٬٬ د سر مورتېمور ډیورنډ پلار جنرال هنري ماریون ډیورنډ د نارتمبرلینډ ډیوک یو نامشروع حرامي زوی و.٬٬
 
سرچېنه : فیرسټپوست ویبپاڼه 
لیکوال : ارون آنند
ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ 
 
د لاندې لیکنې او د ډیورنډ لعنت کتاب په اړه د ژباړن شننه او تبصره: ٬٬ هغه کسان چې د ډیورنډ لعنتي کرښې د هوکړه لیک په اړه د انګرېزې امپراتورۍ تاریخي منافقتونو، خیانتونو او دوکه بازیو په اړه نوی تازه څېړنېز مالومات، تاریخي لاسوندونه او د نولسمې پیړۍ مهمو برخلیک تاکونکو پیښېو، حالاتو او ورځو په اړه وپوهیدل غواړي، هغه دې باید د ډیورنډ لعنت، د پټان پښتون په زړه کې کښل شوي کرښه په نامه کتاب ولولي.
 DURAND´S CURSE: A Line Acorss the Pathan Heart 
دغه کتاب په انګرېزي ژبه کې د افغانستان او پاکستان په چارو کې پخوانی ډیپلومات، کارپوه، په ایټالیا او رومانیا کې د هند سفیر، په روم کې د ملګرو ملتونو د ادارو دایمې استازی، په دې ورستیو کې په کراچۍ کې د هند جنرال قونسل او تکړه لیکوال ښاغلي راجیو ډوګرا لخوا لیکلي شوي دی. نوموړي د ډیورنډ کرښې د اصلي شخړې ستونزې په اړه یوه هر اړخیزه څېړنېزه تاریخي لیکنه په خپل کتاب کې لیکلي ده. او دا لاندې بله ارزښتنمنده لیکنه په نامه دې  
Durand Line: How Afghanistan-Pakistan border is rootet in a tale of treachery and deception د همدې ډیورنډ لعنت، د پټان په زړه کې کښل شوي کرښې کتاب د منځپانګې په اړه ښاغلي آنند لخوا لیکلي شوي ده.
ښاغلی راجیو ډوګرا د یوې اوږدې مودې انتظار ورسته په دې بریالی شوي، څو د یو کارتوګرافیکي جوړښت سره د ډیورنډ په اړه یوه بیوګرافي یا ژوندلیک ولیکي. هر هیوادپال افغان ته د دې مهم کتاب ولوستل اړین بولم. دغه لاندې څیړنیزه مهمه لیکنه له انګرېزي ژبې څخه جرمني ژبې ته او له جرمني څخه پښتو ژبې ته ژباړلي شوي ده. ځکه د همدې لعنتي ډیورنډ کرښې او خیانتونو له امله په افغانستان کې تل د وینو ډک لښتې بهیدلي دي. سره اورنه یو په بل پسې بل شوي دي. د نړې ستر ښکېلاکګر زبرځواکونه د افغانستان اشغال په موخه راغلي دي. نه یوازې زموږ جیو ستراتیجیک جغرافیایې موقعیت زموږ د له منځه وړلو لامل ګرځیدلي دی، بلکې د ېرغلګرو لښکرې د هند شتمنیو د لوټولو په لار کې هم افغانستان تر پښو لاندې کړي دی. 
د افغانستان د خپلواکۍ په ټولو جګړو کې د افغان او انګلیس درې خونړۍ او ظالمانه جګړې د پامو وړ دي. د برتانوي نړیوالې امپراتورۍ له لوري په یوه وړه کتابچه کې د لوی افغانستان ویشل د نولسمې پیړۍ یو تر ټولو ستر کولونیالیستي تاریخ جنایت او نړیواله مهمه پېښه ګڼل کیږي. دا خپلسري یو اړخیزه او ظالمانه کرښه لومړي د مورتېمو ډیورنډ لخوا په یوه ټوټه کاغذ کې کښلي شوي وه. د دې لعنتي کرښې له امله تر اوسه د افغانانو وینې تویېږي او افغانستان یې د نړیوالو استعماري زبرځواکونو د سیاسي لوبو ډګر او ښکار ګرځولي دی او افغانان سخت ترینه ځوریدلي او کړیدلي دي. 
