د نارنج ونه یوه ډیره ښایسته او برکتی ونه ده. دغه ونه منځنی قد لری، یعنی لوړوالی یې له لسو مترو زیات نه وي. په ځوانو ښاخونو او نودو کې 5 – 8 سانتی مترو په اندازه اغزی لري، پاڼې شنې ښایسته او کلکې دي چې دبیخ خواته دوه غوږوالۍ ډوله جوړښتونه لري. د نارنچ ګل سپین ښایسته رنګ او په زړه پورې بوی لري. په یوه ونه کې دوجنسه ګلان وده کوي، نرینه ګل د ښځینه په پرتله کم وي. د نارنج پخه شوې میوه ژیړ رنګ او پریړ غوړ لرونکی زیږ پوستکی لری، د میوې دننه زیات شمیر تخمونه وي. نارنج د Rutaceae په کورنۍ اود Citrus جینس پورې اړه لري، چې په ننګرهار کې یې د aurantium سپیشزمعمول ده. د دغې ونې علمي نوم Citrus aurantium L. دی. ونه یې پیاوړې ریښې لري. ګرمي سره توافق لري او د تندې په وړاندې مقاوم دی. نارنج لیمو او مالتې سره ورته والی لري، بیولیژیکی نښې یې هم یوبل سره مطابقت لري. دنارنج بوټي د ستروس دنورو میوو لپاره نیله بوټی دی. د نارنج له ګلانو څخه یوډول ایتریکی غوي(تیل) باسی چې نیرول لری، له هغو څخه د عطرو تولید کې کاراخلی. نارنج پوره اندازه ویتامین سی لري چې د غوره صحت ضامن بلل کیږي، د خوراک خوند ښه کوي، تنفسی سیستم ته ډیر مفید، د ریزش، کرونا او دې ته ورته ناروغیو په وړاندې بدن پیاوړی ساتی، دوینې دوران او عصبی سیستم پیاوړی کوي. دنارنج شیره (ځوښا)د وینو درګونو غلظت را ټیټوي او د ټوخي اغیزمن درمل دی.دسړې هوا په وړاندې حساس دی. نارنج په درنو او یوڅه قلوی خاورو کی وده کوي، اوبه غواړي، خو بیا هم له تندی سره مقاومت کولای شی. دلیمو او مالتې پیوند پکی ښه نتیجه ورکوي د ننگرهار ولایت کې ستروس پکې پیوند کیږي. د نارنج اهمیت فارمکولوژی کې ورځ په ورځ زیاتیږي.

زموږ په ګران هیواد کې، مشرقی ولایات؛ خصوصاً د ستروسو او په تیره د نارنج ودی ته مساعد اقلیم لري. دنارنجو باغونه په دغه ولایت کې له ۶۵ کلونو رادېخوا رواج او پراخه شول. د نارنجو ترویج د کانال دپروژې له پیل کیدو سره تړاو لري چی لنډه تاریخچه یی د اسی ده:
افغانستان په ۱۳۳۵ل. کال کې خپلو پنځه کلنو اقتصادی- اجتماعی علمی پلانو باندی پیل وکړ. د دغو پلانو هدف د هیواد د معاصر اقتصاد لپاره د زیربنایي او انکشافی لویو پروژو پیل کول او دعامه خدماتو بهبود و. درې لومړني پلانونه ډیر مشهور و. لومړی، دوهم او درېیم.( ۱۳۳۵-۱۳۵۱)، متاسفانه درېیم او څلورم پلان کې دهغه وخت د یو شمیر وکیلانو له خوا ستونزې پیداشوی.
په هر ترتیب؛ دغو پلانو دافغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې درلودې . نن ورځ چې موږ څه لرو( سیلوګانی، د بریښنا بندونه، روغتونونه، سړکونه، ...) زیاتره د همدغو پلانو او د همدغو کلونو څخه را پاتې دي. په دې لړ کې یوه مهمه ملی انکشافی پروژه د ننګرهار د ناوې د پراختیا پروژه ( پرورژه انکشاف وادی ننګرهار) وه. دغې پروژه کې د برېښنا د یوه بند، د نوی کیلومترو په اوږدوالی او په یوه ثانیه کې د اویا مکعب مترو په ظرفیت د اوبو د رسولو د یو کانال او څلورو عصری میکانیزه فارمونو جوړول شامل و. هر فارم دفامیلیو لپاره د استوګنې بلاکونه، سیلو، د مالداری تاسیسات، د میوو د پروسس تکنالوژي او د غلو-دانو سیلو ګانې، ، سینما او کلینیکونه او د کرنیزې ماشنیرۍ یونټونه او علمی تحقیقاتی سټیشنونه لرل.

