هېڅ ګمان دبهتری ورباندې مه کړه
کهتری ده وار په وار د د ې ذنیا
»رحمن بابا(ع)«
تام وېست په خپل خره سپوردی اوس باید ووایی چې دافغانستا ن له اسلامی امارت سره، نه طالبان. بنا ء پردې دلیل ویلی شوچې ددریم ګړی هېواد لپاره دناستو اومذاکراتو اړتیا نشته او نه دومره دتحریمونو ناندرۍ اوپلمې په کار دی.که افغانان واقعا له حرص او هراړخیزه بن بست څخه لاس واخلی او بین الافغانی لوری ته مخه کړی نو دڼړیوالو هېوادونو او نوروبهرنیو شبکو جاسوسانو او چم وهونکو سازش کارو لپاره ځای نه پیداکیږی.دموږ خرابی داده چې دقدرت او پیسو لپاره پټې او ښکاره معاملې کوو نو ځکه چین ، امریکا، روس ، ایران ، پاکستان ، هند او.........پوهیږی نو ددوی په وړاندی سیاسی کلک درایت او تعادل نشو ساتلی. لنډ مثال یی دمفتی اجمل سالارچې دنجونو دښوونځیو تړلوڅخه ېې نامعلومه معجزه جوړه کړه.خو زنده باد دپوهنتون استاد ناصر شفیق عالمانه دریځ!
د افغانستان لپاره د متحده یاالاتو ځانګړي استازي چې دافغانستان سیاسی ظرفیت ، تاریخی کړکېچ ، او بین الافغانی اړیکی او ضرورتونه نه پېژنی او نه یې فرهنګ سره بلد دی، خودغه فرصت موږ په لاس ورکوو امریکا ویلی شی چې له اسلامی امارت سره د څه ډول سیاست،اعتماد او باور جوړولو په حال او راتلونکی کې ده؟،امریکا افغانستان ته په تېره دوه لسیزوکې دیوې ژرندې په سترګه کتلی، نه دیوه ملت په توګه! واشنګتن خو تېر ځل په افغانستان داټکل په سوچ د تروریزم تر نامه لاندې پر رڼا ورځ خلاف دبشری حقوقو ، دموکراسی، عدالت ، انصاف او دانسانی نورمو نو په بربنډه توګه تیری وکړ ملګری ملتونه چېرې ول چې اوس ۹۰ سلنه دبېوزلی خبر ورکوی ؟ تام اوس که ټینګار کوی په کوموبشری اوحقوقی شواهدو؟دی وایی« واشنګتن بیابه د ا اجازه ورنه کړی » داګواښ ښیی چې واشنګتن هسې په فضول سوچ دترهګری په نوم دغه هېواد یو خل بیا تورنوی خوپه حقیقت کې افغانستان تیر ځل هم د ترهګرو ډلو خوندي ځاله نه وه او له دې وروسته به هم بدل نه شي. طالبان او امریکایان له پاکستان سره د بن له ککړې پرېکړه لیک دمخه د افغانستان په تېروناوړو وچو سیاستونواو اشتباهاتو کې دتاریخ ګډ ملګری ول.درېواړه پټه خوله دی نه وایی چې امریکا ته چا دغه پلمه په لاس ورکړه او په کوم ترورېزم باندې یې پرافغانستان برید وکړاو طالبان وځپل شول؟دې استخباراتی هیاهو او اخ اوډب خو ټوله سیمه په سر اخیستې وه!غل دې وی په انصاف!
تام وېست یو اماتور دی لکه زلمی خلیلزاد دافغانستان په ټولو ناکامو ازمویلو مخالفو په کورونو وځی او ننوځی دغه ډول دریمګړیتوب اوتورګړیتوب په دې سیمه کې دامریکې لوی منافقت او بن بست دجهاد له وخت راپیل شوی دی چې اوبه خړوی او ماهی په کې نیسی دا مستقیم او غیر مستقیم اړیکی نه لری. امریکې ته شرم په کار دی چې د یو داسې مظلوم ملت یوشمېر یې پالی او یوې کتلې ته دسیسې اولانجې جوړوی چې هغه په ملیونو دفقر له کچې ټیټ ژوند کوی دهغوی اسلام څه ملامت دی ، طالبان دارګ ننوتلو ته په بېړه کې وه نه ملی او اسلامی زعامت ته ځکه دا وخت یې غنیمت ګڼلی او هغوی هم په انحصار کې ولس په ګروګان نیولی وړوکې ماشومان یی په خبریزه مسایلو کې دولس برخلیک ته په وچ احساساتی سیاست کې بې له ابتدایی معلومات اهانت کوی داهم عین دجمهوریت افغانان دی کوم بل ځانګړی امتیار نه لری.له نشتو مېړو ملک شو میرو!
