افغانانو ملي اتڼ د یو لرغوني ژوندي ملي کولتور ښکارندوي


ملي اتڼ څه شی دی ؟
افغانان له آسیایي ولسونو سره ګډ خپل غني، ولسي ژوندۍ لرغوني افغاني کولتور لري. اتڼ د پښتني کولتور وېښه ژوندۍ ښکارنده ده. د پښتنو ملي ولسي دودیزه اتڼ د نړۍ له لرغونو هنرونو څخه ګڼل کیږي. ملي اتڼ د افغانانو د خوښیو ژوند دود، د ملي حماسي کولتور خوند، رنګ، شور، زور، جذبې په ژوندۍ بڼه بیانوي. د ملي اتڼ دودیزه ګډا د پیاوړي انساني ځواک، ارادې او جذبې سر چینه ده. د افغانانو ملي اټن یا ډله ییزه ګډا د پښتني متحرک هنر او افغاني کولتوري ژوندۍ زړه راکښوونکي له ویاړه ډکه ننداره ده. پښتانه په اتڼ کې د خپل ژوند سره ښکلي، فطري، هنري او خپلواکه وېښه مېنه ښیي. ملي اتڼ د پښتني کولتور یوه ژوندي په زړنو پورې پورې معنوي شتمني ده. د یو پښتون په نړیوال لید کې ملي اتڼ د ده د پلرنۍ هیواد د ملي کولتور یوه ځانګړي لرغوني نسلي میراثي نښه نښانه ده. ملي اتڼ د پښتنو د روحیاتو، جذباتو، ویاړونو او هنري احساس یوه پټه کوډکس شوي یا شفري ژبه ده. ملي اتڼ کې د پښتني ټولنې د عاطفي ژوند بیان او ټولنیز احساس په منظمو سپورتي حرکاتو کې ښوول کیږي. ملي اټن د یو ښکلي خوشاله، هوسا ژوند په لور تاویدل، څرخیدل او خوځیدلو مانا لري. د ملي اتڼ ډوهول، سورني او شپيلې غږولو سره سم د یو میړنې، غیرتمن، پټمن، جنټرمین، بریالي، ننګیالي او توریالي انسان احساسات، جذبات د لاسونو، پښو، سر او د بدن غړو ښورولو سره په ښکلي ریټمي هنري حرکاتو کې نندارې ته ایښودل کیږي.
ملي اټن د موسیقي آلو غږولو سره د انسان انساني روح او فزیکې فعالیت لوړوي. ملي اتڼ یوه پښتنه یا یو افغان له خپلځان او خپلې پښتونولي سره نښلوي. اتڼ په جګو، دنګو، دنګو غرونو، ازادو ډګرونو، ښکلو زرغونو درو او څپانده سیندونو په شاوخوا کې ډیر خونداور دی. ملي اتڼ د پښتنو د خپلواکې روح تازه کوي او وچتوي. ملي اتڼ د پښتون ولس د بېلا بېلو ټبرونو تر منځ د یووالي ملي احساس، زموږ احساس او د خپلوي احساس ځواکمنوي. د پښتنو په ورځنې ژوند کې ملي اټن یو رنګین ښایسته جشن دی. په ملي اتڼ کې د پښتنو ملي احساس او عالي کرکټر نندارې ته ایښودل کیږي. ملي اتڼ د پښتنو د ټولنیزو خوښیو، ملي او سیمه ییزو بریاو روح بیانولو کې خپل تاریخي رول لوبولي دی. ملي اتڼ د پښتني قبیلوي ویښ ژوند او کولتوري ژوند هېنداره ده. پښتانه اتڼونه په سیمه ییزو او ملي ښادیو، خوشالیو، ودونو، غزاګانو او د خپلواکۍ ګټلو په جشنونو کې کوي. له همدې کبله پښتانه نارینه او ښځینه، واړه او زاړه له خپل لرغوني ملي اتڼ سره د زړه له کومي بې کچه مېنه لري. اتڼ ځانګړي شاعري ادبیات لري څلورېزې، لنډۍ او ځانګړي سندري لري.
