ټولنيز ژوند ټول په روابطو ولاړ دئ . دا روابط د کورنۍ نه نيولې تر کلې ،ولايت او مملکت پورې وجود لري.
انفرادي واحدونه د روابطو په وسيله نښلول کيږي او ترکيب يې يو نوی شکل د شريک ژوند منځته راوړي ، چې د حقوقو، مسوليتونو او مکلفیتونو له مخې د انفرادي ژوند سره توپير لري . هر څومره چې ټولنه لوئيژي او پراخيږي يعنی د واړه واحد ( کورنۍ) نه د يوه هېواد (ملت) او يا د ډېرو هېوادونو (بين المللی ټولنه) کچې ته رسيږي ،د روابطو شکل او محتوا هم ورسره تغير پيدا کوي .
د ټولنيز ژوند غم -خوشحالي، نېکمرغي او مصيبت د همدې اړيکو په کيفيت او ماهيت پورې اړه لري او ددې روابطو په اساس يې داخلي او خارجي وضعيت اټکل کېدئ شي .
روابط لکه رسۍ چې د مظبوطولو د پاره بايد د دواړو لوريو له لوري تاو او و نغاړل شي همداسې بايد د طرفونو له لوري وپالل شي او د نه شلېدو کوښښ يې وشي .دواړو لوري بايد په‌دې معتقد او باوري وي چې رابطه يې د دواړو د ګټو ، اډيالونو او ارمانو دپاره ضروري او لازمه ده او که يو لوری يې هرڅومره د رابطې د محکموالی کوښښ وکړي ، فائده نه لري.

د ټولنې د نظم ،ادارې او مديريت د پاره يو ادرس او يا مرجع ته ضرورت دئ ، څو تصميم ونيسي ، پرېکړې وکړي ، قوانين جوړ کړي او د منل شويو قوانينو په اجرا کولو سره د ټولنې سياسي-اقتصادي-علمي -ثقافتي او امنيتي ژوند په سوله او نظم کې جريان پيدا کړي .
دغه ادرس او مرجع ته په يوه هېواد کې دولت ويل کيږي چې د ملت په نامه ، نمايندګۍ، ورکړل شوي ماموريت او رابطه بايد اجراات وکړي .

په ملي کچه د رابطي دوه لوري دي چې يو يې ملت او بل يې دولت دئ. ددې دواړو وجود او عدم يو دبل سره تړلئ دئ . مانا داچې هر ملت بايد دولت ولري او بې ملته دولت نشته .
دهمدې رابطې په بنياد د دولتونو او ملتونو داخلي حالت (سياسي-اجتماعي-اقتصادي- ثقافتي-امنيتياو رفاهي) تعريف او پېژندل کيږي .

د‌دولت او ملت په منځ کې يوازې دوه ډوله اړيکي وي :
۱-تفاهمي، توافقي،اعتباري او باوري
۲- تناقضي،تضادي، استبدادي او تقابلي

په اول ډول رابطو کې دولت او ملت يو دبل سره همکار او په شريکه کار کوي . دلته د زور او فشار په ځای مشوره ، معقوليت ، د غلطيو په‌ګوته‌کول او اصلاح‌ او يو په بل اعتماد اهميت لري. قانون او اجرا يې د دواړو شعوري وظيفه ده او قانون د خپل اعتباريت له امله بې له خشونت نه عملي کيږي ، ځکه‌دواړه لوري (دولت او ملت) يو هدف لري او هغه د ټولنې نظم ،ثبات‌ او رفاه دي .
دواړه لوري په‌دی معتقد او متعهد دي چې دا هدف (سوله ،ثبات او رفاه) فقط د ټولنيز عدالت په پياده‌کولو ميسريږي.د‌همدې کبله دواړه لوري خپل جسمي او فکري تلاش د عدالت د پلي کیدو د پاره په‌کار اچوي . همدا وجهه ده چې ټولنه د خشونت ، شر،فساد او بې نظمۍ نه خلاصه او افرادو ته ئې د ډاډ او امنيت په ماحول کې د استعدادونو د ودې چانس ميسر شوئ او په علمي اجتماعي او اقتصادي برخو کې د اکتشافي، ابتکاري او خلاقه برياوو څښتنان شوي دي .دلته د ټولنې افرادو ته روحي او بدني سکون او امنيت حاصل شوئ دئ . که نويې ننګونې او پرابلمونه پيدا کيږي دواړه (دولت او ملت) ئې په ګډه د مقابلې او حل د پاره اقدام کوي .

په دوهم ډول اړيکو کې بيا ملت او دولت يو دبل سره په تقابل ، تضاد ، دوښمنۍ او نفرت کې قرار لري . د تعاون ، تفاهم ، همکارۍ او شريک تلاش په ځای د ديکتې او يکه تازۍ دستور عملي کيږي .
دا چې متقابله احترام او اعتماد نشته ، نو واکمني د خپلو مقاصدو ( د خپلې واکمنۍدوام ، بې له چون او چرا نه يې امر منل ، د ملي او اجتماعي ګټو او رفاه په ځای د واکمنې دستګاه او غړيو دګټو او امتيازاتو اولویت ) د لاسته راوستلو د پاره د زور او فشار د استعمال نه‌کار اخلي . واکمني د مسؤلې ، خادمې او ځواب ورکوونکې مرجع په عوض په دېکتاتورۍ او مطلق العنانه بلا بدليږي چې ګوذاره يې په ډار اچولو ، تهديد ، ترور او اختناق وي .
د ټولنيز عدالت په ځای بېعدالتي په ټولنه کې ظلم کوي . ټولنه او افراد يې د انتقاد ، اصلاحي وړانديز او اعتراض د حق نه محروم وي او فقط د حاکميت د ماشين د چلولو د پاره د تيلو او غوړيو په څير استعماليږي . همدا وجهه ده چې ټولنيز ثبات او سوله له منځه ولاړه شي او د خشونت او قهري تعاملاتو د پاره زمينه مساعده وګرزي . ټولنه د زور ازمويلو او تخريبي رقابت ډګر وګرزي او دواړه لوري (دولت او ملت) د شريک ژوند د کولو او تعميري مشغوليتونو په عوض د ځانځانۍ او تخريبي عملونو او عکس العملونو لوري ته جبراا پناه يوسي ،چې عواقب يې د وينو بهېدل ، مادي او معنوي زيانونه او ټولنيزه تراژیدي ده .

بد بختانه د افغانستان په تاريخ کې د دولت او ملت تر منځ روابط د دوهم شکل په بنياد قرار درلود ، همدا وجهه وه چې دلته متواتر او مکرر مصيبتونو او عذابونو دوام درلود .

اميد‌ دئ چې د ااا په راتګ سره د دولت او ملت دا زوړ ، فرسوده او ظالمانه شکل د روابطو چې په زور ، فشار او استبداد ولاړ وو نور ختم او زموږ د اولس دا تاريخي مصيبت ته د پای ټکی کېښودل شي .دولت ځان د ملت خادم او ملت د دولت د لاښه خدماتي فعاليت د پاره خپل مادي او فکري منابع په کار واچوي .

والسلام