یوه ستره تاریخې تېروتنه:
 
د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته پښتانه د خودارادیت حق په اړه څه نظر لري.؟ 
افغانستان هېڅکله د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلي. 
 
موږ د روان کال د فبرورۍ په 17 مه نېټه د بلجیم په بروکسل ښار کې راټولیږو، تر څو د یوې مهمې موضوع په اړه بحث وکړو، دغې مهمې مسئلې ته د خبرو اترو یوه موکه وربرابره کړو، ځکه دغه موضوع زموږ د ټولو ارزښتونو منځ زړي جوړوي او زموږ د باورونو زړه ته ورننوځي. 
د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د ډیورنډ لعنتي کرښه راکښل یوه ستره تاریخې تېروتنه وه.
په 1893 کال کې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د ډیورنډ کرغیړنه کرښه د یوه لنډ مهاله حل لپاره وکښل شوه. 
خو لکه څنګه چې موږ ټول پوهیږو، دې کرښې په سېمه کې او د سېمې په خلکو کې تلپاتې او ژورې اغیزې درلودلي دي. 
یو ستر غني کولتور نیم پرې او ټوټه ټوټه شوي دی. کورنۍ سره جلا کړل شوې دي او یوه ستره تاریخي تېروتنه ترسره شوي ده. دا زموږ دنده ده، څو دا تېروتنه وپېژنو او ومنو، له دې زده کړه وکړو او د یوه ښه راتلونکي لپاره ګډ کار وکړو.
موږ باید د دې مسئلې په اړه د عامه پوهاوي لوړولو لپاره، د خپل غږ وچتولو لپاره، د خپلو فعالیتونو، هڅو لوړولو لپاره او موږ باید خپل ټول پلیټ فارمونه وکاروو، تر څو ډاډ ترلاسه کړو، چې نړیواله ټولنه د دې ناوړې پریکړې اغېزې ووینې یا ګوري او خپلې تېروتنې په رسمیت وپېژني او ومني چې دا یوه ستره تاریخي تېروتنه ده.
 
د عامه ډیپلوماسۍ او ټولنېز ډیالوګ لپاره د نړیوالې شورا رییس ښاغلی انډي ورماوت وایې: زما هیله دا ده، چې د دې نړیوال کنفرانس له لېارې موږ وکولي شو خبرې اترې پیل کړو. په خلکو کې عامه پوهاوي او تفاهم ته وده ورکړو او د یوې حل لارې موندلو په لور ګامونه واخلو او ګډ کار وکړو، څو په سېمه کې تلپاتې سوله، عدالت او سوکالي راولي. راځئ چې په دې مهم کار کې سره یو ځای شو او په نړۍ کې د سمونه لپاره بدلون رامنځته کړو.
 
د ډیورنډ نړیوال کنفرانس موخې: 
په دې نړیوال کنفرانس کې به د پښتونخوا پښتنو د خودارادیت حق په اړه بحث او خبرې اترې وشي. د ښه قضاوت لپاره باید په پاکستان (پښتونخوا) کې د پښتنو سره یو ریفرانډم یا ټولپوښتنه ترسره شي. ایا دوی غواړي یو ځل بیا له افغانستان سره یو ځای شي.؟
ایا دوی غواړي خپلواک شي؟ او داسي نورو اپشنونو یا اختیارونو باندې خبرې اترې ترسره کیږي. دا خبرې اترې باید په سمه توګه منظمې تنظیم شي. 
د پښتنو افغانانو لپاره دغه مهمه حیاتي موضوع او د ډیورنډ کرښې د برخلیک په اړه په دې نړیوال کنفرانس کې د سیمې ټولو څېړنوالو، سیاسي کارپوهانو او خبریالانو ته د ګډون بلنه ورکول کیږي. 
 
دا کنفرانس د عامه ډیپلوماسۍ او د نړیوالې ټولنې ډیالوګ لپاره د نړیوالې شورا رییس یا مشر ښاغلی انډي ورماوټ لخوا رابلل شوي دی. 
 
Andy Vermaut
President World Council for Public Diplomacy and Community Dialogue
(WCPDCD)
 
انډي ورماوټ
د عامه ډیپلوماسۍ او ټولنېز ډیالوګ لپاره د نړیوالې شورا مشر
د اړیکی شمېره:
0032499357495