د ۲۰۲ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د قطر په دوحا کې امریکا د طالبانو سره یو تړون چې اوس د دوحا تړون په نوم یادیږي، لاسلیک کړ. دا تړون د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغان انتخابي حکومت له ګډون او د تړون له منځپانګې څخه د حکومت له خبرتیا پرته، لاسلیک شو.
امریکا او د اروپا زیاتو امریکا پلوه هېوادونو، افغانستان سره هغه مهال ستراتېژیک تړونونه درلودل او تر دغه تړونو سربېره، امریکا افغانستان سره امنیتي تړون هم درلود چې اوس يي په یو طرفه ډول لغوه کړی. دغه تړونونواو د افغان قانوني او انتخابي حکومت ته په نه پام، د دوحا تړون طالبانو سره امریکا په داسې بڼه لاسلیک کړ چې امریکا وروسته خپله اعتراف وکړ چې په تړون کې یو شمېر پټې مادې او ضمیمې هم شته. امریکا او طالبانو تر اوسه په دې تړون کې هغه پټې مادې او ضمیمې نه دې، افشا کړي.
اوس چې له تړون څخه نږدې دوه کلونه تېریږي، د تړون د پټو مادو او ضمیمو په اړه؛ سړی قضاوت کولای شي. یو وخت د پښتونخوا مشر عبدالولي خان د حالاتو د وضاحت لپاره د یوې پوښتنې په بڼه مثال راوړی وو« هغه څه شي دی چې تریو دی، ژیړ دی او ګرد دی؟» معلومدار چې نارنج دی.
د طالب یو نیم کال کړنو او د هغو په اړه د امریکا او لوېدیځ اغماض ته چې څوک ګوري، پوهیږي چې د دوحا تړون کې به پټې مادې او ضمیمې څه وي.
په طالبانو کې معلومداره توره کړۍ د(CIA ) او (ISI) ګډه پروژه ده. امریکا او لوېدیځ د دوحا تړون په مرسته طالبان پر افغانانو واکمن کړل. د یوې پلان شوي کودتا په مټ يي د افغان قانوني او انتخابي حکومت ړنګ کړ. په سل ګونو زره ملي کادردونه يي له هېواده وویستل او په لویلاس يي افغانستان د طالبانو مدرسو ته ورحواله کړ.
کومه تشه چې امریکا او لوېدیځ په افغانستان کې رامنځته کړه د دوحا تړون په مټ طالبانو په اسانۍ سره ډکه کړه!
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملا ندا محمد ندیم چې پوهنتونونو کې د نجونو په زده کړه کوم بندیز اعلان کړ، د بندیزونو دا بهیر د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵ مې راهیسې له طالبي واکمنې راپیل شوی او پړاو په پړاو د ژوند په نورو برخو کې هم پلي کېدونکی دی.
امریکا او لوېدیځ چې په منافقت سره د طالب دا ډول بندیزونو ته هغه هم یوازې په لفط کې کوم غبرګون ښۍ، د دې لپاره دي چې د ځان په اړه د افغانانو او نړیوالو کرکه، پټه کړي!
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې اړه په ویناپاڼه کې یوازې دومره ویلی«دا پریکړه به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري». د دې په تعقیب بریتانیا هم د طالبانو تازه پرېکړه د ښځو پر حقوقو یو بل برید او د خپلو ژمنو ماتې بللې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې طالبانو، امریکایانو سره د دوحا په تړون کې کومې ژمنې کړي چې افغانان ترې خبر نه دي او BBC او لوېدیځ ترې یادونه کوي.
افغانان له امریکا غواړي چې طالب سره د دوحا په تړون کې پټې مادي او ضمیمې نورې افشا کړي.
د دغه مادو او ضمیمو له افشا پرته، د طالب پر کړنو د امریکا او لوېدیځ هر ډول نېوکه او ګوتڅنډنه د افغانانو او نړیوالو د لا فریب او تېرایستلو په موخه ګڼل کیږي.
بېځایه نه ده ووایو، د هغو افغانانو کړچار هم؛ د دوحا تړون تر ناوړو پایلو کم نه دی چې طالبان يي سپین چرګان ګڼل او ځیني په دي اند ول چې طالبان تر پخوا ښه او دیموکرات شوي دي. د افغانستان قانوني او انتخابي ولسمشر اشرف غني په یوه تازه څرګندونه کې ویلي«د طالبانو د پرېکړو او په هیواد کې د بحران د لا پراخېدو مسوولیت د هغو اورګانونو او عناصرو هم دی چې په منظم ډول یې د طالبانو د سپینولو لپاره تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا ډله بدله شوې او د شرایطو په اړه یې درک ډېر شوی دی.»
بلخوا ولسمشرغني له لوړو زده کړو د افغان نجونو د بې برخې کولو لپاره د طالبانو پرېکړه په کلکه او توندو الفاظو غندلې ده. ده په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي:«اصلي ستونزه دا ده چې واکمنه ډله مشروعیت نه لري. د دې لپاره چې دا ډله په نادیموکراتیک ډول واک په لاس کې لري، افغانستان یې غصب کړی او خلک یې یرغمل کړي دي.»
د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی