لنډیز:

د دغې مقالې په منځپانګه کې د ملي ترمینالوژۍ د پېژندنې په اړه له کره سرچېنو څخه د اخیستل شویو تعریفونو، په جغرافیوي اډانه کې د ملي ترمینالوژۍ په محدودیتونو، په ملي ترمینالوژۍ کې د ملي ژبې په ارزښت، د ملي ترمینالوژۍ د نه شتون په ستونزو، د ملي ترمینالوژۍ د رامنځته کېدو په څرنګوالي او دا چې د افغانستان په ملي ترمینالوژۍ کې د ملي ژبې تر څنګ د نورو کومو ژبو نومونې او اصطلاحات شتون لري، هر اړخیز ګړار او بحث شوی دی.

پيلیزه:

دا چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د ملي ترمینالوژۍ په اړه ډېری وخت د وګړو د ټیټې کچې پوهاوي له امله د ملي نومونو او اصطلاحاتو په اړه خپل منځي اختلافونه په شخړو اوړي او بهرنۍ کړۍ له دغو اختلافونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې نومونې د کلتوري یرغل په بڼه پر موږ مني او هڅه کوي چې زموږ د ملي ترمینالوژۍ نومونې څنډې ته کړي. څرنګه چې په اړونده سکالو کې د افغان ولس د پوهاوي کچه ټیټه ده، دوی هم په ناخبرۍ کې د نورو هېوادونو د ملي ترمینالوژیو تر اغېزې لاندې راځي او د خپلې ملي ترمینالوژۍ پښې وهي، نو ما هم اړینه وګڼله چې د افغان ولس د ناسم پوهاوي د حل په موخه د ملي ترمینالوژۍ د پېژندنې، ځانګړنو، ارزښت، نویزونو او ساتنې په اړه دغه پوهنیزه مقاله له بېلابېلو سرچېنو او اخځلیکونو څخه چمتو کړم، هیله ده چې لوستونکي به د دغې مقالې په لوستلو سره د ملي ترمینالوژۍ په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړي.

موخه:

د افغانستان وګړو ته د ملي ترمینالوژۍ د پېژندنې، ارزښت، ساتنې او بډاینې په اړه پوهاوی ورکول.

میتود:

د مقالې په لیکنه کې د شننې او ارزونې له میتود څخه کار اخیستل شوی دی.

د ملي ترمینالوژۍ تعریف او سپړنه:

ترمینالوژي(Terminology) له انګرېزي ژبې څخه اخیستل شوې کلیمه ده، چې په پښتو ژبه کې یې نومونې او په عربي ژبه کې یې اصطلاحات بولي. په لنډه توګه یې داسې تعریفولای شو: ټول هغه ویونه او کلیمې چې د یو هېواد د بشپړې جغرافیې د ټولو ژبو په منځ کې یو ډول کارول کېږي او یا یې د شته دولتونو له لوري په ټول هېواد کې په یو ډول کارول اړین ګڼل شوي وي، ملي نومونې (ملي ترمینالوژي) بلل کېږي او یا په بله بڼه ملي ترمینالوژي د ملت په کچه د کړکېښ په اوږدو کې د واکمنو دولتونو له خوا منل شوې نومونې، نښې، کوډونه، سمبولونه او نور پوهنیز او اداري اصطلاحات او مقولې دي چې هره یوه یې په خپل ځای کې ځانګړې مانا او موخه څرګندوي. ملي ترمینالوژي د یو هېواد له نوم څخه نیولې؛ تر ټولو لویو او کوچنیو رسمي او نارسمي چارو پورې د نوم ټاکنې په بڼه رامنځته کېږي او د یو ملت یا هېواد د ملي ځانګړنو او پېژند بڼه غوره کوي. د یادونې وړ ده چې د هر هېواد د ملي ترمینالوژۍ بنسټ د هماغه هېواد ملي ژبه جوړوي او ملي ژبه د یو ملت د توکمیز ډېروالي او لوړې سلنې له مخې ټاکل کېږي.

