عا قبت ګرګ زاده ګرګ شود ګرچه با آدمی بزرګ شود

‏د یو نایټډ کینګ ډم د شهزاده په نوم! « هرری » چې خپل پلار نه پېژنی اودخپلې کورنۍ لانجه یې د سی ان ان له لارې خپره شوه دشرم څخه او ړی دی بیا د خاطراتو په لړ کې خپل خیالی کتاب کې چې تازه خپور شوی اعتراف کوی او د خپل جنایت خبر ورکوی او وایی:دا بې منطقه انګرېز دومره نه پوهیږی چې هلمندیانو خو انګریزان د سپېانوغوندې له دې سیمې ویستل/ وځغلول خو دغه ماشوم اوس له خوبه راپاڅېدلی د«ادې »دانې یې شمارې. ددې پرکټی کوم ځای شهزاده ته پاتې کېږی؟یو شهزاده خو دومره اوږده لکۍ نه لری .
دې کوټۍ(دخره بچی) لیکلی چې په افغانستان کې یې بې ګناه ٢٥ کسان وژلي او په وینا یې چې« ددغو ٢٥ کسانو د وژلو پر وخت ما داسې فکر کاوه چې دا انسانان نه دي بلکې د شطرنج دلوبې دانې دی.دې مردار خور کودن خر زاده باندې دقمار باز چم شوی وایی قمار باز چې قمار بایلی نو ښکنځل چې ونه کړی زړه یی چوی !
نوموړی وایی چې نه پر دې کار ویاړی او نه هم پرې خپه دی، ځکه وژل شوي افغانان ول.
تر دې مهاله پورې د یاد شهزاده څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کسانو غبرګون ښودلی، خود واکمن رژیم یوازې کوم غړي فکر کوم انس حقانی د با وجدانه ترهګر یا جنایت کار په نوم یاد کړی یا بللی چې وجدان دلته په هیڅ قالب کې برابر نه راځی زموږ نور سیاستوال په خپلو نورو پټو او ښکاره شاهانه معاملوکې لګیا دی.
دا دې دامریکا او نېتو غړو هېوادونو یعنی د هغو بشرپالو او انسان دوستو د یوه سپی بربنډه اعتراف؛ داښیی چې تر دې ور آخوابه دوی په ړندو بمباریو، وحشیانه توغندیو، بمونو، دشپې چاپو او نورو نظامی عملیاتو کې څومره ناروا زور زیاتی او آټکلی عام وژنې کړې وی، یوه الله ج ته یې پته شته، خو وخت پر وخت به دا جرائم د دوی په ژبو په غیر اختیاري توګه همداسې راوځی او د کسات لپاره به یې الله ج خلک پیدا کوي.
د دغه انګریز لاشعوری احمقانه څرګندونې دا ښیي چې دا د دوی فردي تصمیم نه، بلکې د دغه هیواد اوهېوادونو د پوځ تګلاره وه چې په افغانستان کې یې دنامعلوم تروریزم له ادرس خپلو عسکرو ته په عملي ډګر کې عام وژنه ور زده کړي؛ دغه راز دا هم جوته اوپه ډاګه شوه چې په افغان جګړه کې ښکیلو هیوادونو دلته خپلې نوې او ممنوعه وسلې هم و ازمایلی.تاسې ووایی چې دغه شهزاده یو تروریست نه دی؟ایا تروریست دیوه شهزاده لپاره ښکر لری؟
دبشر حقوق ولې غلی دی؟ چې دغه ماتې خوړلي دښمن به دا جنایت کاوه، ځکه دا یې څوم ځل تیری وه، چې د افغانستان په سردرواو اوچتو غرونو کې له فضیحانه او شرمونکې نړیوالې ماتې سره مخ شول یو ماشو هم دغه ډول شرم منلی نه شی.خو دتاریخ شرمنده یې په ځان نه راوړی.
