په یوه ځنګله کي يو زمری او نور ډېر ځنګلي ژوي لکه لېوه(شرمښ)، سورلنډ(چغال)
ګیدړه، سوی، پړانګ، ببر(خرس)، سرکوزی (خوک)، کوږ، بیزوګاني اوایږ اودغسي
نورو«ژوو» ژوند کاوه. دوی به په میاشت کي یوځلي د زمري حضور ته راتله او مجلس بې جوړ کی.
سوی به دانسانانو خبري چي څه پلانونه لري او څرنګه د ځنګله د ژوو لپاره دامونه او
تلکي جوړه وي دغسي خبري بې راوړي، چي دا نور ژوي هم په خبرسي او پام وکي
چي په تلکه اویا په دام کي بند نسي.
ګیدړي بیا دځنګله دننه خبر راوړی، چي په ځنګله کي دغویو ګورم راغلی وو او یا د
پسو رمه راغلې وه اویا د آسانوګله په ځنګله کي وه. پردغسي خبرو به مجلس جوړ وو.
لېوه به بیا چي کوم ښکار کړی وو زمري ته ئې راوی د زمري مخ ته ئې ایښو.
زمری به په راسم سو هغه ئې خوړ او دوی ته به ئې غوږ نیولی وو.
بزوګیانو به نڅا ورته کاول. د زمري طبعت بې خوشاله ساته. یوه ورځ په مجلس کي
سوی وویل: (ما نن د انسانانو څخه دا خبره واورېرده، چي پسله مرګه ټوله ژوندي کیږي
یاني قیامت سي. خدای (تع) وظالمانو ته دقیامت په ورځ سخته سزا ورکوي.)
دا خبري ټولو ژوو واورېدې.
څه موده تېره سوه بیا مجلس دی خو ګیدړه نسته. زمري وپوښتل: ګیدړه چیري ده.
ښرمښ پسې وکتل او وېویل: (ګیدړه نه ښکاري. لکه چي ناروغې وي.)
په بل محفل کي هم ګیدړه نه وه. زمري بیا وپوښتل؛ ګیدړه چیري ده؟
بیا هم د ګیدړي درک نه سو مالوم. زمري وویل: (دا ډېرعجب کار دی ګیدړه دا دوه
مجلسه کيږي چي نسته.) یوه ورځ زمری په ځنګله کي ګرځي چي ګیدړه ئې تر سترګه
سوه. زمری پټ پټ کرارکرار ورغی ګیدړه ئې ونیوله. ګیدړي چیغي او بغاري کړي
هله چي قیامت سو؛ زمري ګیدړه ژر ژر بیرته ایله کړه. زمري وویل: (کمه دی قیامت؟)
ګیدړي ورته وویل: (که پرتا نه وو قیامت پرما خوقیامت وو.) ګیدړه وځغاستل ولاړه.
بله ورځ بیا دغسي زمری په ځنګله کي دېخوا آخوا ګرځي چي ګیدړه ئې تر سترګو سوه.
زمری بیا غلی، غلی، سوکه، سوکه دګیدړي خوا ته پټ ورغی ګیدړه ئې ونیوله.
ګيدړي ورته وویل: (دلته بل زمری پیدا سوی هغه مي نه پرېږدي اونې پرېښوولم، چي
تاته درسم. زمري ورته وویل: (چي بې ما دلته بل زمری نسي راتلای. هغه بل زمری
چیري دی؟ راوېښه یه!) ګیدړي ورته وویل راځه، چي در وېښه یم!
ګیدړي زمری د کوهي خوا ته بوت او ورته ئې وویل: (سر دا کوهي ته که ویني ئې.)
زمری د کوهي خواته رهي سو او سرې و کوهي ته ور کښته کی خپله بڼه ئې ولیده.
زمري غاښونه ورته سپین کړه په کوهي کي هغه عکس هم غاښونه ورته سپین کړه.
زمري غړوم وواهه ځان ئې وڅا ته ورواچاوه. زمری په څا کي د «نَپسّ» غرغړ
واخست. ګيدړي ټول دځنګله ژووته ور ږغ کړه؛ او ورته ئې وویل:(زمری مړسوموږ
ټوله آزادسو. ځنګل مو خپل دی.)
ژوو وویل: ( زمری چیري ومړ؟ موږ باید د ده لاښه ووینو!)
کيدړي ورته د څا خواته نغوته وکړه. ټول ژوي ورغله وېلیده چي زمری په کوهي کي
أخري سوګلۍ وهي. ټولو ژوو خوشالي وکړه او له ګیدړي نه ئې مننه وکړه.
سورلنډ(چغال) په دې آند سو که دزمري پوټکی واغوندم نو ټول ژوي به ماته لاس پر
نامه ولاړ وي. دغه کارئې رښتیا هم وکی. کله چي چغال پټ دزمري پوټکی واغوست
ټول ژوي بیا وچغال ته چي داسي ښکارېده لکه زمری احترام کاوه او لېوه به ښکار ورته کاوه.
ګيدړه په آند سوه، چي سورلنډ نه ښکاري. دلته یو چال دی. ‎ګیدړي په ځنګله کي چغال
چي د زمري پوست پرسردی ګرځي وېلیدی. ګیدړي له ځانه سره وویل زه به چیغ کم،
چي زمری دی. که دغه رښتیا هم زمری وي خو جنګ ته دریږي؛ که چغال وي دی هم
ځغلي. ګیدړي چیغي کړې چي زمری راغی. چغال ترګیدړي ترمخ ټوپونه وهل.
ګیدړه راغله چغال ته ئې وویل: (له پوټکي نه راووزه که نه اوس به پړانګ یا لېوهدرخبر کړم بوړي بوړي به دي کي.)
چغال په ځان وپوهید، چي ګیدړه په پوه سوې
ده. چغال له پوټکي راووت او ګیدړي ته زارۍ اوننواتي وکړې. ورته وویل هرشیچي غواړې درکوم ئې زما
راز چاته مه وایه. ګیدړي ورته هو کړه.
ګیدړي بیا ږغ پورته کی ټول ژوي ئې راټول کړه او ورته ئې وویل: (دا بل زمریهم هغه بل ځنګله ته وځغاست
ولاړچغال هم ولیدی، بیا نه راځي.)
د ځنګله ژوي ډېر خوشاله سوه او ګیدړه ئې خپله مشره وټاکل. دا مالومه سوه، چي هوښیاري تر زور ښه ده.