په ډیره خواشینی سره او له بده مرغه دا خونړۍ تاریخ او دا خونړۍ ظالمانه ناروا کیسه تر اوسه هیڅ چا په سمه توګه نه ده راسپړلي او په انګرېزي ژبه کې نه ده لیکلي. د ډیورنډ زړه بوګونکې معاملې داستان له افغانانو او نړیوالو څخه پټ ساتلي شوې پاتې وو. خو بالاخره د ښاغلي ډوګرا لخوا د پښتنو افغانانو دغه غمجنه کیسه په یوه بېسیاري لوړ ادبې، سیاسي او څېړنېزه سټایل کې په انګریزي ژبه کې لیکلي شوي ده. 
د ډیورنډ لعنت په نامه کتاب د ژورو پوهنېزو څېړنو، شننو او پلتنو په پایله کې لیکلي شوي دی. دغي تاریخي علمي کتاب د افغانانو تر خاورو اېرو لاندې د خونړۍ پټ ساتلي شوي تاریخ تاریخي رازونه او دسیسې رابرسره کړي دي. په دغه کتاب کې د اوږدو تاریخي، سیاسي او جغرافیایې اثار او په زړه پورې دقیق توضیحات او تاریخي مهم لاسوندونه او مالومات را ټول شوي دي. دغه جالب او په زړه پورې کتاب د لومړی ځل لپاره په جزئیاتو کې د افغانانو او لوی افغانستان په وړاندې په خارور کې د ځښ کړل شوي داستان، کولونیالیستي دسیسې، دوکې، ټګۍ برګۍ او فریبونو کیسې په انګلیسي ژبه کې نړیوالو ته بیانوي. 
د افغانستان دریمه برخه خاوره لومړې برتانوي امپراتورۍ او بیا اوس پاکستاني پوځي اشتبلیشمنټ یا پنجابي پوځیانو غصب کړي، اشغال کړي او نیولي دي. په اصل کې دغه سیمې د لوی افغانستان تاریخي نه بیلدونکي سیمې دي او دا سیمې افغانانو پورې اړه لري. خو تر اوسه دغه ویشلي شوي لویه پښتنه قبایلي کورنۍ یا افغان ملت د دې ناروا ویش د منلو څخه په جدي توګه انکار کړي او کوي. پښتانه افغانان د دې ناروا ویش په وړاندې د یوې پیړۍ راهیسې مبارزه کوي او په وړاندې خونړۍ جګړې پیل شوي دي. تر څو دغه لعنتي استعماري خونړې کرښه ړنګه کړي. دا کرغیړنه کرښه په یوه ټوټه کاغذ کې او د ښګو په اوږدو کې راکښل شوي ده. 
ښاغلي راجیو ډوګرا د افغانستان د بدبختیو او بد مرغیو په اړه په دې زړه راښکونکي، زړه څېرې کونکي داستاني علمي لیکنه کې د دې لعنتی کرښې په اړه د جګړو، ناورینونو او بې عدالتیو په وړاندې د افغانانو قهر او غوسه د قلم په ژبه کې په زغرده بیا راژوندي کړي ده. دا د هند د نیمې وچې د انګرېزي استعماري تاریخ یوه خورا زړه بوګنونکي خونړۍ کیسه هم ده، چې د همدې ناموتو هندي لیکوال لخوا لیکلي شوي ده. 
د ډیورنډ هوکړه لیک په ورځ به د انګریزانو د بخت ستوری اسمان ته ختلي وي، خپله ډیورنډ به هم اووم اسمان ته ختلي وي، که نه د اروپا تر ټولو ځواکمن ډیپلومات ډیورنډ دا تمه نه درلوده، چې د افغانستان اوسپنیزه امیر به دومره زر په ګوندو شي او په اساني سره ور ړنګ شي. چا دا فکر کولو، د یوې پیاوړي اوسپنېزه ارادې خاوند امیر عبدالرحمن خان چې افغانستان یې پراخ او متحد کړ، په یوه هوسي، هوایې او مکرجنه خبره او استعماري کولونیالیستي فکر سره د افغانستان د خاورې ستره برخه معزې په یوه سر خوځولو کې انګریزانو ته ورکړي. ! 
