څیړنیز اثار یې هم لیکلی وو. د ده رسمی دندې په لاندې توګه دي:
د کابل د ادبي ټولنې غړی : مرغومی، ۱۳۱۸ ل.=د ۱۹۳۹جنوری م.
د ادبیاتو او بشری پوهنو د پوهنځي استاد، ۱۳۱۸-۱۳۱۹ ل. = ۱۹۳۹-۱۹۴۰م .
د صحافت د مدیریت مرستیال او ورپسې پښتو ټولنه کې د صحافت مدیر : لړم، ۱۳۱۹ ل.=۱۹۴۱م .
د کابل : مجلې مدیر، چنګاښ ۱۳۲۰ ل.= ۱۹۴۱م.
د پښتو ټولنې مرستیال ،تله، ۱۳۲۳ ل.= ۱۹۴۴م .
د پښتو ټولنې لوی مدیر: زمری، ۱۳۲۵ ل. = ۱۹۴۶م .
دافغانستان د تاریخ دټولنې غړی، وری، ۱۳۳۰ ل. = ۱۹۵۱م .
د مطبوعاتو د ریاست د کورنیو خپرونو لوی: تله، ۱۳۳۱ ل. = ۱۹۵۲م .
په ډیلي کې افغانی مطبوعاتی اتشه : کب، ۱۳۳۱ ش. = ۱۹۵۳م .
دکابل راډیو رئیس: ثور، ۱۳۳۵ ل. =۱۹۵۶م .
د افغان - هند :د دوستۍ د ټولنې غړی، دلو، ۱۳۳۶ ل. = ۱۹۵۸م.
د افغان – شوروی د دوستی د ټولنې غړی : دلو ۱۳۳۹ ش. = ۱۹۶۱م.
په قاهره کې د افغانی سفارت د اطلاعاتود ادارې آمر: ثور، ۱۳۴۲ ل.= ۱۹۶۳م .
د افغانستان د راډیو رئیس ( دوهم ځل) دلو، ۱۳۴۴ ش . ۱۹۶۵م .
د قبایلو د مستقل ریاست رییس: سرطان، ۱۳۴۵ ل. = ۱۹۶۶م .
د اطلاعاتو او کلتور وزیر: جوزا، ۱۳۴۶ ل. = ۱۹۶۷م.
په ولسی جرګه کې د موسی کلا دخلکو وکیل، ۱۳۴۸- ۱۳۵۲ ل. = ۱۹۶۹-۱۹۷۴م .
د پښتو دنړیوالوڅېړنودمرکز اجیر غړی/ د افغانستان د علومو اکاډمی: کب، ۱۳۵۷ ل. = ۱۹۷۹م .
فوق رتبه بست کې د صدارت مشاور : دلو، ۱۳۵۸ ل. = ۱۹۸۰م .
د لیبیا په طرابلس کې د افغانستان لوی سفیر او فوق العاده استازی : زمری، ۱۳۵۹ ل. = ۱۹۸۰م .