هره پښتنه او هر پښتون افغان اتڼ پیژني، اتڼ لیدلي یا اتڼ اچلولي دی. دا د اتڼ فلسفه ده، هر څوک اتڼ کولي شي او هر څوک اتڼ زده کولي شي. اتڼ د پښتون له یو کول نه بل ته په متحرکه توګه لاس په لاس اوښتي دی.
په نړۍ کې هیڅ ولس پرته له ګډا یا نڅا نشته. ګډا د انسانانو د کولتور بیانولو یو لرغوني فورم دی. ګډا د نړۍ په ټولو کولتورنو کې یو ستر سېمبولیک رول لوبولي دی. ګډا ته د ټولو هنرونو نوم هم ورکړل شوي دی.


د افغانانو د ملي اتڼ تاریخي شالید ته یوه کتنه
اټکل ۳۵۰۰ کاله له عیسویت مخکې ډبرین پیر پیل شوي دی. د دې مهاله د سمڅو په بېلابېلو رساميو یا انځورنو کې ګډاوې او نڅاوې یو ځانګړي ځاې درلودلي دی. د مصر، یونان او روم دریوواړو لوړو لرغونو کولتورنو کې له خوښیو ډکې سیاسي پیښې، پوځي بریاو، د پادشاهانو تاج ایښودلو مراسمو او د قربانیو په جشنونو کې ګډاوې او نڅاوې تر سره شوي دي.
همداراز په لوی افغانستان کې د اتڼ تاریخي لرغونتیا له ډیرو لرغونو زمانو راهیسې د پخوانیو اریایانو له مهاله تر ننه یو ښکلي کولتوري او ملي دود پاتي شوي دی.
د اتڼ د پیل نېټه سمه مالومه نه ده. اتڼ په ویدي او اوستایي تمدونو کې هم شتون درلود. اتڼ تاریخي لرغونتیا آریایي ټولنو ته ورسیږي. پښتنو کې اتڼ له ډیر پخوا راهیسې د رزمي، بزمي، بري او خوښیو لوړ عالي احساس سره تړاو لري. پښتنو د نړۍ نورو ولسونو په څېر د لیک او لوست د زده کړي څخه مخکې اتڼ زده کړي دی.
داسي انګیرل کیږي، چې د اتڼ تاریخ د پښتنو لرغوني تاریخ سره سم پیل شوي وي. کله چې پښتانه د اتڼ نوم واري، د دوی سترګې وځلیږي او په فکرونو کې د خوښي وړانګې را څرګندې شي اوپه زړه نو کې د خوشالي احساس وموندل شي. چا چې اتڼ زده وي، هغه په زړه کې وایي، اوس زما واردی، څو خپل اتڼي استعداد او فعالیت د اتڼ مینوالو ته په یوه په زړه پوري درنه نندارې کې وښیې.
اتڼ د پښتنو ملي پیوستون او د پښتنو ملي تاریخ فلسفه یقیني کړي ده. اتڼ پښتنو ته د یو ښکلي، خوشاله او هوسا ژوند راتلو په لوري اشاره کوي. پښتانه د اټن په تر سره کولو سره خپل د پښتني کولتور ارزښتونه او نورمونه پر ته له الفاظو له یو نسل څخه بل ته لاس په لاس ورکوي. اتڼچی ځان د اټنچيانو په ډلې او په پښتنه ټولنه کې ډاډمن احساسوي. یو پښتون د اتڼ له لارې د پښتني ټولنې او کولتور سره د خپل ځان پیوستون اعلانوي او خپل تاریخي هویت یا پیژند ته په ګډا کې هنري وده ورکوي.
اتڼ پښتنو ته نن هم د خپل لرغونې کولتور یوه ژوندې بیلګه ده. دوی خپل کولتور تر ننه په يو ځانګړې هنري رزمي، بزمي، سپورتي ستایل او بڼه کې تر سره کوي. اتڼ ډیر دروند، جدي، ډیر ښکلې او په یوه ځانګړي میړانه کې تر سره کیږي.