خو یوه تریخ حقیقت په ځلونو دا ثابته کړي، که څه هم افغانان د خپلې خاورې په دفاع کې تل ننګ او غیرت کړي دی، خو افغانان ډیر خوشباوره خلک هم دي، د همدې ساده ګي او خوشباورې له وجهې بهرنیانو په وار وار تېر ایستلي دي او یرغلګرو خپله ګټه ترینه پورته کړي ده. 
پوښتنه دا ده، چې ولې دغه بدبخته هیواد تل د امپراتوریو د شطرنج د لوبو ډګر ګرځیدلي دی. هغه څه شی دي، چې دوی دلته راکښوي، څو دوی دلته خپلې لوبې ولوبوي. د ډیورنډ کرښه یوازې یو لعنت نه دی، بلکې دې لعنتي کرښې د پاکستان ځمکنۍ هویت هم له ګواښ سره مخامخ کړي او د افغانستان په خاوره کې پوله تر پوښتنې لاندې راوستلي، ترڅو چې د ټولو پښتنو افغانانو د لوی افغانستان ایډیا تحقق نه وي موندلي.
د ډیورنډ هوکړه لیک به خامخا د ډیورنډ د تعجب او حیرانتیا وړ ګرځیدلي وي، کله چې امیر عبدالرحمن په دې لاسوند باندې لاسلیک وکړ. سړی استعماري‌ واکمنانو ته په ّځانګړي توګه د انګرېزانو له کرکې ډک استعماري سیاستونو ته حیران شي. د دوی ظلم او بربریت هیڅ حد نه درلود، انګرېزي رسنیو د دوی له چټلو سیاستونو څخه ملاتړ کړي او ټوله نړې د خورا پیاوړي ّواکمنې امپراتورۍ په وړاندې بې واکه وه. انګریزانو په سیستماتیک ډول تر اوسه د ډيورنډ هوکړه لیک پټ ساتلي وه. هیڅوک نه يوهیدل، چې څنګه ډیورنډ د افغان امیر سره داسي یو مهم سند لاسلیک کړي دی. د دې هوکړه لیک په اړه په هیڅ یوه افغان خبرې رسنیي کې راپورونه نه دي ورکړل شوي او نه د هغمهال لیکني شتون لري. له دې امله موږ مجبور کیږو، څو موږ د انګریزي کولونیالیستي لیکوالو په لیکنونو او نسخو باندې ډډه ولګوو. دا ډول لیکنې ځښتې ډیرې دي. خو د ښکیلاک په چوپړ کې لیکوالو د خپل نړیوال استعماري سیسټم ستاینه په کې کړي ده. دا یوه طبیعی خبره ده، چې دا د نیواګرو لیکوالو یو امتیاز دی، دوی خپل تاریخي کیسې د خپلو خوښیو او خوشالیو لپاره په ښه بڼه کې د خپل استعمار په ګټه لیکي او بیانوي. په ډیر ندرت سره د امپراتورۍ ځواکونو یو تاریخپوه به وموندل شي، چې هغه د خپلو نیواګرو ناوړه عملونه افشا کړي وي او تیروتنې لیکي وي، حتی دوی د ډیورنډ بدرنګه معامله او جنایت په یوه ښه انساني بڼه کې بیانوي. انګرېزي لیکوال په دې برخه کې مستثنا نه دي. انګرېزی لیکوال د برتانوي ویکتوریانو دورې څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د برتانوي امپراتورۍ یرغلیزه پرمختګونه د ازادۍ او د لویدیځ تمدن په خپرولو کې د یو لوي خدمت او شهکاري په توګه ګڼې او لیکي. دا انګزیزان وو، چې د درېمې نړۍ ولسونو ته نوی تهذیب او تمدن ورزده کړو.
