ديو يار بې وخته مرګ
نجيب عامر
اجمل انده ! دا څه د لوى غم خبر دې له ځانه سره راوړى و .داپريل لومړۍ هم نه ده، شپږمه ده چې ګوندې ووايم ته به ( داپريل ټوکه ) کوې .ته ارو مرو رشتيا وايې خو زما زړه لېونى دى چې د غرقاب د مرګ خبر نه شي قبلولى .غرقابه ! ځواني مرګه چې داسې په ځوانۍ کې جدا کېدې نو کاش چې مې له سره درسره پيژندلي نه واى .
ماته اوس هم ياديږي چې دبهير د شاه دوشمشېره غونډې ته استاذ لال پاچا ازمون غرقاب له ځانه سره راوستى و .د سټيج واک لکه چې د عابد سره و ،د مشاعرې په منځ کې يې دشعر د لوستلو لپاره يوداسې مستانه اود ژوند نه ډک شاعر ته بلنه ورکړه چې دهغه د شعر د لوستلو په انداز ټول بهير وال حيرانه شول .
صفت الله غرقاب ،چې خوله يې له خندا نه ډکه وه ،ونه يې دنګه نه وه خوغرقاب ( ګلاب که ټيټ دى د لونګو بوى ترې ځينه ) غوندې سړى و .دطالبانو وخت و او ږيره د هر چا پر مخ وه خو د غرقاب هغه موقتي نه وه .
ټسې شوې ټسکې شوې سور اور ته ووړکي لاړل
خدايه ورته خير کړې دره نور ته ووړکي لاړل
په هغوورځو کې په نور دره کې د طالبانو واکداري وه . د اولسوال ورور ( خداى دې وبښي )احمد دغرقاب صيب ملګرى و اود خوګياڼو ډېر نور ځوانان په دې دره کې دحضرت علي دمجاهدينو سره ماشه په ماشه وو .غرقاب نه طالب و او نه مجاهد خو بس دا چې احمد يې د کلي و او دده يار و نو د هغه د سر سلامتي يې غوښتله .
هو ! غر قاب همداسې يو سړى و ،نه يوازې د احمد يار وبلکه زما په ګډون د ډېرو يار و او د هر چا د سر سلامتي يې غوښتله .شعر به يې ښايسته و کنه خو دده انداز ډېر ښايسته و. او په هم دې مخصوص انداز يې د ډېرو زړونه ګټلي وو .عين د صميم صيب زړه يې هم وړى و .
څه عجيبه غرقاب و ،دلويو شاعرانو په ليکه کې نه وو ولاړ خو ژوند يې ټول شاعرانه و .چې چېر ته شاعر و، ته به وايې دده دکاکا زوى و ،په ټولو مين و او په اجمل اند خو دومره مين و چې دوزيرو بازار ته که به څوک دده درختونو دوکان ته ورغلو نو که داند نوم به يې مازې ياد کړ غرقاب صيب به بيا ورته جوړه قيچي کړې وه .
اجمل هم ورته ډېر عقيدت لرلو ،تر څو چې دشاهين ټاون په (کابلي هوټل ) کې داند کرايي کو ټه وه ،غرقاب صيب به ورته کله کله راته او وړکى غرقاب (ثناالله ) به هم ورسره و .
نه پوهيږم ولې نن د فلم غوندې د هغه د ژوند ځيني صحنې زما ستر ګو ته وړاندې وړاندې کيږي .دغرقاب ارمان و چې کشر غرقاب د قلم والو سره نزدې پاتې شي او لوى نوم پيدا کړي .اوس ثناالله لوى شوى او دپلار دا لوى غم زغملى شي خو خداى دې وکړي چې دپلار ارمان پوره کړي او لوى قلم وال شي .
ثنا الله روکيه ! نه پوهيږم ته به زما دا ټکي لولې کنه ځکه چې ته به دپلار غم پالې خو زه درته د لوى باچا نه صبر غواړم اودغرقاب صيب وير درسره يو ځاى ژاړم ، ته دې لوى شې ، ته دې پوى شې ...............
پېښور - پښتونخوا
٢٠٠٨ اپريل ٦