د ملګرو ملتونو د کولتوري او تعليمي څانګه یونیسکو !
افغانستان کې د مورنۍ ژبې د زده کړې اړتيا، ستونزې او د حل لار

د مورنۍ ژبې د ورځې لنډ تاريخ :
په 1952 کال کې د فبروري په لومړۍ نېټه د پنجابي پوځي اشغالګرو په وړاندې د بنګالیانو د ژبژغورنې غورځنګ پیل شو . په 1952 کال د پاکستان هغه مهال رژيم اردو ژبه د ټول هيواد يواځنۍ رسمي ژبه اعلان کړه. سره له دې چې دغه ژبه د هېواد د دريو سلنې وګړو ژبه وه، خو په ختيځ پاکستان کې يواځې په بنګالي ژبه خبرې کيدې.
د فبروري په يوويشتمه د ډاکه ښار کې پوليسو پر لاريونوالو باندې ډزې وکړې او د همدې ډزو په ترڅ کې ډېر خلک ووژل وشول. په 1972 کال کې د بنګالیانو پر ژبه، کولتور د خونړۍ برید او ځپلو له امله ختيځ پاکستان له اوسنې پاکستان جلا شو او د بنګلډیش هېواد بنسټ کېښودل شو.
د فبروري 21 نېټه هرکال په بنګلډیش کې د شهيدانو د ورځې په نامه لماځل کيږي.
په ملګرو ملتونو کې د بنګلډېش هیواد په غوښتنه دغه ورځ د 2000 کال راهیسې د مورنۍ ژبې د نړېوالې ورځې په نامه ونومول شوه او هر کال دغه ورځ د يونیسکو له خوا په نړۍ کې لمانځل کيږي.
يونیسکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او مورنۍ ژبې د زده کړې، پوهنې، کولتور، کومونکېشن يا خبرو اترو ېو ځانګړی سازمان دی، چې 193 هېوادونه غړيتوب لري او په پاريس کې مېشته دی.
د يونيسکو اصلي موخه په نړۍ کې حق يا رښته او عدالت ته درناوی، د انسان حقونونه، بنسټيزه خپلواکۍ، د نړۍ ولسونه پرته له کومې ټوکمېزه، جنسيتي، مذهبي توپيرونو او ارزښتونو پياوړي کول او تقویه کول دي، چې دا ټول د ملګرو ملتونو په اسمبله کې تسجيل او لیکلي شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان موخه دا دي، چې په مورنۍ ژبه زده کړې په ښوونځيو کې زده کړې، د پرمختک او ودې اصلي لامل وګرځي.
د کولتور ډېریوالي یا څو اړخېزوالي د بشريت يوه خورا مهمه نښانه ده. کولتور په ټوليز ډول د معنوي روح نه بدليدونکي یو توکی دی، چې د لوړې پوهې احساسات او ځانګېړنې یا مشخصات په کې ليدل کيږي. د يوې ټولنې ټولنېز ګروپ په نښه کوي. د دوی هنر، ادبياتو سربېره د ژوند ډول، بڼه، اړيکې او د ژوندانه فورم، د ارزښتونو سيستم او د ولسونو دود دستور ټينګې عقيدې رانغاړي.
د سولې سوله ییز کولتور د ټولو ارزښتونو تعريف دی، لکه د ژوند کړه وړه، ژوند ته او د انسان کرامت او مقام ته درنښت، خپلواکي، عدالت، پيوستون، زغم، د ولسونو او ملتونو ترمنځ پوهاوي، ولسواکي او انفرادي خپلواکي راغبرګوي.
د کولتور منځ زړي د اوسنيو هویت بحثونو او ټولنیز یووالي او اقتصادي پرمختګ د پاسه ولاړ یو ارزښت دی.
کولتوري څو اړخېزوالي ته درنښت، زغمل، خبرې اترې، مباحثات، ګد کار اعتبار او پوهاوي فضا کې د نړېوالې سولې او امنيت سره تړاو لري او ورته بهترينه ګرانټي ګڼل کیږي. هممهاله ورسره د نړيوالتوب لړۍ نه يواځې زر وده کوي، بلکې نوی مالومات د کومينکېشن ټکنالوژي لاره اسانوي. همدارنګه ورسره د کولتور او مدنيتونو ترمنځ نوي ډيالوګونه رامنځته کوي.
له همدې امله ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان ته د یونیسکو سيستم ته يو ځانګړي وکالت ور په برخه کړي، چې د کولتورونو څو اړخېزه کيدنې ساتنه، مرستو او لاسنوي کې ګټوره وڼده لري. کولتوري حقوقونه د بشر حقوقو نه بېليدونکې برخه ده، کوم چې په ټولو وګړو کې يو شان ته چلښت او ارزښت لري.
د يونیسکو قانون تاکيد کوي د کولتوري ودې روزنه، عدالت، خپلواکي، سوله، د انسان درنښت لپاره اړین او حتمي دي. دا پوهنه د متقابلې پوهې سره په پراخه توګه مرستې او د خپل ګډون په برخه اخيستنه کې ترسره کيږي. د بشري حقوقو په 27 ماده او د نړيوال تړون په ديارلسمه او پنځلسمه ماده کې اقتصادي، ټولنيز او کولتوري حقوق خوندي شوي دي. په څرګندو ټکو کې داسي راغلي، چې هر چا ته بايد دا شوني وي، څو په خپله ټاکلي ژبه کې اظهار نظر وکړي، هغه وکاروي او د خپل کار په تياریانو کې وکاروي. هغه خپور کړي او په خاص ډول بيا په ځانګړي ډول زياتوي چې په خپله مورنۍ ژبه کې.
هر څوک په ټول درنښت سره د خپل کولتوري هويت لاندې د ښه عالي لوړو زده کړو حق لري.
هر څوک بايد د بشري حقونو او بنسټيزه حقوقو ته په درنښت سره کولي شي، چې خپل کولتوري دودونه، راواجونه ترسره کړي او په کولتوري ژوند کې خپله برخه واخلي. د بشريت کولتوري ميراثونه د ژبو په ډير والي او شميره ساتنه کې ساتل کيږي.
د ژبو څو اړخيزه کيدنې پرمختګ، مورنۍ ژبې ته په درنښت سره کله چې داشوني وي، نو زده کړه په ټولو کچو باندي او يا د نورو ژبو زده کړو اړتيا په صورت کی بايد چې زده کړه له کوچنيوالي يا ماشومتوب څخه پيل شي. د يو هېواد ژبه او کولتور له يو بل سره تړلي دي. همدا وجه ده چې تنکي ځوانان بايد وهڅول شي، څو د خپل هېواد کولتور، تاريخ او ژبې سره پېژنګلوي ولري.
جګړه د انسان په اروا کې پيدا کیږي، سوله باید د انسان په روح کې لنګر واچوي.
زموږ د هېواد د تاريخ په ورستيو څو لسيزو کې د نيواکګرو پرلپسې ناورينونو او غميزو په هېواد کې د ژبي سياست ته خورا زيات تاوان رسولي دی. نن موږ په دې فکر کې يو چې د ژبې په اړه موږ څه ډول فکر وکړو ؟ .
دا ځکه چې موږ غواړو د یوه افغان فکر درک کړو، فکر په خپله په ژبه کې نغښتی دی. دا د خوشال، رحمان، احمد او حمزه فکرونو او د هغوي د فلسفي درد پېژندل، زموږ تلوسه او لېوالتيا زموږ نيمګړي ژبې سره لا نوره زياته کړې ده.
موږ حق لرو ښوونه او روزنه په خپله مورنۍ ژبه کې وکړو، ورسره حق لرو په دولتي ادارو کې له خپلي ژبي څخه کار واخلو. پښتو ژبه د افغان کولتور او تاريخ ژوند کې خورا مهم ځای لري. ژبه زموږ د فکرونو جامې يا کالي دي. موږ مجبور يو خپلي ژبې ته د واک په ژبه خپلواک او خپل اعتبار ورکړو.