اتڼ ګډا ده که نڅا
تر ټولو لومړي باید د ګډا، نڅا یا رقص او ډانس وییونو جاجونو ماناو توپیر وپیژندل شي. ځیني اتڼ ته د پښتنو ملي نڅا وایې، اتڼ نه نڅا، نه ناچ، نه رقص او نه ډانس دی، بلکې اتڼ د یو ځانګړي ویاړلي حماسي احساس سره ګډیدل دي. ډیرې خلک اکثراً په نڅا یا رقص کې د بدن غړي په دې موخه ښوروي، څو د خپلو نیم بربندو، لوڅو غړو په ښورلو سره د ننداره چیانو پام په دې موخه ځان ته راواړوي یا راجذب کړي، څو د ننداره چیانو شهواني قوه تحریک کړي. ښې بیلګې د لوديځوالو د ښځینه و او نارینو نیمه لوڅې ډانسونه او نڅاوې دي. د عربي ښځو نیمه لوڅې ناڅاوې او یا په پیښوري فلمونو کې د ځینو فحاشو ښځو نڅاوې یاده ولي شو. دوی په نڅاوې کې د خپل بدن غړې د هنر په موخه نه ښوروي، بلکې موخه د کتونکو شهواني احساس را پارول او تحریکول دي. هیڅ پښتون په خپل کور کې د خپلو کورنې له غړو سره دا ډول نڅاوې نه شي کتلي. اکثراً دغه خلک د نڅا پر مهال شراب یا مخدره ټوکې کارولي وي. نڅا کې یو نڅاکونکي په بل باندې ګوتې او لاسونه هم وهي او یا په غیږ کې یو بل سره نیسي. دا ډول نڅاوې له کولتور او هنر سره هیڅ تړاو نه لري.
څنګه چې په پیل کې وویل شول، اتڼ د یو ځانګړي پاک احساس شور، زور، رزمي، بزمي او بریالي جذبي سره ګډا ده. اکثرأ په پښتو شعرونو کې ګدا د اتڼ په مفهوم کې راوړل شوي. پښتنه ښځه او نارینه خپلي ښکلي رنګیني افغاني ملي پټې جامي، ګڼ ګڼ کمیسونه اغوندي. په سطر او پټو افغاني کالیو سربیره او د سپینو زرو امیلونه او تاویزونه د دوی د بدن ټول غړي پټوي. اتڼ چیان په هیڅ صورت د ننداره چپان د شهواني قوې تحریکولو اراده او فکر په سر کې نه لري. د بیلګې په توګه لکه په ترکيه کې د صوفیانو ګډا یا د مولانا سما (اوریدل) ګډا د اتڼ سره ورته والي لری. تورکانو ته د مولانا سما ګډا یوه عرفاني روحاني او سپیڅلې ګډا ده. په ترکیه کې ځښت ډیر مینوال لري.
کله چې چا الکهول یا شراب چښلي وي یا مخدره توکې کارولي وي او نشه وي، هغه اصلاً اتڼ نشی کولي. په اتڼ کې اتڼچیان په یو بل باندې هیڅ وخت لاسونه نه وهي. په اتڼ کې د هر اتنچې تر منځه واټن وي، څو سم او ازاد اتڼ وشي کړې. په نڅا یا رقص کې د نڅا کونکو تر منځ واټن سم مالوم نه وي. په اتڼ کې اتڼچیانو ته یواځې په شوندو کې د یوې ښکلي ویاړمنۍ موسکا اجازه شته. په اتڼ کې بې ځایه شهوني پارونې، بې ځایه حرکاتونه ځښت ډیر بد ښکاري که تر سره شي.
