د ڼړیوالو مرستوتش په نوم سازمان غړو هیوادونو،ګاونډیو ،منځنۍ آسیا هېوادونو ،آغلو اوښاغلو ،بلا بدترو،بلاول اوبل اخر د بهرنیو چارو زاغانو په ګډو کنفرانسونو کې په افغانستان کې د ټول شموله ادارې پر رامنځته کېدواوس هم په عین سندره ټينګار کوی «چې لیوه راغی!» ابل ځل د نامعلوم تروریزم باندی ولس تباه کړ چې بلا خره د دوحې په غونډه پای ته ورسېد امریکا یوڅه وایی او اسلام امارت بل څه خو دلته جنګ فاتح لری او لوری یی هم معلوم دی.
د اسلامي هیوادونو د مرستو سازمان ډوډۍ خورو ۴۸مه غونډه په لافو اوپټاکو،بګیر او نګیرپه هاها ا هیاهو په داسې حال کې پای ته ورسېدله چې دوی هم داروپا داتحادیی، د ملګرو ملتو سازمان،دبشر حقوقو عین خبره له ګوګل څخه کاپی کړې وه خو توپیر یی یوازې اسلامی کلیمه وه دغه غونډه په اسلام اباد کې وشوه چې هغه وخت شامحمود قریشی ورته ډېر خو شاله وه . دسازمان پک اوپمن هغه زاړه ماهران ول چې بې له خپل بادار نفس هم ویستلی نشو نوم یی اسلامی وه خو لکۍ یې بل چېرې تړلې وې دوی دښکلیو بیرغونو پرسرداسې لیکنې وې:
PARTERNING FOR UNITY, JUSTICE, AND DEVELOPMENT.
دکوم یووالی، کوم عدالت او دکوم پرمختګ ملګریتوب اوغړیتوب وینی. افغانستان کې خو د مټکورې دموکراسی له وجهې ماشومان پلورل کیږی او بشری فاجعې روانې دی. بی بی سۍ خو د«چشم انداز» په اټکل دبل جنګ پکه وهی آشنا ورته د رک راست دزېبا خادم په غږ ورته قلقله کوی ،بلینکن دقطر دمیلمنو پا لنه کوی افغانان په دوه برخو ویشی مخالف اوسکنی ! یو بام او دوه هوا. زموږ دسترې محکمی قاضی دمهاجرو په کمپ کې مری،
د دغه سازمان غړو په خپلې ګډې اعلامیې کې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ټینګېدو ته په ټینګار سره ویلي خو "کاشکې تا سې دومره پوهه درلودای اوپه غاړه کې مو داستعمار غړوندی پروت نه وای چې په افغانستان کې دوه لسیزې څه تېرېدل؟ رښتیا!نن تاسې د تلپاتې سولې او ثبات معیارونه پېژنی اوس د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدوهیله کوی نوایا تاسی هم یو ټول شموله حکومت لری اوکه د افغانستان د ټولو قومونوله پاره مشارکت غواړی؟.موږ د ټولو افغانانو، له دغوډلوڅخه د ښځو، ماشومانو، قومي، فرهنګي او مذهبي لږکیو د بشري حقوقو پر اهمیت بشپړ ټينګار کوو. خوافغانستان په فرهنګی اومذهبی ،قومی اوقبیلوی برخو کې همدا وس هم له تاسې کلک دریځ لری.خیر دی که زموږ یو شمېر اماتورا ن په تودې خبرې ،څار، ،لمر اوحتی کاکتوس کې دخېټې پراستناد تکرار استدلال کوی او له بحثه وځی همدارنګه دپروګرم متصدی دفریدالله محمدی پوښتنې هم ډېرې ګږې وږې دی او دپلوماتیک اړخ نه لری.دنجیب الله جامع غږ له پروګرام سره نه ځی.دې پروګرام کې تکړه کسان هم شته چې ډیر موثر دی او نور یی هم جالب کولی شی که وغواړی هرڅوک پیدا دی خپلخپل کار لره کنه! دا مظلوم او مجاهد ولس حق لری او رغېدو ته ضروت لری. دا ملت په وچ سیاست نه جوړیږی.
د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان بې منطقانه تور لګولی او یو ځل بیا ټينګار کړی چې افغانستان باید د ترهګرو د پټیدو په ځالې بدل ندي شي.داسلام آباد بې خبره غونډه یو ځل بیا دغه سپک نوم پرافغانستان ورتپی. خو به حقیقت کې ترهګرڅوک ول اوچا ترهګری کې لاس درلود او دچا لخوا تمویل کیدل؟
په اعلامیه کې د دې ماشومانو لیست څه وایی :"موږ په تاکید سره پر دې ټینګار کوو چې د افغانستان خاوره د هیڅ تروریستي ډلې په ځانګړي ډول د القاعده، داعش او د هغه اړوند ډلو، د ختیځ ترکستان جنبش او پاکستاني طالبانو د پټیدو ځای نشي اسلام آباد له یوې خوا په کابل خلاف ددېپلو ماسی اصولو سفیر کینولی خو دلته یې دګلم څنډه له کنفرانس سره نیولی ده وایی یک تیر ودو فاخته!."
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کنزي ویلي وه چې چې داعش ډله په افغانستان کې د نویو جنګیالیو په جلب او جذب لګیا ده، خو د طالبانو د استخباراتو ریاست یادې څرګندونې رد کړي وې. مکنزی دوه لسیز کې دغه فرهنګ ونه پېژاند اوس دبلې پروژې وړاندیز کړی.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زیاته کړې چې لا هم څو زره داعش! جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي‌ چې پر متحدو ایالاتو برید وکړي.
خو د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه د امریکايي جنرال مک کنزي وروستۍ څرګندونې سختې رد کړي او هغه یې «یو ډول استخباراتي پروپاګندې او د داعش ډلې لپاره یې یو ډول کمپاین» بللی دی چې په لوی لاس یوشمېر هېوادونه ورته پکه وهی
پر همدې مهال داسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له نړیوالې ټولنې څخه څه ډول غوښتي چې:" دغه هیواد ته له داخل او بهر څخه د احتمالي خرابکارانه هڅو په اړه متوجه او باخبره واوسي چې بیا کوم بل ببړو را پیدانشی.*
خو د طالبانو حکومت ویلي چې د افغانستان خلکو، ګاونډیانو او نړۍ ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې داعش د اندېښنې وړ نه دی.
له بل لوري د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو او د دغه هیواد د نیول شوې پانګې ازادولو غوښتنه یې کړې ده خو باور نه کیږی چې دومره خوله اوجرات اسلامی هېوادونه و لری؟