د افغانستان د راډیو او تلویزیون نامتو سندرغاړې، ارواښاده میرمن قمرګله له نن څخه اویا کاله مخکې (د۱۳۳۱ل.= ۱۹۵۲م. دجنوری په یوویشتمه) ننګرهار د ښیوې د ولسوالۍ د شګې په کلي کې یوې کلیوالي - بزګری کورنۍ کې نړۍ ته سترګی پرانیستی دی. له اووه کلنۍ څخه یې دکلی دودنو او خوښیو په ښځینه مجلسونو کی په سندرو ويلو پيل وکړ. څه موده وروسته له ښېوې څخه د جلال اباد بهسودو ته را کډه شول. د میرمن قمرګلی یو مشر ورور هم د خوښیو مجلسونو ته غوښتل کید، خو ډیر ژر تر ده قمرګله ډیره مشهوره شوه. وروسته کله چې د راډیو افغانستان پروګرامونه پراخه شول، د استاد بریښنا، ملنګ جان او ارواښاد بینوا په هڅو د محلی سندرغاړو هڅونې ته پاملرنه وشوه، ګڼ شمیر هنرمندان او ممثلین له بدخشان څخه نیولی ترهرات، قندهار، لوګر، بامیان او کونړ پورې راډیو ته راوبلل شول، په دې لړ کې میرمن قمرګله(اصلی نوم یې شکریه و) هم رادیو افغانستان ته راغله. په افغانستان راډيو کې د هغې لومړنۍ سندره چې داستاد خيال تر نظر لاندې ثبت شوې ( په ما مېنه، سترګې دې سرې دي) او بیا ورپسې ( زه انتظار کوم دا ستا د سترګوه ...) وې. په دې توګه لږ وخت کې هغه له خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت نه دافغانستان د هنرپه ټول پراخه آسمان کې وځلېدله. ۱۹۷۰مه میلادي لسیزه دهغې دشهرت اوج و. د ښکلی او جادویی غږ له امله هغی ته په هندوستان کې “دافغانستان لتا منګیشکر" او په وروستیو کلونو کی دلته په کابل کې ورته "د افغانستان بلبله" لقب ورکړل شو. په نولس کلنۍ کې یې ارواښاد زاخیل سره واده وکړ. استاد زاخیل هم د هنر په ډګر کې یو لوی او نه هیریدونکی نوم دی. زاخیل شعر ویلو، هارموینه غږولو او کمپوز کی بیساری هنرمند و. د هغه دهارموینی یو جلا طرز و چی تراوسه بل هیڅ هنرمند په دی طرز ندی بریالی شوی. په پښتو ښځینه سندرغاړو کې وروسته تر رخشانی(حمیده وزیری) قمرګله دوهم ځای لري. په راډیو کې د ارواښادې لومړنۍ سندره دا وه:
په ما ميينه سترگې دې سرې دي – نن دې ډير ژړلي دينه ...
یو څو نوری مشهوری سندری یی دادي:
• لو دی د غنمو یاره، ستری را واچوه بنګړي راغلی دینه( دا سندره د راډیو افغانستان د فولکور موسیقی ارکستر سره د استاد سلیم سرمست په کمپوزثبت شوی ده)
• زه انتظار کومه ستا سترګو ولی پنا شوی دزما له سترګو...
• شینګی با با زیارته ته می قبول کی دا سوالونه...
• زه چې دا تور رانجه کم په سترګو پورې مورې، ځوانی مې ګورې موری...
• زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم( دې سندرې ارواښادې ته د یوې دریدلی مور نوم ورکړ چی یو زوی یی په جګړه کې تری تم شوی و، د همدې احساس له مخې یې افغانانو او دنیاوالو ته د سولې او امن خواستونه پیل کړی وو).
• په لویو غرو باندې راتاو شول توپانونه، ږلۍ وریږي – مه ځه دلته شپه وکه پاتې شه باران دی،
• چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه ...
• ورو، ورو ږده قدمونه اشنا...(دغې سندرې ته د اعلیحضرت محمدظاهر شاه په حکم سرو زرو مډال ورکړشو، وروسته یې یو مډال یې وروسته تر ۱۳۵۲د افغانستان د لومړنی جمهوریت پر مهال تر لاسه کړ، یوځل د کال غوره سندرغاړې شوه او د دیموکراتیک جمهوریت پرمهال یې د(کارمند شایسته فرهنګ) لقب وګاټه. په ١٩٩٨ م. کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا یوه هنری جایزه او د غوره هنرمندې لقبونه ترلاسه کړل.
میرمن قمرګل درحمان بابا ، خوشال خټک ، حمزه شینواري ، اجمل خټک ، نصرالله حافظ، عبدالله غمخور،غلام دستکیر ړنګ او یو شمیرنورو غزلبولو شاعرانو شعرونه زمزمه کړي دي. په دغو هنري فعالیتونو کې یې خاوند، ورسره پوره مرسته کوله، هغی هم په یوازې هم له زاخیل سره او هم له ګلنار بیګم، رخشانی، زرڅانګې او استاد ګل زمان سره ګډې سندری ثبت کړي دي، چې د راډیو آرشیف کې یې شمیر تر زرو پورې رسیږي. د ارواښادې ډیرې سندری وروسته نورو هنرمندانو هم ویلی لکه وجیهه رستګار، شکیلا ناز او ډیرو نورو. هغه په ملی تلویزیون کې هم څو ثبت شوی سندرې لري.
د دغې افغانې هنرمندې د هنر مینه وال په کوزه پښتیخا کې تر برې خوا هم زیات دي، د مسکو راډیو او آل انډیا راډیو په ارشیفونو کې یې هم ډیرې سندرې خوندي دي. هغې دهیواد دننه ډیرو ولایتونو او له هیواد بهر؛ هند، پاکستان ، شوروی اتحاد ، دامریکي متحده ایالتونو اودمنځنۍ ایشیا هیوادونو ته هم هنري سفرونه کړي وو. هغه یوه دریدلې هنرمنده وه، دا ځکه چې د جهادي تنظیمونو د کابل دجګړو پر مهال یې يو ۲۲ کلن زوی (داود) ووژل شو او یو ۱۹ کلن زوی یې ميرويس ورک شو، خاوند یې استاد زاخېل په ۱۹۹۱ م. کې وفات شو او بیا له خپل ګران وطن څخه لومړی پېښور ته اوبیا له هغه ځایه کاناډا ته مهاجره شوه او د وطن آرمان یې په زړه پاتې شو.
دافغانستان دغه نامتو، محبوبه، مسافره، دریدلی سندرغاړې او د ولسونو له متن څخه را هسکه شوې ملی هنرمنده د ژوند وروستیو کې د سرطان په ناروغی اخته شوه او دجمعې په ورځ د۱۴۰۱ل. کال د لیندۍ پراتلسمه = (۱۰/۱۲/۲۰۲۲) کاناډا کی وفات شوه. له ارواښادې ميرمن قمر ګلې څخه درې لوڼې او درې زامن پاتې دي .مشر زوی یې اجمل زاخیل او دوهم زوی یی ایمل زاخیل هم هنری نړۍ کې بوخت دي.