د پښتنو په ټولنه او نړۍ لید کې یوه زړه بوډا ښځه یا یو زوړ بوډا سړی او یا د قوم یو مشر سپین ګیرۍ که اتڼ وکړي، هغه هیڅ بد نه ښکاري، بلکې اتڼ لا نوره ښکلي او دروند ښکاري. خو که د همدې ستر عمر خلک په پښتنه ټولنه کې نڅا یا رقص وکړي، دوی په ټولنه کې ځښت ډیر بد ښکاري. دلته د اتڼ ګډا او د نڅا یا رقص ترمنځ مانا په ښکاره توګه جوتیږي. اتڼ په نڅا کې نه بلکې په ګډا کې ترسره کیږي. ډیرو پښتنو شاعرانو اتڼ او ګدا په یوه مانا کې کارولي، ٬٬ اتڼ په ګډا کې، نه په نڅا کې دی ٬٬.٬٬بې ډوهوله مه ګډیږه٬٬


د اتڼ ورزشي او روغتیایي ارزښت
اتڼ یو ښه ورزش او سپورت دی. اتڼ د انسان د بدن ښکلي منظم هنري حرکاتونه دي. اټن نه یواځې سړی دڼګروي، بلکې روحاً خوشالوي. له شکه پرته اتڼ ځانګړي ورزشي او روغتیا یی ګټې لري. د اتڼ په تر سره کولو سره د انسان غړې د طبیعت د فشارونو په وړاندې ټینګښت مومي او تریننګ کیږي او د انسان غړي په اسانۍ سره د چاپیریال فشاورنو پر وړاندې په مناسب توګه مقاومت مومي او غبرګون ښیي. د انسان مغزو ته په کافي اندازه وینه ورسیږي او د انسان حافظه پیاوړي کیږي. اتڼ د انسان د زده کړې وړتیا پیاوړې کوي. اتڼ د ملا تیر یا ستون فقرات ټینګوي یا باثباته کوي. اتڼ د ملا یسکونو د وتلو مخنوي کوي. د انسان د بدون ټولو غړو ته په کافي اندازه وینه او اکسیجن رسیږي. د انسان په وجود کې غوړ سوځوي. د اتڼ حرکاتو په تر کولو سره په جود کې د اړینو هرومونو تولید کچه لوړیږي. د اتڼ د حرکاتو له امله په وجود کې د زیرو توننین هرومون Serotonin تولیدیږي، دغه هرومون په وجود کې د خوښۍ او بدني روغتیا وړتیا لامل ګرځي.اتڼ پر ځان د باور منتوب کچه لوړ وي. اتڼ کې فکري تمرکز لوړیږي، اتڼ په وجود کې د شتیرس هرمونونه کچه را تیټیوي او د انساني روغ روح لپاره ګتور پریوځي. اتڼ له ډیرو خلکو سره د ورځنې شتیرس په ټیتولو کې مرسته کوي.
اتڼ د زړه حرکات او د وینو په جریان باندې مثبت اغېز لري. اتڼ د هدوکو، مفصلونو او بندونو پر حرکاتو باندې ښه اغېز لري. اتڼ د پښتنو د ژوند ډول سره تړاو لري. ځکه پښتانه په دنګو دنګو غرونو او رغونو کې ژوند لري.
اټن نه یواځې د افغانې خوږو، غوړو وریځو او د غواښو خوراکي توکو هضمولو کې اړین رول لوبوي. بلکې اټن سړی د وخت، ځاي او چاپیريال په درکولو کې حساسوي. د بیلګې په توګه د هوا د تودوښي توپیر پیژندنه، اتڼ اچلولو لپاره په یوه سالون کې مناسب ځاي موندل، په یوه قطار او یا دایره کې سم ودریدل، د ښې لاس او کیڼ لاس په لور منظم تاویدل، په عین وخت کې ټیټیدل، جګیدل، مخ ته تګ، له مخکنې او تر شا اتنچي سره په مناسب کچه واټن نیول. اتڼ کې د وجود غړو او عضلاتو په منظمه توګه ورو ورو خوځول، په عیني وخت کې د ټنګ تکو موسیقي الاتو یا دوهول غږ ته غوږ نیول او همدارنګه د انسان ټول اعصبي سیستم په متوازنه توګه په یوه وخت کې په فعالیت کې راوستل کیږي او داسي نورې ډیرې ګټي لري.


د اتڼ یا ګډا دیني اړخ ته یوه کتنه
اسلام د فطرت دین دی. د اسلام سپېڅلې دین د بشر ټولو راوا فطري او طبیعي غوښتنو ته پام کوي. د انسانانو په ژوند کې خوښي او خوشالي هم شته. اسلامی ارشادات د انسان د ژوند ښه کولو لارښوونه کوي او له ژوند څخه خوند اخیستلو امر او لار ښوونه هم کوي. اتڼ او ګډا د انسان د فطرت غوښتنو څخه ګڼل کیږي.