د افغانستان امیر که څه هم په دې باور وه، چې دغه معامله یوه موقتي معامله ده. هغه په دې نه پوهیدو، چې دلته به د برتانوي هند ناجاېزه اولاد، د سرطان دانه او ترهګرپال دولت پاکستان جوږیږي. هوکړه لیک په داسي ژبه کې لیکلي شوي دی، چې امیر پرې نه پوهیدو. امیر د همدې هوکړه لیک له لارې د افغانستان سویلي برخه برتانوي امپراتورې ته په ‌ډالۍ کې ورکړه. د افغانستان په لرې پرتو سیمو یا قبایلي نړۍ کې سمدستۍ احتجاجونه او غبرګونونه ونه ښودل شول، ځکه هغمهال د داسو پټو معاملو خبرونه د جګو غرونو او درو له لارې په ډیره ارامۍ سره سفر کولو. 
د ډیورنډ لعنت د هر پټان په زړه کې یوه سره کرښه کتاب د روپا مطبعې لخوا په 240 پاڼو کې چاپ او خپور شوي دی. دا کتاب د تاریخ دفن کړل شوي ارشیفونو څخه ډیر په زړه پورې اسناد، تشریحات او توضیحات لري. 
ډوګرا په خپله وایې، چې د ډیورنډ لعنت کتاب د هغه لپاره د موندلو او کشفولو یو لوی سفر و. هغه وایې، چې کتاب یې ٬٬ په نړۍ کې لومړنی کتاب دی، چې دا ډول رازونه او اسرار افشا کوي٬٬. د ډيورنډ کرښه یوه تحمیلي مصنوعي کرښه وه. هغه وایې٬٬ دا هیڅکله د نړیوالي منلي شوي پولې په مانا نه وه، لکه څنګه چې ما په خپل کتاب کې ښودلي او ثابته کړي ده. افغانانو دا کرښه هیڅکله نه ده منلي او هر افغان حکومت دا کرښه رد کړي. د افغانستان خاوره باید له اباسینه پیل شي، دا د افغانستان او هندوستان ترمنځ یوه طبیعي جغرافیه ده، ځکه کولتور، ژبه، ټولنیز دودونه او حتی د سیند د لویدیځې غاړې ولسونو ډې اېن اې او د اباسین د بلې غاړې ولسونو سره توپیر لري. 
زه  ژباړن د یوه افغان په توګه ښاغلي لیکوال ډوګرا ته د زړه له تله درنښت کوم او منندویې کوم او دا خبره اوسنیو تور مخې لونګمارو اشغالګرو ته وریادوم، چې له ستر سکندره تر چنګېزه، د مغلو تر انګرېزانو، د روسانو تر امریکایانو او حتی د منافق پاکستان په څیر یو ترهګرپال دولت د اسلام په تفاب کې، لنډه دا چې هر ستر زبرځواک د افغانستان د فتح کولو او نیولو هڅې کړي دي. خو افغانانو د یرغلګر دښمن په وړاندې له ماتیدو او سر ټیټولو څخه ډډه کړي ده. افغانان سخت جنګیږي او هیڅکله نه ماتیږي. د مسیحت څخه څلور پیړۍ مخکۍ د افغانستان لومړنې یرغلګر لوی سکندر ویلي و.، خدای دې د کوبرا مار له زهرو، د پړانګ له غاښونو او د افغانانو له غچ یا بدل اخیستلو څخه وساته. دا ځلې وار د پنجابي یرغلګرو پوځیانو دی. 


د ډیورنډ کرښه، څنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله د خیانت، فریب او دوکه بازي تاریخ کې ریښه لري !
د ډیورنډ کرښه د دې یادونه کوي، چې څنګه انګریزانو له افغانانو سره خیانت وکړ او د دوی ترمنځ یې یوه مصنوعي پوله یا کرښه وکښله، چې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې دی. 
