پوهیږئ؟
پوهیږئ، زه چی نن بیدیا کی ګرځم
هغه دستا د مینې اور می لا سینه کی بل دی
او ستا د سپینو اننګو په مینځ کی
یوه روښانه د ښکلا څلې دی
چی لا هم په سترګو کی می
لارې کاږي
***
پوهیږئ؟
پوهیږئ، اوس هم مینان ټول مو په لټه کی دي
او هغه روښانه د ښکلا په کور کی
لاهم زما او ستا سندرې وایی
خلک بی سارې د ړڼا په تمه
په تاریکو کی نوې لار لتوي
او تا په ما او ما په تا کې ګوري
خو لاهم لاره دا اوږده ښکاري
نن
***
پوهیږئ؟
پوهیږئ، ډیرې دي خبري په زړه
او نوي ستوري په آسمان د زړه کی
لا سترګکونه وهي
او لا نوي میاشت ته انتظار کوی ټول
خو لا سپوږمی د مخ دې نه ښکاري اوس
لا هم روژه ده اختر لیري ښکاري
سمیع الله خالد سهاک
د مارچ ۱۸، ۲۰۲۲ کال
مونتری کالیفورنیا