ښځه او نر د انساني ټولنې دوه عزتمند غړي دي چې دواړه یو له بل سره مرسته کوي. د انساني ټولنې د دغو دوه غړو له پاره د هغوی د کار ډگر معلومول، د یوې سالمې پوهې او روزنې په واسطه لاسته راځي، نو ویلای شو چې زدهکړه د انساني ټولنې اړتیا ده او پرته له پوهې هیڅ یو نه شي کولای خپل کار په ښه ډول سمبال کړي او نه هم یو له بل سره د مرستې جوگه کېدلای شي. د انساني ټولنې دې اړتیا ته اسلام د لومړیتوب حق ورکړی او الله(جل جلاله) چې د انساني ټولنې د اړتیا پوره کولو له پاره کوم حکمونه رالېږلي دي، په هغې کې یې د ټولو څخه لومړی د پوهې د لاسته راوړلو حکم کړی دی او د خپل ستر پېغمبر(صلى الله عليه وسلم) په واسطه یې د انساني ټولنې هر غړي ته دا حکم کړی دی: ((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ))د العلق سورت لومړی ایت.
ژباړه:(لوستل کوه د هغه پالونکي په نوم چې هر څه يې پېدا کړي دي.)
په دې ایت کې الله(جل جلاله) د لوستلو او د پوهې د لاسته راوړلو له امر سره دوه صفتونه هم یاد کړي دي یعنې رب او خالق او د دې دواړو صفتونو د یادولو مانا دا ده چې کوم ذات چې ته پېدا کړی یې هغه ستا پالونکی هم دی او د پالنې د نورو برخو په څېر یې تا ته د پوهې او زدهکړې د لاسته راوړلو وړتیا هم در کړې چې دا د هرې برخې څخه مخکې دی.
د دغه صفتونو سره یو ځای د پوهې د لاسته راوړلو حکم هغه چا ته شوی دی چې په هغه کې د پوهې د لاسته راوړلو وړتیا شتون ولري. هغه که سړی وي او که ښځه، دواړو باید د الله(جل جلاله)دغه حکم پلي کړي ترڅو خپل مکلفیتونه او مسؤولیتونه وپېژني او په سمه توگه یې سرته ورسوي. پرمختللې ټولنه هغه ده چې د الله(جل جلاله) دغه حکم په سمه توگه پلي کړي.
د ښځو پوهه او زدهکړه د اسلام له نظره هیڅ اشکال نه لري او په عقلي ډول یې هم له ارزښت څخه څوک انکار نه شي کولای. په قران کریم کې چې څومره د علم او پوهې په اړه راغلي دي، هغه یواځې د سړي له پاره نه دي، بلکې ښځې هم په دې مکلفې دي چې د خپل رب د حکم پر ځای کولو له پاره پوهه لاسته راوړي، ځکه چې قران کریم د انساني ټولنې د اصلاح او لارښوونې له پاره رالېږل شوی دی او دغه ټولنه د سړو او ښځو دواړو څخه جوړه شوې ده.
اسلام په زغرده ویلي چې د زدهکړې ترلاسه کول په هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض دي او د پوهو او ناپوهو ترمنځ یې برابرښت نفي کړی یعنې پوه او ناپوه یې سره برابر نه دي گنلي. الله(جل جلاله) فرمایي: (( قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ))د الزمر (۹) لمبر ایت.
ژباړه: (ووایه ای محمده! ایا برابر دي سره هغه خلک چې پوهېږي او خاوندان د علم دي او هغه کسان چې نه پوهېږي او جاهلان دي؟ بلکې نه دي برابر. بېشکه همدا خبره ده چې پند اخلي خاوندان د خالصو عقلونو.)
هغه څوک د علم خاوند دی چې په خپل علم عمل هم وکړي او چې په خپل علم عمل نه کوي، هغه جاهل او ناپوه دی. تفسیر بیان القران (اردو) ، (۹۵۵) مه صفحه، اشرف علي تهانوي(رح)، تسهیل او تخلیص: شېخ الاسلام علامه ظفر احمد عثماني (رح)، خپرندوی: اداره تالیفات اشرفیه، چوک فواره ملتان- پاکستان، (۱۴۲۶)ه.