د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې ورستۍ نښتې ښایې په ټپه درېدلي وي، خو د دواړو هیوادونو تر منځ دا اوږده شخړه به دوام وکري او دا نښتې به بیا پیل شي. دلیل یې دا دی، چې د ډيورنډ کرښې په نوم پیژندل شوي 1600 میله کرښه کښل یا سرحد جوړول د خیانتونو او فریبکاریو په پایله کې رامنځته شوي ده. 
 له همدې امله اکثریت افغانان دا کرښه نه مني. 
په ریښتېنې مانا سره د ډیورنډ کرښه د دې یادونه کوي، چې څنګه انګرېزانو له افغانانو سره خیانت وکړ او یوه مصنوعي پوله یې جوړه کړه، چې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې دی. 
تاریخې شواهیدو ته په کتو سره پاکستان په دې برخه کې خورا کمزوۍ موقف لري. 
د ډیورنډ کرښه د اوسنې افغانستان له لسو ولایتونو څخه تیریږي. په پاکستان دا کرښه د خیبر پښتونخوا یا (د شمال لویدېځ سرحدي صوبې په نام هم يادیږي). د فدرالي ادارې تر کنټرول لاندې قبایلي سیمې (فاټا) او د بلوچستان څخه تېرېږي. دا سیمې د الحاق لپاره په پام کې نیولي شوې وې یا تر غور لاندې وې. 
په 1892 کال کې د نوانمبر په دولسمه  نېټه د ډيورنډ کرښې تړون د برتانوي ډیپلوماټ مورټیمور ډیورنډ او د افغانستان د هغه وخت امیر یا پاچا عبدالرحمن تر منځ لاسلیک شو. دا تړون د انګرېزانو لخوا د روسیې او هند ترمنځ د بفرسټیټ زون یا حایلي سیمې رامنځته کولو لپاره هڅول شوي و. دا تړون د برتانوي امپراتورۍ په شاهي تاج کې یو ګرانیه زیور یا الماس و.
انګرېزان د روسیې د پراختیایې پلانونو په اړه شکمن ول. انګرېزانو ویره درلوده، چې کیدای شي د انګریزانو څخه د هند د نیولو لپاره برید وکړي او احتمالأ دا کار به د ځمکې له لارې ترسره کړي. 
د خلکو په خوله کې د دواړو سترو امپراتوریو ترمنځ شخړه د ٬٬ لوې لوبې ٬٬ The Gerat Game په نامه مشهوره شوي ده. دا جمله د لومړئ‌ ځل لپاره د افغانستان په تړاو د برتانېې د استخباراتو یوه افسر ارټور کونولي په  1840  کال کې جګړن هنري رالینسن ته په یوه لیک کې وکاروله. هغه په ورستي ځل په کندهار کې د پولیټکل ایجنټ په توګه ګمارل شوي و. کونولي لیکي: ٬٬ تاسو یوه لویه لوبه لري، ستاسو په وړاندې یوه عالي لوبه ده. خو اصلأ دا یو برتانوي خبریال او مشهور لیکوال روډیارډ کیپلینک و، چې هغه ورسته دا جمله په خپلو لیکنو کې وکاروله او یو سټایل یې ترینه جوړ کړ او هغه ولیکلي و،٬ زه به اوس ډیر لرې او لرې د شمال په لوري ولاړ شم او یوه لویه لوبه به وکړم یا ولوبوم.٬٬
د ډیورنډ تړون د افغانستان پښتانه یا پښتون ولس سره ویشي. د دې تړون په پایله کې د افغانستان څلویشت زره مربع میله خاوره، چې په کې تر نیمایې ډیر پښتانه اوسیدل د انګریزانو تر نیواک لاندې راغله. د دې هوکړه لیک په بدل کې د انګلستان کلنۍ مرسته له  12000  څخه تر 18000  روپیو ته لوړه شوه. دا مرسته د هغې څه په پرتله چې افغانستان له لاسه ورکړي و، خورا لږ مقدار دی. 
 
دا تړون یا هوکړه لیک څنګه لاسلیک شو‌؟  او ولې د خیانت او فریبکاريو بوی کوي‌؟ 
خو تر ټولو د مخه لومړی مورټیمور ډیورنډ ته یوه کتنه باید وشي. 