دغه جګپوړی، داسمه ده وایی که په رښتیا ووایم مانا داچې دروغ هم وایی.داسمه ده چې پاکستان ته اړه نشته خو استخباراتو موټوله نړۍ ګنګسه او ګېچه کړې. ستا اوستاسی اړیکی له اسلامی امارت سره باید مانا لرونکی مفهوم ولری نه لوبه کوونکی او چم وهونکی تګلاری!
امریکا بایددخپل ظرفیت په تناسب ګام اوچت کړی افغانستان دنیابتی جګړو له لاس ټپی شوی. دامریکا په څېر امکا نات نه لری . سیالی اوپېغور ، غچ او سوړ جنګ دلته بې مفهو مه دی دواړه د دې وړوکې نړۍ کلی او کور دی.رغنده سیاست اړین دی او داژبه باید راژوندی شی.سوله بهترین انسانی صفت دی وګوری دشاتو مچیو ته!
تام ویسټ وویل: "زه فکر کوم چې موږ د باور جوړولو په لور روان یو. دا اوښ اوس لاهم فکر کوی خو پرته له شکه، دی وایی په افغانستان کې د متحده ایالاتو ترټولو لویه ملي ګټه دا ده چې دا ډاډ ترلاسه شي چې دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټن ځای بدل نشي چې احتمالا مونږ ته ګواښ پېښ کړي. له همدې امله مونږ له طالبانو سره په دې برخه کې عملا خبرې کوو. دبې منطقې زوی څنګه؟ دې ملامتی ته ګور ی ایا دا تورن کیدل یومثبت اړخ دی؟
د افغانستان پخوانیو القابی،تنظیمی او ان تر ع غ پورې حکومتونو په وار وار پاکستان د طالبانو په تمویل، تجهیز او وسله والو کولو تورن کړی، چې پاکستاني چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي. خو ددې خبرې سیاسی اړخ دادی چې دافغانستان یو حکومت هم په دې نه دی بریالی شوی چې دباکستان په وړاندې یوه ژوره باثباته او مستحکمه ستراتیژی غوره کړی اوبل د پاکستان فوجی اداره یوه بې شرمه بې حیاءاداره ده چې دا تورونه ردول او نادیده ګنل ورته هیڅ ښکاری خکه افغانستان خو باکستان ته دجهاد له وخته دلنګې غواحیثیت لری.« پولی او اقتصادی سیاست او خدمات »
ښاغلي ویسټ همداشان تائید کړه چې د روان کال د جون په وروستیو کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو معما وروسته!، امریکایي چارواکو دوه اونۍ وړاندې د لومړي ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې خو خبره داده څه چې کټوی کې وی هغه په څمڅۍ کې هم راوځی!دواړه له افغان ولس سره مخلص نه دی.
د سي ان ان تلویزیوني شبکې د اکتوبر په اتمه د دوه باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې دا لیدنه د امریکا د استخباراتو د ادارې (سي آی ای) د مرستیال« ډیویډ کوهن» او د طالبانو د استخباراتو د مشر «عبدالحق وثیق» ترمنځ شوې ده خو کاشکې وثیق له افغان ولس سره دقضیی ټول پس منظر،شک او تردید، تجربه اوکړنلاره شریکه کړی وای نو دتام ویست د شنه ، ژېړاوسره چراغ پته هم لګېده.