اسلام کوم ټاکلی علم نه دی په گوته کړی او نه یې هم له کوم ټاکلي علم څخه منع کړې ده. هر علم چې دیني او دنیوي مصلحت پکې نغښتي وي، هغه مطلوب او د ښځې او نارینه دواړو له پاره یې ترلاسه کول روا دي. السیاسة الشرعیه، (۴۴) مه صفحه، لیکوال: عبدالوهاب خلاف، ژباړن: قاري روح الله نجم، خپرندوی: د خاکجبار ولسوالۍ د محصلینو او د پوهې د مینه والو ټولنه، (۱۳۹۱)ل.
د حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) په امر حضرت شفا بنت القرشی العدویه(رض) د حضرت عمر(رض) لور او د مؤمنانو مور حضرت حفصې(رض) ته لیک لوست ور زده کړ. (د صحابیاتو د ژوند پلوشې، (۴۹۷) یمه صفحه، لیکوال: محمود طمعه حلبي، ژباړن: محمد گلاب بشار، خپرندوی: د پېغام خپرندوی مرکز، (۲۰۰۸)ز.)
د ښځو د زدهکړې په اړه استاد شېخ محمد عبده ویلي:
څرنگه چې په ښځه د دیني او اسلامي عباداتو او ادابو زدهکړه لازمه ده، همداسې ورباندې واجب ده چې د کورنیو چارو د سازمانولو او د اولاد له پاره له شرعي معاملاتو څخه هم ځان خبر کړي او پوه شي چې ښځې په مېړونو او مېړونه په ښځو څه او کوم حقوق لري.
څرنگه چې د وخت په تېرېدو سره د نارینه وو دندې او مکلفیتونه بدلون کوي، همداسې د ښځو دندې د زمان او مکان په تغیر سره بدلون کوي. پخوا به له دښمنه دفاع په توره او نېزه کېدله او هغه به نارینه وو زده کول. اوس چې علم پرمختگ کړی نو د توپ، طیارې، راکټونو او داسې نورو علم زده کوي. د رسول الله(صلى الله عليه وسلم) په پېر کې د مریضانو درملنه او د ټپیانو په ټپونو پټۍ لگول، له ښځو سره مناسب لیدل شوي وو. اوس چې علم پرمختگ وکړ نور علمونه هم باید زده کړي. ایا دا به ښه نه وي چې ښځه د خپل خاوند او اولاد په درملنه پوه شي او که دا به غوره وي چې بل چا ته محتاجه وي؟ ایا ښځې ته د اولاد د تربیې علم اړین نه دی؟ (قران او ښځه، (۵۷) مه صفحه، لیکوال: شېخ محمد شلتوت، ژباړن: سید حکیم کمال شینواری، خپرندوی: صداقت خپرندویه ټولنه، (۱۳۹۰)ل.
له دې څخه جوته شوه چې د ښځې د زدهکړې ساحه یواځې په اسلامي عقایدو، ادابو او عباداتو پورې محدوده نه ده، بلکې ورته په کار ده چې د نارینه وو په څېر تر خپلې وسې پورې د ژوندانه په ټولو اړخونو ځان پوه کړي.
له واده څخه مخکې ښځو ته د زدهکړې زمینه برابرول، د مور او پلار دنده ده او له واده څخه وروسته یې مسؤولیت د مېړه پر غاړه دی. که مېړه یې زدهکړه نه شي ورکولای او مېرمن یې د زدهکړې لېوالتیا لري، نو مېړه ته په کار دي چې اجازه ورکړي ترڅو په شرعي حجاب او پرده کې بل ځای ته د زدهکړې له پاره ولاړه شي.
صحابیاتو د علم له زدهکړې سره ډېره مینه درلوده. یوه ورځ یې پېغمبر(صلى الله عليه وسلم) ته داسې وړاندیز وکړ چې تاسو هر وخت له سړیو سره بوخت یاست، نو موږ ته هم یوه ورځ ځانگړې کړئ ترڅو له تاسو څخه زدهکړه وکړو. پېغمبر(صلى الله عليه وسلم) یې دغه وړاندیز ومانه او یوه ورځ یې ورته ځانگړې کړه.بخاري شریف، کتاب: علم، (۱۰۱) لمبر حدیث. په یاد حدیث کې له نورو درسونو پرته دوه درسونه ډېر ښکاره دي:
• ښځې هم د زدهکړې داسې حق لري لکه سړي یې چې لري.