هغه په 1850 کال کې د هند بهوپال ایالت(ننۍ د مډیا پردیش پلازمینې) ته نږدې زېږېدلی و. د هغه پلار تورن جنرال هنري مورټیمور ډیورنډ د ډوک آف نارتمبرلینډ (ژباړن: ډوک آف نارتمبرلینډ د برتانیا شاهي دولت لوړ میراثي القابو یا لقب دی، چې دوه ځله د انګلستان په پیریج کې Peerage of England  کې یو ځل د Peerage of Great Britain کۍ ورکړل شوي يا ډالۍ شوي دي. د هغه نامشروع حرامي زوی و. 
 
په 1857 کال د مورټیمور ډیورنډ مېندواره مور انیي، د هندوستان د خپلواکی جګړې په بهیر کې د اندور (په نننۍ مډیا پردیش کې یو ښارګوتی) څخه د تېښتې په حال کې د یوه اوږدې سفر په ترڅ کې مړه شوه. 
خپله تورنجنرال ډیورنډ د 1857  کال د جګړې پر مهال د خپلو وحشتونو او جنایتونو له امله بد نام شو. هغه د برتانوي پوځي سرتیرو د یو ډلې مشري کوله، هغه د هندیانو کلي وسوځول او هندیان یې په وحشیانه او ظالمانه توګه وژل، دا په داسي حال کې چې برتانوي سرتیري د پاڅونوالو یا انقلابیانو سره په جګړه کې بوخت ول.
مورټېمور ډیورنډ د ښوونځی او زده کړو لپاره سویس ته لاړ او په Lincon`s Inn کې د شاملیدو لپاره یې (ژباړن: دا په انګلیستان کې د هغمهال د نامتو حقوقي وکیلانو یوه ټولنه وه) مطالعه کوله یا چمتووالي نیولو. 
په  1873کال کې هغه د هند ملکې عامه خدماتو اداره کې شامل شو. څو کاله ورسته هغه د بهرنیو چارو په وزارت کې وټاکل شو. هغه د خپلو زده کړو په بهیر کې فارسي ژبه هم زده کړي وه.
کله چې ډیورنډ په 1892 کال کې کابل ته ورسید، د افغانستان او د هغه د ګاونډی هیواد روسیې ترمنځ کړکیچ مخ په زیاتیدو و. د هغه د ماموریت دنده دا وه، څو دا تاوتریخوالی کم کړي او برتانوي ګټو ساتنه وکړي، تر څو د انګلیس \ روسېې ترمنځ د جګړې مخه ونیول شي. هغه اوه اوونۍ په کابل کې پاتې شو. هغه په دې موده کې یې په ډیرو شکمنو حالاتو کې د ډیورنډ تړون لاسلیک کړ. 
مورټېمور ډیورنډ سره د برتانوي استخباراتو د یوه لږ پيژندل شوي اجینټ په نامه دې سالټر پیین لخوا مرسته او ملاتړ کیده. د دې استخباراتي اجینټ په اړه ډیرې لږ خبرې شوې دي. په ښکاره توګه همدې وروستنۍ اجینټ سالټر پیین د ډیورنډ کرښې د هوکړه لیک په ترسره کیدو کې مهم کلیدي رول لوبولي دی. 
پیین د امیر عبدالرحمن په دربار کې د برتانوي استخباراتو لخوا نسب شوي و. د هغه کیسه عیننآ په مستقیم ډول سمدم د جاسوسۍ فلمونو ټریلر یوې بیلګې ته ورته ده. 