یو دیني عالم عطاالله په دې اړه لیکې، ګډا او نڅا په اصل کې ناروا کار نه دی او نه موسیقي کوم بد کار دی. د دې هنر نوم له دې کبله بد شوي، چې زموږ ذهن ته يې ښه تصور نه دی وړاندې شوي او نه چا موږ ته ښه انځور کړی دی، بلکې تل د دې هنر بد نامولو کوښښونه شوي دی. د ښځو ښځینه وقار، ابرو او حیا په ځمکه غورځولي شوي. ښځې په ډیرې بې حیایې او بې شرمي ستیج یا دریځ ته راښکل شوي دي، لوڅې نڅول شوي. پایله یې دا شوي چې مذهبي عماوو او دیندارو خلکو له نڅا سره کرکه څرګنده کړه. په داسي حال کې چې د فن یا هنر ګناه نه ده، بلکې د ټولنې ګناه ده. که ټولنه اصلاح شي او نڅا د هنر او په توګه وکاروي، بې حیایي او بې شرمي پریږدي. نو د نڅا او ګډا په اړه به د خلکو ذهن او تصور هم بدل شي، چې همدا کار د پښتنو په ټولنه کې د اتڼ په اړه تر ډیره بریده ترسره شوي دی. پښتانه په اتڼ کې په قدر، عزت او درنښت سره خپلې فطري جذبې څرګندوي. دوی اتڼ ته د یو پښتني بزمي او رزمي هنر په توګه کتلي دي.
همداراز نڅا یوه فطري جذبه او د هر چا په تحت الشعور کې نغښتي طبیعي غریزه ده او د اسلام مبارک دین د فطرت علمبردار دین دی. اسلام هیڅکله هم د ګډا یا نڅا مخالف نه دی، خو داسي نڅا نه چې ځوانې ښکلۍ مستې نجلۍ ته زنګونه وتړي او جامن ورواغوندي او د خلکو د هوس او ویدو جنسي جذبو د راویښولو لپاره میدان ته وړاندې شي. داسي نڅا هم نه، چې خلک یې د حرفې په ډول وکاروي او هلکان او نجونې د پیسو لپاره استخدام کړي، بلکې په شریعت کې داسې ګډا یا نڅا روا ده، چې د کومي خوښۍ او خوشالۍ له کبله د انسان احساس وتومبل شي جذبې وښې او زړه په حرکت راشي، په ځانګړي ډول د ننګ، غیرت، سوبې، پر دښمن باندې بریا یا په دښمن د غلبې په وختونو کې او داسې نورو حالاتو کې. چې د پښتنو ملي اتڼ یې یوه غوره بېلګه بللي شو.


اتڼ د پښتنو جګړېز مورال جذبه وچتوي
اتڼ د خوښیو محفلونو تر څنګ د جګړو په ډګرونو کې هم تر سره شوي دی. جګړو ته د ځوانانو د رابللو پر مهال ډوهول وهل کیده او ځوانانو به په جګړیزو حالاتو کې اتڼونه کول. پښتنو ځوانانو د تن په تن جګړې له پیلیدو مخکې لومړي اتڼونه کول. د جګړې ډګر ته ځوانان په اتڼونو او ګډاګانو سره ورتلل.