ملي ترمینالوژي په جغرافیوي اډانه کې:

ملي ترمینالوژي د هر هېواد د پولو په اډانه کې محدودې نومونې دي، چې په هماغه جغرافیه کې له ځانګړې مانا او ارزښت څخه برخمنې وي. هېڅ هېواد نه غواړي چې د بل هېواد نومونې او اصطلاحات د دوی له پولو څخه ورتېر شي او ملي ترمینالوژۍ ته یې زیان ورسوي، بلکې دغه ډول کړنې کلتوري یرغل بلل کېږي، دولتونه یې د مخنېوي لپاره بېلابېلې هڅې ترسره کوي او دا چاره خپله ملي دنده او مسوولیت بولي. دا خبره بېخي ناسمه ده چې وایي «ویونه پولې نه پېژني»، هر هېواد د خپلې ملي ژبې پر بنسټ ملي نومونې، ویونه او اصطلاحات د ملي ترمینالوژۍ په توګه ټاکي او د امکان تر بریده هڅه کوي چې د نورو هېوادونو د ژبو ویونه د دوی له سیاسي او کلتوري پولو څخه ورتېر نه شي، په ځانګړې توګه هغه ویونه چې د نورو هېوادونه له لوري د ټاکلو سیاسي او کلتوري موخو په پار په یرغلیزه توګه رېښه پیدا کوي؛ خو دلته د اړتیا سکالو هم له پامه نه غورځول کېږي، که چېرته ځینې نومونې او اصطلاحات زموږ په ژبه کې شتون ونه لري او یا هغوی ته ورته او مترادف ویونه ونه لرو؛ نو بیا اړتیا لیدل کېږي چې د نورو هېوادونو اصطلاحات را واخلو، د بېلګې په ډول: راډیو، تلویزیون، ټیلیفون او داسې نور؛ خو موږ نه شو کولای له انګرېزي ژبې څخه د سوپریم کورټ(Supreme court) اصطلاح په خپله ملي ترمینالوژۍ کې ومنو، ځکه دا منطقي نه ده چې د خپلې ملي ژبې د منل شوې نومونې(سترې محکمې) پر وړاندې یې وکاروو او بله اړینه خبره دا ده، که چېرته د یو هېواد د ملي ترمینالوژۍ نومونې د نورو هېوادونو له پولو څخه تېرېدلای او کلتوري یرغل نه بلل کېدلای، نو ولې په ایران کې پوهنتون ته (دانشګاه) او په تاجکستان کې (دانشسرا) وایي؟ په داسې حال کې چې دوی په ژبو کې سره نږدې دي. خو دلته خبره د ملي ترمینالوژۍ ده چې دولتونه یې د خپلو پولو په اډانه کې له هر ډول کلتوري یرغل او لاسوهنې څخه د ساتلو مسوولیت لري. که اټکل وکړو یو څوک په انګلیستان کې پوهنتون ته د یونیورسیټي پر ځای دانشګاه ووایي، آیا انګرېزان به یې ورسره ومني او یا په ایران کې څوک د دانشګاه پر ځای د پوهنتون اصطلاح وکاروي، آيا ایرانیانو ته به د منلو وړ وي؟ که ځواب مو نه وي، افغانستان هم یو بشپړ خپلواک هېواد دی او ځان ته خپل قوانین او کلتور لري، نو له خپلو قوانینو او کلتور سره سم باید د افغانستان دولت خپلې ملي، پوهنیزې او اداري نومونې وساتي او اجازه ورنه کړي چې د سیمې هېوادونه په پرله پسې کلتوري یرغلونو سره زموږ ملي ترمینالوژي د ملي اصطلاحاتو له اړخه د نیستۍ په موړګه ودروي.

په ملي ترمینالوژۍ کې د ملي ژبې ارزښت:

ملي ژبه د هر هېواد د ملي پېژند نښه ده، د بېلګې په توګه: تاجکي د تاجکستان، ازبکي د ازبکستان او ترکي د ترکیې ملي ژبې دي او هغوی یې د خپل ملي پېژند په توګه پېژني، په داسې حال کې چې په پورته یادو شویو هېوادونو کې ګڼې نورې ژبې هم شتون لري؛ خو دلته اصلي خبره د ډېرکیو د ژبې ده، چې لږکیو د ملي ژبې او د هېواد د پېژند په توګه منلې ده او زیاتره ملي اصطلاحات هم د ډېرکیو په ژبه ټاکل شوي دي چې د اړوندو هېوادونو په ټولو ژبو کې په یو ډول ویل کېږي او هېڅوک یې مخالفت نه شي کولای. نو له پورته نړیوالو اصولو سره سم د افغانستان ټول اوسېدونکي هم باید د ډېرکیو ژبه (پښتو) د ملي ژبې او پېژند په توګه ومني او په دولتي کچه یې د ساتنې او بډاینې لپاره هڅې وکړي.