پیین په انګلستان کې زېزږیدلي و، خو په شپاړلس کلنۍ کې خپل هیواد پریښود او هندوستان ته لاړ. هغه لومړی په بمبۍ یا (اوسنۍ ممبۍ) کې مېشت یوه شرکت کې د یوه ځوان انجینر په توګه د مامور په حیث شامل شو. دا په هند کې د هغه یوازینۍ دنده وه. هغه ورسته په دواطلبانه توګه د افغانستان امیر لپاره په دربار کې د کار کولو لپاره چمتو شو. ورسته له هغې کله چې یوه فرانسوي یوه ډينامو او یو لاسي څراغ د وړلو وړ یو موټور افغانستان ته وارد کړو، څو دا موټور وچلوي، خو همدغه فرانسوی سړی بیرته د امیر دربار ته وراستون نه شو. ځکه هغه د امیر له ډاره او غضبه ډیر سخت ویریدلي و. 
انګرېزانو له همدې فرصته په ګټه اخیستلو سره د امیر په دربار کې پیین پیوند کړ. 
په  1885 کال کې پیین کابل ته راغی، څو د همدې فرانسوي ځایناستی شي، هغه د افغانستان امیر د خوښیو خوشالیو او فنتزیو ډکو نوی وارد کړل شویو ماشینونه وچلوي او سمبال کړي. 
٬٬ راجیو ډوګرا د پیین په اړه د Durand´s Curse کتاب کې په مفصله توګه خبرې کړي یا لیکلي دي.(113/114 د ډیورنډ لعنت کتاب مخونه)
 
٬٬ پيین د امیرعبدالرحمن خان اعتبار او باور تر دې حده ترلاسه کړي و، کله چې امیر غوښتل یو شخصي باوري کس د هند وایسرای ته د پیغام رسولو په موخه واستوي، هغه د یو افغان په پرتله پیین ته ترجیع ورکوله او غوره کولو.٬٬
 
ډوګرا بیا نور په همدې کتاب کۍ زیاتوي او لیکي( په 120/121 پاڼو کې د ډیورنډ لعنت کتاب کې لیکي): سړی اټکل کولي شي او انګیرلي شي، چې د  1893 کال کې د نوامبر په دولسمه نېټه په داسي یوه برخلیک ټاکونکی بدمرغه ورځ کې څه پیښ شول. په دې ورځ له امیر سره په کوته کې هیڅ یو افغان تبعه سړی موجود نه و. یوازې یو هندي د سلطان محمد خان په نوم (د پاکستاني شاعر فیض احمد فیض پلار) د برتانوي پلاوې په نامه شتون درلود. 
که لږ نوره په سمه او دقیقه توګه وښودل شي، سلطان محمد هم په خونه کې نه و. هغه ځان د امیر ترشا په پرده کې پټ کړي و، څو د غونډې یادښتونه واخلي او ولیکي.
دا یادښتونو کیداې شول په راتلونکی کې د یو سند یا لاسوند په توګه کاریدلي وې، چې په ریښتینې مانا کې څه پیښ شول او په څه شي باندې خبرې اترې وشوې. خو د دې یادښتونو هیڅ نښه نښانه شتونه نه لري یا هیڅ اثری او اعلایم نشته. تر ټولو په زړه پورې او جالبه خبره دا ده، چې په پیل کې په دې توافق شوي و، چې تړون باید په فارسي ژبه کې لاسلیک شي. ځکه امیر په فارسي ژبه پوهیدو، امیر انګلیسي ژبه زده نه وه، خو ډیورنډ په دواړو ژبو ښه حاکمیت درلود. خو دا هوکړه لیک یا تړون په انګلیسي ژبه کې لاسلیک شو.! 
پوښتنه دا ده، چې که په انګلیسي ژبه لاسلیک شوې وې او امیر خو په انګلیسي ژبه نه پوهیدو، نو امیر به څنګه پوهیدلي واې، چې په تړون کې څه لیکلي شوي دي، یا څه شی دي‌؟ 
دا یوه څرګنده خبره ده، چې پیین په لوی لاس او په بریالیتوب سره په امیر کې او په هوکړه لیک کې لاسوهنه کړي وه او دا تړون یې پرې لاسلیک کړي دی. 
مورټېمور ډیورنډ ته د پیین لخوا د دې مشاهداتو او یادښتونه په اړه مالومات په لیکلي ډول ثبت او ورکړل شوي دي. 
