زده کړي د یوه ماشوم او ټولنې د ودي او پرمختګ کیلي ده. کوم ماشوم چې غوره زده کړو ته لاس رسی لري، هغه په راتلونکې کې له ډیرو چانسونو برخمن کیږي.
له زده کړو شاته پاته کیدل، زیاتره د نابرابرو چانسونو په معنا دی. په ټولنیز ګډ ژوندانه کې له چانسونو استفاده د ټولنیز دریځ او موقف  سره هم تړلي دي.
په افغاني ټولنه کې ټولو وګړو ته له کلونو راهیسي، د غوره زده کړو، برابرو روغتیايې اسانتیاوو او کار  مساوی حق او چانس نه دی ورکول شوی.
همدا نابرابري او نا انډولي بیا په خپل وار د یوه وګړي ټولنیزه او اقتصادي راتلونکي ټاکي او د ژوندانه پر بیلابیلو اړخونو یې اغیزه لري.
ددې تر څنګ دا نا برابري ددی لامل هم کیږي چې د ټولنیز او اقتصادي ټیټ دریځ او حالت له امله د ژوندانه په بیلابیلو ډګرونو کې لږ چانسونه او کم امکانات ترلاسه شي.
زموږ په هیواد کې زده کړو ته نابرابر لاسرسی له مودو راهیسي، د دولتونو د ناعادلانه او ناسمو کړنلارو، د مېندو او پلرونو د لوست له توپیرونو، او کلتوري حالت سره تړاو لري او اغیزمن شوی دی.
د زده کړو دا نابرابري د نارینه او ښځینه، ښاري او کلیوالي، شتمن او بی وزلي وګړي تر منځ ښکاره لیدل کیږي.
دساینس او پرمختګ په اوسنۍ نړۍ کې، اوس دا ډیره اړینه ده چې زموږ په هیواد کې هم،  د سراسري زده کړو پر اغیزمنو کړنلارو کار وشي، تر څو هر ماشوم پرته له توپیره زده کړو ته لاسرسې ولري.
د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې لومړنۍ او منځنۍ زده کړي جبري دي او هر ماشوم مکلف دی چې تر اتلس کلنۍ ښوونځي ته ولاړ شي. ښوونځي ته د ماشوم د نه ورتګ او غیرحاضرۍ پوښتنه له مېندو او پلرونو کیږي او په دی هکله مسؤل ګڼل کیږي. .
ددی تر څنګ په تیرو څو لسیزو کې زده کړو ته د نابرابر لاسرسي واټن په امنو او نا امنو سیمو کې هم ډیر زیات شویدی. 
په ځانګړی توګه په تیرو شلو کلونو کې چې هیواد ته د زده کړو په برخو کې زیاتې مرستې راغلې، نو هغه سیمي چې په امن وې،  وګړو یې له  زده کړو اعظمي استفاده وکړه ، زیاترو یې د لوړو زده کړو چانس هم ترلاسه کړ او یو بشپړ نسل یې په ساینس او تکنالوجۍ سمبال شو.
د همدی امنو سیمو زیاتره ځوانان بهرنیو هیوادونو ته هم د زده کړو لپاره ولیږل شول، د نړۍ له کلتوري، اقتصادي، ټولنیزو او پوهنیز پرمختیاوو سره بلد شول او د غوره راتلونکې زیات چانسونه یې ترلاسه کړل.
خو د نا امنو او جګړه ځپلو سیمو زیاتره کوچنیان له زده کړو بی برخي شول، په دغو سیمو کې یو بشپړ نسل نالوستی را لوی شو او د ښې ټولنیزی او اقتصادي پرمختیا چانسونه یې هم له لاسه ورکړل.
دا توپیر او نابرابر حالت که د کورنۍ د غړو تر منځ وي، که د ټولنې د قشرونو تر منځ وي او که د بیلابیلو سیمو ترمنځ، هیواد او ملت ته ډیر تاوان رسوي.
غوره دولتونه هغه دي چې د ښځي او نارینه، ښاري او کلیوالي، شتمن او بی وزلي تر منځ د ټوپیرونو واټن را لږ کړي.
دولتونه دنده لري چې زده کړي، روغتیا، کار او نور ټول اړین او لومړني  خد متونه ټولو وګړو ته عادلانه ورسوي.
