لا آزان نه و شوی چې په کوڅه کې د خلکو شور ماشور له خوبه راپاڅولم. د بام سر ته په بیړه جیګ شوم, چې وګورم څه خبره ده?
تیاره وه خلک نه پېژندل کېدل, خو په غږېدا یې شکمنیدم, چې د کلي ټول مشران په کې بوخت دي. زر را کوز شوم, چې د باندې ورشم. د کور ور مې پرانیست, ګورم چې خلکو ټېل ماټيل جوړ کړی دی, ګرد چاپیره راتاو دي, غال مغال دی, یو بل خبرو ته نه سره پرېږدي. کوښښ مې وکړ چې ټولي ته ورننوځم, چې اوس کیسه څه ده?
د کلي ملک وزیر خان را غږ کړ چې پادشاخانه ښه ده چې ته هم راغلې, څنګه وکړو دا جنازه اوس خښولو ته نه را کوي, ته يې پخولا کړه!
ګورم چې په منځ کې لویه جنازه لکه څلوېښت ګزی مړستون ايښې ده.
دلته نو آزان شوی دی, لږ لږ رڼا په خورېدو ده, غږ مې وکړ: رب ج ته وګورئ, کیسه یوه کړئ, غوږ ونيسئ. دا جنازه د چا ده, ولې یو بل خبرې ته نه سره پرېږدئ?
ملک وزیر خان ووې چې ته لا خبر نه يې د شپې ناوخته منطق خان چا وژلی دی, اوس یې په خښولو نه سره جوړيږو, چې د مشرکینو په هدیره کې یې خښ کړو که د مسلمانو?
په زړه کې سخت پرې خفه شوم, له سترګو مې اوښکې راغلې غونی مې ځیږ شو, غوښتل مې اوښکې مې د کلي خلک ونه ويني, سړه ساه مې اوښکله, ومې وې چې منطق خان خو د کلي ټولې ستونزې را حلولې اوس چې دی نه شته په خښولو یې نه سره جوړيږو!?
خیر, که منطق خان مسلمان وي, د مسلمانو جلګه یا هدیره کې یې خښ کړئ, که مشرک وي, د مشرکینو.
خلک سره و بونګېدل; نادر غږېږې, مشرکین دلته چېرې دي?
هغه د اسلام نه مخکې هدیره کې خو اوس څوک نه خښیږي.
سردار خان را غږ کړ چې منطق خان چندانې شی نه و, همغه پخونۍ هدیره کې یې خښوو.
ما وې ګورئ, مشرکینو وژلی که مسلمانانو?
وې يې چې زموږ کلی شکر دی ټول مسلمان دی, پلار او غور نیکه يې هم مسلمانان دي, نو مسلمان به وژلی وي.
نو بیا یې د کلي په لویه هغه لېرې هدیره کې خښ کړئ, پرېږدئ, چې زمونږ او تاسو څخه لېرې لږ ارام ويده شي,تر څو یې روح زموږ کړو وړو ته نارامه نه شي.
دعا وکړئ, ربه منطق خان ښه سړی و, ته يې وبخښې, پرې ورحمېږې.
امین