• د زدهکړې پر مهال ښځه باید له سړو سره یو ځای نه وي، بلکې د هغوی د زدهکړې له پاره بېل وخت او ځانگړی ځای په کار دی.
د ښځو د زدهکړې له پاره اړینه ده چې لاندېنیو ټکو ته پاملرنه وشي ترڅو د ښځو زدهکړه عامه او گټه رسوونکې شي:
• زدهکړه باید گټه رسوونکې وي.
• د زدهکړې له پاره باید سم وسایل وکارول شي.
• په سمه طریقه باید زدهکړه ترلاسه شي.
له حضرت ابو موسی اشعري(رض) څخه روایت دی چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فرمایلي: ((هر هغه سړی چې وینځه ولري، هغې ته خوراک څښاک ورکړي او هغې ته په ښې طریقې تعلیم او تربیه ورکړي او ازاده یې کړي او بیا یې ځانته په نکاح کړي، نو هغه ته دوه اجرونه دي.))مسلم شریف، کتاب: د ایمان احکام او مسایل، (۳۸۷) لمبر حدیث.
که د اسلامي تاریخ پاڼې واړوو نو څرگنده به شي چې هغه مهال ښځو په مختلفو علومو کې مهارت درلود او څرنگه چې د علمي ژوند په ډگرونو کې سړي څرگند شوي دي، همداسې ښځې هم په علمي ډگرونو کې څرگندې شوي دي.
حافظ ذهبي(رح) وایي: ((د ښځې په اړه داسې نه دي راغلي چې هغې دې په حدیثو کې دروغ ویلي وي.))
امام شوکاني(رح) وایي: ((له هیڅ عالم نه داسې نه دي نقل شوي چې هغه دې د کومې ښځې قول او خبر له دې امله رد کړی وي چې دا د ښځې روایت دی او ټول امت د یوې صحابیې (حضرت عایشې(رض)) له خولې ډېر زیات احادیث منلي دي.))
د اسلام په تاریخ کې د ډېرو سترو عالمانو په لست کې د ښځو یو لوی تعداد شتون لري. محمد بن سعید په خپل کتاب ((الطبقات الکبری)) کې یو ټوک د روایت کوونکو ښځو له پاره ځانگړی کړی دی چې په هغه کې یې اووه سوه او څو تنه راویانې ښځې یادې کړي دي چې له رسول الله(صلى الله عليه وسلم) او یا یې د هغه له اصحابو څخه روایتونه کړي او بیا له همدغو ښځو څخه د دین نومیالیو او د مسلمانانو امامانو روایتونه کړي دي.
ستر ستر فقهاء لکه عبدالله بن عمر(رض)، ابوهریره(رض) او ابن عباس(رض) د حضرت عایشې(ر ض) د شاگردانو په څېر و. ابن حزم(رح) وایي: ((که د حضرت عایشې(رض) فتواگانې راټولې شي، نو یو ستر کتاب ورڅخه جوړېږي.)) او امام زهري(رح) وایي: ((که د ټولو خلکو علم راټول کړای شي او د پېغمبر(صلی الله علیه وسلم) د بیبیانو له علم سره یو ځای شي، نو بیا به هم د حضرت عایشې(رض) علم ته ونه رسېږي.))
د حضرت عایشې(رض) د دوا جوړولو علم هم زده و او خلکو به ترې په دغه برخه کې پوښتنې کولې. حضرت عروه فرمایي: ((د حرامو، حلالو، شعر او طب په اړه مې له حضرت عایشې(رض) څخه زیات پوه او عالم کس نه دی لیدلی.))تفسیر دُرِ منثور (اردو)، پینځم جلد، (۱۰۹) مه صفحه. مسند احمد، (۱۱) جلد، (۲۴۸۸۴) لمبر حدیث.
حضرت فاطمې بن قېس(رض) په دلایلو کې مهارت درلود. یوه ورځ یې په یو علمي بحث کې له حضرت عمر(رض) او حضرت عایشې(رض) سره ټوله ورځ بحث وکړ او هغوی دواړو د دې دلایل غلط ثابت نه کړل.