د اتڼ حرکات منظم سپورتي ورزشي حرکات دي. اکثره پښتانه ځوانان غښتلي سپورټي عضلاتي اندامونه لري، ځکه دوی په هسکو غرنو او ښکلو درو کې کار او ژوند کوي. پښتانه ځوانان پوهیدل، د جګړې د پیل څخه مخکې باید ځانونه او د بدن غړې د جګړیز سپورت له لارې تاوده کړي. کله چې سړی د یو اتڼچی په څیر تاو راتاو شي، د هغه عضلات د اتڼي حرکتونو له امله ښه تودیږ ي او غړې یي ښه خوځښت مومي. د پښتنو په شفاهي ادبیاتو او روایاتو کې داسي راغلي، کله چې پښتنو خپل منځې جګړې درلودي او یا د نورو قومونو سره جګړو ته راوتل، دوی به د جګړې تر پیل مخکې د جګړو په ډګرونو کې اتڼونه کول، هغه مهال جګړې تن په تن جګړې وې. کله چې د پښتنو ځوانانو به تر جګړې مخکې ځانونه د اتڼ کولو له لارې تاوده کړل، د دوی جګړیزه مورال به په جګیدوشو او د دوی جګړیز حرکتونه، بریدونه تیز او په اسانه تر سره کیدل. له همدې امله دوی به لومړي ښه اتڼ کولو، خامخا به دوی د خپلو ورزشي حرکاتو له امله جګړه ګټله. پښتنو ځوانانو د جګړو برياو راز په خوندور او ښه مستو اتڼونو کې محسوس کړي وه. کله کله به دوی د جګړې د بریا ورسته بیا هم د خوښیو او خوشاليو اتڼونه کول. پخوانیو جګړو کې به تل جګړو ته د را بللو او تیارولو پر مهال ډوهول وهل کېده او ځوانانو به د خپلو تورو سره د جګړې لپاره راټولیدل او ورسره به اتڼونه کېدل. له همدې امله اتڼ د وسلو او تورو سره هم ترسره کیږي. په اتڼ کې ځوانانو اتڼچیانو په سوله ییزه توګه له یوبل سره خپلې تورې جنګولي، د ځوانانو د جګړي احساس او مورال به په جګیدو شو، ځوانانو به جګړه ګټله. پښتانه اتڼ د خپل غیرت، ننګ، میړاتې،غرور او بهادرې جذبې څرګندولو لپاره تر سره کوي. د میوند جګړې په ډګر کې پښتنو ځوانانو ناموتي څلوریزې ته هم اتڼونه کړي دي. ٬٬که په میوند کې شهید نشوې زمالاليه٬٬. په کومو اتڼونو کې چې د ستمالونه ښورول کیږي، مانا دا چې اتڼ سوله ییز او بې وسلې دی. په ځانګړي ډول اتڼ کې د لا نور خوند او رنګ ورکولو لپاره نارې او غورځې هم وهل کیږي.
که د نړۍ ولسونو فلکوري نڅاوې د دوی ولسي کولتور ښکارندويي کوي، بیا ملي اتڼ د افغانانو د ولسي تاریخي هنري هنر د ښکارندوینې یوه ځانګړي بڼه ده.


ملي اتڼ د پښتني قبایلي جوړښت هېنداره
ملي اتڼ د جرګو او مرکو په څیر د پښتنو د ژوند دود کولتوري هېنداره ده. د افغان ملت اسطوروي هویت او د افغاني ټولنې او ملي دولتونو بنسټ جرګو ايښودلي دي. له همدې امله ملي اتڼ زموږ د پښتني کولتوري ژوند کې ځای لري. د پښتو ژبې سلګونه ګړدودنه یا لهجې او د پښتنو په سلګونو ټبرونه د پښتو ژبې پانګې او زیرمې جوړوي. ملي اتڼ هم لکه د پښتو ژبې ګړدودنه د پښتنو هرې سیمې او یا هر قبیله په شان ځانته ځانګړي ډولونه لري. په بله وینا د پښتنو هره قبیله او هر ټبر ځانته د اتڼ یو ډول لري. د پښتنو په جرګو کې جرګوال ټول په دایروي بڼه کې سره کیني او سوله ییزه خبرې اترې پیلوي. په جرګه کې قومي خان، قومي مشر، مشر، کشر تر منځ توپیر نشته، ټول یو شانته د جرګې برخوال دي. په جرګه کې ټول برخوال مساوي او برابر حقوقو لري.
د اټن دایروي بڼه په ځانګړي توګه اسطوروي شالید لري. موږ په سترګو وینو چې یو کوشنۍ کمیاوي مالیکول، یا زموږ خاورینه کره یا په کائیناتو کې هر ستوری ګرد دی او دایروي بڼه لري یا په نړۍ کې هر څه ګرد شکل لري. او په یو ځانګړي ریتم کې خوځښت لري. اتڼ هم په یوه ستره دایره کې تر سره کیږي. اټنچیان ټول په یوه دایره کې په یوه وخت کې په منظم ډول دریږي. ځکه په ډایره کې نه پیل شته او نه اخر شته، په دایره کې هیڅوک لومړنۍ او ورستنۍ نه دی یا نشته. په اتڼ کې میر د اتڼ لومړي کس دی. هر اتڼچې کولي شي د اتڼ میر شي.
