په تیرو زمانو کي چي د مصروفیت او ساعت تیرۍ لپاره تخنیکي الکترونیکي آلې نه وې
نو د مصروفیت اوخوښۍ لپاره ځانګړي خلک وه، چي خلک به ئې مصروفه ساتل.
لکه نکلچیان، غزلچیان، دریه لوبونکي، پلزنان، دخوب ماناکونکي، لاسکتونکي او دغسي
نور ډېر. دغه ډول خلک به په کلي او بانډو کي نامتو وه او هرچا به هم پېژانده.
خو یوه ورځ په کلي کي یوه سړي خوب ولید، چي پاچا ده ته څلوېښت خرماوي ورکړې.
چي داسړی له خوب راکښېناست خپل خوب ئې چي لیدلی وو ډېر خوشهاله سو او خپل
خوب ئې خپلي مېرمني ته ووایه، چي ده داسي یوخوب لیده: ( په خوب کي پاچا د ده څلوېښت دانې خرماوي ورکړې.)
مېرمن ئې هم ډېره خوشهاله سوه او ورته ئې وویل: (موږتاسي په کلي کي یوڅوک
لرو هغه خوب مانا کوي هغه ته ورسه دغه خوب ورته ووایه. هغه دغه خوب درته
مانا کوي.)
داسړی د خوب مانا کونکي خوا ته روان سو. پوښتنه ئې پسې وکړه پیدا ئې کی.
دا سړي خپل خوب ټوله و خوب مانا کونکي ته ووایه. دخوبماناکونکي ورته دخوب
مانا داسي وویل: (پاچا به تا وروغواړي او څلوېښت «دورې» به دي ووهي.)
دا سړي فکر واخیست، چي دا څنګه مانا ده. خوهرڅرنګه چي وو؛ داسړی بېرته ولاړ
خپل کور ته اودانکل ئې خپل «ارتینې» ته وکی. ارتینه ئې فکر واخسته، چي دا څرنګه مانا ده.
یو څو ورځي تیري سوې. دپاچا خزانې ته غل ورغلی وو. پاچا خپل پلزن راوغوښت اوورته ئې وویل: (ګوره پل کومي خواته تللی او سړی به ئې خاماخا پیدا کوۍ.)
پلزن پل وواهه پل د دغه سړي کور ته ورغی، چي خوب ئې لیدلی وو. پل بل هیڅه خواته هم نه وتی.
د پاچا پلزن راغی دغه سړي ته. او ورته ئې وویل: (دپاچا خزانې ته غل راغلی. او موږ پل وواهه. پل ستا تر کورراغی او بولي خواته هم نه تېریږي.یا راځه پاچا ته یا بهپل خپل
تر کورتېروې.) داسړی هم راغی پل ئې پسې واخیست او
ولیده، چي پل د ده تر کوره راځي بولي هیڅي خواته نه وزي. داسړي پلزن ته وویل: (زه له خپله کوره هیڅي خواته نهیم وتلی او پل هم زما ترکور نه تېریږي.)
پلزن ورته وویل:( موږ مجبورتا پاچا ته ورولو. هلته ته پاچا ته خپل عذر او بیان وکه هرڅه چي پاچاویل هغه به درسره کیږي.) نوپلزن دغه سړی له ځانه سره پاچا ته ور ویست.
پاچا دا سړی وپوښته، چي خزانې ته څرنګه راغلی ئې؟ داسړي په ځواب کي ورته
وویل: (پاچا صاحبه بلاګردان دي سم؛ زه په دغه وخت کي چي غلاسوې زه له کورهنه یم وتلی او شاهېدان لرم.)
پاچا ورته وویل: ( پل دي ترکور نه تېريږي؛ دا څنګه له
کوره نه ئې وتلی او شاهېدان لرې؟) سړي ورته هو کړه اورته ئې وویل:( بلې قربان!
ما هم دغه پل ولید او دپلزن سره مي ډېر زیار وایست، چي پل وباسم خو پل زما ترکور
هیڅي خواته نه ووت. زه پخپله هم دې کارته هیرانۍ اخستی یم.)
پاچا امر وکی دا سړی شکي دی نوره سزا نه ورکوم خو څلوېښت دورې ئې ووهۍ
اونورئې ایله کۍ. یاني مې بندي کوۍ. «دوره چي» داسړی ئې په حساب پوره څلوېښت
دورې وواهه نوئې پرېښوچي کورته ولاړسې.
سړی کورته راغی خپلې مرمني ته دا نکل وکی او ورته ئې وویل: (ملا مي درد کوي را غوړه که او ډوډې را جوړه که!)
ښځي ئې سم دلاسه ملا ورغوړه کړه.دسړي ملا له دورونه تکه شنه سوې وه.
ښځي ئې ځای ورسم کی اوپرې ایستی او ډوډې ورله جوړه کړه.
څه وخت تېرسو بیا داسړي خوب لیده چي پاچا څلوېښت خرما وي ورکوي.
داسړی له خوبه راپاڅېد اوخپلي مېرمني ته ئې خپل ليدلی خوب ووایه. مېرمن ئې هیرانه پاته سوه، چي دا څرنګه خوبونه زما سړی ویني. خوهرڅه چي دی مېرمني ئې ورته
وویل ورځه خوب مانا کونکي ته. هغه څه وایي! سړی هم رهي سو د خوب ماناکونکي واخواته.
دا سړی زړه نا زړه وخوبماناکونکي ته راغی سلام ئې وکی او خپل خوبې ورته ووایه.
د خوبماناکونکي ورته وویل: (چي پاچا به تاته څلوېښت دانې طلاوي درکي.)
سړی هیرانۍ واخست، چي دا څه وایي. خوب دغه خوب هغه پلا دورې وې اوس بیاطلاوي دي.
داڅرنګه کاردی؛ خوسړی کورته راغی. خپلي مېرمني ته ئې دا کسه وکړه.
مېرمن ئې هم هیرانۍ واخسته، چي دا څه عجب کار دی.
پاچا ناوخته ماښام تیاره له ښکاره څخه راځي د داسړي دکور ترڅنګ تېریږي چي آس ئې سرپلوک خوري یوه راه روي مرسته ورسره وکړه له لوېدو ئې پاچا وژغوره هغه یو
څړه سړی وو پرخپل لار ولاړ. پاچا فکر وکی چي مرسته کونکی د دغه کور سړی دی.
په سبا کي ئې دغه سړی را وغوښت څلوېښت طلاوي ورکړې.
دا سړی هیرانۍ واخست چي دا څه عجب کاردی. خوب هغه خوب یووار دورې بیاطلاوي.
نو ورغی دخوبمانا کونکي سړي ته. دی ئې له لامل نه وپوښتی.
هغه ورته وویل: (تا چي هغه خوب پخوا لیدلی وو «وني» لیڅي وې یوه پاڼه لاهم نه وه په پوري.
نوپاچا به تاته له کومه خرماوي درکړي وای.دا اوس خوب چي دي لیدلی دی«وني» ډکي له مېووڅخه دي.
پاچا کولای سي چي له «ونو» نه هرشی درکي.دا ئې
توپیر دی. خوب په لیدو کي خپل په وخت اومهال پوري هم اړه لري.)