دعامر غزل
ستا د سترګو جنتونه راپه ياددي
ددنيا ټول راحتونه را په ياددي
دبادارو ستمونه مې هير نه دي
د ناداروحسرتونه راپه ياددي
ماښامى زه او ته دواړه په سيل وتي
دبلبلو اوازونه راپه ياددي
دصراط کيسه لا اوس هم ده مبهمه
دملا صاحب و عظونه راپه ياددي
ستا موندل خو څه وړه خبره نه ده
لوى بادار ته خپل سوالونه راپه ياددي
چې دنيا مې په زخمو مالګې شيندلې
ستاد صبر ټکورونه راپه ياددي
څو لويانو پرې شنې لښتې ورولې
خپل واړه واړه لاسونه راپه ياددي
٢٠٠٨- اپريل ١١
پېښور