اټن ورو ورو د پښتنو ټولنېز بهیر وده کې خپل فورم یا بڼه اوسنې ډول ته وده موندلي ده او همدارنګه ملي اټن سوکه سوکه په هره سیمه کې د پښتنو د هنري پوهاوې درک کې یو ځانګړي فورم لیدل کیږي. ملي اټن د پښتنو افغانانو ملي دود، هنر، فورم، ولسي کرکتر او ولسي احساس له یو نسل څخه بل ته په نندارو کې لیږدوي. اټن نېغ په نېغه د پښتنو احساساتو، فکرونو، ژوند بڼې او د پښتنو له هنري کړه وړه او سیمه ییز جوړښتونو سره تړاو لري. اټن د پښتنو هنري کولتوري ژوند منعکسوي. اټن د پښتنو په سترو ملي بریاو کې مهم رول لوبولي دی. د خپلواکې په جشنونوکې، د پښتنو په ودنو کې، د کليوالو په ګډو ټولنیزو، خیر ښیګڼو چارو یا حشر کې یاد همکاریو او پیوستون په چارو کې یو ځانګړې حماسي، ځواک بښوونکی رول او ستره مانا لرې.
د اتڼ شوقیان یا اصلي اتڼچیان اوږدې څنې لري. څنې او اوښتان د شړشمو په غوړیو غواړوي. ځیني عطرونه هم کاروي او بیا د اتڼ میدان ته راننوځي. د ښځينه او نارینه، ګډ اتڼ، اتڼ چیان په ښې اړ خ او کیڼ ارخ را تاوېزي. له ډوهول سره سرونه یوه او بل لورې ته اچوي او څنې غورځوي. اتڼ یا ګډا د بدن، روح، روان، ذهن، احساس او د شخصیت د یووالي ډله ییزه ستاینوم کیداي شي.پښتنو ته د دوهول خوند په اتن کې ښه ښکاري. اتڼ د پښتنو هنري حرکاتو یو فورم دی.
کله چې څوک غواړي ښه اټن وکړي، دی باید د اتڼ په موزیک باندې ځان ښه پوهه کړي. د پښتنو ژوند، د پښتنو دودنونه، رواجونه او د پښتنو تاریخ باندې باید ځان پوهه کړي.


ملي اتڼ د افغانانو د کډوالۍ په اوږده تاریخ کې د نړیوال کیدو په درشل کې
ملي اتڼ پر نړیوال کچ د افغانانو د ویښ کولتور ښکارندویي کوي. جنګ جګړو، د یو په بل پسې ناورینو له کبله په میلیونه افغانان د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د کډوالې شپې او ورځې تیرولو ته اړ ایستل شوي دي. په کډوالۍ کې افغانې پېغلو او پښتنو ځوانانو خپل ملي کولتوری ارزښتونو او دودنو ساتنې او پالنې ته پام شوي دی. وسمهال افغانان د اسیا، افریقا، اروپا او امریکا په لویو لويو ښارونو کې د خپل کولتور او دود دستور ساتنې لپاره د کولتورې وادې ټولنې جوړې کړي دي. افغانان په خپلو کولتورې غونډو، لمانځغوندو، ملي ولسي جشنونو، ودونو او اخترونو کې ښکلې ښکلې اتڼونه کوي. اکثراً دغه اتڼونه په افغاني ښکلي رنګه رنګه کالیو او جامو کې د ښکلو ويښو ځوانانو له لوري تر سره کیږي. د نړۍ په هر ښار کې زموږ ملي اتڼ او ملي کولتور ته د ځایې میشتو ښاریانو یا نړیوالو پام ورګرځیدلي دی. نړیوال د افغانانو په ودودنو، جشنونو او کولتوري لمانځغونډو کې برخه اخلې. دوی د افغانانو سره سم ملي اتڼونه کوي. د افغانانو د ملي اتڼ او ملي کولتور مینوال پر نړیوال کچ ورځ تر بلې ورځ په ډیریدو دي. هممهاله زموږ ملي اتڼ له مليتوب څخه د نړیوالتوب په لورې وده کړي ده.


د ملي اتڼ پالنې او ودې په اړه یو څو وړاندیزونه.
