د ژوند بد لون او پر مختګ د انسان په فکر پورې اړه لري.څومره چي د يو انسان فکر مثبت وي، دومره به یی ژوند ښکلی وی، او د پرمختګ په لور به يون کوی. څومره چي ديو انسان فکر منفې وي، دومره به یی ژوند بدمرغه او منفې خواته یون کوې. موږ او تاسو باید د خپل ژوند د انکشاق او پر مختګ لپاره ژور او مثبت فکر وکړو، او له هم دې لارې خپلي ستونزي او مشکلات حل او فصل کړو. موږ باید خپل ژوند خپله بدل کړو، هیڅوک نه شي کولای
زموږ ژوند بدل کړي دا موږ یو چی خپل ژوند خپله بدله ولی شو. نو د پایلې په توګه ویلی شو ، که غواړی ځان د سیالانو سره سیال کړی او دکمال لوړو پړیوته ورسیږی،
نو ژور او مثبت فکر وکړی.
06.11.2022
- خيرالله ياد
په اوسنۍ نړۍ کې پر ډيری داسې ميکانيزمونو خبرې کيږي، چې په پلي کېدا سره يې خفګان کنترول او لهمنځه وړلی شو. دا ميکانيزمونه ټول هغه ممکنه لارې موږ ته په ګوته کوي، چې څنګه په اسانۍ او سهولت خپل ژوند پر مخ يوسو. د کايناتو شته نظام د خفګان د لمنځه وړلو ټول فرصتونه لري. يوازې شپه او ورځ چې الله تعالی د سکون موندلو لپاره پېدا کړي؛ د بې سارو بېلګو په ډله کې يوه نمونه ده. نوره نړۍ په ځانګړې ډول لويدځ ډيری داسې پوهان لري، چې د تشويقي وينا پر اساس خلک له سختيو سره مبارزې ته هڅوي. دا چاره ښه اغيز...
07.11.2022
- سرلوڅ مرادزی
نور کوي ملا پټ د جومات په پس خانه کې بوخت بیا په ممبر کې دی د حورو افسانه کې ویني محتسب چې په ښکاره ساقي ته بد وايي ساتي بوتلونه پټ د جیب په میخانه کې سپور شو د رویا پر سپرلۍ، پورته شو له ځمکې نه وخاته اسمان ته د یو ګوټ په پیمانه کې شیخ ګوره د هرې تسبیح تاو کې الله هو وايي ښخ يي دی نظر د کوڅې هر یو زنانه کې پير چې د ریا قبا په غاړه ابدي ګرځۍ تخم د بېلتون شیندي په هره زمانه کې ژوند رانه قصو او افسانو د وخت تروړلی دی ځکه استوګن یوو د نړۍ په ویرانه کې...