د وخت افغانان تور لښکر ګوډاګیان چارواکي هم د بهرنیانو د جنګي جنایاتو احساساتی غلامان او هڅونکی ول او دتاریخ په اوږدو کې یې هیڅکله هم د ملکي افغانانو د ژوند، سرناموس او مال پوښتنه له بهرنیانو څخه ونه کړه حتی ددوحې سلیقوی هو کړه لیک چیانو!چې یوه لیکوال ته یې دغه مجال ور نکړ چې ددوحې په معاهدې کې ګډون وکړی.میم زره ما توله دما! بخیل ملایان دجومات له ډېوډۍ څخه په ارګ ننوتل همدې ته په بېړه ول خو دحکومتولی په لوری هم خبر نه دی اوله ښځو سره یې ښکر ورته کړی.
د وخت مټکور شاشجاع «اشرف غني احمدزی» پر شینوارو د امریکا د تر ټولو لوی غیر اټومي بمب د اچولو احساساتی ملاتړ وکړ، خو مهم کارونه په احساساتی ګواښونو نه کیږی هره ورځ به یې په ډېر ویاړ د طالبانو تر عنوان لاندې د افغانانو له وژلو څخه په ډېر افتخار یادونه کوله، د تیرې ادارې پرمهال له افغانانو له ژوند او عزت سره عدم علاقه د ارګ له سړو او بې روحه اعلامیو څخه ټولو ته ښه څرګنده وه. همدې کرزی اوګل مرجان دمنافقت جالونه غوړلی وه او خلیل زاد سره یې ګوشه کانی درلوده داهم شو پخوانی تور بانجڼ او مټر.
څوک چې په پردي اخور لوی شي غاښونه یې مه ګوره! د خپلوي هیلې باید ورته ونه شي؛ زمونږ د تیرې شل کلنې چې ۱۹وه اشل نه شوه ادارې کاسه او کپړی، سیاستوال پخوانی پېژندل شوی قماشان ، دخلیل زاد کور په کور مشوره چیان، اماتوران ، دهرې کاسې موچان دکاکتو س دپروګرام دروغجن تورزن اتلان چې ملت به څومره جګړو او اورونو په منځ کې وه، هومره به دوی یې نندارې ته د خوشالي احساس کاوه، په ډاګه به یې د خپل مقاومت نسبت واشنګټن ساتنې ته کاوه؛ تل به یې د بهرنیانو په مالي /ځاني زیانونو د ویر ساندې وهلې، خو تر پایه یې د کوم یوه افغان په درد، رنج او کړکېچ د غم اوښکې توی نه کړې.
دغه افغان ګلم جمی ،چپبی او راستی استخباراتی او دوه مخې چارواکي چې له افغانستانه د بهرنیانو د وتلو پرمهال ، د هغوی له کډو سره یوځای یې بسترې وتړلې اوپه الوتکو نښتی ول،یا دلوی څارنوال دمهاجرو کمپ کې مړینه داسې روزل شوي وه، چې د باور له مخې، تر هغو یې نوي نسل ځای نه وي نیولی، دوی ته به د افغانیت نوم هم پیغوریز نښان ښکاري.
که له دې کرایي غلامانو یو قدم ور تیر شو او د بشر حقونو دعوه داران وڅېړو، نو له دې سپک اوپوچ اقرار څخه یې داپه ګوته کولی شو، چې دوی تر کومې کچې پورې بشریت ته په درنه سترګه کتل؟
په داسې حال کې چې «هرری» او ملګري یې دلته د اشغال اوتجاوز لپاره راغلي وه، د افغانستان ځمکه او فضاء یې تر ظالمانه چتر لاندې راوستې وه او د افغانانو پر سرونو یې میچنې څرخولې؛ بیا هم تر دې مهاله د نوموړي تازه اقرار ته د بشري تش په نوم حقونومزدورسازمان، نړیوالې خیالی جنایي محکمې، د بښنې نه دوژنې نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو چې اصلا ملګری نه دی، د امنیت شوروا، د امریکا او اروپایي هیوادونو مشرانو، د لسګونو مسلمانو هیوادونو ولسمشرانو، د علماؤ نړیوالې اتحادیې، لویو دیني او فکري بنسټونو او ګاونډیو هیوادونو اونور محافظه کار ډارن….. یو معمولی غبرګون هم نه دی ښودلی او انسان ونه دوی ته ارزښت نه لری.