دزیتونو دپروسیس فابریکې هم دغې پروژه پورې اړه لرله چې تیلو (غوړیو) یې نړۍ کې ساری ندرلود. د پروژې دا ټول مراحل وار په وار موفقانه تکمیل شول(متاسفانه ډیره برخه یې بیرته وران او لوټ هم شول) پاتې یې تر استفادې لاندې دي.
د کانال پروژې ډیرې ګټې لرلې:
 د اقلیم معتدل کیدل،
 د سیمی ښکلا،
 د نوې کرنیزې تکنالوژۍ انتشار،
 د کرنیزو پرکټسونو پیاوړي کول،
 د ستروس باب تولید،
 داستخدام د فرصت ایجادول،
 د نویو ورايټیو ترویج،
 او د دولتی فارمونو ترڅنګ؛ د زرګونه جریبو شخصی زمکو لپاره د اوبو برابرول.
د دغې پروژې کار چې ترله ۱۳۴۵ل. پورې یې ډیره برخه تکمیل شوه، لومړنیو باغونو یې ۱۳۴۰-۴۲ حاصل وکړ، نو د دولت له خکم سره سم یې په ۱۳۴۴ل. کال یوه مشاعره جوړه کړه او بیا له هماغه ۱۳۴۴ل. کال تر اوسه هرکال د نارنج ګل مشاعره جوړیږي. له دې څخه هدف دا وچې هیوادوال کښت، کار، دباغونو کرلو او دخپل زیار په ارزښت پوه، د هیواد پالنې روحیه پیاوړې او اقتصاد اوکلتور مو پرمختګ وکړي.
په دې ډول سره دمشاعرې دا عنعنه ژوندی پاتې شوه او تر نن ورځې راورسیده . له هغه راهیسې هرکال دا مشاعره هغو بڼونو کې جوړیږي چی دنارنجو ونې ولري. له ۱۳۸۴کال مخکې به د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست وربوی(بڼ) کې چی تقریباً د دوه نیم یا درې سوه کسانو ځای یی درلود، دا مشاعره جوړیده، متاسفانه د دغې ساحې د نارنجو بوټي ووهل شول، وروسته تر هغه نورو مختلفو ځایو کې دایریږي. ننګرهار ولایت د تاریخ په اوږدو کې له کلتوری پلوه بډایه سیمه وه. پخوا بیلابیلې ملی ورځې او فرهنګي مناسبتونه پکې لمانځل کیدل. دبیلګې په توګه د ویساک ورځ او دسلطانپور په چینوکې د هندوانو او سکهـ هیوادوالو د مذهبي ورځې نماځنه، له ډیرپخوا د هوایی ډګر ترڅنګ پراخه شنه او شګلنه ساحه کې د نوروز نمانځنه او میلې جوړول چې شاوخوا یې باغونه وو، د ژمي موسم کې د بهسودو دپله ترڅنګ د کاغذپران بازي لوبې چې څلوېښت – پنځوس کاله مخکی به د کابل خلک ورتلل، د کمپونو په ساحه کې د استقلال د جشن نمانځل، د مملې د باغ میله او د نارنج ګل مشاعره او داسې نور. په دې ټولو کې د نارنج ګل مشاعره هغه مناسبت دی، چې نورو ولایتو کې نه لیدل کیږي
له بده مرغه دې وروسیتو کلو کې د دغې مشاعری خوند یوڅه پیکه شوی دی، محتوا له هنریت څخه فاصله لری او بعضی وخت له اصلی موضوع ډیره لری شوی ده، ډیر پکې داسی شعرونه وی چی د نارنج نوم لا پکې نه وي، خو (شوخ) او آن دا چې ډیر معمولی نظمونه وي او ادبی اړخ یې هم ډیر ضعیف وي، دا په داسې حال کې چې نور نو په دغه ولایت کې د نارنجو ونې او باغونه ډیر لږ پاتې دي او هغه پخواني فارمونه اود هغو شتمني او زمکې غصب او لوټ او ونې یې ووهل شوی. له دې پرته د ویساک د مراسمو، د استقلال دبیا ترلاسه کولوجشن او د نوروز د نمانځنې هغه پخوانی پرتم هم ندی پاتې. دا په داسې حال کې چې ننګرهار دهیواد یوه تاریخي او دځانګړي اقلیم لرونکې سیمه ده. دنارنج تولیدات اقتصادي او روغتیایي فوق العاده ارزښت لري. هیله ده یوځل بیا د ښکلی او سرلوړي ننګرهار ښکلا، کلتوری بډایېنې، ابادی، د پوهې او ادب ښیرازتیا ته پاملرنه وشی او د باغونو د احداث اوسرسبزی ترڅنګ، د دغې ګټورې میوې د باغونو ساتنې او لاپراختیا ته پاملرنه وشي.