٬٬ ډیورنډ د پیین په اړه لیکي، هغه یو ډیر ګتور او مفید سړی دی٬٬ دا ډیره د خندا وړ او په زړه پورې خبره ده، کله چې فکر وکړئ، چې دغه ماموریت د یوه د لندن د ښار د هګیو کوچني سودا ګر لخوا ترسره شوي دی. ( د ډیورنډ لعنت کتاب پاڼه 121) 
یو بل تاریحي تړون او لاسوند، چې د ډیورنډ کرښې مشروعیت تر شک او تردید لاندې راوستلي دی او شکونه راپاروالي دي، هغه دا حقیقت رابرسیره کوي، چې دا ډول ټړون باید د انګرېزانو، افغانستان او د کلات ایالت (د اوسني بلوچستان) تر منځ درې اړخیزه تړون باید لاسلیک شوې واې.
په  1876 کال کې انګرېزانو د کلات ریاست سره یو تړون لاسلیک کړ، چې په هغه کې د کلات ریاست خپلواکی په رسمیت وپیژندله. د ډیورنډ په تړون کې د سلب شوې یا بېله کړل شوي خاورې یوه برخه د کلات په ریاست پورې تړلي شوي یا اړه لري. خو د انګرېزانو لخوا په دې اړه نه د افغان امیر  ته او نه د کلات دولت ته خبر ورکړل شوي دی. او دا هم په بشپړ دول تصادفي به نه وي، چې د یوې میاشتې په موده کې لوړ پوړي برتانوي ډیپلوماټ ډیورنډ او یو کارمند سالټر پیین دواړو ته د انګلستان یا د بریتانې امپراتورۍ تر ټولو لوړ بریتیش ملکي اعزاونه یا مډالونه ورکړل شول. د Knighthood Commander of Order oft the Star of Indian“ (KCSI)  
ولې د امیر په دربار کې یو مامور ته د یوه لوړ پوړي ډیپلومات په شان داسي عزت ورکړل شو ؟ او دواړه ډیورنډ او پیین په دې وتوانیدل، څو د ډیورنډ تړون لاسلیک کولو ورسته په یوه میاشت کې په دغه لیست کې ونومول شول.
 ډوګرا یو ځلې بیا په لنډه او سمه توګه لیکي د ډیورنډ لعنت کتاب په (127 پاڼه کې لیکي)
٬٬ ډیورنډ ... اوه اوونۍ په افغانستان کې تیرې کړې، هغه زیاتره وخت د امیر نیولو او ځپلو لپاره د یو مناسب فرصت په انتظار کې تېر کړ، کله چې امیر له مخې لیرې کړل شوې واې، د نقشې جوړول یو عادی او معمولی کار و. د ډیورنډ کرښه سمدستی یو نا څاپه یوه کرښه ګرځیدله. کومه چې په یوه کوچنۍ نقشه کې د یوې کتابچې په اندازه کې انځور شوي وه. همدې کوچنۍ نقشې کې  1600  میله ساحه پوښلي شوي وه. مورتېمور نه وخت درلود، چې له یو چا څخه لارښوونه او مشوره وغواړي او نه هم هغه کومه مسلکی ځانګړي ‌پوهه او مرسته درلوده، چې د دومره لوی تړون لاسلیکولو کې ورته اړتیا وه او هغه نه تاریخي لاسوندونه یا شواهد درلودل او نه د اغیزمنو شویو سیمو له مشرانو استازو سره مشورتې خبرې اترې ترسره کړي دي. هغه ولسونه چې د کرښې په دواړو خواو کې اوسیږي، دوی ته په دې هکله هیڅ د خبرو یا د پرېکړې واک نه دی ورکړل شوي. د ډیورنډ کرښې دواړو خواو کې د میشتو ولسونو څخه په دې هکله چا پوښتلي نه دي. 
له همدې امله افغانان د ډیورنډ کرښه د یوه رسمي یا مشروع پولې په توګه نه شي منلي او داسي ښکاري، چې دوی د دې کرښې د نه منلو لپاره ټول اړین دلایل په لاس کې لري. 
 
پای