برخلاف که یوه افغان چارواکي ورته ادعا کړې وای چې د خپل هیواد د آزادي، له خپلې عقیدې، ناموس او عزت څخه د ساتنې په پار یې څو تنه بهرني پوځیان وژلي، تاسو به د نړیوالې بشردوستې نړۍ د زړه سوي شعاریزې چیغې لیدلې وای. بیابه لکه زموږدپخوانی پارلمان افه ګانې په څېر په هر نغری مرکې درلودې[ دازادی رادیو، ډېوه، امریکا غږ] ریناء امیری، شکریه، فوزیه کوفۍ،سیما سمر، دپردې تر شا دراوا ډلې جاسوسانې .......
هغوی چې پرون یې د جورج بوش د صلیبي جګړې اعلان ته د شک په سترګه کتل، اوس باید پر دې وپوهیږي، چې تیر شل کلن انقلاب کې امریکا او ملګري یې دومره بشردوستان هم نه ول، چې د القاعده د بیخکني لپاره هلته ۲۰کلونه په ټریلیونونه ډالرې مصرف کړلي، هغوی یواځې صلیبي افکار درلودل او دلته یې د پلې کیدو لپاره، له جګړهایزو، فکري، فرهنګي او هرې ممکنه لارې کار واخیست، څو افغان ټولنه پرې ښکار کړي.اودفرهنګ دبدلون به هڅه کې ول.
له پورته لیکنې څخه څرګنده شوه، چې نړیوال څوک وه، ولې یې مونږ افغانان په ډلۍ ډلۍ وژلو او ولې مو پر ډله ایزه عام وژنه خوښ ول .ولې دتروریزم ټاپه یوازې زموږ هېواد باندې تپل کیږی: بل اول اوبل اخر هم دا چیغې وهی دمرکزی آسیا نیمه اشغاله هېوادونه نارې وهی دایران ایت الله ګان هم.
افغانانو ته د پرديو او خپلو جنایات یو ډول ښکاریدل، ځکه کومو افغان نما څیرو ته چې دلته تاج او تخت ور سپارل شوي وه، د همدې لپاره وه چې یا د افغانانو وجودي ځواک ختم کړي، یا یې فکري دوستان کړي؛ هغوی خپلو بهرنیو بادارانو ته د نزدیکت او له هغوی د امتیازاتو د ترلاسه کولو په خاطر، د خپلو افغانانو په سر سوداوې کولې.
مونږ ویلای شو؛ څومره چې د هغه مهال د کابل کاواکه رژیم مستقیماً د افغان ولس په عام وژنه کې لاس درلوده، همدومره یې بهرني باداران هم د خپلو ګوډاګیانو د نه کنټرول او بي پروایی له امله په همدې جنایاتو کې ورسره شریک ول. ګویا د ملکي تلفاتو اصلی عاملین هغه ځواکمن نړیوال قوتونه دي، چې د کابل رژیم پالنه یې کوله خو کنټرولول یې نه!
امریکا او متحدین یې د افغانانو کلک پوروړي دي دقیقه محاسبه په کارده.سمه سیاسی تګلاره او ددېپلوماتیکو اصولو اوبرداشت په رنا کې باید د ټولو و اوښتو خساراتو، تلفاتو جنایاتو، زیانونو جبیره ورکړي او په نړیواله کچه له دغه ځورېدلي کړیدلی جنګ او جګړو خوړلی ملت څخه رسما بښنه وغواړي، داسې یوه بښنه چې د ملګرو ملتونوپه سازمان،نړیوالو حقوقی نهادونو اومرکزنوپه وړاندې تثبیت اودافغانستان په تاریخ کې ثبت شي.