لکه څرنګه چې وویل شول، عبدالروف بینوا په ۱۳۱۸ ل. کال کې د کابل د ادبی ټولنې غړی شو، وروسته بیا د ادبیاتو او بشري پوهنو د جدیدالتأسیس پوهنځی د استاد په توګه وګومارل شو. په دې ډول سره هغه د ده په خپله وینا؛ " د څه لیکونکو او ذهنی کاریګرانو" په ډله کې ورګډ شو. له دغې نیټې وروسته یې تر شپیتو زیات کتابونه او رسالې په پښتو او دری/پارسی ژبو ولیکلی. دا آثار د افغانستان دعلومو اکاډمی، دکابل د ادبي ټولنې، د مطبوعاتو د مستقل ریاست او پښتو ټولنې له خوا نشر شول. د اروا ښاد بېنوا ځینی آثار وروسته بیا په نورو بیلابیلو ژبو وژباړل شول، او په هر یوه تبصره او تشریحات وشول اود ستاینې وړ وګرځیدل. په دې ډله کې د شوروی اتحاد دوو څیړونکو ا لیکوالو؛ میرمن گراسیمو او فقید شکرالله عارف تاجکستانی خپل د زده کړو تخصصی - ادبی سندونه د استاد بینوا د آثارو په ترجمه او تشریح سره ترلاسه کړل . د بینوا په آثارو کې په روسی ژبه د ده یو اثر چې " دهېواد پالنې غورځنګ " نومیږي، په ماسکو کې د دمیرمن ای.اس.گراسیمو” له خوا چاپ شو. همدارنګه د "پریشانه افکار" کتاب یې هم په روسی نظم ترجمه شوی دی. د“لنډۍ” تر عنوان لاندې کتاب یې د نصرالله مبشر طرازی په قلم په عربی ترجمه او د “الشعر” په مجله کې په قاهره کې د “من الادب الشعبی الافغانی” په نوم وژباړل شواو بیا چاپ شوی دی. د ارواښاد بینوا یو شعر د “زړه متروکه” تر نامه لاندې د مشهور چکوسلواکی لیکوال او څیړونکې، داکتر “برژی پیچکاه” له خوا په چکی ژبه ژباړل شوی او د Prace په ورځپاڼه کې خپور شوی و. د “کیسې او نکلونه” په نوم اثر یې د فقید اسلانوف له خوا په ماسکو کې چاپ شوی دی. د استاد بینوا ځینی آثار په آلمانی ژبه هم د“افغانستان” په مجله کې معرفی او خپاره شوي دي .
د ارواښاد عبدالرؤف بینوا خپاره شوي آثار په لاندې ډول دي:
- پښتو کلی : د پښتو ژبې زده کوونو ته درسی کتاب دی. په ۱۳۲۰ ل. کې پښتو ټولنې خپور کړی و .
- د پاکستانی لیکوال (اقبال) کتاب یې د مسافر په نوم په منظوم ډول پښتو ته ژباړلی :په ۱۳۲۱ ل. کال کی د انیس ورځپاڼې کې پرله پسې خپور شوی و.
- پښتو د شاهانو په دربار کې؛ دا یوه رساله ده چې په هغې کې په بیلابیلو دورو کې د پښتو ژبې دلیکوالو او شاعرانو ستاینه او هڅونه ښودل شوی ده، په ۱۳۲۲ ل. کې دافغانستان کالنۍ کې خپره شوې وه.
- پښتنی مېرمنې : دافغانستان د ۱۱۸ ښځینه لیکوالو او شاعرانوتذکره ده. دغه اثر په ۱۳۲۳ل. کال د مطبوعاتو د ریاست له خوا د (خوشحال خان) جایزه ګټلې وه .
- د هوتکو په دوره کی پښتو : دا هغه کوچنۍ، خو ډیره مهمه رساله ده چې پښتو ادب ته د هوتکو پاملرنه پکې ښودل شوی ده، دا په: ۱۳۲۴ ل. کال کابل مجله کې خپره شوی وه.
- طوق لعنت : یو تمثیلی ډرام و چې په ۱۳۲۴ ل. کال یې مطبوعاتي جایزه ګټلې وه .
- د غنمو وږی : یوه منظومه رساله وه چې هغې کې د احمدشاه بابا د تاجپوشی انځور په ادبی شکل انځورشوی و: ۱۳۲۵ ل.
- میرویس نیکه : په یوه ټوک کې لیکلی شوی اثر و چې د (آریانا) دوهمه جایزه یې په ۱۳۲۵ ل. کال کې ګټلې او دا اثر پښتو ټولنې خپور کړی و.
- د پیرمحمد کاکړ د دیوان تصحیح، ترتیب، تدوین او مقابله چې په ۱۳۲۵ ل. کال کې پښتو ټولنې خپور کړی و.
- څو پښتو سندرې: د پښتو د ۶۴سندرو دری شرح ده چې د موسیقی نوټ یې هم ورسره دی، په۱۳۲۵ کې د (کالنۍ) له خوا په دری ژبه خپور شوی و .