د ملي ترمینالوژۍ د نه شتون ستونزې:

که چېرته په یو هېواد کې د ملي ترمینالوژۍ په اډانه کې ځانګړې نومونې او اصطلاحات رامنځته نه شي او د هغه هېواد د بېلابېلو ژبو ویونکي له خپلې ژبې سره سم ملي، پوهنیزو او اداري ځایونو ته بېلابېل نومونه واخلي، نو په دولتي چارو کې به د لویې ګډوډۍ سبب شي او هېڅوک به هم د یو ځای، کس، رتبې او څانګې په پیدا کولو او پېژندلو کې په آسانۍ سره بریالی نه شي. د بېلګې په ډول: په افغانستان کې موږ د ملي ترمینالوژۍ له مخې د لویې څارنوالۍ، پوهنتون، پوهنځي، پېژنتون، زېږنتون او یا د ښاروالۍ منل شوې نومونې لرو، دا هېڅ امکان نه لري چې په یو هېواد کې دې لویې څارنوالۍ ته په پشه یي، نورستاني، ازبکي، ترکمني، پامیري، بلوڅي، دري او نورو ژبو کې لسګونه نومونې وکاروو. دا ډول کار د انساني کړکېښ په لړ کې د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه پخوا شوی او نه هم اوس شتون لري. که چېرته موږ د یوې ملي نومونې پر ځای له ګڼو نومونو څخه کار واخلو، دا چاره په هېواد کې د وروڼو توکمونو تر منځ د بېلتون او پاشلتیا سبب کېږي، ځکه هر څوک به هڅه کوي چې د ملي نومونې پر ځای د دوی د ځایې ژبې اصطلاح ومنل شي او نورې ژبې څنډې ته کړي.

ملي ترمینالوژي د چا لپاره رامنځته کېږي؟

ملي ترمینالوژي د نړیوالو او سیمې د هېوادونو د غوره پوهاوي په پار نه رامنځته کېږي، بلکې هر هېواد ته د خپلو هېوادوالو پوهاوی، ژبه او کلتور اړین دی، موږ نه شو کولای چې د نړیوالو د ژبو، لهجو او تړنګونو په پار خپله ملي ترمینالوژي کړکېچنه او د پردیو د کلتوري ګټو قرباني کړو.

د افغانستان په ملي ترمینالوژۍ کې د کومو ژبو نومونې او اصطلاحات شتون لري؟

یوه خبره باید له پامه ونه غورځول شي چې د افغانستان ټول وګړي د (افغان) نومونې تر چتر لاندې د یو ملت په توګه ژوند کوي، د دې لپاره چې د نړۍ له نورو ملتونو سره مو توپیر وشي، د ملي، اداري، پوهنیزو او نورو اړینو برخو لپاره په هېوادنۍ کچه ملي نومونو او اصطلاحاتو ته اړتیا لرو، له نېکه مرغه په افغانستان کې ملي نومونې له ډېر پخوا څخه رامنځته شوې دي او ټول افغانان د هېواد په هر ګوټ کې پرې پوهېږي. د یادونې وړ ده چې ځینې شریرې کړۍ داسې ناسمې آوازې خپروي چې د افغانستان ملي ترمینالوژي یوازې په پښتو ژبه ده، په داسې حال کې چې دا خبره ناسمه ده او د دوی موخه د وروڼو توکمونو تر منځ د نفاق اور بلول دي. دا سمه ده چې د افغانستان ملي ژبه پښتو ده، خو په ملي ترمینالوژۍ کې سل سلنه ټولې نومونې په پښتو ژبه نه دي، بلکې د افغانستان په ملي ترمینالوژۍ کې د دري، فرانسوي، عربي، ترکي، یوناني، انګلیسي او داسې نورو ژبو نومونې او اصطلاحات هم شامل دي؛ د بېلګې په ډول: کاغوش(د سرتېرو د خوب کوټه)، قراول(د پوځي چوڼۍ دروازه) او قول اردو له ترکي ژبې څخه اخیستل شوي اصطلاحات دي، موټر، ماشین، کمپيوټر، موبایل، تلویزیون او راډیو له انګلیسي ژبې څخه اخیستل شوي اصطلاحات دي، محکمه، قضا‌ء، وزارت، ریاست او ولایت له عربي ژبې څخه اخیستل شوي اصطلاحات دي، لېسه او کانکور له فرانسوي ژبې څخه اخیستل شوي اصطلاحات دي، د ورځو نومونه، دفتر، بست، استاد، حاضري، قرارګاه او داسې نور ګڼ ویونه له دري ژبې څخه اخیستل شوي اصطلاحات دي او همدارنګه اکاډمي او پولیس له یوناني ژبې څخه اخیستل شوي اصطلاحات دي؛ نو که د دولتي او نادولتي ځایونو، پوځي رتبو، بولنو او پوهنیزو رتبو نومونه په ملي ژبه (پښتو) ټاکل شوي وي، باید د افغانستان ټولو وګړو ته د منلو وړ وي او په ټولو چارو کې یې په پام کې ونیسي. د یادونې وړ ده؛ چې له پردیو ژبو څخه د اصطلاحاتو خوښول او پورول د هر چا دنده نه ده او د اړتیا پر وخت دا کار باید د مسوولو چارواکو په لارښوونه د هېواد د علومو اکاډمۍ د ژبپوهانو په مرسته په بشپړ احتیاط سره ترسره شي.