د نړۍ ژبو تاريخ موږ ته رازده کوي چې ژبنی امپرياليزم هېڅ وخت او هېڅ چېري د تل لپاره بې غبرګونه نه منل شوي او نه پاتې شوي دی.
موږ خپلې مورنۍ ژبې ته داسې اړ يو لکه چې موږ پاکو اوبو ته اړتيا لرو. څوک چې د افغانانو ژوند ژغوري هغه بايد پښتو ژبه زده کړي او پرې وګړيږي . ځکه پښتو ژبه افغانانو ته خورا ډېر ارزښت او همیت لري.
د بشري حقونو روزنه، ښوونه او روزنه د ښونځيو دنده ده، د بشري حقوق يا رښتې د ارزښتونو سيستم زموږ د اساسي قانون بنسټ جوړوي. ښوونځي سوله ييزه روزنې ته موثره تماميږي، دوی بايد ځوانانو ته د سولې د ارزښتونو په اړه لارښوونه وکړي. د ښوونځيو دنده ده چې زده کونکې ته د سولې، خپلواکي، زغم، بل انسان ته د درنښت روزنه ورکړي.
د يونیسکو د ښوونځيو پروژې موخه دا ده چې زده کوونکی د زده کړي له لار د بشريت کولتوري مېراث را ويښ او را ژوندی کړي. زده کوونکي باید په خپله مورنۍ ژبه کې د خپل تاريخي ادبياتو تاريخي څلې او د ژوندانه پر نورو برخو کې مصروف کړل شي. په ټوله نړۍ کې ټولو ته بايد ورسيږي، سره له دې چې ډير کار ل پاتې دی تراوسه نړيواله ټولنه په ښه لوري روانه ده.
اروپايي ټولنه له 27 هيوادونو څخه جوړه ټولنه ده او 23 رسمي ژبې لري، ډېرې ژبي د اروپا له شتمنیو څخه ګڼل کیږي. یو ځوان چې له دولسم ټولګې څخه فارغ کیږي په څلور ژبو خبري کولي شي.
په 2002 کال کی د اروپایې هیوادونو حکومتي مشران د هسپانیه په بارسولونا ښار کې پرېکړه وکړ، چې په ښونځیو کې د مورنۍ ژبې سربیره د دوې نورې پردۍ ژبې زده کړې اعلان وکړو.
په دي ورستیو نویو اروپایې احصائیو کې د ژبې زده کړي په اړه ویل کیږي چې 44 سلنه د اروپایې ټولنې وګړي بي له خپلي مورني ژبي څخه کومه بله ژبه نه ده زده کړي. دا خبره د ډیرو روڼاندو وګړو په برخه کې سمون نعه لري.
د اروپا په ډیرو هیوادونو کې دوې یا ډیرې ژبې زده کول یوه نورماله خبره ده، لکه سویس، هسپانیه، بلجیم، لوکزامبورګ، فنلنیډ او داسي نور هیوادونو کې . دا نوي سویس چې په نولسمي پیړۍ کې یي بنسټ ایښودل شوي دی د ژبو کړکیچ پیژني.
په 1975 کال کې د سویسي ژبو پلان جوړ شو. چې په هغه کې د سویس خپلي ژبي او پردۍ ژبي سره تنظیم شوي.
یوه غوښتنه دا وه چې زده کوونکی د سویس په ښوونځیو کې باید د هیواد یوي دوهمي ژبي سره انګلیسی ژبه هم زده کړي.
په 2001 کال د اکتوبر په 25 مه نیټه د بازل ښار د ټولو ژبو پلان په څلور ټکو کې اعلان شو. د ښوونځیو مختلفو مرحلو يعني د وړکټونه تر پوهنتونه د لومړۍ ژبي، دویمې ژبي او د پردیو ژبو زده کړه تصویب وشو. جګه کره الماني ژبه ملي یا استندرد ژبه ده، انګلیسی او فرانسوي لومړي او دویمه ژبي دي. دا ژبي نه یواځي زده کونکو ته بلکي د بازل ښار د ټولو ښاریانو له خوا باید په راکړه ورکړه کې مراعات کړل شي.