د نړۍ د ډیرو هیوادونو په مډرنو ښوونځیو کې د تیاټر، هنر، رسامي، سپورت، د موسیقي الاتو او ګډا یا نڅاوې مضامینو د کولتوري زده کړې په نامه د تدریس په نصاب کې شامل کړل شوي دي. په دې مضامینو کې ځښت ډیر زده کونکي په ډیره مینه برخه اخلي. له دې لارې هڅه کیږي، څو په زده کونکیو کې نوې نوې کولتور فکرونو ته وده وکړل شي او زده کونکی د خپل کولتوري ملي ارزښتونو او دودونو پالنه، ساتنه وکړي او ور سره اشنايي ومومي. ملي اتڼ زموږ د افغاني لرغوني ملي کولتور یوه نه بیلدونکي برخه ده. د ملي اتڼ ګډا په ریښتني توګه د زده کونکې پر شخصیت باندې مثبت اغېز درلودلي شي. د افغانستان په ښوونځیو کې د ملي اتڼ مضمون په تیوریکې او عملي ټوګه. د خپل لرغوني هیواد لرغوني کولتور ارزښتونو ساتنې، د عدم تشدد فکر خپرولو کې، د تعصب او تبعیض په وړاندې او د افغانستان د ورڼو قومونو ترمنځ د سوله ییزو ښو اړیکو ساتلو په موخه باید د تدریس په نصاب کې شامل کړل شي. د اتڼ ودې، پالنې او ښکلا لپاره باید په ښوونځیو کې د اتڼ فیستیوالونه جوړ کړل شي.
همداراز لکه یوې کره پښتو ژبې لپاره هڅې رواني دي، څو ټول پښتانه له ورکتونه تر پوهنتونه په یوه کره او نږه ژبه کې وروزل شي. همدا ډول باید د سیمه ییزولو اتڼ یا د بېلابېلو اتڼونو ډولونو ساتنې پالنې سربیره باید ټولو افغانانوته د یو ملي اتڼ فورم غوره کړل شي، څو ټول افغانان یو ډول خوندور ملي اتڼ زده کړي. خلکو ته د ښځینه او نارینه اتڼ توپیر وښوول شي. په ملي کچه ملي اتڼ ته باید ارزښت ورکړل شي. افغانستان کې د ملي اتڼ ساتنه او پالنه په خپله د پردیو کولتوري د یرغلونو په وړاندې یوه خورا اغېزمنه مبارزه ګرځیدلي شي.
اټن کول نن په دې مانا تفسیر کیداي شي، چې موږ خپل اصلي، پخواني لرغوني نظم او کولتوري ریښو ته بیرته ورستنیدل غواړو. ملي اتڼ د پښتنو او پښتني ژوند د لرغوني کاروان اوږد مزل یو انځور دی. ملي اتن د پښتنو افغانانو په فکرونو، پيژند او روح کې کښل شوی دی. موږ د اتڼ او ملي اتڼ له موږه نه بیلدونکي دی.
اتڼ دی ګډا ده د پیغلو شور ماشور دی، دنګو غرونو او څپانده سیندونو کې.
تر څو چې دا غرونه غرونه افغانستان وي
تر څو چې زموږ تاریخ ټول جهان ته مالوم وي
تر څو چې تاریخ د وطن مې پکتیا وي
تر څو چې میړاني خلک یې ښه په ریښتیا وي
تر څو چې د غرونو منځ کې ټول شعران وي
تر څو چې د هرات ولایت مو نامدار وي
تر څو چې د فراه غرونو کې لوی او هموار وي
تر څو چې د نیمروز په لوړ کې ریګستان وي
تر څو چې د کلات خلک یې ډېر میړاني وي
تر څو چې توریالي او بهادر مو کندهاري وي
تر څو چې په زیارتونو ډک غزني جان وي
تر څو چې دا غرونه غرونه افغانستان وي،
تر څو چې داسي دا ښکلي ښکلي جګ جګ غیرتمن، پټمن، جنټرمین، بریالي، ننګیالي او توریالي میړاني پیغلي او ځلمیان وي،
تل به د افغانانو رنګین ملي کولتور اتڼ وي،
تل به د افغانانو ګډ ملي او اسلامي ارزښتونه وي.

پای