تجربو ثابته کړې ده؛ کله چې یوه پردۍ اصطلاح ملي ترمینالوژۍ ته دننه شي، ځینې نور ویونه هم له ځان سره راوړي، ځکه له هر مصدر څخه نورې کلیمې زېږېږي، چې په ژبنيز چاپېریال کې خورا ستونزې پیدا کوي او یا د ستونزو د حل لامل کېږي، د بېلګې په ډول: د افغانستان په ملي ترمینالوژۍ کې عربي ژبه ډېرې ژورې ریښې لري، په ځانګړې توګه د افغانستان حقوقي او قانوني اصطلاحات کابو ټولټال په عربي ژبه دي، دلته یې یوه اصطلاح د بېلګې په توګه را اخلو؛ لکه محکمه چې مصدر یې حکم دی او د حکم له مصدر څخه محکمه، حاکم، محکوم، محکوم علیه، محکومیت، حاکمیت، محکوم له، محاکم او ګڼې نورې کلیمې زېږېږي، چې د غوښتنې پر وخت اړتیاوې پرې پوره کېدلای شي، خو که د ایران په غوښتنه په افغانستان کې د محکمې پر ځای دادګاه وکارول شي، دلته پوښتنه را ولاړېږي چې د دادګاه له اصطلاح څخه د اړتیا پر وخت څومره کلیمې زېږېدلای شي؟ څرګنده خبره ده چې په پورته شمېر کلیمې نه شي ترې زېږېدلای او کاروونکی یې اړ دی چې نورو کلیمو ته د اړتیا پر وخت بېرته د حکم مصدر ته ور وګرځي، نو بېرته ګرځېدل یې داسې مانا لري چې یو څوک د یوې نومونې او اصطلاح له اصل څخه انکار کوي، خو فرعي اړخونه یې ورته د منلو وړ وي، چې دا کار یې په روښانه توګه له منطق سره په ټکر کې دی.

پایله:

ملي ترمینالوژي د هېواد ستر ملي ارزښت او پېژند دی، چې د هېواد په ټولو توکمونو پورې اړه لري. دولت او چارواکي یې باید په ساتنه او بډاینه کې هڅې وکړي او له هر ډول کلتوري یرغلونو څخه یې وژغوري. د ملي ترمینالوژۍ بډاینه او نویزونه د هېواد د علومو اکاډمۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده، هېڅوک پکې د کمونې او زیاتونې حق نه لري، هر څوک چې پکې د ګوتو وهلو هڅه کوي، باید د ملي خیانت په تور محاکمه شي، تر څو د هېواد ملي وقار لوړ وساتل شي او د کلتوري یرغلګرو شومې موخې ناکامې شي.

اخځلیکونه:

۱. هوډمن، محمد اجمل. ۲۰۱۴ هـ ل. ملي، اداري او پوهنیزو اصطلاحاتو کې لاس وهنه ملي خیانت دی. مقاله: بېنوا وېبپاڼه.

۲. غفوري، نورمحمد. ۲۰۰۸ هـ ل. د ملي ترمینالوژۍ په پام کې نیول اړین دي. مقاله: روهي وېبپاڼه.

۳. مرادزی، سرلوڅ. ۲۰۱۲ هـ ل. هر هېواد خپله ملي ترمینالوژي لري. مقاله: بېنوا وېبپاڼه.

۴. احمدزی، عبدالله ابن مبارک. ۲۰۱۵ هـ ل. پښتو ژبه کې د پور ویونو کارونه. مقاله: نن وېبپاڼه.

۵. د پښتو او انګلیسي ویکیپېډیا.

۶. د کامبریج انګلیسي قاموس.