- آریایی، دری، پښتو ویرنی : د آریاییانو د مرثیو په هکله یوه رساله ده په دری او پښتو ژبو باندې په۱۳۲۴او ۱۳۲۵ ل. کلونو کی خپره شوې وه.
- ادبی فنون : د ادبیاتو اوبشری پوهنو د پوهنځي دلومړی کال لپاره یو درسي کتاب و چې په ۱۳۲۶ل. کال خپور شوی و.
- ویښ زلمیان: د یو شمیر پوهو ځوانانو د ټولنیزو او سیاسی افکارو معرفی ده ( ۱۳۲۶ل.).
- پښتو څیړنې : دا کتاب د فرانسې دنامتو څیړونکی داکتر “دار مستتر” په قلم په فرانسوی ژبه لیکلی شوی، وروسته بیا سید قاسم ریښتیا په دری ترجمه کړی او بیا پوهاند عبدالحی حبیبی او بینوا په ګډه پښتو ته ژباړلی دی او په ۱۳۲۶ ل. کال د کابل علمی مجلې (د علومو د اکادمی مجلې) له خوا نشر شوی و.
- صدای وطن/ د وطن غږ : یو تمثیلی ډرام و چې په ۱۳۲۶ ل. یې ځلورمه درجه جایزه’ ګټلې وه.
- برگ سبز : په دری ژبه د طنز او فکاهی یو اثر و چې په ۱۳۲۶ ل. کال یې د ادبیاتو درېیمه درجه جایزه ګټلې وه .
- خوشحال خان خټک څه وایی : دا کتاب لومړی په بمبئی کې د غلام حسن خان ساپی له خوا د ( محمدي) چاپخونې خپور کړی و، بیا د دې کتاب اشعاربینوا په.۱۳۲۷ ل. کې مقابله او په بلخ کې نشرکړل.
د رحمن بابا د دیوان تصحیح، ترتیب، تدوین او مقابله: ۱۳۲۸ ل.
آشیانه / ځاله: یو ټولنیز- روزنیز ډارم و چې په ۱۳۲۸ ل. کې لیکل شوی و.
- نظری به پښتونستان : په دری ژبه یو اثر دی چې د پشتونستان په اړه یې څیړنه کړی ده : ۱۳۲۹ ل. کې په کالنۍ( سالنامه) کې او بیا په ځانګړی ډول نشر شوی و.
- پښتونستان : دپښتونستان تاریخ، جغرافیا، قبایل، نامتو مشران اود دوی مبارزات.: ۱۳۳۰ ل. یوځل د انیس ورځپاڼه کی او بیا بل ځل د ځانګړی کتاب په ډول د مطبوعاتو ریاست له خوا خپور شوی و .
- لیدران پښتونستان : په دری ژبه هغه اثر دی چې په هغه کی د د پښتونستان معاصر مشران پیژندل شوی دی. دغه اثر په ۱۳۳۱أ. کال کی د خوشحال خان جایزه ګټلې اوبیا په سالنامه /کالنی، کې جلا.نشر شوی و.
- دکاظم خان شیدا د دیوان تصحیح، ترتیب، تدوین او مقابله ،: ۱۳۳۳ ل. پښتو ټولنه .
- دوره’ هوتکی ها : په دری ژبه په یو ټوک کی د هوتکیانو پېژندندنه ده : ۱۳۳۵ ل. کې افغانستان د تاریخ ټولنې نشر کړی و، وروسته یې په: ۱۳۴۵ ل. کال کی پښتو هم خپور شو.
- پریشانه افکار : د۲۲ عنوانو شعرونو کوچنۍ ټولګه ده د طبع کال یې ۱۳۳۵ ل.پښتو ټولنه و.
- د گیتانجالی پښتو ژباړه. دا د بنګالی لوی فیلسوف او شاعر "رابندر ناتھ تاگور".اثر و: ۱۳۳۶ ل.
- خوشحال او پسرلی : د خوشحال خان خټک د رندانه اشعارو یوه ټولګه ده چې عبدالرؤف بینوا راټول او په ۱۳۳۷ ل. کې د (پشتون ږغ) مجلې له خوا نشر شوی و.