خو ښاغلي ویسټ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې نه غواړي په دې غونډه کې د نورو امريکايي چارواکو شتون تائيد او يا رد کړي خبره روښانه ده عین پټ او ښکاره جوړ جاړی د حاکمو طالبانو له لوری داسلامی امارت له ادرس څخه له یو عالم ستونزو جمع طبیعی فجایعوسره دنا اهلوپرمټ پر ولس تحمیل او له امریکا سره په استخباراتی بنه کیږی.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي وویل چې په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو پر مهال الف: د ښځو د حقونو،ب: تر منځني ښوونځي پورته د نجونو د زده کړې،ج: د ښځو لپاره د کار حق،د: له ترهګرۍ سره د مبارزې اوه: د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په ګډون له طالبانو سره د خبرو اترو عمده مسایل ګروګان ډوله ښيی او انحصاری کوی یی. دې ابجد فارمولا کې لومړي د ترهګری او دنورو ستونزو ترمنځ باید توپیر وشی یوه خبره بله موضوع لکه څنګه چې اسلامی امارت وایی دا زموږ کورنۍ موضوع ده، چې ده! دا امریکا ته لوی شرم دی وا یی ږیره دما اوواک یې دملا ، ښخې دموږ، وطن زموږ او غم یې امریکا خوری اوهغه هم دپروتوکول پر بناء که دومره خواخوږی وه نو داشل کلن مسولیت څه لوبه وه؟د افغانستان ولس سترګې اوذهنیت لری .حق لری او درایت.خیر دی که ملا متقی سیاسی پوهه نه لری خو چوکۍ ښه ډکه ور باندې معلومیږی.
ویسټ له طالبانو سره د دوحې وروستيو خبرو ته په اشارې سره وويل: "موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پراخې خبرې وکړې. د القاعدې په اړه زمونږ د اندېښنو ترڅنګ، د داعش سره د طالبانو د مبارزې په اړه مو هم خبرې وکړې. داعش چا جوړ کړی اود ټولو افغانانوپر ضد یی د ګډ دښمن په نوم کاروی.څوک دالرې ورکوی او ...........
د امریکا دغه مقام د هزاره ګانو په وړاندې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل: "د هزاره ګانو په وړاندې وحشتناک بریدونه باید ودرول شي. دا یو له هغو موضوعاتو څخه و چې [له طالبانو سره] پرې بحث وشودادویست کار او مسولیت نه دی امریکا کې کوم هېواد دا مسولیت په غاړه اخیستی؟.
ښاغلي ویسټ دا هم وويل، چې امريکا د افغانستان لا ثبات سره ژوره لېوالتيا لري، خو ټينګار يې وکړ، چې "زموږ په اند او فکر کوو د سيمې نظر هم دی، موږ بايد د طالبانو او د هغو افغانانو ترمنځ د ملي سیاسي خبرو اترو د پیل کیدو شاهد واوسو خو نه یوازې دیولوری دادولسیزې مرداریو شاهد هم اوسی راشی پاک یې کړی دامرداری مو دتاریخ له څپو وباسی چې د هیواد له بډایه تنوع استازیتوب کوي."
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې خبرې اترې باید ډیرې جوړونکي وي او "د بهرنیو قدرتونو له خوا تحمیل نه شي، د متحده ایالاتو دنده نه وي چې دا ډول دیالوګ طرحه کړي؛ افغانان یې باید طرحه کړي بهرنی ړانده قدرتونه دې ړندې سترګې لومړی خلاصې کړی اوخپل علاج دې وکړی."
ټام ویسټ په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې د ټینګار تر څنګ ویلي، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ عملیاتي مشارکت ونه شي دې پروژه کې مجهول سیاست پروت دی ولې پاکستان دلته خبل ځان متحد غړی بولی.
هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې طالبانو هم څرګنده کړې چې دا د دوی جګړه او مبارزه ده او د دوحې د هوکړې له مخې دوی ویلي چې دوی په خپلو ژمنو عمل کوي، چې ترهګر موږ او زموږ متحدینو ته ګواښ نه پیښوي وایی بګیرش که نګیردت."
د متحده ایالاتو دغه جګپوړي خوسکی چارواکي زياته کړه چې په تير کال کې د افغانستان له خاورې څخه په تېره بيا د داعش له خوا د تاجکستان، ازبکستان او پاکستان پرخلاف تروريستي بريدونه شوي دي چې د امريکا د جدي انديښنې سبب دي او بايد د دغه شان بريدونو مخه ونيول شي هو! دهغه پاکستان چې له امریکا سره دتروریزم په اخور یو خای پروړه خوری. دې ته وایی دجګپوړی،منځپوړی، قاصد زاغ منفی او دتورلګونې بل لید لوری.