موږ چې ځانونه مسلمانان بولو او د اسلام د راشدو خلفاوو د خلافتونو تمثیل هم کوو،  نو دا ډیره مهمه ده چې عدالت مو د واکمنۍ بنسټیز اصل وي.
اوس چې په هیواد کې سراسري امن ټینګ شوی، نو اړینه ده چې د ټولنې ټول وکړي نارینه او ښځینه، ښاري او کلیوالي، شتمن او بی وزلي ته د زده کړو برابر چانس ورکړل شي.
همدارنګه په کار ده چې جګړه ځپلو سیمو ته اساسي پاملرنه وشي، د اماده ګۍ موسسې،  د سواد زده کړي کورسونه، ښوونځي، او د زده کړي نور مرکزونه په کې جوړ شي، تر څو  هلته هم د تیرو شلو کلونو د وروسته پاتي والي جبران وشي.
دولت مکلف دی او دايې دنده ده چې،  د متوازنو او با انډولو زده کړو یوه سراسري کړنلاره جوړه کړي، او له توپیر پرته د هیواد ټولو وګړو ته د زده کړو، روغتیا، کار او د ژوندانه د نورو اسانتیاوو زمینه برابره کړي.
تر څو زموږ د وګړو د پوهي، فکري،  معلوماتی،  ټولنیزي، اقتصادي او کلتوري سطحي تر منځ واټن او نابرابري را کمه شي او د یوه غښتلي او یو موټي ملت جوړولو ته کار وشي.   
له پورتنې یادښت ترڅنګ غوره بولم ووایم چې، ښوونځی د ماشوم دوهم کور دی. کورنی ماحول او ښوونځی د ماشوم د شخصیت دوه ټاکونکي چاپیریالونه دي.
زموږ په هیواد کې چې د نړۍ د نورو پرمختللو هیوادونو په څير د زیاترو ماشومانو مېندی اوپلرونه هم لوستی نه دي، نو جوماتونه، مدرسې او ښوونځی د سمو  معلوماتو او  پوهي د ترلاسه کولو او د ماشوم د ودی او پرمختګ یوازینۍ سرچینې ګڼلای شو.
په هیواد کې د جګړې له پای وروسته داهیلي راټوکېدلی وې چې،  نور به د هیواد په سراسر کې د پوره امن په فضا کې د هیواد ټولو وګړو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
نوی واکمنۍ هم په وار وار ولس ته ډاډ ورکاوه چې د نارینه او ښځینه په ګډون د ټولنې ټولو قشرونو ته د زده کړو زمینه رامنځ ته کوي او پر یوه اغیزمنه سراسري تګلاره کار کوي.
زده کوونکي هم په همدی هیله وو چې د دولت له ژمنې سره سم به نوی تعلیمي کال د پسرلي په پیل سره په شوق او خوښۍ پیل کړي.
خو دریغا چې تیره ورځ له شپږم ټولګي پورته نجونې  زده کوونکي په داسی حال کې چې خپل دوهم کور یعنې ښوونځي ته وربلل شوی وې، خو خپلو ټولکیو ته د ورننوتلو اجازه ورنکړل شوه، د دیوالونو تر شا نهیلي پاته شوي او د ښوونځیو دروازې یې پر مخ بندې شوي.
زده کړو ته دی لیوالو، ګلالیو زده کوونکو له خپلو معصومو سترګو اوښکي وڅڅولی، په کړیکو کړیکو یې وژړل او د بی انصافۍ او بی عدالتۍ دی کرکجنې نړۍ کې حیرانې ، پریشانې او نهیلي کورونو ته ستنې شوې.
په ټولنیزو رسنیو د زده کوونکو نجونو داسی تصویرونه د نړۍ سراسر ته ورسیدل، چې ژړغونې او نهیلي نجونې کورونو ته په ورتګ د میندو او پلرونو په غیږو کې د هغوی پر اوږو غمجن سرونه ایښي وو او پر لمنو کې یې ورته له زده کړو د محرومیدو نهیلي اوښکي تویولې.
