Good Planets hard to replace
Treat kindly!
اقراء
رهروان نیست گهی تند وگهی خسته رود
رهروان است که آهسته وپیوسته رود
مطبوعات چې ځواب ویونکی،اعتماد،نقد،عمومی افکارو،اعتدال،ښاری حقوقو،خپلواک لاس رسی او په اطلاعاتو باور، اود بشپړ اخلاق سره تړاو ولری.
نه یو هانس ګوتنبرګ په یوه ماشین معجزه کړې ده او نه د بل زاړه په خوله چې دمطبو عاتوله آزادی څخه خبرې کوی د دولسیزو ستمګری ، بې عدالتی ،بربریت،عامه وژنې،دیوې بشپړې کتلې له منځه وړل څخه پېښمانی باندې خبرې کول اصلا مطبوعات دی. له بده مرغه موږددیموکراسی په نوم انسانیت وواژه.موږ په ګرمو درنو او ناوړه وسلو انسانان خو څه کوې چاپېریا مو له منځه یوړ.موږداشرف المخلوقات د تباهی ملا راتړلې ده خو موږ داسې لوبې وکړلی چې انسانیت یی نشی منلی.موږچاته کوم ولس ته دمطبوعاتو دازآدی نړیواله ورځ غواړو؟ هیهات ! مظلوم او بې دفاع یتیم ولسه! څوک ستا غم ژاړی همدا دوه سری فاسد استعمار!
څوک استازیتوب کوی. دمطبوعاتوکلمه خو دلیک اولوست دقلم او سطر مسولیت راښیی چې له طبع /چاپ څخه اخیستې شوې ده او دجمع نو م یعني مطبو عات د واو په اضافه سره د پښتو ژبې څرګندونه ده.مساوات ،عدالت ، انصاف برابری او اخوت دمطبوعاتو پر اصولو ولاړدی خو موږ دکومو مطبو عاتو ڼړیواله ورځ لمانځورښتیا نړۍ اود ملګری ملتونو سازمان ، دبښنې ویده سازمان دانور دترګمۍ په اټکل شغالان هم دمجازی فضا په پراختیا کې په مطبو عاتو باور لری که لری يې نوڅنګه بیا دغه اجتماعی شبکې شیطانت او منافقیت باندی زیات مصروف دی؟
تاریخی بڼه:
له نیکه مرغه په افغانستان کې د سراج الاخبار۱۹۱۱-۱۹۱۹م او شمس النهار چې دواړه عربی کلیمې دی د تاسیس له وخته راپیل شوی دی ؛ خو د مطبوعاتو اغیز کم رنګه او محدود وه ځکه دوه حتی درې مهم فکتورونه دمطبوعاتو مخه نېولې وه ۱: د مسلکی پرسونل او الکترونیکی سواد دلیک اولوست ستونزې اونه شتون: امکانات او لازم تدابیرودچټکتیا کمبود ۳:دمناسبو ابزارو او وسایلو نه شتون زموږ دولس د نړۍ په تناسب او ظرفیت دتعلیم کچه ډېره ټیټه وه نو داړیکو مشکلات هم ول ، سره له دې چې دکتابونو کنډ او کپرکړ د طباعت وسایل موجود و. په تیره بیا؛ په تیرو شلو کلونوځوانان د پردی فرهنګ ،تجاوز، افراط ،بداخلاقه بیروکراسی او بې اعتنایی چاپېر یال تر اغیز لاندی راغلل او ناړامه لوبواو اړیکو دالری فرهنګ داستخباراتو لړۍ نوره هم یاغی او مادی کړه او په همدې توګه درسانه یی سندره ور نه جوړه شوه نو دمطبوعاتو تر نولاندې یې یو شمېرغلو مخه کړه وایی:
قل هو الله احد دهرچا په خوله خوند کوی خو دملا فاروق په خوله بیا بل ډول پوهاند صاحب له مطبوعاتو معنوی شتمنی تیاره کړې خو معنوی او انسانیت شمول محوره جهان بینی ور څخه پاتې دی نو ولې دومره رسوا او له انسانی کرامت لیرې چټیات په انتر نیټی شبکو کې رابرسېره کیږی چې خپله مطبوعات هم ورته هک حیران پاتې کیږی نه پوهیږم ګړندی مطبوعاتی برخې یی چېرې دی غذایی ،کیفی ګتور لاملونه خویې لا پرخای پریږده هو داسمه ده چې مطبوعات په هره تولنه کې دخبل چاپیریال پو تانسیل جوړوی او د پرمختګ،فرهنګ ، ژبې ، کمی او کیفی برخو کې مرسته کوی خوپه دې شرط چې لاف اوباټ ،ریا او درواغو ، بیساری مبالغو ،او ګونګوسیوڅخه لیرې وی . سوچه مطبوعات په بشپړه اګاهی،اقمارو ، سیارو اوسپوږ مکیو تکیه لری. موږ څومره نشرات،کتابتونونه ،کتابونه و نور وسایل لروپه ځینو ولایتونو کې يې هېڅ نه لرو.راځی حقیقت ووایو چې دولس په ګټه ده!