- لنډۍ : په دې کتاب کې پښتولنډۍ او رباعیات غوره او د د ری او انگلیسی له ژباړې سره خپور شوی و. د لنډیو او رباعیاتو موضوعات ویشل شوی او انګلیسی ژباړه یی محمد ابراهیم شریفی کړی وه. لومړی چاپ یې : ۱۳۳۷ ل. کال و . دوهم خل په: ۱۳۵۷ کې د پښتو څیړنو مرکز نشر کړ.
- د زړه خواله : ( ۲۱ ) انتقادی او ټولنیزو مقالو ټولګه وه چې د ټولنیزی اصلاح په موخه لیکلی شو ی اوپه ۱۳۴۰ ل. کال یې لومړۍ جایزه ګټلې وه.
- پاچا خان : د خان عبدالغفار خان ژوند لیک دی چې له اردو څخه پارسی/ دري ته ژباړل شوی و. دا اثر فارغ بخاری لیکلی و په .۱۳۳۸ کې انیس ورځپاڼې نشر کړی و.
-پښتو قرائت : دښوونځیو د لسمو ټولګیو درسی کتاب و چې د معارف دوزارت په غوښتنه لیکل شوی و او دوه ځله خپور شوی و. لومړی چاپ یې : ۱۳۴۴ ل. د معارف وزارت مطبعه.
- اوسنی لیکوال : په دریو ټوکونو کې یې ( ۲۲۹ ) تنه دپښتو ژبی لیکوالان معرفی کړی دی، دغه اثر دمطبوعاتو جایزه ګټلې وه.لومړی ټوک یی په ۱۳۴۰ او دوهم یې په ۱۳۴۱ ل. او درېیم یې په ۱۳۴۶ل. کال نشر شوی و .
- المرأة الأفغانیة : دا اثر په عربی ژبه و چې مصطفی مصری لیکلی و، بینوا یې د خپرولو اهتمام ترسره کړی و اوپه قاهره کې خپور شوی و(۱۳۴۲ ل.= ۱۹۶۴ م ).
- افغانستان الیوم : دا کتاب په عربی ژبه دی، د عبدالرؤف بینوا په اهتمام او د مصطفی مصری په مرسته هغه مهال قاهره کې بشپړ شو چی هلته دافغانی سفارت مطبوعاتی مستشار و(۱۳۴۲ ل) .
- آثار افغانستان : داکتاب هم د عبدالرؤف بینوا و مصطفی مصری له خوا په ګډه په قاهره کې په ۱۳۴۳ل. کی خپور شوی و.
- اربعین حقیقه عن افغانستان : دا اثر د عبدالرؤف بینوا او مصطفی مصری له خوا په ګډه په ۱۳۴۳ کې په قاهره کې چاپ شوی و .
- هدیا العام الجدید : دا تقویم په ۱۳۴۴ ل. (۶۶ ۱۹ م) کې په قاهره کې خپور شوی و .
-د افغانستان نومیالی . دا اثر په څلورو ټوګو کې له "الف" څخه د “ب" دتوری تر پای پوری دلیکوالو معرفی ده: ۱۳۵۳.دوېم ټوک یې ۵۰۱- ۱۰۰۳په۱۳۵۳ کې او دریېم ټوک یې له ۱۰۰۳- ۱۳۵۹مخونو پورې په ۱۳۵۶ کې او څلورم ټوک یې دالفبا وروستی توري پورې؛ له ۱۳۶۰تر ۱۷۶۸مخونو لرونکی چې په: ۱۳۶۰ د خپرونو ریاست نشرکړ.
- د افغانستان نیټه لیک / کرونولوجی افغانستان ،له قبل المیلاد المسیح څخه د چنگیزتر یرغل پورې یو بډای اثر دی چې لومړی ټوک یې په ۱۳۵۴ ل . او دویم یې په ۱۳۵۸ کې د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی .
- متلونه / ضروب الامثال افغانستان؛ د دري او انگلیسی دژباړې لرونکی، ۴۵۰ پښتومتلونه دي چې انگلیسی ژباړه یې عبد المحمد شینواری ترسره کړې وه او په ۱۳۵۸دپښتو څیړنومرکز له خوا په دولتی مطبعه کې نشر شوی دی .
- خوشحال از زبان خوشحال : په دري ژبه د خوشحال خان خټک په اړه لیکنه ده چې په انیس کې خپره شوې وه.
- زوړ ګنهگار : یو انتقادی او اجتماعی ډرام و چی دپوهنی ننداری په کندهار کې ښودلی و. متن یې په کابل او پشتون ږغ مجلو کې نشر شوی و .
- کار بر اصل : په دری ژبه یو اجتماعی او تنقیدی ډرام و د پوهنی نندارې کابل کې ښودلی و، پښتو ژباړه یی وروسته په وږمه مجله کې هم چاپ شوی و .
ـ اشتباه : په دري ژبه یو اجتماعی ډرام و چې د خپلواکۍ دجشن په لمانځنه کی کابل کی نشر شوی و .
- آشیانه عقاب : یو تاریخی او حماسی ډرام و چې په دری ژبه کابل ننداری کې تمثیل شوی و .
- زرنگ : په دري ژبه رادیو درام و چې رادیو افغانستان نشر کړی و .
- آیاحکومت بیدار است : په دری ژبه یو ډرام وچې رادیو افغانستان نشر او بیا پښتون ږغ چاپ کړی و.
دوم) د ارواښاد بینوا ناچاپ آثار:
- د چین سفر : سال ۱۳۳۶ ل.
- خوږه ژبه پښتو : د پښتو صرف نحو په دري ژبه. خطی نسخه یې ملی آرشیف کې خوندی ده.
- د پښتو لرغونی او اوسنی ادب (منتخبات) : خطی نسخه یې د افغانستان د علومو په اکاډمی کې خوندي ده. درې برخې لری چی یو شمیر پښتانه شعرا پکې راپیژندل شوي دي. لومړۍ برخه کې یې(۴۸) شاعران، دوهمه کې (۲۴) او په درېیمه کې (۲۷) شاعران ذکر شوي دي .
- ادبی وړانګی.
- د پښتو د اوسنی ادب انتخاب : په دې کتاب کې شل تنه د پښتو ژبې شاعران د هغوی د کلام له بیلګو سره راپیژندل شوی چی اصلی نسخه یې د افغانستان د علومو اکاډمی که خوندي ده .
- پښتو نخوا : په دې کتاب کې ۱۳۰۰۰ پښتولغات راټول شوی دي، اصلی نسخه یې لاس کې نشته ، خو ارواښاد قیام الدین خادم یې یادونه کړی ده.
- د جامی کتابښود : دا اثر د مولانا جامی بیوگرافی او آثار راپیژنی چې په ۱۳۵۶ کې بشپړ، خو تر اوسه لا خپور شوی ندی .
- کچکول : ادبی لیکنې، متلونه او اشعار (ناچاپ) .
- آئينه سکندری : د نامتو اثر "المعلقه المرضیه" دري ژباړه ده چې خطی نسخه یې ملی آرشیف کې شته .
- فرهنگ دری به عربی : په طرابلس کی لیکل شوی (نا چاپ ) .
ارواښاد عبدالروف بینوا وروسته تر هغه چې په افغانستان کې سیاسی اوضاع ګډه وډه شوه، دژوند وروستیو کې دامریکا متحده ایالاتو ته مهاجر شو او د مسافری او مهاجرت په چاپیریال کې د مبارکې جمعې په شپه( ۲۱ جدی ۱۳۶۳ ل. = ۱۱ جنوری ۱۹۸۵م.) د نیو جرسی په ښار کې وفات او همالته خاورو ته وسپارل شو. ارواښاد خپل وصیت کې فرمایلی و چې کله دهیواد حالات ښه شول، نو خاوره به یې پلرنې ټاټوبي (افغانستان) ته انتقال او هلته به دفن کیږی. هیله ده موږ د ده اولادونه او د افغانستان دولت د ده دا وصیت پر ځای کړو.