اوس پوښتنه داده چې، ولی نجونو زده کوونکو ته د ښوونځیو د ورتګ اعلان وشو او بیا ولی د ښوونځیو د بندو دروازو تر شا نهیلي خپلو کورونو ته رخصت شوي؟
ولي د ښوونځي په با امنه روزنیز چاپیریال کې،  ناببره داسی بی باوره او تراژیکه صحنه رامنځ ته شوه، چې عاطفي، احساسي، هنري او تبلیغي  تصویرونو،  فلمونو او خبرونو یې ټوله نړۍ کې افغانان غمجن او دردمن کړل.
څوک په اوسني نظام کې پر لوی لاس د داسی ماشومانه او ناکامه سیاست هڅه کوي؟
موږ وینو چې د طالبانو اوسنۍ واکمني د تیرې په پرتله ډیر نرمښت لري، دوی پوهیږي چې زمانه بدله شوي، ټولنیز شعور او کلتوري حالت وده کړي، هیواد ته پراخه معلوماتي تکنالوجۍ، غږیزي او تصویري رسنۍ راغلي او پر وګړو ټولنیزی میدیا جال غوړولی دی.
اوس د سترګو په رپ کې هر تصویر، هر خبر او هره کړنه د نړۍ هر کونج ته رسیږي او د چا له سترګو څه پټ نه شي پاته کیدای.
زده کړي د هر انسان لپاره که په هره سطحه وي، که په هر ډول وي او که په هر عمر وي د ژوند یو بنسټیز اصل دی.
د اسلام مبارک دین هم  نارینه او ښځینه زده کړو ته را بولي او زمان او مکان یې هم نه دی ورته مقید کړی،
نو کوم داسی دلیل شته چې د ټولنې یوه بشپړ قشر ته  د زده کړو پر مخ خنډونه رامنځ ته شي؟
نن ورځ په ټوله نړۍ کې ددی خبر خوریدل چې د نجونو ښوونځي تر بل امره ځنډیدلي دي، تر بل هر چا  د پوهنې چارواکو او په ټول کې د اسلامي امارت واکمنۍ ته تاوان رسولې او په لوی لاس یې د مخالفینو او هغوی چې ورته د دښمنۍ په کمین کې ناست دي،  د تبلیغ اور ته پکې وهلی دی.
دا ډول کړنې د ټولنې د وګړو د نارضایتۍ سبب ګرځي او د دولت د کمزوری کیدو لپاره لاره هواروي.
زه نه پوهیږم، څوک ددغه اوسني نسبي امن او ثبات د بی ثباتۍ او ددغه خام او نوي جوړ شوي سراسري حاکمیت د کمزوري کولو ماهرانه هڅه کوي؟
زه باور لرم چې ښوونځي به د نجونو پر مخ نن یا سبا، ژر یا وروسته هرو مرو پرانستل کیږي. ځکه د اوسني نظام چارواکو هم په وار وار ویلي چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي، خو د ښوونې او ښوونځیو سره دا ډول دوه ګونې،  زړه نازړه،  یو ګام مخ ته او دوه ګامه شاته تګ،  په هیڅ ډول اوسني نظام ته ګټه نلري او د هیوادوالو نارضایتي زیاتوي.
پریکړي باید واضح او څرګندی وي، که چېري د دوی  له نظره لا مناسب درسي چاپیریال نه و رامنځ ته شوی، نو بیا به یې د پیل اعلان نه کاوه، دومره چې ځنډیدلي وو، یوه اونۍ دوه اونۍ به يې نور هم د پیل نیټه شاته کړی وه، او لا څو اونۍ دمخه به یې په دی هکله خبر خپور کړی و. باور لرم جې بیا به هم دومره نهیلي او شکونه نه وو رامنځ ته شوي او د دومره کرکې او غوسې سبب به نه وو شوي.
په دی هیله چې زموږ د متدینې ټولنې د ملي، کلتوري او دیني ارزښتونو سره سم،  د هیواد هر وګړي لوی او واړه ته،  د متوازنو او اغیزمنو زده کړو زمینه برابره شي او ډیر ژر د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازی پرانستل شي.
له جسمي او روحي روغتیا او پوهې برخمن وګړي او پرمختللی ټولنه ولرو او هر افغان  وګړی د راتلونکې نیکمرغه او هوسا ژوندانه برابر چانسونه ترلاسه کړي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ / 24-03-2022