سیالی نه ده زموږ کاروان دېر شاته دی موږ غوره کتاب لرو اوستر کلمات ولې له بده مرغه له هغه بشبړه اګاهی نه لرووچ اولانده ښه او بد په یوه لوښی کې رانغاړو بده یی لا دا چې پر نامعلومه نه شنه کیدونکې دیموکراسی یی ور تپو کومه روښانه اوځلانده دموګۍ له واکه څه پوره وای خو دا برګ کړکېچونه به نه ول انصاف دې روزی شه پوهاند صاحب شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی!دمشروطه غوښتونکو او دویښ ځلمیانو قضیه دبحث بله برخه ده او خانګړی عوامل لری چې دمطبوعاتو له عمومی چوکاټ څخه وځی دا څه وایی:اصلا مطبوعات د هرې تولنی د فرهنګ ، اصولو ،ادابو ، اخلاقو ،مذهب اوعقیدې استوار دریځ او معیار باندې ولاړوی کله چې دباسواده او منوروخبره کوو خو لیکل او لوستل هم مطبوعات نشی کیدلی بلکی باور او ایمان لرل عینی او ذهنی برخوته په عملی توګه ځواب ور کول دی کرکه او تبعیض ،ساینتیفیک الیت یعنی څه ؟ دلته ځای نه لری او زموږ فرهنګ بهرنی کلیمه ده موږپه مطبوعات دنخبګانو،تولید او خلاقیتواثارونیکمرغی او بد مرغی رنسانس یودم نشو ور ګډولی او نه زموږفرهنګ دی د یونسکوسازمان اصلا په ګوده اوماته تګلاری کې دمطبوعاتو په لاره ګام نه دی اوچت کړی ځکه دهغوی بروګرام نه موږپېژنی او نه مو مطبوعات وایی پهلوان زنده خوش است !غړیتوب باندې څه کوې؟دافغانستان ذات البینی تضادونو سیاسی ملحوظاتو، کینې او کرکې دهمدې دجالانو کار دی چې موږ ته دیموکراسی او خپلواکی ستایی.تا ونه لیدل چې کمونستانو سهاراو مازیګرپروتوکولونه لاس لیک کول ملی او اسلامی ارزښتونو ورته اهمیت نه درلو او همدارنګه تښتېدلی مټکور ته اصلا مطبوعات بې ارزښته ول تاسې د دوه لسیزو کړکېچونه د مطبوعاتوپه اصولو کې محاسبه کړی چې همدې چغنو رسانه هاوو څه کړی دی چې استعمار ته دمطبوعاتو په نوم جاسوسی کوی.
عدالت
دعدالت په څپوکې
دعدالت په هستو کې
دعدالت په موازنو کې
دعدالت په پلوشوکې
دعدالت په انګېزو کې
دعدالت په رازوکې
دعدالت په سترو شېبو کې
یوازې او یوازې
دمحرومانو حمایت مه هېروی!