ژوند ته دګدا په سترګو ګورمه
ځان ته د پاچا په سترګو ګورمه
څنګه غرني خويونه لري کړم
ښار ته د بيديا په سترګو ګورمه
واړه انسانان راته واړه ښکاري
خدايزده چې د چا په ستر ګو ګورمه
شپو يې نازولی زړه داغلی دی
پرخه د سباپه ستر ګو ګورمه
لاس د جوړوونکي څومره ښکلی دی
ګل ته د مولا په سترګو ګورمه
شپه چې نیمه تېره شي سجدې کوم
ور ځ کې د ریا په ستر ګو ګورمه
وه عامره څه وکړم خو زړه دی نو
شیخ ته د بلا په ستر ګو ګورمه
۲۰۰۸ اپریل ۴
پېښور