چه یې پوهه خپروله هغه څه شو
چا چې مینه دودوله هغه څه شو
په کتاب اوپه قلم به یې هر چاته
د ژوندون لاره ښودله هغه څه شو
د وطن او د ولس په حق کی تل یې
د غیرت چیغه وهله هغه څه شو
چی دسولی او د امن په خاطر ېې
هره دړه ټکوله هغه څه شو
د پرهر پرهر وطن بیا هر یو ټپ ته
چی پتۍ ېې لګوله هغه څه شو
هغه ستوری اوس اسمان لمن کې نشته
چې رڼا به ېې کوله هغه څه شو
د ( وارث ) له یاده لا وتلی ندی
تل ېې سوله یادوله هغه څه شو