حضرت ام الدردا(رض) په اړه ویل کېږي چې هغه د ساینس په علومو کې ډېره ماهره وه. مسلمانه ښځه، (۴۵) مه صفحه، لیکوال: ډاکتر عبدالکریم ذاکر نائیک ژباړن: نصیرالله مومند، خپرندوی: مومند خپرندویه ټولنه، (۲۰۰۷)ز کال. حضرت اسما(رض) یزید بن السکن لور د ډېرې فصیحې ژبې لرونکې وه او د خطابې په فن کې یې ډېر مهارت درلود او په خطیبة النساء سره یې شهرت درلود. همدا راز ام سلیم(رض) په مدینه کې د خپل وخت د طب لویه ماهره وه او د طب د جراحي په څانگه کې یې ځانگړی مهارت درلود.ښځه د دعوت په کاروان کې، (۱۰۵) مه صفحه، لیکوال: مصطفی محمد طحان، ژباړن: حبیب الله وردگ، خپرندوی: مستقبل خپرندویه ټولنه، (۲۰۰۲)ز کال حضرت رفیده(رض) هم د جراحي ډاکتره وه او د ټپیانو درملنه به یې کوله. هغې د ټپیانو درملنه خپله دنده گرځولې وه. هغې د خندق په غزا کې له ټپیانو سره د خواخوږۍ او درملنې خورا مهم رول درلود. هغې خندق ته نژدې خپله خیمه درولې وه او د ټپیانو درملنه به یې کوله. کله چې حضرت سعد(رض) ټپي شو او په نبوي مسجد کې یې پرې خیمه ووهله، نو همدا حضرت رفیده(رض) وه چې د هغه درملنه یې کوله. د صحابیاتو د ژوند پلوشې، (۱۱۵) مه صفحه، لیکوال: محمود طمعه حلبي، ژباړن: محمد گلاب بشار، خپرندوی: د پېغام خپرندوی مرکز، (۲۰۰۸)ز کال.
په تېر تاریخ کې ډېرې سترې سترې عالمانې تېرې شوي دي، ان تر دې چې ډېرو لویو لویو عالمانو له هغوی څخه زدهکړه کړې ده. د بېلگې په ډول رابعه عدویه (دا هغه افسانوي رابعه بلخي نه ده چې ویل کېږي په بلخ کې دفن ده) یادولی شو. نوموړې ډېره لویه عالمه وه. د عبدالله بن مبارک او امام سفیان ثوري په څېر مجتهدین د هغې د شاگردانو له جملې څخه دي. بله نوموتې عالمه نفیسه علویه ده. کله چې هغې مصر ته سفر وکړ او هلته یې په دعوت او تدریس پیل وکړ او په مصر کې یې د علم اوازې خپرې شوې، نو د امام شافعي(رح) په څېر د مصر لویو لویو فقهاوو، مجتهدینو، مفسرینو او محدیثونو په زړونو کې هم د بي بي نفیسې د شاگردۍ مینه پېدا شوه، دوی به ورتلل او د پردې تر شاه به یې له هغې څخه زدهکړه کوله.
د مېرمن غزالې نوم به د چا نه وي په یاد چې په حدیث پوهنه، تفسیر او دعوت کې یې بري لیکونه ترلاسه کړي و او د اخوان المسلمین د اسلامي تحریک یوه کارنده غړې وه. هغې د سیکولریزم، کمونیزم او عربي ناسیونالیزم په مقابل کې د مېرمنو له پاره د مصر په نوموتي جامع جومات (ابن طولون) کې دعوتي درسونه پیل کړل.
څرگنده شوه چې اسلام ښځو ته په پوره ډول د زدهکړې ازادي ورکړې ده او هیڅوک نه شي کولای هغه له زدهکړې څخه منع کړي، خو یوه خبره د یادونې وړ ده چې د ښځو زدهکړه باید د نورو اسلامي حکمونو د تر پښو لاندې کولو لامل نه شي یعنې له شرعي حجاب سره ښځې کولای شي، خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. د ښځو له پاره باید ځانگړي مکتبونه او مدرسې شتون ولري. ځانگړي پوهنتونونه، لیلیې او خوړنځایونه (طعام خوري) او بېل ترانسپورتي وسایل او د دوی امنیت ډېر اړین دی.