د هري ژبي زده کول په ریښتېنې مانا سره په واقعيت کې یوه کړکۍ نړۍ ته خلاصول دي. د هرې ژبي په لمنځه تللو سره د کولتوري نړۍ څخه یوه اخیستنه ده او د بشریت لپاره یوه نه جبران کیدونکې ضایعه ده. همداسی د نړې اقتصادي سیستم له ګواښ سره مخامخ کوي. څوک چې د خپلي ژبه ساتل غواړي، هغه مجبور دی چې بله ژبه زده کړي. دا کار ډیرو پښتنو په اګاهانه یا نه اګاهانه یا شعوري ټوګه ترسره کړي دی.
هېڅ یو متمدن او یا نه متمدن هیواد یا ملت په نړۍ کې د ښوونیزه سیاست او مورنې ژبې سره داسي بی غوري، بي پروایې، بي پلانه چلند نه دی کړي لکه په افغانستان کې. په ټولو هیوادونو کې د اکثریت ژبه او مورني ژبه د ښووني او روزني، اداري سیستم، راکړه ورکړه ژبه ګرځیدلي ده.
په نړۍ کې د هېڅ یو ملت سیاسي مشرانو له خپلي مورني ژبي، ملي او ر سمي ژبي سره داسي چلند نه دی کړي لکه د افغان سیاسي چارواکې او مشرانو چې کړي دی.
د پښتو ژبي ملي ټرمینالوجي ته ډیرۍ افغانان په خپلو ویناو، لیکنو، ډله ییزه رسنیو کې پام نه کوي. هېچ څوک د دغه نه قانونه عمل پر وړاندي غبرګون نه ښیې.
زموږ نیکمرغي په دي بد مرغي کې دا ده چې موږ پښتنو د خپلي ژبي ناروغي تشخیص کړي ده. د پښتو ژبي مخالیفن دومره ندي لکه د پښتو ژبي منافقین، د منافقینو شمیره بیا په خپله د پښتنو سیاسي چارواکو کې ډیره ده.
که همداسي پښتو ژبه یواځي په کورنیو او کورنیو لوبي کې، روغبړ، تشریفاتي لڼدو ویناو کې، یوازې د پښتنو خوشاله کولو او واړه واړه سیمېزه کلیوالي محفلونو کې وویل شي او په مقابل کې د نړې ټولي چاري او کارونه، د حکومت دریګونې اورګانونه، پوهنه، سیاست، حقوق، پوهنتون، کتابتون، ښوونځي، وړکتون، ادبیات، هنري چاري ،موسیقي، فلم او نندارتون په دری ژبه کې وي . دا حالت نوره د پښتنو روڼاندو د زغم څخه وتلي دی او نن باید قانوني غبرګون وښودل شي.
د اساسي قانون پربنسټ زموږ د مورنۍ ژبې حقوقو د بیرته اعادې لپاره، د ملي لوړو ګټو د ساتنې لپاره د ملي یووالي لپاره باید پښتو او دري ژبې دغه دوې ژبې باید په افغانستان کې په سوله کې مساوي ژوند وکړي. کوچینیان کرکه، ژبني توپيرونه او تبعضي چلند نه پېژني، دوی د راتلونکې پخلاینې نیالګي دي. دوی په زده کړې او بیا رغونې باندې ټینګ باور لري. د دوی د ژوند اصلي موخه زده کړه ده. د دري او پښتو په اړه توپیرونه تر څو چې لویان یې ورزده نه کړي، په خپله نه پیژني. له دې امله په پلازمینه کابل او د کابل غوندې نورې سیمې لکه کندوز، مزار، هرات، میدان او داسې نورې سیمې چې د نورو لږکیو څخه ډیر یا په برابر کچه پښتانه او سیږي باید چې ډیر زر زده کړه او لوست له لومړي تولګي څخه تر پوهنتوني زده کړې پورې په دوې ژبي پښتو او دري ژبو یعني بيلینګوال ښونیزه روزنیزه سیستم پیل شي.
په خپله ژبه خبرې کول د هر انسان خپل حق دی، هر انسان باید خپل حق محفوظ وساتي.

پای